کور / تازه خبرونه / د کرنې وزارت درې ميليونه نيالګي ايږدي

د کرنې وزارت درې ميليونه نيالګي ايږدي

دکرني وزارت وايي په نوي کال کې به په ټول هيواد کې دري ميلونه ميوه لرونکي اوزينتي نيالګي کينوي .
ددغه وزارت چارواکي وايي ديوشمير وزارتونو اوکابل ښاروالۍ سره يې دزرغون افغانستان ترنوم لاندي دنيالګيو دکينولو اودهغې دساتنې ګډ پروګرام جوړکړى چې له مخي به يې دهيواد ډيري سيمي شني شي اودچاپيريال دپاکوالي په برخه کې پوره مثبت بدلون رامنځ ته شي .