کور / سياسي / دامریکایی پوځی اډو مثبت او منفی اړخونه

دامریکایی پوځی اډو مثبت او منفی اړخونه

ښکاره خبره ده چی د امریکایی پوځی اډو څخه مو موخه  داګړی د افغانستان داوسنی کړکیچن حالت په تړاو سره په پام کی نیولی ده  . د دا ډول اډو خبره ډیره نوی او یا هم دانتظار څخه وتلی موضوع نده  . په ۲۰۰۱ کال دامریکایی بم غورځونکو الوتکو په مټ دطالبانو د واکمنی له ختمیدو وروسته د بوش د اداری څخه نیولی بیا تر دا اوسه پوری ددغو اډو په هکله دیوه ټاکلی انتروال په تیریدو داخبره یو وخت بل وخت دیوه لوړ پوړی امریکایی چارواکی لخوا راپورته شی او څو ورځی وروسته دیوه بل لوړ پوړی لخوا رد شی . معلومیږی چی داموضوع داوسنۍ جندا یوه نه پریښودونکی برخه ده او ترشا یی څه داسی  موخی پټی دی چی له مخی یی داخبره نه به زغرده مطرح کیدلای شی او نه هم ورڅخه صرف نظر کیدلای شی . کله په تاوده ډول دمیډیا په خوله کی ورکول کیږی چی ذهنیت ورباندی وازمایل شی اوکله بیا په طبعی ډول له میډیا نه وایستل شی څو د رامنځته شوی ذهنیت دڅیړلو دپاره وخت ترلاسه شی . داکار نژدی یوه لسیزه همداشان روان وو ، خو داځل داسی ښکاری چی دسیمی دهیوادونو اونړیوالو زبرځواکونو ذهنیت هم ورباندی ازمایل کیږی .
          داګړۍ پدی خبره باندی رسنۍ  یوځل بیا ښه لګیا دی او هر څیړونکۍ دخپل فکری خط سره سم دخپل نظر څرګندونی ورباندی کوی . دی خبری دهیواد په دننه او دباندی کی بیلابیل غبرګونونه راپارولی دی . دحکومت غړی ، دملی شورا غړی او سیاسی کړۍ هریو خپل نظر لری چی زما په خیال داطبعی عمل دی او باید همداسی وی .


مخکی لدی نه چی زه دخپل نظر ټکی څرګند کړم ، غوره ګڼم چی په نړی کی د امریکایی اډو په اړوند لنډ مالومات لوستونکو ته وړاندی کړم . تیرکال می دجولای په میاشت په انترنیټی سرچینو کی دالجزیری په سایټ کی په دانګریزی ژبه یولنډ ولی اړین مالومات ترسترګو شو ، هغه می په تلو تلو کی وژباړه چی له نیکه مرغه تر اوسه لا هم دڅو ورانوونکو ویروسونو دراتلو سره سره دکمپیوټر په ارشیف کی پاته او دزمانی بادونو وهلی ندی . دادی هغه کرښی له ارشیف نه رااخلم څو دلوستونکو سره یی په ګډه یوار بیا ولولم :
        (  . . . پاول جیورج بالیس لیکی چی امریکا همدا اوس سره لدی چی شوروی اتحاد ډیر کلونه پخوا لا له منځه تللی او نور یی تهدید شتون نلری ، بیاهم دخپل هیواد دباندی په نورو هیوادونو کی ۱۰۰۰ پوځی اډی لری چی ډیرۍ یی دشوروی لخوا دتهدید په وړاندی ځای پرځای شوی وی . دغو اډو ته اوس هیڅ ډول اړتیا نشته او کیدلای شی پخبله دامریکا په زیان تمامی شی . دی وایی چی د رسما اعلان شوو اډو شمیر ۷۰۲ دی او په ۱۳۰ هیوادونو کی پرتی دی . د امریکا ځینی پټی اډی او هغه اډی چی په نژدی ختیځ کی ځای پر ځای دی ، پدی شمیر کی نه راځی . لدی نه پرته امریکا دخپل هیواد په دننه کی ۶۰۰۰ اډی لری چی پدی توګه یی دځمکی کره په خپلو پوځی ګارنیزونو باندی احاطه کړیده .


پوځی تاریخپوه جلمیز جونس وایی امرکایی اډی دانترکتیدا ( جنوبی قطب ) پرته په نورو ټولو لویو وچو کی شتون لری چی یو ډول نظامی امپراتوری یی منځته راوستی ده .


په ۲۰۰۹ کال په نړۍ کی دامریکایی اډو شمیر و ۱۰۰۰ ته ورسیدی او داکار دنړۍ به تاریخ کی ساری نلری .


