کور / تازه خبرونه / د پامير هوايي شرکت د فعاليت جواز له خطر سره مخ دئ

د پامير هوايي شرکت د فعاليت جواز له خطر سره مخ دئ

د افغانستان د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت وايي د پامير هوايي شرکت د هغي الوتکي د لوېدو علت يې تر اوسه سم نه دئ څېړلى چي تېر کال د شکردرې ولسوالۍ په غرونو کي لوېدلې وه.
د ترانسپورټ سرپرست وزير داودعلي نجفي ويلي چي د الوتکي تور بکس له منځه تللى دئ او دوى يې د لوېدو علت نسي معلومولاى.
نوموړي وويل چي د څېړنو پر مهال ورته معلومه سوه چي د پامير هوايي شرکت د لوېدلي الوتکي فعاليت ته جعلي جواز جوړ کړى وو او دغه قضيه به لويي څارنوالۍ ته د څېړني دپاره ولېږي چي ممکن د پامير شرکت د فعاليت جواز د جعلکارۍ په خاطر لغوه سي.
بلي خوا ته په الوتکه کي د لوېدلو کسانو کورنۍ وايي چي د هوايي شرکتونو د نړۍ والو اصولو له مخي بايد د پامير شرکت د دوى د مړيو تاوان ورکړي، خو ياد سوي شرکت تر اوسه په دې باب هيڅ نه دي کړي.
د پامير شرکت چي په افغانستان کي له څو کلونو راهيسي فعاليت کوي، ويل کېږي چي د کابل بانک څو شريکانو او د ولسمشر پخواني مرستيال احمدضياء مسعود هم پانګوني پکښي کړي دي.