کور / شعر / غزل

غزل

روغ یـــــــم ، لیــــــــــــــــــــــونی شم تاته وګورم
ســــــــــــم شــــــــــــــــمه سړی شــــــم تاته وګورم

ســــــــــــل ځــــــــــــــله توبه لـــــــــــه تا نه وباسم
بیــــــــــا درته موسکی شــــــــــــــم تاته وګورم

خپل مې کړې ،دمه مې کړې،ویده مې کړې
ویــــــــــښ شمه ، پردی شـــــــــــــم تاته وګورم

ډیرې ګیلې زړه کې درتـــــــــــه راوړمـــــــــــــــه
وژاړم ، ګـــــــــــونګی شـــــــــم تاتـــــــــه وګورم

مړی یــــــــمه پروت یــــــــــــــــــم چې تا نه وینم
ځـــــــوان شمه زلمی شم تاتــــــــــــــــــه وګورم