کور / سياسي / د بودجې د شفافیت سازمان راپور

د بودجې د شفافیت سازمان راپور

د بودجي د نړیوال شفافیت اداري په خپله یوه راپور کی ویلي چی افغانستان د بودجې په برخه کی د شفافیت په لور مهم پرمختګ کړی خو اداري فساد لا هم د یوی ستري ننګوني په توګه پر ځای پاتي دی.
 
په دغه راپور کی راغلي چی افغان حکومت د بودجي په تنظیم او مالي چارو کی د تیر کال په پرتله ښه پرمختګونه کړي خو د اقتصادي چارو کارپوهان او څيړندویه ادارې لا هم په دغه نظام کی له شته اداري فساد څخه شدیده اندیښنه لري.


د بودجي د شفافیت نړیوال سازمان هر کال د بیلا بیلو ملکونو د حکومتي بودجو په خاصه توګه د بودجو د لګولو او هغو سیستمونو په باب چی د بودجې د تنظیم لپاره کارول کیږي تحقیق کوي او وروسته بیا پری یو رپوټ خپروي.


دغه سازمان هر هیواد ته له صفر څخه نیولي تر سلو پوري نمري ورکوي او افغانستان په ۲۰۱۰ کال کی یوویشتم نمبر خپل کړی،  په داسي حال کی چي په ۲۰۰۸ کال کی ورته یوازي ۸ نمري ورکړل سوي وي.


د بودجي د شفاففیت په اړه د غي څیړندویه اداري ویلي چی افغانستان اوس د شفافي بودجي په چارت کی ۷۳ ( دری اویایم ) ځای لري او دا څرګندوي چی دغه ملک په دغه چارت کی د ۲۰۰۶ کال په پرتله ۱۵ ګامه پرمختګ کړی.


دغه سروي په ۹۴ هیوادونو کی تر سره سوي او افغانستان پکی ۷۳ مقام ګټلی دی.


په داسي حال کی چی د فساد په برخه کی افغانستان له سومالیا وروسته تر ټولو په فساد ککړ هیواد شمیرل سوی دی.


د بودجي د شفایت د نړیوال سازمان په راپور کی دا هم راغلي چی افغان دولت ښولی چی د خپلي بودجی د شفاف کولو لپاره یی مهم ګامونه پورته کړي او خپل ملت ته یی د حساب ورکولو او همدا راز د لګولو مرسته شویو پیسو د مدیریت په باب د قناعت وړ معلومات ورکړي دي.


د پراختیايي اقتصادي همکاریو ادارې هم د بودجي د نړیوال شفافیت سازمان د راپور ملاتړ کړی چی پر وینا یی افغان حکومت په سیستماتیک ډول وخت پر وخت  د خپلي بودجي په اړه دوي ته فزیکي راپورونه وړاندي کړي دي.


 


 


د ۲۰۱۰ کال په جولای میاشت کی د کابل په کنفرانس کی نړیوالو ژمنه وکړه چی پس له دی به افغانستان ته د خپلي بیلي سوي بودجې پنځوس سلنه د افغان حکومت له لاري لګوي، او دا په ریښتیانۍ توګه یقیني وه چی افغان حکومت باید د شفافیت میکانیزم پلی کړی او د فساد  پر وړاندي مبارزه جدي کړي.
د ایوا اداری د څرګندونو پر اساس که څه هم د مالیي وزارت دوي ته د حکومتي لګښتونو ډیر اسناد د څیړلو لپاره په واک کی ورکړي څو یو شمیر هغه یی د دونرونو د اولویتونه او مامورینو د ادلون بدلون له کبله دوي ته ندي سپارلي.
د ماليي وزارت مرستیال وزیر محمد مصطفی مستور ویلي په بودجه کی ځکه شفافیت راغلی  چی دوي وخت پر وخت د بودجی اړوند راپورونه برابر کړي، چی په ډله کی یی د کال د زیاتو پاتي سویو پیسو راپورونه او همدا راز د داخلي تفتیش راپورونه هم شتون لري.
نوموړي ویلي چی پخوا به هیڅ کله هم مونږ دغه راپورونه نه خپرول په داسي حال کی چی لرل مو هم ځکه چی مونږ د بودجي له نړیوال قانون څخه بي  خبره وو.
مستور دا هم ویلي چی د بودجي شفافیت به له فساد سره په مبارزه کی هم له مونږ سره مرسته وکړي ځکه چی د حکومت چارواکو کړنیي پټي ندي، دا به ډیر مناسب کار وي ځکه د رشتوت مخه به هم ونیول سي او د حکومتي بودجي د بي ځآیه لګولو مخه هم .
ښاغلی مستور وايی چی یوازي د بودجي شفافیت نه سی کولای د فساد مخه ونیسي کوم چی په کال کی یو ملیارد امریکايی ډالر تخمین سوی دی.
اداري فساد لا هم د یوه لوی چلنج په توګه پر خپل ځای پاتي دي چی د حامد کرزي او نړیوالي ټولني تر منځ د شخړو لامل هم سوی .
په ۲۰۱۰ کال کی افغانستان د نړۍ په کچه د مفسدو هیوادونو په کتار کی دوهم ځای درلود .
دغه راپور د  ایوا او نړیوال شفافیت سازمان ورکړی وو.
د ایوا اداری مدیر یما طرابي وايي چی رشوت په افغانستان کی مخ پر زیاتیدو دی او له ۲۰۰۷ کال راهیسي دوه ځله ډیر سوی دی.
له اداري فساد سره د مبارزی د اداری یوه چارواکي عبدالعزیز اریایی وویل:
(( د بودجي د شفافیت مسله یو مثبت ګام دی، خو دا د تشویش وړ خبره ده چی د حکومت په ټیټه کچه کی اداری فساد ډیر سوی دی)).
اریایی زیاته کړه چی په تیر کال کی یی اداری ۲۰۰ کیسونه مشخص کړي چی د فساد په اړه وو او هغه یی لوی څارنوالی ته معرفي کړي دی.
په دغو کیسونو کی د ټیټ پوړو او لوړ پوړوچارواکو دوسیي شاملي دي.
نوموړي وویل چی دا اداره  له اداری فساد سره په مبارزه کی په بیلا بیلو برخو کی کار کوي لکه حقوقي اصلاحات، ساده سازي، د حکومت د ادارو تر منځ همغږي، او همدا راز په دریوولایتونو کی مو څانګي هم  پرانیستي دي.