کور / سياسي / د افغانستان لپاره د B پلان

د افغانستان لپاره د B پلان

سرچینه : د بهرنیو چارو مجله جنوري – فبروري ۲۰۱۱ م
لیکونکی : رابرټ ډې بلک ویل
ژباړه : نور وهاب ، څپاند


Robert D Blackwill د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او بهرنیو اړیکو په شورا کې د هنرې اي کسنجر لوړپوړی همکار پاتې شوی. هغه په ۳ – ۲۰۰۱ کلونو کې په هندوستان کې د امریکا لوي سفیر او په۴ – ۲۰۰۳کلونو کې د ستراتیژیکو پلانونو په برخه کې د ملي امنیت د سلاکار مرستیال وو .
ډېفکټو De Facto ویش ډیربد انتخاب نه دی
د افغانستان په باب د امریکا د متحده ایالاتو اوسنۍ پالیسې د میلیونونو ډالرو د لګولو او په کال کې د ایتلاف د سلهاوو تنو د وژل کیدو څخه عبارت ده ، چې موخه یې د طالبانو له خوا د افغان پښتون ټاټوبې د نیول کیدو مخنیوی بلل کیږي ، هغه څه چې پاي یې د سړي سترګو ته تت تت کیږي . کوم هغه کسان چې د موجودې ستراتیژی د بري لپاره د زیات وخت غوښتنه کوي ، هغوی پاتې راغلي چې څرګنده کړي ، کوم هغه چانسونه شته چې په راتلونکو څو کالونو کې به کار ورکړي ، د څومره تلفاتو په ورکولو او د څومره سرچینو په ضایع کولو دا هڅه ارزي ؟ جاج اخستونکې وړاندیز کوي چې ددې وخت راغلی چې د بې پلان پر لور پوریوتل پیل شې .
د امریکا متحده ایالات او د هغه انډیوالان په پوځې ډګر کې د طالبانو د ماتولو په نیت کې نه دي . دا مهال د ۱۵۰۰۰۰ تنو په شاوخوا کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال امنیتې مرستندوي ځواکISAF قواوي په افغانستان کې میشتې دی . دا شمیره د هغو ځواکونو په پرتله ۳۰۰۰۰ تنه زیاته ده چې پخوانې شوروي اتحاد په ۱۹۸۰ مو کلونو کې دلته اچولي وه . د بغاوت ضد معیاري دکتورینو له مخې د نیمایې څخه لږ شمیر دغو ځواکونو ته اړتیا وه چې د هېواد په سوله ایز کېدو کې یې کوم چانس درلودلی .
دلته پوښتنه پیدا کیږي چې ایا ټلواله دداسې یرغلګر پوځ په لرلو سره چې په پوره ډول د سیمه ایز تاریخ ، قومې قبیلوي جوړښتونو ، ژبو ، دودونو رواجونو ، سیاستونو او ارزښتونو سره اشنایې نه لري ، کولاي شي د بغاوت ضد دوکتورینو د غوښتنې پر بنسټ په لوي شمیر افغان پښتنو برۍ تر لاسه کړي . د Sebastian Janger’s په قول ، د امریکا متحده ایالات به ونه کړلی شي د سهیلي او جنوبی افغانستان سیمه او خلک د خپلو پوځې کړو وړو په پایله کې خپل او د سیاسې پروسې سره یو ځاي کړي . افغان ولسمشر حامد کرزي د تیر نوامبر په میاشت کې واشنګټن پست ته وویل « هغه د امریکایې ځواکونو څخه غوښتې چې د بارکونو په لور مخه کړي او د افغانانو کورونه پریږدي ، ځکه د بهرنیو ډیرو زیاتو سرتیرو اوږد مهالۍ شتوالی ښایې جګړه نوره هم کړکیچنه کړي » کرزي زیاتوي « ددې وخت رارسیدلی چې پوځې عملیات لږ کړل شي ، ددې وار راغلی چې ګیټسې په افغانستان کې لږي شي … د افغانانو په ورځنې ژوند کې لاسوهنه کمه شي » . دا ډول کړه وړه عادې کاردي اما د بغاوت ضد ستراتیژۍ د موخې سره چې په سیمه ایزو ټولنو کې دې سرتیري واچول شي له بیخه توافق نه لري .
