کور / سياسي / د افغانستان د ژغورلو ستونزي

د افغانستان د ژغورلو ستونزي

زه نه لومړی او نه وروستی افغان یم چی د افغانستان د ژغورلو پرستونزو باندي لیکنه کوم، بلکه په دې باره کی تر بلی هري موضوع ښایی زیاتی لیکني سوي او زه یقین لرم چی تر بلي هری مسلې به ډیری لیکني ورباندی وسي. د دې معنی دا ده چی افغانستان د پخوا په څیر له نه حلیدونکو ستونزو سره مخامخ دی او ځکه نو له دې حیاتی موضوع سره تر بلی هري مسلې ډیره علاقه موجوده ده. خو له هغی ورځی راهیسی چی افغانانو د خپل هیواد د ژغورنی لپاره لستوڼی را غښتي دي نو دونه زیاتي لاري چاری پیشنهاد سوي او را منځته سوي دي چی له خلکو څخه سمي او کږې لاري ګډي سوي او اوس هر څه ورڅخه ورک دي.


      د مصر د خلکو له پاڅون سره سم افغانانو ته هم دا هیله ورپیدا سوه چی له ظلم او تېري څخه لکه چی د ژغورني لاره سته. په دې کی هیڅ شک نسته چی ظالم او فاسد نظامونه چی شاته هر څومره قوت او ملاتړ ولري، د خلکو زور ته نه سي ټینګیدلای او د مصرد فرعونانو په څیر، یوه ورځ نه یوه ورځ، نسکوریږي. خو په افغانستان کی، چی له خلکو سره یی د مصر تر خلکو په سل چنده زیات ظلم او ناروا کیږی، د مصر په څیر منظم ګوندونه او ډلي نسته چی د خلکو پاڅون د معقول هدف لپاره پر معقولو او منطقي لارو رهی کړي. او ترڅو پوري چی ګوندونه او تنظیمونه موجود نه وي او واړه اوپراخ عکس العملونه په منظمه توګه رهبری نه کړي، د استبداد او فساد پرضد هر ډول وړوکی او لوی حرکت په یوه اجتماعی فاجعه بدلیږی.


           د افغانستان خلکو لږترلږه څه باندي دیرش وروستي کلونه په پرله پسې انقلابونو او تباهیو کی تیر کړي دي او د هر ډول ناروا په مقابل کی یی عکس العلمونه ښودلي او د مځکي پر مخ یی تر بل هر هیواد، د سر اومال، زیاتی قربانی ورکړي دي خو په نتیجه کی یی یوازي خپل کورونه خراب کړي او ګټي یی خپلو دښمنانو ته رسولي دي. د دې پرله پسې ترخو تاریخی تجربو د تکراریدلو او بیا پیښېدلو ډیر لوی علت د افغانانو خپله ناپوهي ده او، له بده مرغه، چی دا ترخې پېښي تر نن ورځی پوري هم دوام لري. هدفونه څرګند دي. خو دې هدفونو ته د رسېدلو لپاره دومره زیاتی لاري طرح سوي، په دومره ډیرو لارو یون سوی او خلک دومره دوکه سوي دي چی اوس له هغوی څخه سمی او کږې لاري ورکي دي؛ نه په لار، نه په لارویو او نه د لارویو په پلونو باور کولای سي. البته د دې بې باوری په دوام کی زموږ غلیم ګاونډي هیوادونه، نور خارجی قوتونه او د افغانستان په داخل کی د ملی یوالی دښمنان یو شان ګټی لري او چی هر وخت د ملی یوالي او یوه ملی تنظیم د ایجادولو لپاره ږغ پورته کیږی او یا عملی ګام اخیستل کیږی دوی یی په نطفه کی د خنثی کولو هڅه کوي؛ او په یوه او بل نامه یی د خنډونو سره مخامخ کوي.


        په افغانستان کی څه باندي دیرش کلونو داخلی جنګونو او ټولنیزو او سیاسی اختلافاتو او دښمنیو او خارجی مداخلو هر یوه په خپل وار دومره ستونزي پیداکړي دي چی د حل لپاره یی د هر ډول ریښتوني حرکت او تنظیم د ایجادېدلو مخه نیولې ده.


