کور / سياسي / امریکايي نیواک، څنګه او ترکومه!؟

امریکايي نیواک، څنګه او ترکومه!؟

په دې ورځو کښې په افغانستان کښې د امریکا د تلپاتې فوځي اډو په اړه خبرې ګرمې دي، ویل کیږي چې د افغانستان لوړپوړي چارواکي له امریکايي چارواکو سره په دې اړه په خبرو بوخت دي، تر څو په یوې داسې پریکړې برلاسي شي چې د دواړو خواوو د منلو وړ وي.
دلته پوښتنه دا ده چې آیا زموږ چارواکي دا واک لري چې د امریکا د فوځي یا ملکي هډو د شتون او یا نه شتون په اړه پریکړه وکړي!؟
په دې اړه لومړی راځم په افغانستان باندې د برید او نیواک پیښلیک ته، په افغانستان باندې برید ولې او څنګه؟
په ۱۹۴۶ لیږدیز کال کښې د سړې جګړې له پیل سره سم افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه وو چې د سړې جګړې د تود ډګر په توګه ورڅخه ګټه پورته کیدله، دختیځ او لویدیځ د پیاوړو ډلو تر منځ دا هیواد چې له ستراتیژیک او جغرافیايي پلوه ډیر ارزښتناک وو، تر پام لاندې شو او له دې سره سم ګاونډیو هیوادونو چې له پخوا څخه د ددې هیواد ستروالی او برلاسي نه شوه زغملی، له غلیمانو سره لاس یو کړ او د افغانستان د ورانولو لپاره يې هڅې ګړندۍ کړې.
د پخواني شوروي له یرغل او د چین له پیاوړتیا سره د لویدیځ والو ویره لا هم ډیره شوه، او ورسره د منځنۍ آسیا د تیلو او ګازو په خدای ورکړو پریمانه خزانو ددوی بد نیتي او دلاس ته راوړلو تمې او د ایران په ځواک د برلاسی لپاره افغانستان دوی ته یوازینی سنګر تر سترګو شو.
لویدیځ او په ځانګړې توګه امریکا د میلیونونو افغانانو په وینو او بې کوره کیدو سړه جګړه وګټله، او په پای کښې یی افغانان د پاکستان رحم ته پریښودل،
په هیواد کښې د خپل منځي اوله آره د بهرنيو په لمسون او ملاتړ جګړو له کبله د خلکو پوزې ته رسول او تر څنګ ېې د طالبانو په نوم د یوه نوي ځواک راڅرګندیدل د انګلیس او امریکې د هغه پلان یوه برخه وه چې د پاکستاني پټو استخباراتو یا آی اس آی په مټ یی پلی کړ، طالبانو واګې تر لاسه کړې او ورسره يې د روس په وړاندې د جنګیدونکو غازیانو او شهیدانو په زیار په سلګونو زره وسلې د برچې په څوکه له خلکو ټولې او ډک موټرونه ېې د تورخم او سپین بولدک له لارې دوه لاسي پاکستاني بادارانو ته وړاندې کړې.
طالبانو واک تر لاسه کړ او اسلامي امارت یې جوړ کړ، په دې توګه ېې له ځان سره هغه ساده او سپین زړي خلک د ځان ملګري کړل چې په رښتیا ېې د ځمکې له سره د ناولتوب ورکیدل غوښتل، له عربي هیوادونو او منځنی آسیا څخه هغه په زرګونه ځوانان چې د اسلام د سرلوړی لپاره ېې هلې ځلې کولې، له دوی سره ملګري شول تر څو په ګډه د یو پیاوړي قدرت په توګه له ښکیلاکګرو سره مقابله وکړي، خو له دې څخه ناخبره چې ددې خوځښت واګې د یو داسې چا په لاس کښې دي چې په خپله د ښکیلاک ښکار شوي دي.
په دې لړ کښې په زرګونو هغه کسان چې د اسلام د سرلوړی لپاره یې مټې را بډ وهلې وې، د لیلې په دښته او د تخار او کندز په خاورینو غونډیو کښې تر خاورو لاندې شول او پنجابي او انګریز تدبیر نیوونکو ایله په لومړي ځل د آرامۍ ساه واخسته.
په شمالي ډله کښې هم داسې کسان کم نه وو چې د اسلام د سرلوړۍ او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره په کلونه کلونه جنګیدلي نه وي.
د جګړې لومړۍ لیکې ته له تګ مخکې به د دواړو ډلو جنګیالیو کلمه ویله او پنځه وخته لمونځ به ېې په جماعت سره کاوه، خو له دې څخه ناخبره وو چې د پردیو په لمسون د دوی د ټوپک خوله د همداسې یوه مسلمان او افغان په لور ده.
په نیویارک او واشنګټن کښې جوړه شوې ډرامه چې په ترڅ کښې یې په سلګونو بیګنا خلک قرباني شول د همدې شومو هڅو او تدبیرونو یوه برخه وه، له دې پیښې څو کاله وروسته څرګنده شوه چې په دې پيښو کښې هغه یهودان چې نورې ورځې به په ټاکلي وخت په خپلو دندو کښې حاضر وو، په دې ورځ له خپلو کورونو څخه نه وو وتلي.
په افغانستان برید د دې شومو او بد مرغه پلانونو یوه برخه هم دا وه چې په نړۍ او په ځانګړې توګه د پښتنو په سترګو کښې د هغو روحاني او مذهبي خلکو شتون ازغی کړي چې په هره ټولنه کښې ورته د قدر په سترګه کتل کیدل.
