کور / تازه خبرونه / ډیویډ پټریوس له دندی ګوښه کیږي

ډیویډ پټریوس له دندی ګوښه کیږي

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون پلان لري چی په افغانستان کی د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پټرویس له دندي لري کړي.
پټرویس په تیر جولاى میاشت کی په افغانستان کی د ناټو د مشر په توګه وټاکل سو.
د نوموړي یوه طرحه د زور پالو پر وړاندي د کلیوالي سیمو مسلح کول وو.
که څه هم د اربکیود جوړولو دغي پروسي تر اوسه ښی پایلي لرلي دي خو په بشپړه توګه نده پلي سوي.
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي چی ډیویډ پټرویس په افغانستان کی اوله هغه دمخه په عراق کی په ډیره ښه توګه دنده تر سره کړي وه.
ویل کیږي چی ښايي نوموړي ته د امریکا د لوی درستیز دنده وسپارل سي او اوسنی لوی درستیز امیر البحر مایک مولن به یوه میاشت وروسته له خپلي دندي استعفا ورکړي.