د حکومتدارۍ په هکله ویلی شو چې په فساد کې د کرزي د ژور اخته شوی حکومت څخه کیفیت لرونکې حکومتداری نه را ټوکیږي او نه اداري سمون راځې . له دۍ کبله په افغان حکومت کې د هر اړخیز سمون نه پرته د امریکا د متحده ایالاتو بری هم عملا ناممکن دی . لکه چې د بغاوت ضد کارپوه David Kilcullen ټینګار کوي « تاسې یوازی دومره ښه یۍ څومره چې د حکومت ملاتړکوۍ ». د نیویارک ټایمز په یوه مضمون کې ډ کسټر فیلکینز کښلې « افغانستان اوس په پراخه توګه د نړۍ د لمړۍ لیکې ګنګستر هېوادونو له جملي څخه دی چې د نړیوال روڼوالي د ترتیب له مخې د ۱۸۰ هېوادونو له منځه په فساد کې د ښکیل کېدو ۱۷۹م ځاي لری او په دې توګه یوازي د صومالیې نه ښه ګڼل کیږي ».
افغان ملي پوځ تر اوسه تیاري نه لري چې په یوازي ځان د طالبانو سره ډغري ووهې او یا هم د رښتونې زمانې چوکاټ په ترځ کې په سهیلې او خټیځ افغانستان کې له ایساف ځواکونو څخه د غټو جګړه ایزو ماموریتونو مسولیت په خپله غاړه واخلي . د ایکانومست له قوله « پوځ ته د نوي منل شوي کسانو له جملي ۳ سلنه د ستونزمن سهیل څخه دي چیري چې هلته پښتانه ميشت دي او طالبانو ورڅخه زیات ملاتړ خپل کړی . د ګوتو په شمار ښایې د حکومت سره د کار کولو لیوال وي ځکه د حکومت سره همکاري کوونکې او د هغوي کورنۍ د سختو عواقبو سره د مخامخ کېدو نه په ویره کې دي . په پاي کې په شمال کې میشت هغه مامورين چې یوازي په دری ژبه خبري کوي ، په سهیل کې چیری چې اوسيدونکې یې پښتو ویونکې دي ، د کار کولو پر مهال ژباړونکو ته اړ کیږي . د شمال پلي سرتیری هم ډیره مینه نه لري چې ددندي د اجرا کولوپه موخه هلته ولاړ شي ». همدارنګه د امریکا د بحري قول اردو جنرال James Conway په تیر اګست کې رسنیو ته ویلی وه ، ښاي د جګړی په ډګر کې د کړکیچنې وضعې د شتوالي له امله افغان ملی پوح تیار نه وي چې د نورو څو کلونو لپاره د افغانستان په هلمند او کندهار ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت چاري د امریکایې پوځونو څخه په خپل لاس کې واخلي .
پاکستانۍ پوځ چې د هندوستان سره ددښمنۍ په روحیه را مینځته شوی او د ستراتیژیک ژوروالي د لټولو شعوري اړتیا څرګندوي ، تیار نه دی چې د افغان طالبانو ملاتړ ، پټنځایونو برابرولو او دهغوي د اوږدي مودي استازیتوب کولو ته د پاي ټکی کښیږدي او په واقعې مانا خپلواک افغانستان ومنې .
همدارنګه د امریکا د متحده ایالاتو او د هغې د ټلوالي د غړو هېوادونو خلک په پاې کې دا نه شي منلی چې بریالیتوب ته د رسیدو په موخه دې د بغاوت ضد دوکتورینو سره سم د لاسوهنې موده همداسې غزیدلي پاتې وي .