           په افغانستان کی د ۱۳۵۷ کال د ثور د کودتا څخه وروسته د خلقیانو او پرچمیانو رژیمونو په خپلو بې وخته انقلابی اصلاحاتو سره، چی د شوروی اتحاد د کمونیسټ ګوند په مستقیمه لارښودنه او مشوره یی عملی کول، او د افغانستان د خلکو د هیڅ ډول مذهبی ، ټولنیزو او عنعنوی ارزښتونو سره یی سر نه خوړ، داسی اشتبهات او جنایات وکړل چی د افغانستان د منورینو څخه نیولې، تر ملایانو او خان او غریب پوري ټول طبقات او قشرونه یی د خپل نظام په مقابل کی را وپارول.د افغانستان د مقاومت قواوو په ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کی مرکزونه جوړ کړل او د دواړو هیوادونو حکومتونو ، په تیره د پاکستان حکومت او پوځی استخباراتو هغه منورین په بیرحمانه توګه وځپل، ووژل او یا یی لویدیځو هیوادونو ته په تیښته مجبور کړل چی کیدای سوای د افغانستان د راتلونکو نظامونو لارښودنه وکړي. دواړو هیوادونو، په تیره بیا پاکستان، د خپلو راتلونکو شومو او تباه کونکو نقشو د عملی کولو لپاره، په خپلو لاسونو جوړ کړي تنظیمونه داسی سره بیل او بی اتفاقه کړل چی د تل لپاره یی د یو ځای کیدلو، او یا لږترلږه د اختلافاتو د حلولو، احتمال له منځه یووړ.


        په افغانستان کی د  شوروی اتحاد د شرمونکي ماتي  او په ۱۹۸۸ کال د فبروري په میاشت کی له هغه هیواد څخه د وتلو نه څه باندی څلور کاله وروسته د ډاکټر نجیب الله رژیم نسکور سو او د کال ۱۹۹۲ د اپریل په میاشت کی کابل ته د مجاهدینو هغه تنظیمونه ننوتل چی څه باندی لس کاله یی د پاکستان د آی ایس آی او د ایران د پاسداران انقلاب او استخباراتی ادارو تر مستقیمی څارنی لاندي تیر کړي وه. دې تنظیمونو د کابل او افغانستان په تباه کولو سره د پاکستان ټول ارمانونه پوره کړل او داسی کارونه یی وکړل چی د افغانستان په تاریخ کی یی ساری نه وو لیده سوی. مجاهدو تنظیمونو د خپل منځی جنګونو او جنایاتو له امله د قومونو تر منځ داسی اختلافات منځته راوړل چی تر دغه تاریخه یی په افغانستان کی ساری نه درلود. دغه راز یی پر هغو مجاهدینو باندی خلک بې اعتماده کړل حتی د نفرت ترسرحده یی ورسره مخالف کړل چی تر دغه ګړیه پوری یی د امید سترګي ورته نیولي وې. دې دوهم لوی ټکر د افغانستان د لانجې د حلیدلو په لاره کی نوري ستونزي منځته راوړې او د ملي یووالي منځته راتلل یی تر پخوا نور هم سخت او له نویو خنډونو سره مخامخ کړ.


      د ۱۹۹۴ کال د سپټمبر په میاشت کی طالبان،  د پاکستان په مستقیم ملاتړ، چی د بینظیر بوټو داخله وزیر نصیرالله بابر او مشهور کرنیل امام هم ورسره وه، کندهار ته ننوتل. د مجاهدینو بدنام قوماندانان یی څوک غرغړه او څوک پسی واخیستل؛ او د هغو بې عزتیو او ناخوالو ټغر یی ټول کړ چی کندهار په خپل ټول تاریخ کی نه وه لیدلي. طالبانو یو کال وروسته هرات او دوه کاله وروسته کابل ونیوی او د پنجشیر له خټو جوړ سوي زمریان یی له خپلو ټولو داړه مارانو او توپک سالارانو سره د آمو د سیند تر څنډو پوری وځغلول. د طالبانو استبداد، خود سریو او تیریو، چی نه د افغانستان خلکو او نه نړی والو ته د منلو وړ وې، قومی او مذهبی اختلافات نور هم پسی سخت کړل او د افغانستان د کشالې د حل په لاره کی یی نور خنډونه او مشکلات هم را منځته کړل. د طالبانو په نظام کی عمومی امنیت او د خاوري تمامیت تامین سو خو د پښتنو او نورو قومونو ترمنځ اختلاف او دښمنی ځکه زور واخیست چی د طالبانو تام اکثریت پښتانه وه او په دې توګه ملي یووالي یو بل کاري ګوزار وخوړ.


