کور / شعر / سکروټه!

سکروټه!

وینې مو ېې وخوړې، اوس مو بدنونه خوري
ټول ګوه د غره لیوان، ولې مړښت نه لري؟

دا مو رهبران که وي، دا ېې درواغجن سیاست!
دا هیواد به وران وي تل، هیڅ به جوړښت نه لري

مرستې که بې شمیره وي، زموږ جیبونه هم شول غټ
کار د رغونې نور، ګوره خوځښت نه لري

ټول دي په قدرت نشه، خوار غریب ته نه ګوري
خدایه موږ ترې خلاص کړې نور، دوی خو ارزښت نه لري

خیال کښې د حریرو دي، سر به په وریښمو ږدي
خاورو کښې ویده یتیم، اوس هم بالښت نه لري

چیرې چې سکروټه وي، اوري په سرونو زموږ
خدایه د رحمت باران ولې اورښت نه لري.