کور / سياسي / شیرشاه سوري دیووالې په لور دافغانانو بلونکی (دولسمه برخه)

شیرشاه سوري دیووالې په لور دافغانانو بلونکی (دولسمه برخه)

درهتاس  راجه هرکشن  د  خپل راج محل  يه یوه خونه کې  ځانته ناست و  چې دهغې  لور شهزادګۍ ګنګا دغې خونې  ته  ورننوتله ، دخپلې لور په کتلو سره راجه هرکشن  ډیرزیات  خوشحاله شواوپه خپل څنګ  کې یی ورته دکیناستو اشاره وکړه . شهزادګۍ   مخکې راغله  او دخپل پلار  تر څنګ  کیناسته . تر یوه وخته پورې دواړه  پټه خوله ناست وو،بیا راجه  په ډیر غور سره   خپلې لور  شهزادګۍ ته  وکتل  او  ترې و یی پوښتل :
ګوره  لورجانې ! ایا د کوم  ضرورې  خبرې په خاطر دلته راغلې یی.اویا دې غوښتل چې هسې زما تر څنګ  څو لحظې کینې.دهغه په خبره  شهزادګۍ ګنګا  مسکۍ  شوه او ویی ویل : نه پلار جانه !  زه د یوې ډیرې ضرورې  خبرې  له پاره  ستا څنګ ته راغلی یم . هرکشن  ورته په  ډیره مهربانۍ سره وویل  چې  اوس نو ووایه  لورې ! ته  څه ویل غواړې ؟ دهغه په ځواب کې شهزادګۍ ګنګا وویل :
پلارجانه ! ستا د ساتونکې ډلې  هغه  ځوان  چې ما د کوچي قبیلې  د سرادر فدایي خان د پلټنې له پاره   استولې و، هغه بیرته را ستون شوې دې . هغه نه فدایی خان  پیدا کړې او نه  یی دکوچیانو د قبیلي  کوم  درک  خرک  معلوم کړې دې . په دې اساس  زه غواړم  له  تا څخه  اجازه واخلم . دهغې په دې خبره  راجه هرکشن ټکان  شانته وخوړ  او ویی ویل  چې لورې څه ډول  اجازه ؟  په ځواب کې ورته  شهزادګۍ ګنګا وویل :
پلارجانه ! ماته  هغو  ناکامه  راستنو شوو  عسکرو هم وویل  چې صاحب خان  چې څه موده  مخته د کوچیانو دقبیلي د سردارفدایی خان  غلام  و  او ګیدړې به یی  ښکارولې او پوستکي به یی ترې ویستل او پلورل  به یی. هغه نن  سبا د  شیرشاه سوري په لښکر  کې شامل شوې دې  او په دې ورځو کې د «وندهیاچل»   په غرنیو سیمو کې میشت    دې . شیرشاه سوري هم  دخپلولښکرو سره یوځاې په همدې ځاې کې پړاو کړې دې،او اوس  ورته  خبر راغلې  چې  همایون د شیرشاه سوري څخه د چنار کلا نیولې ده ،  زه غواړم  چې د خپلې «داسې اوما» سره یو ځاې د نارینه و  عسکری کالي وا غوندم  او د وندهیاچل د غرنیو سیمو په لور ولاړه  شم . هلته د صاحب خان  سره ووینم ، اودهغه څخه د فدایی خان په اړه معلومات  تر لاسه  کړم . نو که چیرې زه د فدایی خان  سره ووینم  نو بیا به  ماته معلومه شي  چې هغه ځوان  څوک و چې زما درې واړه  «سوئمبرونه » یی  ګټلي و . پلارجانه !  تاته  خو معلومه ده چې  د وندهیاچل غرونیزه سیمه   ددې ځایه  ډیر لرې  نه ده او زه به  دهغه ځایه ډیر ژر  بیرته را ستنه شم .