په دې ترڅ کښې تر ډیره هغه ساده ملایان او د مسجدونو او مدرسو طالبان ددې دام ښکار شول چې نړۍ ېې یوازې په خپل کلي او مسجد پورې تړلې وه.
په دې توګه سپیڅلو طالبانو او د هغوی په سر کښې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر اخند چې تر اوسه ېې څوک په ریښتینې ډول پیژندنه نه دي بریالي شوې، د لویدیځ ښکیلاک ګرو لپاره لاره هواره کړه او هغوی ته ېې په ډاډه زړه د افغانستان واک ورکړ.
اوس به راشو دې ته چې آیا لویدیځ او په ځانګړې ډول د امریکا متحد ایالتونه چې په دومره زیار او قربانیو ېې په افغانستان کښې ځانته د پښې ټینګولو ځای پیدا کړی دې ته به حاضر شي چې له افغانستانه دومره په آسانۍ پښې سپکې کړي؟
آیا دوی به د افغانستان د چارواکو په هو او نه ویلو افغانستان پریږدي!؟
په داسې حال کښې چې چین او ایران لا پیاوړي کیږي، او په عربي هیوادونو کښې د یو په بل پسې(اوښتونونو) انقلابونو په رامنځ ته کیدو سره هلته د امریکايي اډو شتون تر پوښتنې لاندې راغلی دی، امریکا به هیڅ کله هم دې ته زړه ښه نه کړي چې افغانستان په داسې آسانۍ پریږدي، او د نړۍ په دې تر ټولو اغیزمنه سیمه کښې ځواک نا انډوله کړي.
اوس راځو د افغانستان د دولت غبرګون ته:
هغه وخت چې په نوییمو کلونو کښې له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته د ګازو د نل لیکې د غزولو کیسې ګرمې شوې، د افغانستان څلورو وتلو اوسنیو سیاسي څیرو لکه: اشرف غني احمدزي، حامد کرزي، انوارالحق احدي او علي احمد جلالي د یونیکال کمپنۍ سره چې په سربیرنه توګه د ګازو او تیلو د نل لیکو او لیږد یوه کمپنۍ او په پټه کښې د امریکايي پټو معلوماتو یا سیا په جوړښت کښې یوه کارکوونکې کمپنۍ وه، د څارونکو یا سلاکارانو په توګه کار کاوه، هغوی په افغانستان کښې په دې نامه چې دلته به د ګازو نل لیکه غځیږي، د پاکستاني پټو ځریو په مرسته په راتلونکي کښې خپلو فوځي اډو ته د ځای میندلو لپاره یوه سروې هم تر سره کړه، تر څو داسې یو ځای وټاکي چې د هغه په توګه د افغانستان تر څنګ د ایران په وړاندې هم ترې ګټه واخستی شي چې اوس په هماغه لیکلاره د امریکا تر ټولو لوېې فوځي اډې پرتې دي چې په دې ډول دي:
د شینډنډ په هوايي ډګر کښې دایټالیا، امریکا او ناټو ګډ فوځي مرکز.
د ګرشک د شوراو په سیمه کښې د انګریزانو او امرکایانو لویه نظامي اډه.
د هلمند د ګرمسیر په ولسوالۍ کښې د امریکا فوځیانو تر ټولو لویه فوځي اډه.
او د کندهار په هوايي ډګر کښې د امریکا او کاناډا ګډ فوځي مرکز.
له دې څخه څرګندیږي چې زموږ د هیواد لوړ پوړي چارواکي داسې کسان دي چې هیڅکله به هم دا توان پیدا نه کړي چې د بهرنیو فوځونو د شتون او یا نه شتون په اړه پریکنده کړنه وکړي. ښاغلی حامد کرزی چې اوس د افغانستان ټاکل شوی ولسمشر دی، د څلورو وتلو سیاستوالو له منځه ښه ارزول شوی،غوره شوی او بیا په دې څوکۍ کینول شوی دی.
د ولسي جرګې غړي به پریږدو چې د پنځوس جمع یو فورمول په حل،د میاشتنیو معاشونو دزیاتوالي او د ځانګړو محکمو په څرنګوالي خبرې وکړي.
په پای کښې د خلکو ونډه پاته کیږي، چې هغه بیا په دوو ډلو ویشل کیږي:
یوه ډله هغه کسان دي چې له امریکایانو او حکومت سره په یو ډول نه یو ډول په غلاوو او تالان کښې مله دي، او بله ډله داسې کسان دي چې یوازې کولی شي د خپلې کورنۍ او ماشومانو د نس مړولو لپاره سهار تر ماښامه هر ډول هڅې وکړي تر څو دومره یو څه تر لاسه کړي چې تر سهاره پرې ژوندي پاته شي.
په داسې حال کښې د امریکايي فوځي اډو د تلپاتې شتون په باب هیڅ پوښتنه نه پیدا کیږي. امریکا او انګریز چې کلونه کلونه ېې دلته د خپل ځواک د ساتلو لپاره له خپلو پاکستاني بچیانو سره تدبیرونه نیولي دي، او قربانۍ ېې ورکړې دي، په دې ډول ددې با ارزښته لاسته راوړنې له لاسه ورکولو ته هیڅ کله هم تیار نه دي.
د یو خپلواک، ودان او سوکاله افغانستان په هیله