کور / راپور / د بارډر لاېن مجلې د مخکتنې غونډه وشوه

د بارډر لاېن مجلې د مخکتنې غونډه وشوه

د باډر لاېن اوونيزې مجلې د مخکتنې غونډه ترسره شوه.


نوموړې غونډه د روان کال د فرورۍ په ١٨مه نېټه، د جمعې په ورځ د پېښور په پريس کلب کې وشوه.


بارډر لاېن د پولې پورې راډيو PACTRadio اوونيزه خپرونه ده، چې اوس اوس يې په خپرونه پيل کړى دى.


غونډه د ماسپښين په ٢ بجو د پولې پورې راډيو د خبريال قاري سعادت شفق له خوا د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه.


تر تلاوت وروسته د سټېج چلوونکي ښاغلي اسرار اتل  د غونډې پيل په دې شعر وکړ:


چــــې قـــايل د امن ناکې منصوبې دى


زما ورور دى کــــه د هرې نظريې دى


اسرار اتل راغليو مېلمنو ته ښۀ راغلاست ووايه او د غونډې مېلمانه يې د سټېج مخې ته راوغوښتل. اسرار اتل په خپل ځانګړي انداز کې د يو څو شعرونو تر ويلو وروسته د پولې پورې راډيو دويم رييس او د بارډر لاېن مجلې مسؤل مدير نويد يوسفزى د وينا لپاره راوغوښت.


نويد يوسفزي  راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د مجلې او دپولې پورې راډيو په اړه يې راغليو مېلمنو ته معلومات ورکړل.


نويد وويل:” د Pact Radio بنسټ پر ٢٠٠٤م کال د جان محمد بټ له خوا، چې د بي بي سي مشهورې راډيو ژورنالېست دى او څلوېښت کاله يې په پولې پورې سيمو کې خدمت او کار کړى دى، کېښودل شو.  نوموړې راډيو د پولې پورې سيمو لپاره ځانګړې شوې ده، چې ددغو سيمو د پښتنو ستونزې راسپړي او د حل لار يې لټوي.


پېکټ کليمه له لاتيني کليمې پيکټس څخه اخيستل شوې، چې د (سولې) مانا ورکوي او زموږ د راډيو آر هدف هم همدا (سوله) ده.”


نويد زياته کړه، چې Pact Radio يواځينۍ راډيو ده، چې له چترال څخه تر بدخشان او له کندهار څخه تر کويټې پورې پياوړي رپورټران لري، چې ددغو سيمو د اوسېدونکيو ستونزو ته انعکاس ورکوي.


همدا شان هغه وويل، چې موږ غواړو د خپلو راډيويي خپرونو او همدا شان د بارډر لاېن مجلې له لارې د پولې پورې سيمو ستونزې د اړوندو چارواکيو تر غوږونو ورسوو.


تر نويد يوسفزي وروسته د پېښور ريډيو رييس ښاغلي لايق زاده لايق وينا وکړه. هغه وويل:


” زه نن ډېر خوشحاله يم، چې په پښتو کې د يوې بلې مجلې اضافه وشوه، زه له ناستو کسانو او له خپلو پښتنو وروڼو هيله کوم، چې مجلې يواځې د انځورونو کتلو لپاره وانخلي، بلکې په دې کې ليکل شوي مضامين هم ولولي.”


هغه زياته کړه، چې زموږ بدمرغي دا ده، چې زموږ  نالوستي خلک لا څه چې لوستي خلک هم پښتو نه شي لوستى، هغوى پښتو ته هېڅ پاملرنه، نه کوي، چې بايد دا ناوړه رواج له منځه يوسو.


له لايق زاده لايق وروسته د پولې پورې راډيو پروډيوسر عبادالله صادق راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه:


“د پولې پورې راډيو خپرونې د پولې پورې سيمو د پښتنو د زړه اواز دى. زموږ هدف دا دى، چې د نويو ستونزو د حل لپاره د روايتي حل لارې چارې ولټوو ، ټولې ستونزې د چارواکيو پر غاړه وانه چوو، بلکې پر خپل مټ يې د اواري هڅه وکړو.”


هغه زياته کړه: “زموږ خپرونې د پولې په دواړو غاړو کې ډېر اورېدونکي لري او ډېر يې ستايي، تر دې چې يو اورېدونکي راته د خپلې خوښۍ څرګندونه داسې وکړه، چې “د پولې پورې راډيو خپرونې زموږ لپاره داسې حيثيت غوره کړى دى، لکه پښتنو ته چې نسوار يو خاص حيثيت غوره کړى دى.”


له عبادالله صادق وروسته د PACTRadio د ډرامې  د برخې تکړه ليکوال ښاغلي ساجد ټکر د غونډې ګډونوالو ته وينا وکړه.


هغه د Radio په بېلابېلو پروګرامونو رڼا واچوله او د خپلو پروګرامونو په اړه يې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.