د امریکا د متحده ایالاتو د ټولو ځانګړو اصولوسره سره ، اوسنۍ پالیسې ډیره ستونزمنه ده . د اوسنۍ ستراتیژۍ د قابلیت په اړه چې څنګه خپلو موخو ته رسيدلی شي ، د سپینې ملیکې یوه خبره را په یادوي چې په هنداره کې یې د کتلو پر مهال کوله « ولي ما ځینې وختونه د سباناري څخه د مخه زیات نه زیات په شپږو ناشونې شیانو يقین کولو » . پردې بنسټ اوس ددې وخت را رسېدلی چې د یوي بلي لږي بدي چاري په لور اوښتون وشي ـ یانې د هېواد د ډیفکټو ویش منل .
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما په تکراري ویناګانو کې دې خبري ، چې امریکا به ډیر ژر په افغانستان کې خپل جګړه ایز ماموریت ته پای ورکوي ، په ټوله سیمه کې د امریکا د متحده ایالاتو دیپلوماتیک ځواک کمزوری کړی دی . امریکایې اداره باید د ستراتیژۍ په هکله خبري بندي کړي او ددې پر ځاي دې افغانستان ته د ۳۵۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ پوځې ځواک د برابرولو او د اوږده جګړه ایز رول لوبولو په وعده ودریږي .
په اوسنۍ لحظه کې د امریکا متحده ایالات باید دا ومنې چې طالبان به په یقینې توګه د پښتون میشته سهیلې او خټیځو برخو ډیرﺉ کنټرول تر لاسه کړي او ددې پایلو اوږدمهالی مخنیوی به هم امریکا ته په درنه بیه ولویږي . ددې لپاره چې باوري شو باید امریکایې اداره طالبانو ته بلنه ورنه کړي چې په افغان پښتون میشته ټاټوبې واکمن شي او یا هڅه وکړي چې افغانستان په څرګنده توګه وویشي . همدارنګه د امریکا متحده ایالات او ملاتړي یې باید په ساده ډول د خپل مرګ او میر څخه په سهیل او خټیځ کې ځانونه یوي ډډې ته کړي او هلته د ځواکونو سیمه ایزي بڼې اخستنې ته لاره ورکړي . برسیره پر دې د اټکل کيدونکې راتلونکې لپاره دافغان ملي اردو او حکومت د ملاتړ په موخه په کابل کې د امریکا هواي ځواک او ځانګړي قواوي واچول شي ، تر څو ددې ډاډ پیدا شي چې د افغانستان شمال او لویدیز د طالبانو واکمنۍ ته غاړه نه ږدي .
په لنډ ډول ولسمشر اوباما باید اعلان کړي چې د امریکا متحده ایالات او د هغه افغاني او بهرنې انډیوالان په پښتون میشت افغانستان کې د بغاوت ضد پراخه ستراتیژي تر لاس لاندي نیولې او د هېواد په پاته برخه کې د ملت جوړونې ستراتیژي تعقیبوي او دواړو خواو ته تر راتلونکو ۷ يا ۱۰ کلونو پوري ژمن پاتې کيږي . د نارضایتۍ ښودلو برسیره داسې ډیفکټو ویش به د افغانستان په لس کلنه پانګونه کې دامریکا د متحده ایالاتو لپاره ژوره مایوسونکې پایله وي . لیکن په خواشینۍ سره دا د اوس مهال لپاره د واشنګټن په وړاندي د رښتونې او باوري لاسته راوړنې ښه پایله بللی شو .
