کور / شعر / دوه غزلونه

دوه غزلونه

ستا له غيرت ستاله همت اولــــه حيا لوګۍ شه
ستا له عزت اوله عظمت ځينې دونيا لوګۍ شه
يه پښتنې ستاله تاو کــــــــــړي پلو تو ر حجابه
ددې نړۍ لوڅه بربنډه تــــــــــــقاضا لوګى شه
ستا دې سپيڅلو ارادو تـــــه دى نړۍ ټيټه شي
ستاله پاکۍ نه امريــــــــــکا او افريقا لوګۍ شه
ستا له درنو کاليودروند څادراو شنــــې چادري
لندن لو ګۍ شه پر مختللــــــې اروپا لوګۍ شه
ځما له کشميره اولــــه سپوږميه خائسته جانانه
نظرخو مه شې ستــــــــا نظرته اباما لوګۍ شه
ځما وطنــــــــــــــــــــه تا پتمنې پښتنې روزلي
ستا اريکين ته د پاريس دښـــــــار رڼالوګۍ شه
هيواده ته انقلابي يي خـــــامو شي دې مړه شه
له غرو رغونو دې پنــــجاب او انډ يا لوګۍ شه

ميرا ثي
ستا حسن ميرا ثــــي شه ستا ښکلا شه ميراثي
داژوند چې له ما پاتــــــې شو له تا شه ميراثي
زما زړه دې غلبيل کـــــړ په ترخوترخو خبرو
له تانه خو دخوند خــــــــوږه د ونيا شه ميراثي
ښيښه ځيګر مې مات شو له يارۍ نه دې توبه شه
ستا زلفې ميراثي شــــــــــه ستا خندا شه ميراثي
زما له اشنايي نــــــه دې لاس واخيسته نا ځوانې
هر يار دې مـيراثي شــــــه هر اشنا دې ميراثي
زما دبي وزلۍ په ژوند دې وکړې څومره لوبې
داستا شاها نه ژوند خـــــــو په رښتيا شه ميراثي
داتا چې پرې حلال کـــــــړ دا مظلوم انقلا بي وو
چاړه غوندې تــــــــــــيره وه دا وينا دې ميراثي