کور / سياسي / په مصرکې د اخوان المسلمین کږلېچی خوځښت

په مصرکې د اخوان المسلمین کږلېچی خوځښت

 اخوان په عربي کې ورور ته او اخوان المسلمین (اسلامي ورورګلوی) ته وايي. د دې لارې لومړنی بنسټګر، مصری ښوونکی حسن البنا (۱۹۰۶- ۱۹۴۹ز) دی. چې په کال ۱۹۲۸ زکې يې دغه سازمان د مصر په اسماعیلیه ښار کې جوړکړ. او په ۱۹۳۱ ز کې د خپل سازمان موخې په لیکلې توګه خپرې کړې.او په دې توګه يې د خپلو هېوادوالو اسلامي پېژندګلوي بیا راڅرګنده او دانګریزي نېواک او ښکېلاک په وړاندې هلې ځلې پيل کړې.


په دې لړ کې د چارو د ښه سمون په موخه یې خپل مرکز قاهرې ته ولېږدولو او د لته يې د «الجواله» (رنجر یا هغه کسان چې له توان پورته شونتیا ولري) په نامه خپله پوځي- سیاسي ډله جوړه کړه. دغه سازمان په خپله څلورمه کنګره کې د ملک فاروق له نوي واکمنۍ ملاتړ وکړ. خو تر ټولو ارزښتمنه غونډه يې پنځمه کنګره وه چې دخپل سازمان د لسمې کليزې په ویاړیې جوړه کړې وه. په دغه غونډه کې چې د دویمې نړېوالې جګړې په درشل کې جوړه شوې وه، له انګریزي ښکیلاک د هېواد ژغورل او د يوخپلواک اسلامي دولت جوړولو د موخو منښت وشو.


له دې امله دغه سازمان په اغیزمنه توګه له ۱۹۳۸ – ۱۹۴۸ ز پورې وده او پراختیا ومونده او د یو غښتلي مذهبي- سیاسي ګوند په توګه يې د مصر په ټولنه کې خپل شتون وښود. او په راتلونکو بدلونو کې اغیزمن نخش ولوبولو. له ۱۹۴۶- ۱۹۴۸ز پورې د سازمان څانګې په لیبیا، بیروت، مکه، فلسطین، اردن، سودان، المغرب، د افریقا په ختیځ او شمال کې او بیا د نړۍ په یوشمېر نورو هېوادو کې جوړې شوې، او په بهر کې تر ټولو غوره يې د سوريې د دمشق منځيزه څانګه وه. په کال ۱۹۴۱ ز کې د سازمان شپږمه کنګره جوړه شوه. او په پارلماني ټاکنو کې د خپل سازمان د ګډون منښته وکړه. له جګړې وروسته چې د فلسطین مساله توده شوې وه دغه سازمان د خپلو پوځي هر اړخیزه مرستو سره ورودانګل. او ډېری غړو يې د فلسطینیانو په جګړوکې، د اسرائیلو پر وړاندې برخه واخستله.


د دغه سازمان پوځي ځواک د انګريزانو او مصري پاچاهي دربار تر منځ، وېره رامنځ ته کړه. له دې امله ملک فاروق د ۱۹۴۸ز کال په ډسمبر کې، د نقراشي پاچا واکمنۍ ته د اخوان المسلمین د ړنګولو بولندویه ورکړه. ډېری غړي يې زندان ته ټیل وهل شول او د سازمان شتمني سرکاري شوه. د سازمان له ړنګېدو لږ څه وروسته، سروزیر «نقراشي پاچا» د دغه سازمان د يوه غړي په لاس ووژل شو. ورسره حسن البنا هم په کال ۱۹۴۸ زکې د مصر د واکمنو له خواد سروزیر نقراشي پاشا د وژلو په ټس کې ووژل شو. او د سازمان جوړښتونه ړنګ او پلویان يې تارومار شول. خو پاته کادرونويې ډېر ژر د خپل سازمان د جوړښتو په بیارغاوي پیل وکړ او چارې يې په پټه مخته وړلي. د ۱۹۵۰ ز کال په فبرورۍ کې د حسن البنا د لویې تشې پرځای «حسن اسماعیل هضیبي»، د سازمان د مشر او لارښود په توګه وټاکلو.