کله چې  شهزادګۍ ګنګا  خاموشه  شوه نوپلار  یی  راجه هرکشن  ورته وویل : لورجانې  ! زه تا هلته د ورتلو څخه نه منه کوم . خو په یوه شرط  تاته   د تللو  اجازه  درکوم  چې ته به دخپله  ځانه سره څو کسه ساتونکې  هم وړې . د خپل پلار  په دې خبره  شهزادګۍ  په یوه درنګ  سره وویل  چې :  هو ، پلارجانه ! زه  او  اوما  به دخپله  ځانه سره څو کسه  ساتونکي هم  اخلو . راجه  هرکشن  ورته  وویل :
خو ګوره  لورجانې ! تا پخوا هم د یوه  ځل  څخه زیات  د صاحب خان سره  بدسلوکي کړې ده ، ایا هغه به له تاسره خبرې کولو ته غاړه کیږدي ؟ او ایا  هغه به ستا  دپوښتنې په  اساس  تاته دفدایی خان  په اړه معلومات  درکړي ؟ دهغه  په دې خبره  شهزادګۍ  وویل :
پلارجانه !  ستا اندیښنې په ځاې دي ، خو ته پوهیږې  چې صاحب خان  له ماسره  ډیره زیاته مینه کوي ، زه به دهغه سره داسې نرمې  او د  مینی  نه ډکې خبرې وکړم  چې دهغې څخه  به  هغه ته ډیره  خوشحالي   ور په برخه شي .او زما د پوښتنې سره  سم به ماته د فدایی  خان   په اړه  معلومات   راکړي  په دې ترتیب  سره به  زه د خپل  مصنوعي  حرکاتو  له مخې  دهغه څخه خپلې موخې تر لاسه کړم . دهغې په دې خبرو باندې راجه هرکشن  ځواب  ورکړ او ورته یی وویل :لورې  ته  دا کار هم وکړه  او پایلې یی ووینه ! ما خو تاته ویلي  چې ستا په هره  معامله کې به  زه له  تاسره ملګرې  اوسم ، دخپل پلار هرکشن د دې ځواب  په اوریدو سره  شهزادګۍ  خوشحاله شوه ، بیا  دواړه پلار اولور دهغې  خونې څخه را ووتل . هرکشن  دخپلې لور د سفر  له پاره  تیارې  پیل کړ ، هغې ته یی دخپلو ساتونکو څخه  یوه ډله  ورکړه . او په دې ترتیب ګنګا دخپلې اوما  سره یو ځاې د دندهیاچل د غرنیو سیمو په لور و خوزیده .
۱۹
د کوهستان په «وندهیاچل»  کې میشت  صاحب خان  یوه  ورځ په خپله خیمه کې  یواځې ناست  و  چې شهزادګۍ ګنګااو اودهغې  داسي اوما  دواړه یو ځاې  ور ننوتلې . دواړو  دنارینه و  جنګي کالي په ځان کړي و  او خپل مخونه یی  په کې را نغاړلي  وو ، ددوې د کتلو  سره سم صاحب خان دخپله ځایه په یوه  ټکان  را پورته شو او په یوه درنګ   یی خپله  توره  د تیکې  راوویسته او دوې ته یی وویل  چې  څوک یاست ؟ او څه ډول مو جرءت کړې  چې زما خیمې ته را ننوتئ. ددې خبرې سره سم  صاحب خان  خپل دواړه  لاسونه و پړکول ، دخیمې بیرون  ولاړو  افغان  ساتونکو  څخه یی یوه په منډه ځان  را ورساوه . صاحب خان  ترې په ډیره غضبناکه توګه و پوښتل :  دا دواړه څنګه په خپل  سره زما خیمې ته را ننوتي دي ؟ دهغه ددې پوښتنې په ځواب کې  افغان  ساتونکی  په داسې حال کې چې سریی  ټیټ کړې و  وویل:
امیرصیب !  دا  دواړه  نجوني  دي، له  تاسره  یی کتل  غوښتل . په دې خاطر  ما هغوې ته  ستا سره دکتلو له پاره  د درتلو  اجازه  ورکړه ، ددوې سره  څو ساتونکې  هم  مل دي ، هغوې  مو هلته بیرون تم کړي دي ، ددې دواړو  نجونو څخه یوه  د راجه هرکشن  لور  شهزادګۍ ګنګا  ده او بله یی دهغې  داسي اوما  ده . اوما  ویل چې هغه تا خپل ورور ګڼي. نو که چیرې  هغه  له تاسره ویني  نو ناراضه کیږي  به نه . کله چې دوې  خیمې ته را ننوتلې  نوما او زما ملګرو  پرهغوې  څارنه کوله  چې هسې نه چې په دوکې اوفریب  سره پرتا باندې حمله وکړي .