       د ۲۰۰۱ کال د نومبر په میاشت کی ناټو د متحده ایالاتو په مشری پر افغانستان باندي د القاعده د مشرانو د نیولو او له منځه وړلو لپاره ځکه پر افغانستان باندی يرغل وکړ چی ویل یی طالبانو هغوی ته پناه ورکړې ده. د طالبانو نظام نسکور سو، خو لویدیځو هیوادونو د افغانستان د نیولو لپاره هغه داړه ماران، جنګ سالاران، جنایتکاران او بدماشان ورسره راوستل چی د کابل او افغانستان په تباه کولو کی  آزمییل سوي او د طالبانو په مقابل کی ماتي خوړلو او په پردیو هیوادونو کی سرګردانیو تر پخوا سل چنده خروړي کړي وه. امریکایی قواوو په شمال کی تسلیم سوي طالبان، اوزبک جنګ سالار رشید دوستم ته وسپارل او هغه ټول، په ډیر فجیع شکل، ووژل. امریکایی الوتکو او هیلی کوپټرونو طالبان د تیښتي په حالت کی تر کندهاره پوری تعقیب کړل او ویل کیږی چی ښایی تر لسو زرو تنو پوري یی وژلي وي. امریکایانو په افغانستان کی داسی فاسده اداره منځته راوړه چی په ټولي نړی کی له سومالیی څخه وروسته دوهم مقام لري. طالبانو د نوي حکومت له اداري فساد او کمزوری او د خلکو له نا رضاییت څخه ګټه واخیستله او یو ځل بیایی مقاومت پیل کړ. امنیت بیرته خراب سو او داځل ځان مرګي حملې، چی تر دغه وخته پوری یی په افغانستان کی چندانی سابقه نه درلوده، هم پیل سوې او لا دوام لري. په دې توګه د افغانستان د مسلې حل یو ګام نور هم لیری سو، او اوس داسی ښکاری چی هم له افغان سیاستمدارانو او مشرانو او هم له غربی ماهرانو او پنډتانو څخه لاره ورکه ده.


          څه باندي دیرش کلنو داخلی جنګونو او بدمرغو تحولاتو په افغانستان کی بی شمیره تضادونه ایجاد کړي دي، قومی ، مذهبی، ژبني او سیاسی اختلافات یی منځته راوړي دي او د دې اړودوړ په جریان کی په هرنامه او هره مفکوره دومره سیاسی او اجتماعی تجارتونه او ناروا سوداګری سوي دي چی پر هر چا، هر تنظیم او هر حرکت باندی یی د خلکو او منورینو اعتماد سست کړی دی. په نتیجه کی زموږ د منورینو تعمیری قوه تخریب سوې او تخریبی قوه فعاله سوې ده.هر چیرته چی یو حرکت پیل کیږی نو د هغه په مقابل کی د خنډ اچولو او د ټول حرکت د بې نتیجې کولو دپاره افراد او ډلي تیاري وي او په دې کی وچ او لانده دواړه سوځي. د دې تخریبی قوې فعال کیدل او قوي کیدل د تیرو څه باندی دیرشو کالو بدمرغو پیښو منطقی نتیجه ده او د منورینو ټول قوت باید لومړی  د دغي تخریبی قوې ماتولو ته متوجه سي. او بیا دا ومني چی دا هیواد د ټولو کور دی او د ابادی او آزادی ګټه یی ټولو ته رسیږی. که څوک په ریشتیا هم د افغانستان له استقلال او د خاوري له تمامیت سره مینه لري نو په دې باید پوه سي چی نه پښتانه، هزاره او تاجیک محو کولای سی او نه تاجیک او هزاره د پښتنو له ملګرتوبه پرته د آزاد او اباد افغانستان مخ لیدلای سی. افغانستان د ټولو قومونو کوردی؛ هر قوم ، مذهب ، ژبه او فکر جلا جلا ځای پکښی لري. هند، پاکستان، ایران، ترکیه او د نړی ټول هیوادونه پر دغه فورمول جوړ سوي دي او افغانستان له نوري نړی څخه مستثنی کیدلای نه سي.


