کور / تازه خبرونه / په کابل کی د تیزرفتار موټرو د بیي لوړیدل

په کابل کی د تیزرفتار موټرو د بیي لوړیدل

د پلازمیني کابل په موټر پلورنځیو کی د تیز رفتارو ګاډو په بیه کی له شلو څخه تر دیرش سلنه پوري لوړ والی راغلی.
د موټرو پلورونکي د دغه لوړ والي اصلي لامل د ماليي وزارت له لوري ملک ته د وارداتي موټرو په راوړلو باندي د حکومت له لوري د لوړ ټکس لګول په ګوتو کوي.
هغوي وايي په یوه تازه اقدام کی د ماليي وزارت په هغو موټرو چی د اسلام قلعه او تورخم د بندرونو له لاري هیواد ته را وړل کیږي د پخوا په پرتله څلویښت سلنه زیات محصول لګولی دی.
د کابل د قصبه ی په سیمه کی د کابل آریا موټر پلورنځي مالک ادریس فروتن وایې وړو او تیز رفتارو موټرو ته تل تقاضا موجوده ده خو له کله راهیسي چي د موټرو محصول لوړ سوی نو په بازارونو کی یی هم هغه پخوانی تود والی نه لیدل کیږي ځکه چې د موټرو په بیه کی د محصول په لوړیدو سره لوړ والی راغلی او خلک پخوانۍ بیې غواړي.
ښاغلی فروتن افغان حکومت د موټرو د بیو په لوړیدولو تورنوي او وایې چې د افغانستان د خلکو اقتصاد د دې تقاضا نه کوي چی موټر دلته په دومره لوړه بیه وپیرې.
په ورته وخت کې دغه موټر پلورنځي ته د جانان په نامه یو تن چی د کابل د پیسو د راکړې ورکړي په بازار کې د کمیشن کار په توګه دنده تر سره کوي دموټر د پیرودلو لپاره راغلی.
هغه وايي:
زه چي کله یوه میاشت دمخه دلته راغلی وم د موټرو یوه بیه وه او نن بله بیه ده، د موټرو پلرونکي دمحصول د لوړیدا خبره کوي خو زه دا نه منم ځکه په افغانستان کی هر څه په خپل سر دي اوس هم ډیر موټر له بندرونوڅخه له ګمرکي محصول پرته را ننوزي او بیا دلته خرڅلاو ته ایښودل کیږي او دا چی د موټرو بیه لوړه ده دا هم د موټر پلورنکو یو چل دی.
دا یوازي جانان ندی چی د موټرو د پلورونکو څخه شکایت کوي.
دغلته د ماليي وزارت یو پخوانی مامور چی له خپلی میرمني سره د موټر د اخیستلو لپاره راغلی هم له ورته ستونزي سر ټکوي.
نوموړی واي کومي پیسې چې یې د یوه واړه اومناسب موټر د اخیستلو لپاره له ځان سره راوړي وي د نن ورځي په نرخ د یوه موټر اخیستلو ته کفایت نه کوي او دی باید بیا هم د پیسو د پوره کولو لپاره څو میاشتي په تمه پاتي سي.
د مالیي وزارت چارواکي وايي چی د موټرو په محصول کی ځکه لوړ والی رامنځ ته سو چی حکومت پریکړه وکړه تر څو په دغه کار سره یو ملک ته د نویو موټرو له واردیدو مخ نیوی وسي او له بل لوري د چاپریال د خرابیدو مخه هم تر یوه حده ډب سي.
په دې ورستیو کی د افغانستان په ډیرو ښارونو په خاصه توګه په پلازمینه کابل کی چاپریال ډیر ککړ سوی دی .
د عامي روغتیا وزارت شمیري ښيي چی هر کال شاوخوا دری زره انسانان یوازي په پلازمینه کی دککړي هوا او مضره ګازونو د تنفس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
که څه هم په لنډ محال کی د موټرو د محصولو په لوړیدو به ملک ته د زیات شمیر ګاډو له واردیدو تر یوه حده پوري مخ نیوی وسي خو په اوږد محال کې باید دغي ستونزي ته نوري لاري چاري ولټول سي.
د چاپریال ساتني د چارو کارپوهان وايي د ښاري خدمتونو وچتول، له ښار څخه د زړو او دودنو موټرو له مینځه وړل، د شنو سیمو پراخول او د واټونو پخول هغه څه دي چي کیدای سي پري تر ډیره بریده د چاپریال د ککړیدو مخ نیوی وسي.