کور / تازه خبرونه / په فراه ولايت کې اوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

په فراه ولايت کې اوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

دهيواد په لويديځ کې دپوليسوچارواکي وايي ديکشنبې په سهار دفراه ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې دافغان اوبهرنيوځواکونو په ګډو عملياتوکې اوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ژوندي نيول شوي .
دلويديځ زون دپوليسو وياند وايي په وژل شويو کسانو کې دوسله والو طالبانو يونامتو قومندان ملاپيرمحمد هم شامل دى .
ويل کيږي په دغه عملياتوکې ګډو ځواکونو او ولسي وګړوته کوم زيان نه دى اوښتى .