           د مصر د پاڅون د بریالیتوب راز په دغه حقیقت کی پروت وو. یو خو ټول پاڅون د تنظیمونو له خوا رهبری سو. له اخوان المسلین څخه نیولې تر چپی منورینو پوري ټولو مساوي برخه پکښی واخیستله. مسلمانانو او عیسویانو خپل مذهبی تعصبونه او اختلافات شاته پریښودل او په یوه اواز یی د خپل ګډ دښمن، فرعونی استبداد، پر ضد چیغه پورته کړه. د پاڅون په جریان کی یی درې سوه پنځه شپیته شهیدان ورکړل مګر حوصله یی له لاسه ورنه کړه. پر خپل قهر یی غلبه وکړه او ټوله انرژي یی خپل عالی هدف ته رسیدلو ته وقف کړه. د دې لوی بریالیتوب لوی علت ښه  او معقول تنظیم او د هر فکر او مذهب د خاوندانو ګډه همکاري او قرباني وه. د مصر خلکو ته دي بری مبارک وي او د خپل هیواد مظلومو اولسونو ته به ددغه راز بریاوو دعا کوو.


           په افغانستان کی د څه باندي دیرش کلن استبداد، مقاومتونو او داخلي جنګونو په جریان کی د عام قتل تر پولي جنایتونه سوي دي. زما په عقیده هیڅ ډول جنایت نه د بخښلو دی او نه یی څوک د بخښلو حق لری. البته اوسني حکومت او پارلمان ځکه د ټولو جنایتکارانو لپاره عمومی عفو اعلان کړه چی پخپله د جنایتکارانو او وطن پلورونکو څخه جوړ سوی دی. که حکومت څوک محاکمې ته سپارلای نو باید ټول اداری سسټم یی محاکمې ته سپارلی وای. د جنایت بخښل د خدای او بنده، دواړو، پرحقوقو باندی تېری دی. البته جنایتکاران او ګناه کاران به هغه وخت محاکمه کیږی چی په افغانستان کی مستقل قضایی سسټم، مستقل پارلمان او داسی مستقل دولت منځته راسی چی پخپله د جنایتکارانو څخه جوړ سوی نه وي. دغه ګړی نه په داخل او نه په خارج کی له چا سره د چا د محاکمه کولو صلاحیت  سته او هیڅ افغان له بل افغان څخه  د مستقل افغانستان د جوړولو په منظور د حرکت کولو حق نه سی اخیستلای. هر افغان د خپل هیواد د ازادولو، نیکمرغه کولو او سمسورولو لپاره د چیغي پورته کولو او ګام پورته کولو حق لري. البته هیڅوک باید دا خبره هیره نه کړي چی مستقل او سمسور افغانستان ته له ستنیدلو سره به له هر چا سره د خپلو اعمالو حساب کیږي. زوړ او نوی جنایت دواړه یو مفهوم لري. خو لومړی کار به نن کوو او دوهم کار به سبا ته پریږدو.  


      په څو جبهو کی جنګ موږ ته په ټولو جبهو کی ماته را په برخه کوي. دغسي چی په افغانستان کی د پښتنو، هزاره، تاجیکو او اوزبکو داړه ماران او وطن پلورونکي د ټول هیواد د مظلومو اولسونو په جنګ ورغلي دي او د ټولو اولسونو په مقابل کی یی لاسونه یو کړي دي، دغسی باید د هغوی په مقابل کی ټول پښتانه، هزاره او تاجیک منورین او مظلوم اولسونه لاسونه یو کړي او د مصر او ټونس د خلکو په څیر هر څوک د هیواد ازادي او نیکمرغي د ټولو نیکمرغي وبولي. د افغانستان د خاوري د تمامیت او په هیواد کی د عدالت او امنیت د ټینګولو لپاره یوه عام ملی نهضت ته اړتیا ده او د یوه ملی نهضت د جوړولو لپاره پاک نیتونه په کار دي. یو ځل بیا وایم چی افغانستان د ټولو ګډ هیواد دی؛ هیڅ قوم په یوازي سر هیڅ نه سي کولای. که سره بیل یو تر ابده به ښکیل یو. ډیر پښتانه منورین به زما خبری خوب او خیال وبولي. ډیر هزاره او تاجیک به یی د اوبو د سرکرښي وګڼي. خو زه بیا دا خبره کوم چی د استقلال د محبوب تر کوره یوازي دغه یوه لاره تللې ده. نوري ټولي لاري بیګانه جوړي کړي او تر قیامته هدف ته نه رسیږی.


