کور / شعر / ارمان

ارمان

تر څو به غرغنډه وي مال او سر د پښتنو

په ژوند به یو ځل اوینم اختر د پښتنو

له یو بل ځاریدل وو څومره ښه کلي والي وه

خبره د تندي وه داسې نه چې د تالي وه

سینه به د بغضونو نفرتونو نه خالي وه

غمونه به شریک وو هم شریکه خوشالي وه

افسوس چې نن هیر شوی دا هنر د پښتنو

په ژوند به یو ځل اوینم اختر د پښتنو

که پت به يې جامه وه نو الفت به يې عادت وو

واړه غوندې وجود کې به د غره هومره همت وو

په ژبه غوڅیدو يې کله پریخی صداقت وو

حجره د پښتنو کې به څه ښکلی عدالت وو

اشر دی تالا شوی هم ګودر د پښتنو

په ژوند به یو ځل اوینم اختر د پښتنو

میلمه به د پښتون د پاره د پاره زیری د اختر وو

وفا به د پښتون بچي د پلار نیکه دوتر وو

په کشر کې حیا وه هم په مشر کې اثر وو

مطلوم له دلاسه وه د ظالم سره ډغر وو

نعره د اتفاق وه لر او لر او بر د پښتنو

په ژوند به یو ځل اوینم اختر د پښتنو

په ګل وطن کې اوسې پرې بهیږي دریابونه

په شنو ځنګلو پټ دي ستا د غرونو دنګ سرونه

په خاوره کې دې کیږي رنګارنګ میوې فصلونه

دا دشتې دې د سرو زرو کانونه دي کانونه

اغیارو خیتې وکړې په دوتر د پښتنو

په ژوند به یو ځل اوینم اختر د پښتنو

د بل په لاس لوبيږو هم جنګیږو مړزان یو

ملګرو مونږه ټول د تباهۍ په لور روان یو

مونږ ټول د پښتنې ژبې په خپله قاتلان یو

دا مونږه د راتلونکي نسل ځکه مجرمان یو

سبارلی مو اغیار ته مقدر د پښتنو

په ژوند به یو ځل اوینم اختر د پښتنو

په لر او بر ویشلی يې وجود ته دې خطره شوه

نن ستا د اتفاق لوړه ماڼۍ ایره ایره شوه

خاوند يې د سرو سپينو ولې برخه دې سپیره شوه

پښتونه ستا په درمند د اتڼ قیصه متره شوه

لټومه عندلیب چرته سنګر د پښتنو

په ژوند به یو ځل اوینم اختر د پښتنو