هغه ساتونکې تر دې ځایه خبرې وکړې ، دهغه په دې خبرو  صاحب خان مسکې  شانته  شو ، ساتونکې ته  یی وویل  چې  ته اوس  تللې  شې. زه  به ددوې سره په خپله  خبرې وکړم . ددې خبرې  سره سم  شهزادګۍ  ګنګا او دهغې   داسې اوما دواړو دخپلو مخونو څخه  نقاب  لرې کړ . صاحب خان  شهزادګۍ ګنګا  ته د کتلو پرته   اوما ته مخ کړ او  ورڅخه یی و پوښتل :
اوما خورجانې !  ته  څنګه یی ! ایا څه داسې  ضروري خبره وه چې ته یی د  شهزادګۍ  سره یو ځاې  تر دې ځایه  زما  خیمې ته په را تللو مجبوره کړې ېې ؟ دهغه ددې  پوښتنې په ځواب کې  د اوما په ځاې  شهزادګۍ  ګنګا په خبرو  پیل وکړ او ویی ویل :
صاحب خانه ! که ماته  دخبرو کولو اجازه وي  نو زه  څه  ویل غواړم . زه پوهیږم چې ته اوس هغه  پخوانې صاحب  خان  نه یی . بلکه د شیرشاه سورې  د لښکرو  اعلې سالار یی.   ته د ډیر زیات   عزت او مرتبې خاوند  یی . نوپه دې خاطرمې د څه ویلو تر مخه   له تاڅخه  اجازه  اخستل  غوښتل. ددې خبرې وروسته  شهزادګۍ  په ډیر غور سره  د صاحب  خان  مخ ته  کتل  او بیا یی په نرم او مینه ناک  اواز  سره  وویل  :
صاحب خانه !  بې شکه  چې ته به ما خپله دښمنه ګڼې. خو اوس  چې ستا خیمې ته راننوتې یم نو ته ما ته د کیناستو ست  هم نه کوې. دهغې په دې خبره  صاحب  خان ورته وویل چې نه  !  هیڅکله  هم  !  زه تاته دکیناستو  ست نه کوم . هر هغه څه چې  ته یی ویل  غواړې  په ولاړه ولاړه یی ووایه ، زه به یی ځواب  درکړم اوبیا  زما دخیمې  څخه  وځه  . د صاحب  خان په دې وچ  ځواب  سره  شهزاګۍ  اندیښمنه او غمګینه  شوه، او په  نیغه یی ترې وپوښتل :
ګوره صاحب خانه ! د شیرشاه سوري په لښکر کې د را ننوتلو مخته  ته د کوچي قبیلی  دسردار غلام  وې . دهغې  قبیلی د سردار نوم  فدایی خان و . ما ددې فداې خان  ډیره پلټنه  وکړه ،خو تر اوسه مې دهغې په اړه  هیڅ  ډول معلومات  نه دې  تر لاسه کړې . زه او اوما د څو کسو  ساتونکو سره یو ځاې  ستا  دربار  ته راغلو چې که ته وکولې شې او ما ته د فدایی خان په اړه څه معلومات  راکړې . صاحب  خان ورته په  ډیرغور  سره د کتلو وروسته وویل:
ستا د کوچي قبیلې  د سردار  فداې خان سره  څه کار ؟او څه درپیښ  شوي چې دهغې د پیدا کیدو  په خاطر ان  زما  د خیمې پورې  را ورسیدې؟  دهغه په دې خبره  شهزادګۍ په  ډیره غمژنه توګه  وویل  چې :
ګوره  صاحب خانه !  زما پلار  زما د واده  کولو په خاطر  هلته په خپل ریاست  کې  درې  سختې مقابلې پیل کړې وې او دا درې واړه مقابلې  په درې  پړاونو کې  تر سره شوې . په دې مقابلو کې د راې سین ، میواړ  او کالنجر  شهزادګانو  او تر څنګ  یی  ځایي  اتلانو هم ګډون  درلود. خو هیڅ  یویی  ددې درې واړو مقابلو په  ګټلو بریالې  نه شو . خو دا مقابلې  یو نقاب  پوښه  کس و ګټلې ، چې تل  به د مقابلې په اخري وختو کې را څرګندیده ، په تور  رنګه  اسپ  به  سپور  و  او  ځان  او مخ  به یی هم تور رنګه  کالو  پوښلې و،  اوس  نو زه  یواځې دهماغه  نقاب  پوښه  په لټون  پسې یم . ځکه  چې هغه  زما درې واړه  مقابلې  «سوئمبر» ګټلې دې  او دا دهغې  حق دې چې  ما دخپل  ژوند تل پاتې  ملګرې  کړي. خو د مقابلو ددریم او اخري پړاو د ګټلو وروسته هغه ماته همدومره وویل  چې« هغه  ما نه  خوښوي»، او بیا ولاړ. بس  صاحب خانه  !  زه  غواړم د فدایی خان  څخه دهمدې  کس  په اړه معلومات  تر لاسه کړم ، او په دې ځان  و پوهوم چې هغه څوک  دې ؟ دکوم ځاې اوسیدونکې دې ؟ او اوس  چیرې اوسیږي ؟
دهغې ددې خبرو دکولو وروسته  صاحب  خان  ترې په ډیرې کرکې سره وپوښتل   او ورته یی  وویل : ګوره د رهتاس  شهزادګۍ ! فدایی خان  ته به څه  معلومه وي  چې هغه نقاب  پوښ  چې ستا  سوئمبر یی ګټلې  هغه  څوک دې ؟ دکومه  ځایه راغلې او  بیا  چیرې ولاړ؟ دهغه په دې خبره  شهزداګۍ  یو  دم وویل : ګوره  صاحب خانه ! هغه وخت چې د سويمبر دویمه  مقابله روانه وه  نو هغه وخت  فدایی خان دهغه نقاب پوښ  سره   د څه خبرې له  پاره راغلې و. دلږ وخت  له پاره  یی دهغه سره   خبرې وکړې او بیا ترې  ولاړ . نو دهمغې  څخه ماته  دا ډاګیزه  شوه چې  فدایی خان  به دا  نقاب پوښه  پیژني . صاحب خانه  ! زه پوهیږم  چې  ته  زما څخه کرکه کوې . دا ځکه چې ما  له تاسره  ښه سلوک  نه دې کړې  خو د انسانیت  له مخې  زه  له تا څخه  هیله کوم  چې ته ماته د فدایی خان  دځاې  ځیګي په اړه  معلومات  راکړې .
