کور / تازه خبرونه / ملي امنيت: ٩٠ په سلو کې بريدونه په پاکستان کې تنظيمېږي

ملي امنيت: ٩٠ په سلو کې بريدونه په پاکستان کې تنظيمېږي

دهيواد دملي امنيت لوي رياست وايي ځانمرګي بريدونه دنړيوالي ترهګرۍ پديده ده او په افغانستان کې نوي سلنه ځانمرګي بريدونه دپاکستانيانو لخوا په دغه هيوادکې طرحه کيږي .
دملي امنيت وياند وايي په جلا ابادکې دکابل بانک په ودانۍ دبريداصلي تنظيم کوونکى هم نيول شوى دى .
نوموړى زياتوي په ولسي وګړو او پرسوداګريزو مرکزونو دوسله والو طالبانو له وروستيو بريدونو په ډاګه کيږي چې دوي دمګړۍ دافغان ځواکونو سره دمخامخ جګړي توان نلري .
دملي امنيت وياند زياتوي دوي دوسله والو طالبانو دجنګي تکتيکونو هغه لاري چاري څاري چې له مخي په ولسي وګړو او سوداګريزو بريدونو ته پاى ورکړي .