 د ۱۹۴۹ ز کال په ټاکنو کې دغه سازمان په پټه د «وفد» له ګوند څخه ملاتړ وکړ او د «نحاس پاچا» په سر وزیر کېدوسره په پر دغه سازمان د زورزیاتي کچه په کراره راټيټه شوه. خو غړو يې له مصر نه دباندې په تېره په سوریه کې خپلې چارې په ګړندۍ توګه پرمخ بېولې. د ۱۹۵۱ ز کال په اپریل کې د واکمنۍ له خوا ګوندونو ته د خوځښت ازادي ورکړل شوه . په دې لړ کې اخوان هم ازاد شو او ځینې ودانۍ، چاپخونې او شتمنۍ يې بېرته ورکړې. مانا دا چې: د «وفد ګوند» ، اخوانیانو ته بیا لاره هواره کړه ترڅو خپلې چارې بیاله سره سمبال کړي. په کال ۱۹۵۲ ز کې د مصر د «ازادو افسرانو سازمان»، د پوځي پاڅون په ترڅ کې، د ملک فاروق پاچاهۍ رانسکوره،او واک ته ورسېد. نوې پوځي واکمنۍ دټولو سیاسي ګوندونو خوځښت ناروا وبللو. خو اخوان ته يې د خوځښت اجازه ورکړه.


همدارنګه دوی هم په لومړي سرکې د جمال عبدالناصر په مشرۍ د ازادو افسرانو سازمان له پاڅون ملاتړ وکړ. خو وروسته د دواړو خواوو لنډه یارانه سره انګړه دنګړه شوه. د ۱۹۵۴ ز کال د اکتوبر په میاشت کې پر جمال عبدالناصر د ناکام برید له امله، دغه سازمان یوځل بیا وټکول شو، اوګڼ شمېرغړي يې د هضیبي په ګډون زنداني شول اویاخو بهرته وتښتېدل. د ګوند مرکزي دوتر يې سوريې ته ولېږدولو. او په هېواد دننه او بهرکې سختې هلې ځلې او تبلیغاتي چارې پیل کړې. په کال ۱۹۶۲ ز کې «سیدقطب» د خپلو پراخه او اغیزمنو لیکنو له امله يوځل بیا اخوان المسلمین ته د خوځښت ساه ورکړه اوآرینه موخه یې داسلامي دولت جوړول په ګوته کړل.


سازمان د سوريې په دمشق کې خپله کنګره جوړه کړه او د جمال ناصر په وړاندې پراخه نارې سورې پیل او ټینګې نیوکې یې پرې وکړې. په کال ۱۹۵۷زکې د سازمان یوې وتلې څېرې زینب غزالي د حج د مراسمو په ترڅ کې د سازمان د یوشمېر پراریانو سره د بیا رغاوي او نوي چټک خوځښت په موخه لېده کاته وکړل. تر ۱۹۶۲ ز کال پورې دغه سازمان يوځل بیا د بېخبنايۍ او توندلارۍ په يوغښتلي ځواک واوښت.


دغه مهال سیدقطب خپل ارزښتمن کتاب «معالم فی الطریق» یا کاڼې کرښې، په زندان کې بشپړ او خپور کړ. او داسې يې څرګنده کړه چې: ننۍ ټولنې د ناپوهۍ ټولنې دي. او مصر ته يې هم د نورو اسلامي هېوادو په څېر، د نا اسلامي هېواد فتوی ورکړه. په دې توګه يې د وسله والو، هڅوهاند توندلاري غوره کړه. خو له دا ډول هڅو سره د سازمان منځلاري غړي ونه دريدل او په دې توګه سازمان پر دوه برخو ووېشل شو. یانې منځلارې او توندلاري. په کال ۱۹۶۵ز کې دولت پر اخوانیانویرغل وکړ او ګڼ شمېر يې د سیدقطب په ګډون چې نوی له زندان راخوشي شوی ول، بیرته زندان ته ورټیل وهل او سید قطب يې د خپلو دوه تنو یارانو سره اعدام کړ.


