کور / تازه خبرونه / هلمند: بهرنيو ځواکونو درې زدکوونکي له خپل پلار سره وژلي دي

هلمند: بهرنيو ځواکونو درې زدکوونکي له خپل پلار سره وژلي دي

د هلمند ولايت په ناوه ولسوالي کي تېره شپه بهرنيو ځواکونو پر يوه کور حمله کړې او يو پلار يې له درو زامنو سره وژلى دئ.
د دې کلي اوسېدونکي وايي ملاعبدالخالق له خپلو درو زامنو سره تيره شپه د امريکايانو له خوا د خوب پر بسترو باندي وژلي دي.
د راپورونو له مخي ملاعبدالخالق يو عادي کليوال وو، په درو وژل سويو زامنو کي يو يې د هلمند ولايت د کرهڼي د پوهنځي محصل، دوهم يې د يوولسم ټولګي زدکوونکى وو او دريم يې هم په زدکړو بوخت وو.
د آزادۍ راډيو وايي په دې حمله کي د ملاعبدالخالق ورور چي په کور کي يې مېلمه وو، بهرنيانو له ځان سره بېولى دئ.
بلي خوا ته د هلمند چارواکو دغه خبر تائېد کړى او وايي دوى نه پوهېږي چي بهرنيانو ولي هغوى وژلي دي.
د کلي اوسېدونکي وايي ملاعبدالخالق او زامنو يې نه پخوا له طالبانو سره کار کړى وو، او نه يې هم اوس کومي اړيکي ورسره درلودې.