 شهزادګۍ چې  کله  چپ  شوه  نو  صاحب خان  هم د څه  اوږدې  خاموشۍ وروسته  څه فکر وکړ  او بیا یی  شهزادګۍ ته وویل :
ګوره  ګنګا! څو میاشتې  کیږي چې ما د فدایی خان قبیله پری  ایښې ده ، اوس نه پوهیږم  چې فداې خان به چیرې وي  اوپه کومو زمکو کې به دخپلې  قبیلې سره یو ځاې  قدم  ږدي . ته هسې دې لورې ته راغلې یی. زه تاته د فدایی خان د ځاې  ځیګي  په اړه هیڅ هم  نه شم ویلې.  اوس  ته زما دخیمې څخه  تللې شې. خو اوما خورې  ! ترهغې چې تا پورې اړه  لري، نو ته چې هر څومره وخت وغواړې  دلته په ډیر عزت او  درنښت سره زما دخور  په څیر  زما  سره  اوسیدلې شې.دهغه  په دې خبره  اوما وویل :
زما درونده   او قدرمنه  وروره !ستا ددې  وړاندیز ډیره  ډیره مننه ! زه به ستا په لښکر کې  ځکه  تم نه  شم چې زه د شهزاګۍ  ګنګا  سره یو ځاې راغلې یم  اودهمدې سره بیرته  تلل غوره ګڼم . دهغې په دې خبره صاحب خان د اوما څخه  سترګې  را وګرځولې او په شهزادګۍ  یی ور ونښلولې  او ورته یی وویل : شهزادګۍ ګنکا !  ته اوس  له دې ځایه تللې شې. تا  چې  څه  له   ما څخه  پوښتل  ، دهغې ځواب دې  واورید. دصاحب  خان ددې وچ  ځواب  په اوریدو سره  شهزادګۍ ګنګا د ډیره قهره  خپلې پښې په زمکه  و دربولې  او د خپلې  داسې اوما سره یو ځاې دهغه د خیمې څخه بیرونه ووتله. اوبیا دخپلوساتونکو سره یو د رهتاس  په لور روانه شوه.
۲۰
شیرشاه سوري په خپله خیمه  کې یواځې ناست وچې صاحب خان یی  په ناڅاپه توګه  په دروازه کې  ودرید .    په دروازه کې د دریدو سره سم یی  په ډیره  عاجزانه توګه  د ور ننوتلو اجازه و غوښته . په  ځواب کې ورته شیرشاه سورې په ډیره مهربانۍ او پلرني شفقت  سره وویل . دلته راشه او زما تر څنګ  کینه ،زویه !  زه غواړم له  تاسره په یوې ډیرې مهمې موضوع باندې خبرې وکړم . صاحب خان ور وړاندې شواو دشیرشاه سوري تر څنګ   کیناست . دهغه دکیناستو وروسته شیرشاه سوري هغه ته مخ کړ او  ورته یی وویل :
صاحب خانه  زویه  !  دهر څه دمخه  باید تاته ووایم چې  زه تاته  د  خواص خان لقب  درکوم ،ما لښکر ته هم  اعلانونکې  ور لیږلي دی تر څو  اعلان وکړي  چې له دې وروسته به تاته د صاحب خان په ځاې د خواص  خان په نامه  غږ کوي .
خواص خانه، زما زویه ،  واوره ! دویم دا چې زه ستا  دورور مقرب  خان په مړینه ډیر زیات  غمګین شوې یم . داسې ونه ګڼې  چې ته به په دې غم کې  یواځې یی . په خداې سوګند  چې زه په دې غم کې له  تاسره شریک یم .
خواص خانه ! دریمه  خبره  داده چې  : ته پوهیږې  چې زما زوې  جلال  خان  د بنګال  ښار تر اوسه پورې په خپله محاصره کې ساتلې دې خو تر اوسه  یی کومه بریا  نه ده په برخه شوې . دهمدې  کشمکش په جریان کې ستا ورور مقرب خان  هم  له منځه ولاړ . زما زویه !  زه پوهیږم چې ستا د موجودیت نه پرته دا کلا  نه شی  سوبه کیدې . که ستا  خوښه وي نو زه  به همدا  اوس دخپل لښکر نیمایی برخه  ستا په واک  کې درکړم  ترڅو ته  همدا نن د ګوډ په  لور  روان شې. اوپه ګوډ  باندې  حمله وکړې او  هغه  ژر  تر ژره   سوبه کړئ ، زه هیله لرم چې په ګوډ  به ستا دحملې  په صورت  کې  تاسې بریا  تر لاسه کړئ .  