نرم مزاجی هضیبي هم په کال ۱۹۷۴ ز کې مړ شو. او په ۱۹۸۶ ز کې «عمرتلمساني» چې منځلاری بلل کېدو او د انوراسادات د پام وړ وګرځيداو د سازمان لارښود شو. خو د سازمان له خوا په رسمي توګه د لارښود په توګه ونه منل شو. د واکمنۍ له خوا سازمان ته په ښکاره د خوځښت اجازه ورکړل شوه. او په دې توګه د سازمان په سیاسی ګروهنه کې د نرمښت پر لورې بدلون راغلو او د سادات ملاتړ يې وکړ. سادات هم په خپلوسیالانو، په تېره د جمال ناصر په پلویانو د برلاسي لپاره له اخوانیانو ملاتړ کولو. له دې نوې یارانې ډېره موده تېره نه شوه چې انورالسادات هم په کال ۱۹۸۱ز کې د دوی په ټکولو پيل وکړ. خو انورالسادات نږدې يوه میاشت وروسته د «اسلامي جهاد» د غړو له خوا د پوځي پرېټ پر مهال ووژول شو.


د اخوان المسلمین په سازماني جوړښت کې تر ټولو ځواکمن ، وېروړی «پټ سازمان » دی چې یوازې دسازمان «لوی لارښود» د دوی په کړنچارو پوه وي او دهغه په وړاندې د وفاسوګند یادوي. او ګرده وسله والې چارې همدغه پټ سازمان تر سره کوي. د اخوانیانو ارینه موخې: د اسلامي واکمنۍ پنځول، د دیني بنسټونو له مخې ټولنیزه سمونتیا، د ښکیلاک پر وړاندې دریدل او خپلواکي تر لا سه کول دي. خو په ټوله کې د اخوانیانو ټولیزې هېلې داسې رانغاړلی شو چې: سلفي بلنه، سُني لاره، صوفیانه رښتینولي، سیاسي سازمان، سپورتي ډله، فرهنګي او پوهنیزپیوند، اقتصادي شرکتي اوټولنيز اند د دوی آرینه موخې جوړوي. خو د اخوانیانو د خوځښت او هلوځلو چورلیځ، «سیاسي واک» تر لاسه کول دي او په دې لاره کې د هېوادو د واکمنیو، ګوندونو، جوړښتونو او رنګینه ډلو ټپلو سره لنډمهالي پرتوکولونه اوجوړجاړي کوي او د واک د ترلاسه کولو په موخه اوړي راوړي. پرسازماني جوړښت او تبلیغاتي چارو ډډه لګوي. ټاکنو ته دریږي. ټوپک او کوتک ته لاس اچوي. سوله او تړونونه کوي. مانا دا چې د یو سیاسي ګوند په څېر لوبه کوي.خو سیاسي واک ته د رسېدولپاره له ډېرو لوړو ژورو سره مخ شوی. لکه څنګه چې ښايي دې موخې د رسیدو لپاره يې کوم غوڅ او ټیکاوواله سازماني بری يې نه دی په برخه شوی.


په اخوان المسلمین ډېرې نیوکې هم شویدي، خو ترټولو ترخه يې دا وه چې: سازمان يې په منځنی ختیځ کې دانګریزي سفارتخانو سره اړیکي لري او له دې لارې مرستې تر لاسه کوي. د دغو نیوکو او وینايي شخړو په لړ کې جمال ناصر په خپله په کال ۱۹۵۳ز کې د اخوانیانو له مشر، هضیبي سره په دې اړه وکتل. خو د سازمان مشر دغه ډول لیدنې کتنې رسمي او يوازې د سازمان د دريځ د پوهاوي او څرګندونو، ليده کاته وبلل.


د سازمان اوسنی مشر محمد بدیع دی. د مصر په اوسمهاله سمونپالي غورځنګ کې چې د نړېوالې پانګوالۍ د رنګینه اوښتونو د لړۍ يوه کړۍ ده، په پوره هوښیارتیا سره برخه لري او له خپلو اوږدو کړنو او مارپېچي خوځښتونو څخه په پوره ځیرکتیا سره د خپل هېواد، سیمې او نړیوالو ځواکونو د اغیز په ګڼلو او منلو سره د راتلونکي پړاو (ټاکنو) لپاره ځان چمتو کوي.
پای
 
اخځلیک: سیاسي، ګوندي او فلسفي لارې