کور / سياسي / دمصرغورځنګ نړی ولړزوله خودافغانستان پارلمان …

دمصرغورځنګ نړی ولړزوله خودافغانستان پارلمان …

په افغانستان کي دولسي جرګي دریس ټاکنی اودمصردولسمشردراپرزولو تحریک   تقریبا په یوه وخت کي راشروع سوه ،دمصرعوامو دتونس دولس دغورځنګ په تعقیب ددیموکراسۍ دراژوندی کولوږغ پورته کړ ،سړکانو ته راووته او دتحریر دتاریخي چوک په شاوخوا کي یی دوامداره مبارزه جاري وساتله اوپه سل ګونو مصریانو ته مرګ او ژوبله واوښته ،په لکهاو خارجیان دمصرڅخه په وتلو پیل وکړ ،هرڅه په ټپه ودریدل خو دمصردخلکوغورځنګ  همداسي جاري وساتل سو او بالخره په اتلسمه ورځ دمصر دیکتاتور په ګونډو سو اوپسله دیرشو کالو يي  دولسمشرۍ دچوکۍ څخه  استعفا وکړه .
خوزموږ په ګران افغانستان کي دولسي جرګي ریاست لپاره ټاکني ددوو اونیو راهیسې رواني دي اوس موږ نه پوهیږو چه دا مرغ جنګي به څه وخت پای ته ورسیږي ،ډیر دافسوس ځای دی چه  په اصطلاح زموږ پارلمان په داسي خندوونکې لوبه کي راشکیل سوی دی چه زموږ افغانانو ته  یی   خجالت راواړوی . 
دوی ورځي دمخه زموږ یو دوست دکابل په یو ه هوټل کي میلمستیا جوړه کړي وه اوزما په ګډون يي دوه نور دوستان دعوت کړي ؤ . کله چه موږ هوتل ته ننوتو نو دولسي جرګي غړي مولیدل چه دیوه لوی میز پرشاوخوا راټول وه او ليستونه يي په لاس کي وه او په خبرو او بحثونو لګیا وه ، وروسته بله ډله راپیدا سوه او دمخکنۍ ډلي څوکسان ورسره کښیناستل او په بحثونو لګیا سوه ، دوی په ټیټو ږغونو خبري کولي او ډیر تیلیفونه ورته راتلل ، ماته به داسي فکر راپیدا سو ګواکي داخلګ په اصطلاح دملت نماینده ګان لکه دلاري دسر دپیسو وټه والا چه هره شیبه دپیسو دقیمتونو پوښتنه کوي په تیلیفون لګیا وه .  دولسي جرګي په نماینده ګانو کي داسي کسان هم سته چه دټاکنو پرمهال په درغلیو متهم دي او دوسيي یی دځانګړي محکمي لخوا بررسي کیږي ، او که پرکوم وکیل دا تور ثابت سو نه هغه به دخپل جرم په سزا  رسیږي ، په داسي حال کي چه ولسي جرګه دولس مشر لخوا پرانستل سوه او په اصطلا ح دملت استازو پرکلام پاک لاس کښیښود او سوګند یی یاد کړ چه دي ولس ته به په صداقت خدمت کوي ، دولسمشر په وینا ټولو وکیلانو وعده کړي ده که چیري دځانکړي محکمي لخوا  په درغلیو ککړ ثابت سي نو دمحکمي امر به مني .


  راسي وګوري څومره ډیره دیموکراسي ده په دي وطن کي ،   زموږ ولسمشر دقانون دعملي کولو لپاره مخکي له مخکي دوکیلانو څخه وعده اخلي ، یعني دمحکمي پریکړی منل دلخوا کار دی ، او ولسمشر به خلکوته زارۍ کوي چه دمحکمي پریکړه به منۍ . دولسي جرګي غړو همدا اوس پردي مسلي کارکړی او کوي اووايي  چه داختصاصي محکمي خبره یوه بابیزه خبره ده ، موږددولت ددرو اساسي رکنو څخه یو رکن یو ، رسما موږ دوفادارۍ سوګند یاد کۍ اوولسي جرګه رسما افتتاح سوه څه ډول کیدای سي چه موږ ودي او هغي محکمي ته ولاړسو .مګرولس ته معلومه چه په ټاکنو کي درغلۍ سویدي او دولس باور دولسي جرګي څخه مخ پرکمیدودی . دخپلی جرګي ریس نه سي ټاکلای دوی به څه ددي خوارولس لپاره وکړي ،او هروکیل هره ورځ یوکتاب خبري کوي او ټوله خبري هم تکراري دي صرف وکیلان ځان ښکاره کوي چه زه هم دادی دولسي جرګي یوفعال غړی یم .
دبلي خوا داسي ویل کیږي چه په دي ولسي جرګه کي دپښتنو وکیلانو شمیر یوازي ۹۶ دی او دټولو وکیلانو شمیر ۲۴۹ دی ، چه داسي تراوسه هم نه ده پیښه سوي چه داقلیت پله دي  پراکثریت درنه وي خودښاغلي کرزي دولسمشرۍ په دوهمه دوره کي دا مرام چه دهرچا ؤ داهم ترسره سو ، ویل کیږي چه دغزني څخه یو پښتون وکیل هم نه سته .
 دافغان ولس دتکالیفو او مصیبتونو پیټۍ نورهم درنیږي چه داسي يو شانداره پارلمان ولري ، بي امني ، بیکاري ،اداري فساد اورشوت خو دولس ملا ماته کړیده . 
مخکني پارلمان داسي لاس ته راوړني هم نه درلودي چه دیادوني وړ وي او دخپلي کاري دوری لومړی کال یی دخپلو معاشاتو ،کورونو ،موترانو بادي ګاردانو او نورو امتیازاتو په تصویبولو تیرکړه ، په یوه وزارت به ننوتل او دبله به وتل او کله کله به دنورو هیوادونو دپارلمانونو په لیدلو مصروفه وه .
دنوي ولسي جرګي څخه توقع ډیره لږده او تجربي ښودلي ده چه په تیرو پسي ارمان او افسوس کوو .. وګورو چه دا دکړکیچن پارلمان به څه وکړي .
زموږ اساسي قانون او دانتخاباتو قانو ن هم ډیري نیمګړتیاوی لري ، دولسمشرۍ او دپارلماني ټاکنو پرمهال داسي حالات پیښ سوه چه په اساسي قانون او دټاکنو په قوانینو کي ددغو حالاتو دحل لپاره وړاندوینه نه وه سوی چه که داسی یوحالت رامنځ ته سوه نو پلانۍ ماده به کار وکړي .