کور / تازه خبرونه / مزار شريف: قاضيان د دفترونو له نشتون شكايت كوی

مزار شريف: قاضيان د دفترونو له نشتون شكايت كوی

د ملک په یو شمیر شمالي ولایتونو په خاصه توګه په بلخ ولایت کی تر ډیره بریده پوري حکومتي قاضیان په حجرو او جوماتونو کی فیصلي کوي.
نا امني او د کاري دفترونو نه شتون هغه ستونزي دي چی قاضیان وایي دوي یی اړ کړي چي په جوماتونو او حجرو کی فیصلي وکړي.
قاضیان دغه تور مني چی ګواکي په حجرو او جوماتونو کی د دندي په تر سره کولو سره د دوي پریکړي د زور واکانو تر اغیز لاندي کیږي.
دغه قاضیان چی د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ له لوري یوی روزنیزي غونډي ته را بلل سوي ول ویلي يي چی حکومت او نړیواله ټولنه دي د دوي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
د بلخ ولایت دوو تنو قاضیانو له دویچی ویلی سره په خبرو کی خپلي ستونزي داسي په ګوتو کړي.
(( زمونږ اندیښنه له دي ده، کله چي یو قاضی یا په جومات او یا هم د سیمیزو اربابانو په حجرو کی فیصله وکړي نو خامخا د هغوي تر احسان لاندي راځي او په پریکړو یی هم اغیزمني کیږي)).
په همدی حال کی په شمال کی د ملګرو ملتونو د قانون د واکمنۍ د دفتر یو چارواکی وايي چی په شمال اوپه خاصه توګه په بلخ ولایت کی د عدلی، قضایې او کشفي ارګانونو تر منځ نه همغږي بله هغه ستونزه ده چی دوي ورسره مخ دي.
نوموړی وایي چی په دی هکله یی د یادو ارګانونو تر منځ یوه غونډه هم جوړه کړي تر څو دغی لانجی ته د حل لاره وموندل سي.
په ورته وخت کی د عدليي وزیر حبیب الله غالب بیا په ملک کی د بندیانو د دوسیو د نه پر وخت حل او فصل کیدو څخه سر ټکوي.
نوموړی له ټولو عدلي او قضایی ارګانونوڅخه غوښتنه وکړه چی د بندیانو دوسیې پر وخت وڅيړي.
حبیب الله غالب:
(( هر کله چی مو له بندیانو سره کتلي هغوي دخپلو دوسیو د حل و فصل کولو په برخه کی له ځنډ څخه شکایتونه کړي دي، که چیرته یوه دوسیه هم په ځنډ هواره سي ځورونکي ده)).
که له یوي خوا د بندیانو دوسیي په ځنډ څیړل کیږي خو له بل لوري د ولسمشر کرزي د ځانګړو فرامینو په ترځ کی په سلګونو تنه بندیان د هغوي د نسبتي دوسیو له څیړلو پرتله له زندانونو څخه آزاد سوي دي.
د افغانستان د زندانونو ریس جنرال امیر محمد جمشید وايي چی د ولسمشر له
ځانګړو فرمانونو څخه شاوخوا څلور زره بندیانو یوازي سږ کال ګټه اخیستي ده .
امیرمحمد جمشید:
(( د ۱۳۸۹ کال له پیل راهیسي تر اوسه پوري ۱۸۹۷ تنه نارینه بندیان، ۱۷۰ تنه ښځینه بندیاني له بند څخه آزاد او د همدا راز د ۲۰۷۰ تنو نارینه او ۷۰ تنو ښځینه بندیانو د بند په موده کی تخفیف راغلی دی)).
رسمي شمیري ښيي چی دمګړۍ د هیواد په بیلا بیلو زندانونو کی شاوخوا لس زره تنه په بیلا بیلو جرمونو مجرم پیژندل سوي کسان بندیان دي.
د دغو بندیانو ډیر شمير یی د کابل د څرخي پله په زندان کی د بند شپي تیروي.
د بندیانو د دوسیو نه پروخت څیړل او له هغوي سره د ساتونکو ناوړه چال چلند په ځينو مواردو کی د دی لامل سوي چی بندیان بلواوو ته وهڅوي.
په دغو بلواوو کی کله نا کله یو شمیر بندیانو خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.