هغه وويل: “د پولې پورې راډيو د خپلو پروګرامونو له لارې د پښتني رواياتو د ژوندي ساتلو لپاره ملا تړلې ده. همدا وجه ده، چې موږ يوه خپرونه د “حجرې” په نوم اورېدونکيو ته وړاندې کوو، چې له دې لارې د پښتنو سيمه ييزې ستونزې د چارواکيو تر غوږونو رسوو او د سيمې خلک په ځانګړې توګه سپين ږيري يې د حل لپاره هڅوو.”


له ساجد ټکر وروسته د پښتونخوا او سيمې تکړه ژورنالېست ښاغلي رحيم الله يوسفزي خپله وينا په دې خبره پيل کړه:


“زما شعر نه دى زده چې په  ويلو يې خپله وينا پيل کړم، خو هڅه به وکړم چې د بارډر لاېن د خپرېدو په دې موقع لږ څه ووايم.”


هغه وويل، چې په افغانستان کې د روان دېرش کلن ناورين له امله زموږه سيمه تر ټولو زياته متاثره شوې او له ډېرو کړاوونو سره مخ ده، خو ددې ناورين يوه ګټه دا هم شوه چې د لرو او برو پښتنو ترمنځ يې د بېلتون تصور ختم کړ او راشه درشه يې زياته شوه. ددې ترڅنګ يې بله ګټه دا شوه، چې پښتو ژبې ته يې ډېره وده ورکړه.


ښاغل رحيم الله يوسفزي د جان محمد بټ هڅې وستايلې، چې له تېرو  څلوېښتو کلو راهيسې يې د پښتون کلتور او پښتون نسل په روزنې کې کړي دي او هيله يې څرګنده کړه، چې دا هڅې لا ګړندۍ کړي.


تر رحيم الله يوسفزي وروسته وار د پښتونخوا د ولايتي اسمبلې غړې ستاره آياز ته ورسېد او هغه خپله وينا د غونډې ګډونوالو ته واوروله.


ستاره اياز وويل: “دا ډول غونډې د ژبې په وده او پرمختګ کې رغنده رول لوبوي او دا لړۍ بايد وغځول شي.”


هغه زياته کړه: “ماته ويل شوي چې زه دې د ښځو د حقوقو په اړه خبرې وکړم، نو بايد ووايم چې د ژوند په هر ډګر کې دې ښځو ته پوره ونډه ورکړل شي، ځکه چې د هغوى د شتون پرته ټولنه پرمختګ نشي کولاى.”


هغه وويل: “موږ ټول بايد د ښځو په خاصه توګه د پولې پورې سيمې د زنانه وو په روزنه او د هغوى د تعليم په برخه کې پوره هلې ځلې وکړو، ځکه چې د مور غېږ د اولاد لومړنى ښوونځى دى او مور د اولاد په روزنه کې مهم رول ترسره کوي.”


هغه وويل: “د روانې ترهګرۍ د خاتمې لپاره بايد د مېندو شعور ته وده ورکړل شي، چې هغوى خپل ماشومان د ترهګرۍ پر ځاى د ښوونځي پر لار سيده کړي.”


تر ستاره اياز وروسته د غونډې وروستي مشر مېلمه او د خيبر پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير ښاغلي ميا افتخار حسين مېملنو ته ښه راغلاست ووايه او پخپل ځانګړي او زړه راښکونکي انداز يې د غونډې ګډونوالو ته وينا وکړه.


ښاغلي افتخار حسين د بارډر لاېن ټولو کارکوونکيو ته مبارکي ورکړه او د هغوى هڅې يې وستايلې. همدا شان يې له پرنټ او اليکټرانک ميډيا څخه غوښتنه وکړه، چې ميډيا بايد د سولې او امنيت په ټينګښت کې خپل رغنده رول ولوبوي.


همدا شان هغه د پښتني سيمو او په ځانګړې توګه د لرو برو پښتنو د ناورين يواځينى لامل د تعليم نشتوالى وباله او د حل لپاره يې وويل، چې مونږ بايد په پولې پورې سيمو کې تعليم ته خاصه پاملرنه وکړو.


هغه وويل: “چې ترڅو موږ د تعليم په ګاڼه سمبال نه شو، نو دښمن ته ماتې نه شو ورکولاى.”


هغه وويل:”ترڅو چې زما په لوى کور (افغانستان) کې امنيت نه وي ټينګ شوى، په پښتونخوا کې امن نشي راتلاى. د پښتونخوا او لر و بر امنيت له يو بل سره تړلى دى.”


ښاغلي افتخار حسين اوږده او په زړه پورې وينا وکړه او په پاى کې يې يو ځل بيا د بارډر لاېن د کارکوونکيو هڅه وستايله او ويې ويل، چې موږ بايد دښږن په هماغه وسله ووهو، په کومه چې هغوى موږ وهي او زموږ پرخلاف پرې پروپېګنډې کوي.


د يادونې وړ ده، چې په غونډه کې د لر و بر او د پولې پورې سيمو لسګونو ژورنالېستانو او خبريالانو  سميع يوسفزي، اسد دانش، فرشته شېخاني ، عمردراز وزير، عبدالبصير بيدار ستوري  او د پاکستان د خبري تلويزيونونو خبريالانو ګډون کړى و.


غونډه د مازيګر په ٥ بجو د چايو تر څښلو وروسته پاى ته ورسېده.