       افغانستان د متحده ایالاتو په مشری د ناټو قواوو اشغال کړی دی. مګر موږ له لویدیځو هیوادونو او د هغوی له پوځونو سره جګړه نه لرو. بلکه د هغه فاسد اداري نظام څخه، چی له سره ترنوکه په فساد کی ډوب دی او ګریوان ته یی د خلکو لاسونه نه رسیږی، د خپلو خلکو حق غواړو. په دې کی شک نسته چی د دغو داړه مارانو شاته د ناټو پوځیان ولاړ دي او  هغوی د ناټو د قواوو په مستقیمه مرسته قدرت ته رسیدلي او پر قدرت باندي ټینګ سوي دي. خو د افغانستان د اولسونو ملی نهضت له  لویدیځو هیوادونو سره نه بلکه د خپل ګران هیواد له ظالم او په ټګیو او درغلیو ټینګ سوي نظام سره حساب لري، بلکه لا په اوسنیو شرایطو کی د افغانستان څخه د لویدیځو هیوادونو د قواوو سمدستی وتل پخپله افغانستان او سیمی ته خطر بولي. خو د دې معنی دا نه ده چی که د لویدیځ اجازه ا و ملاتړ نه وي، خلک به خپل حق نه غواړي. لکه څرنګه چی په ټونس، مصر، لیبیا، بحرین، ایران او یمن کی خلکو د خپلو حقوقو د اخیستلو د  ږغ په پورته کولو او قربانیو ورکولو کی له هیڅ چا څخه اجازه نه وه اخیستې دغسی به په افغانستان کی هم  د اجازې له اخیستلو پرته د حق اخیستلو ږغ پورته کیږی.


      دا خبره مو باید په یاد وي چی افغانستان نه مصر او نه ټونس دی او نه د هغو هیوادونو په څیر د حق اخیستلو لپاره سمدستی پاڅون او انقلاب ته تیاریدلای سي. په افغانستان کی منظم سیاسی تحریک وجود نه لري. د اولسونو ترمنځ یی ورورولي او یووالی نسته. سیاسی تجربه نه لري. بیګانه پوځونو اشغال کړی دی، منورین یی له یوې خوا له حکومت او له بلي خوا د حکومت له مخالفو ټروریسټانو او یاغیانو سره مخامخ دي. غلیمو ګاونډیو هیوادونو، ایران او پاکستان، د هیواد په هره برخه کی نفوذ کړی او هره سیمه یی د یوه ملی نهضت لپاره د دوږخ کنده ګرځولې ده. د مصر او ټونس خلک له داسی  ستونزو سره مخامخ نه وه او د دې ترڅنګ یی لا په پوځیانو کی هم دومره هوښیاري او وطن پالنه موجوده وه چی د تنګسې او ضرورت په وخت کی د خپلو اولسونو سره ودریدل. خو د دې ټولو ستونزو او خنډونو معنی بیا هم دا نه ده چی افغان اولس به د خپل حق له غوښتلو څخه تیریږی. افغان اولس تر دې په سختو شرایطو کی خپل حق اخیستی او غاړه یی هسکه ساتلې ده.


       خو زموږ لوی تاوان په دې کی دی چی اصلی دښمن راڅخه پاته وي او په عوض کی د هغو کسانو د لاسونو په غوڅولو لګیا یو چی سبا د ټول هیواد د مشکل په حلولو کی زموږ تر ټولو ښه ملګري کیدلای سي. زموږ منورین د دې پر ځای چی خپل د بیان قوت او د قلم څوکي خپلو دښمنانو او تباه کارانو ته متوجه کړي، د یوه بل تخریبولو ته متوجه کړي وي او هره ورځ په شعوري او غیر شعوري ډول د اولس د یو کیدلو په مخ کی نوي خنډونه ایجادوي. یا به یو کیږو کنه ورکیږو!


اولسونه چی سند وبله وکا          پاچاهان ورته سجود کاندي اختیار