د وینیس پنامه یو امریکایی څیړونکۍ لیکی چی پنتاګون به رسمی ډول د خپلو ۸۶۵  اډو دپاره سایټونه لری ، مګر ښکاره ده چی زموږ د پوځی اډو شمیر لدی نه زیات دی . دی زیاتوی چی امریکا همدا اوس اوس په عراق کی له سلو څخه زیاتی او په افغانستان کی له ۸۰ نه زیاتی اډی ځای پرځای کړیدی ، ولی له دغو څخه پرته یوشمیر نوری پټی اډی هم لری . وینیس زیاتوی ، سره لدی چی د دوهم نړیوال جنګ او دکوریا دجنګ نه تر نیمی پیړۍ زیات وخت تیر شویدی مګر بیاهم امریکا په جرمنی کی ۲۶۸ اډی ، په جاپان کی ۱۲۴ اډی او په جنوبی کوریا کی ۸۷ اډی ساتلی دی . امریکا دخپل دغه کار لامل داسی په ګوته کوی چی دا اډی باید په نوموړو هیوادونو کی حالات ترنظر لاندی وساتی څو د دوهمی نړیوالی جګړی او دکوریا دجګړی په شان جګړه ایز شرایط منځته را نه شی  . امریکایی اداره و ګانګرس او اولس ته ددی اډو دشته والی اوساتلو موضوع دامریکا دملی امنیت دپاره د اړتیا له مخی ښیئ . مګر د ویټنام سره جګړی وښوده چی نوموړو پوځی اډو موږ له ناکامی او ماتی څخه و نه ژغورلو . دا ډول اډی او جګړی د امریکایی مالیه ورکونکو په زیان دی خو د جنګی سامان الاتو دتولیدونکو شرکتونو په ګټه دی . ډیری اډی دنړۍ پداسی سیمو کی پرتی دی چی له هغه ځایه امریکا ته هیڅ ډول خطر او تهدید څیرمه ندی . دغو اډو داړوندو سیمو اوسیدونکی دستونزو او ان دخطر سره مخامخ کړی او پدی توګه یی د امریکا په وړاړتدی ددوی غوصه او تنفر راپارولی دی .
         دبل لوری داچی نظامی پرسونل پدغو اډو کی اړینه بوختیا نلری ، نو په نشه ای توکو روږد او اخته کیږی ، الکولو ته مخه کوی او دایم الخمر نیمګړی انسانان تری نه جوړیږی . داټول هغه څه دی چی فحشا او نور اخلاقی فسادونه لکه جنسی تیرۍ او نور ور نه زیږی . دا ډول بی لاری شوی وسلوال کسان هلته دخپلو میشتو اډو په سیمو کی دخلګو لخوا منل شوی سیمه ایز کلتور تر پښو لاندی کوی او لدی کبله دامریکا دښمنان دنړۍ به کچه زیاتوی . ددغو خبرو او نیمګړتیاوو ډیره ښه بیلګه اوسامه بن لادن دی چی په لومړی سرکی دامریکا تر ټولو ښه دوست وو ، هغه یی دساړه جنګ پروخت و روزی ، نړیوال شهرت یی ورکړ او په پای کی ددغو پوځی اډو دشتون پر سر چی په سعودی عربستان کی پاتی دی ، دامریکا سره په مخالفت کی ودریدی او دلستوڼۍ د مار په توګه یی تر ټولو ستر او نه پخلا کیدونکۍ دښمن وګرځیدی . . .  ) .
        لوړی خبری دانترنیټی سرچینو څخه تر لاسه شوی مالومات دی چی دخپل کمپیوټر په ارشیف کی می تر سترګو شو او دلوستونکو سره می شیریک کړ  . اوس به نوبیرته خپل هیواد افغانستان راشو او دهغو امریکایی اډو په اړه په وږغیږو چی د ځای پر ځای کیدو وړاندیز یی داګړۍ درسنیو ږیږه سرلیکونه جوړوی :
ددی دپاره چی خبره لا نور هم اوږده نشی ، ښه به داوی چی ددی ډول اډو مثبت او منفی اړخونه تر نظر تیرکړو ، داځکه چی یو عینی قضاوت و هر اړخیزو کتو ته اړتیالری . زما په اند ددی مسئلی دمثبتو اړخونو غټ ټکی به داوی .                      ۱ – په سیاسی برخه کی :                                                                                                                 الف – د هیواد د سولندو ( حریصو ) ګاونډیانو چی تل یی ددی اولس سره دښمنی کړیده ، دمستقیمو لاس وهنو څخه به یی تر یوی کچی مخنیوۍ وشی .                                                                                                                     ب – پدی توګه به داخلی ټیکاو لږاطمنانی شی او په هیواد کی به دکودتاګانو دلاری د واک ترلاسه کول د وسلوالو له اجندا نه ووځی. داخبره پدی خاطر هم مهمه ښکاری چی دملی اردو پنامه دافغانستان اوسنۍ وسلوال قوتونه اصلا بیلابیلی تنظیمی ډلی دی ، ملی اړخ یی خورا کمزوری دی او که اړتیا ووینی ، هرګړۍ کولای شی عسکری یونیفورم وغورځوی او په بدل کی یی پکول پر سرکړی . ځکه نو ددغو تنظیمی استازو په وجود کی دټیکاو تمه کول یوخوشی خوب او خیال دی .