خواص  خانه ! ما هلته  همدا نن  سهار څو کسه قاصدان   ور استولي دي .خپل زوې  جلال خان ته مې  پیغام ور لیږلې دې چې خواص خان د یوه غښتلي  لښکر سره یو ځاې  هلته ګوډ  ته  در  رسیدونکې دې  نو په دې خاطر  ستا د قومندې  لاندې  چې کوم عسکر دې او کوم  چې د خواص خان سره  درځی د ټولو  ستر قومندان  به  خواص خان وي  او جلال خان  به ستا د قومندې لاندې  وي . دهمدې قاصدانو په لاسو  ما جلال خان او د ګوډ  محاصره کونکي  لښکر ته هم  دا پیغام   ور استولې دې  چې ما صاحب  خان ته اوس د خواص خان  لقب  ورکړې دې  په دې اساس ددې وروسته به صاحب  خان د خواص  خان  په نامه یادوئ. وایه  زویه ! زما ددې  وړاندیزونو په اړه ته څه ویل غواړې؟
په ځواب کې خواص خان  وویل :
زما محسنه ، زما پالونکیه ! زه  به په ځواب کې څه ووایم !  ته چې  هر څه  ماته وایی  نو هغه  به ماته  دحکم درجه لري ،ستا د وینا په مطابق  به زه همدا نن د ګوډ  د ښار په لور  حرکت وکړم  او هلته  د ور رسیدو سره سم به  انشاءالله تاته  ډیر ښه خبرونه را ولیږم . زه به د بنګال  حاکم  سلطان محمود ته د ساه اخستلو وخت  هم ور نه کړم . تر هغه وخته پورې  به پرې  حملې کوم تر څو  چې د ګوډ  کلا نه وي  سوبه شوي .
د خواص خان ددې ځواب  په اوریدو باندې  شیرشاه سوري ډیر زیات خوشحاله شو او بیا یی ورته وویلې:
خواص خانه  واوره ! زه به هم ستا  په نه موجودیت کې ارام  نه کینم . بلکه د رهتاس  په  راجه هرکشن  باندې حمله کوم  اوپه هرصورت  به  په رهتاس د ولکې کولو  کوشش وکړم . ددې کار د ترسره کولو وروسته به  خپل  لښکر د وندهیاچل دغرنیو سیمو اود بهارکنډ د کلا څخه ، چې هلته  زمونږ ښځې او خوراکې توکي  دنورو  اړوندو شیانو سره یو ځاې ځاې په ځاې شوي دي ، ټول د هغه ځایه  د رهتاس  کلا ته  منتقل کړم . په دې اړه ستا آند څه دې؟
خواص خان ورته وویل : زما درونده  شیرشاه ! دا ډیر غوره  نظر دې  د چنار دکلا  د دلاسه ورکولو وروسته  مونږ ته د یوې  بلې سترې کلا د پیدا کیدو  اړتیا ده . د بهارکنډ کلا  زمونږ  اړتیاوې نه شي  پوره کولې ، د سهسرام  کلا  هم  کوچنۍ ده  او زمونږ اړتیاوې  نه پوره کوي ، خو په مقابل کې یی د رهتاس کلا  ډیره ستره او  مستحکمه ده  .  که چیرې  په دې کلا کې  مونږ محصور و اوسو  او دبیرون څخه  کوم یرغل ګر  پر مونږ باندې حمله وکړي نو زما په  آند  چې دهغې کلا  سوبه کول  به ورته دومره  اسانه نه وي . شیرشاه سوري ورته وویل : خواص خانه زویه !  ستا په  نه موجودیت کې به زه د رهتاس کلا  سوبه کوم  او په خپله ولکه کې به یی اخلم . زما په آند  چې اوس  به زه ستا د تللو له پاره  ځان  تیار کړم . له ماسره را ځه ، ددې خبرې سره سم  شیرشاه سوري خواص خان  له لاسه و نیو او د  خیمې څخه بیرون  ووتل اودهغې د کوچ کولو ټول  انتظامات  یی مکمل کړل . لږه شیبه  وروسته   خواص خان  د یوه دروند لښکر سره یو ځاې د وندهیاچل دغرنیو سیمو څخه د ګوډ د ښار په لور  کوچ وکړ .


ددې ناول تېره برخه له دې ځايه ولولی