کور / شعر / دهوس بحر

دهوس بحر

د هوس بحر کې هر انسان ډوبيـــــــــــږي
په لامبو دعقل پوه ترينه خلاصــــــــــــيږي
دچا نه دي پوره شوي ارمـــــــــــانــــــونه
يو ارمان له بل ارمان نه پيداکـــــــــــــيږي
دشهوت کوډګرې مينې پسې تلونـــــکي
دم په دم به پښېمانه وي تنګــــــــــــيږي
که قانع په خپل قسمت نه شي انســان
پسرلي کې به ګـــــــــــــــلانو ته ژړيــږي
که مخلوق باندې باور دهر کــــــــار وشـو
دذلت زنځير به غاړه کې ورلـــويــــــــــږي
که بريــا چا په عقلي سمون تپلـــــــــــه
لويه لاره دژوندون به ترې ورکـــــــــيـــږي
په بالښت دمال که روح يوځـل ويـده شو
د نيستۍ دروازې ټولې ورخلاصيــــــــږي
د روغتيا دولت که ورک شو له انسان نـه
که پادشاه شي د دنيا خوار به کړيـــــږي
وخت که چا په بېکارۍ باندې وژلـــــــــې
تش لاسونه به روان وي که پوهېـــــــږي
دلته شکر او کفر دواړه په سيالــــۍ دي
\”حقوقي\”لمن دشکر کې لوغـــــړيـــــږي