 ۲ – په اقتصادی برخه کی :


الف – دټیکاو په شتون کی کیدلای شی اقتصادی مرستی جذب او دبیا رغونی پروژی په کار ولویږی >


ب ـ پدی صورت کی خارجی پانګوال ډاډه کیږی چی په هیواد کی دمتالورژۍ ، کانو ، پتروشیمی او نورو اړینو برخو کی و پانګی اچونی ته زړه ښه کړی.


 ج – دترکمنستان دګازو پایپلاین ، دتاجکستان څخه دبرقی انرژۍ ترانزیت او نوری داډول پروژی کولای شی خلګو ته دکارکولو لاره پرانیزی .
که لوړ څو ټکی مثبت اړخونه بللای شو ، خولاندی ټکی هم باید دمنفی اړخونو په توګه له یاده و نه باسو :


 ۱ – لکه څنګه چی مو دانترنیټ څخه په ترلاسه شوی مالوماتو کی ولوستل په امریکایی اډو کی نظامی پرسونل کولای شی افغانی کلتور ترپښو لاندی او اخلاقی فسادونه ترویج کړی .


۲ – ددغو اډو دلاری کیدلای شی دافغانانو له منځ نه بیشمیره جاسوسان و روزل شی .


۳ – داوس پشان به ټوپکماران ددوی تر سیوری لاندی نورهم چاغ شی .


۴ – په ولایتونو کی به چارواکی د مرکزی دولت په وړاندی بی پروایی ته وهڅول شی او دفدرالیزم به لور به یی تحریک کړی .


۵ – قومی توپیرونو ته لا نوره هم لمن ووهل شی او دملت جوړولو پروسه به کمزوری کړی .


۶ – په هیواد او ګاونډی هیوادونو کی چی ټول وګړی یی مسلمانان دی ، ددوی پرضد به یی احساسات راوپارول شی .


۷ – افغان دښمنه ګاونډیان به په پټو هڅونو او لاسوهنو لاس پوری کړی او تروریزم ته به لمن ووهی .


۸ – داچی امریکا تل د پاکستان په وړاندی دوه مخۍ سیاست مخته بیولی ، نو داکار به د اډو دشتون پروخت دهند هیواد لا نور هم خفه کړی .


۹ – دسیمی زورور زبرځواکونه لکه روسیه او چین به ناراضه او دخپلو افغانی خواخوږیانو دلاری به لمسونی پیل کړی .


۱۰ – یاد شوی ټکی او ورته نوری خبری به دافغانستان او ګاونډیانو تر منځ مناسبات لانور هم خړپړ کړی .


ددغو ټولو یادو شوو خبرو سره سره دامریکایی اډو په هکله باید یوازی هغه وخت پریکړه وشی چی دطالبانو سره د روغی جوړی خبره خپل وروستنی پړاوونه تیر کړی او پدی تړاو ټولی ستونزی له منځه تللی وی . که فرضا ان داسی هم وګڼو چی نوموړی اډی دهر ډول منفی اړخونو څخه خلاصی او یوازی مثبتی خواوی لری ، نو دامثبت اړخونه هغه وخت په درد خوړلای شی چی په وطن کی امنیت او ارامی وی . امنیت او ارامی لکه څنګه چی پخبله دامریکا او ناټو پوځی پوهان ودی نتیجی ته رسیدلی دی ، یوازی دسیاسی لاری نه دمیز پر سر ترلاسه کیدلای شی نه دباروتو په زور دجنګ په دګر کی . تر څو چی دطالبانو سره جوړ جاړی منخته راغلی نه وی بیا نو د اډو په اړه د وړاندیز په منلو کی د اولس نظر مانا نلری . داځکه چی طالبان داوسنی کشالی اساسی  اړخ دی . دابه ډیر بیځایه کار وی که چارواکی پدی امید اوسی چی امریکایی پوځی اډی به دطالبانو په ماتولو او دامنیت په راوستلو کی مرسته وکړی . که دا اډی دلته ځای پرځای هم شی نو هلته به وسله وال پوتنشیال او جنګی وړتیا هیڅکله هم لدی جګه نه وی چی داګړی یی د ۴۳ هیوادونو څخه د۱۵۰ زرو عسکرو په مټ لری او په وړاندی یی طالبان ورځ تر بلی په زورور کیدو دی . لنډه داچی دامریکایی اډو په اړوند باید پریکړه یوازی دسولی او امن په شرایطو کی ونیول شی چی هلته په یوی فوق العاده پراخی لویی جرګی کی دطالبانو په ګډون دټولو قومونو رښتینی استازی برخه ولری  ، کنه نو دا به دیوی بلی کشالی پیلامه وی او بس .