د پاتي کېدو لپاره د وتلو تکل کول
د افغانستان په باب د امریکا د متحده ایالاتو د ډیرو کلونو ناسموپالېسيو غوره کولو نه وروسته ، د روانې ستونزمنې وضعې څخه د وتلو بیړنۍ ، اسانه او بې لګښته لاري نه تر سترګو کېږي . ډیفکټو ویش د خپلو ټولو کشالو لرلو برسیره د اوباما اداري ته د ستراتیژیکې ماتې پر ځاي ښه لاسبري چاره ور په ګوته کوي . په دې باندی ټینګار په کار دی چې د امریکا متحده ایالات د څو نورو کلونو لپاره هم خپل جګړه ایز فعال رول ته په راتلونکې کې پایښت ورکړي او په سهیل کې د طالبانو تلپاتې کنټرول ونه مني او د امریکا متحده ایالات او ټلواله یې خپلی ځمکنۍ قواوي د پښتون میشت افغانستان د زیاتو برخو څخه د کندهار په ګډون وباسې . ایساف به د سهیلې او خټیځ افغانستان په غرونو ، وادیو او کلیوالي ساحو کې خپل جګړه ایز فعالیتونه ودروي ( سره ددې هغوي به هغو قومې مشرانو ته چې غواړي مقاومت وکړي د وسلو ، مرستو او استخباراتې اسانتیاوو برابرولو ته ادامه ورکړي ) . واشنګټن به د خپلو هڅو په متمرکز کولو سره د افغانستان په شمال او غرب کې چېري چې پښتانه واکمن نه دي ، د کابل په ګډون د ساحو د ساتلو کار مخته وړي .
افغان طالبانو ته به ددې مجال ورکړل شي چې په جګړه کې ښکیلي خواوي په ګډه ژوند وکړي اوهیڅ یوه خوا به د خپلي ولکې لاندي ساحې د پراخولو هڅه نه کوي ، طالبان به د تروریسم د ملاتړ څخه لاس اخلي ـ هغه وړاندیز چې ښایې دوې یې رد کړي . د امریکا متحده ایالات به دا ډاګیزه کوي چې هغوي به د القاعده په اهدافو هر چېري یرغل کولو ته ، په ځانګړي توګه د ډیفکټو ویش د لیکې په امتداد او يا هم د پاکستان سره د پولي په اوږدو کې تیار وي . همدارنګه د ډیورنډ په دواړو غاړو کې به له امریکایې ګزاریز یرغل څخه هیڅ ډول پټنځايونه خوندي نه پاتې کېږي .
واشنګټن به د افغانستان د تاجکو ، ازبکو ، هزاره ګانو او ملاتړو پښتنو ـ همدارنګه د ناټو د ټلوالي ، د افغانستان د بیلا بیلو ګاونډیانو او د ملګرو ملتو د امنیت د شورا لست برابروي . ټلواله به د افغان پوځ چټکې روزنې ته ادامه ورکړي . دوي به په شمال او لویدیز کې هغو ګروپونو ته چې د مرستې رسول منې او په سیستماتیکه توګه د طالبانو تر جبر لاندي نه دي د ملت جوړونې په لړ کې مرستې بیلوي . په پایله کې ښایې داسې وخت راورسیږي چې ډیر غښتلی افغان پوځ به د مرستې په ترلاسه کولو سره د هېواد سهیل او خټیځ بیرته تر ګوتو کړي .
لکه چې پالیسې څیړونکې John Chipman ورته ګوته نیولي « د تعقیب او ویرولو چلند به ستراتیژۍ وي ، داسې ستراتیژي د هغه خطر په وړاندي هم غوره شوي وه کوم خطر چې په لمړیو وختو کې د ایتلاف د ځواکونو له خوا په افغانستان کې د مداخلي په موخه تعریف شوی وو … دا تصورچې ، د جګړه ایزوځواکونو وتل د دښمنانو لپاره ښایې یو برۍ وګڼل شي بدلون موندلاي شي او دلته د ستراتیژۍ واقعیت ته په کتنه باید هغه د اوږدي مودي لپاره ترحمایې لاندي ونیول شي تر څو خپلې امنیتې اصلي موخې ته ورسیږي » . په دې برخه کې د رسنیو وروستې رپوټونه چې ګواکې ځینې امریکایې ځواکونه ښایې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري هېواد کې پاتې شي ښه پرمختګ بلل کیږي .
د امریکا د متحده ایالاتو په ستراتیژۍ کې داسې بدلون ښایې د هغه هېواد خلکو ته په افغانستان کې د امریکا د پوځې اوږدمهالې شتوالې په ترځ کې څرګنده کړي چې ، هغه غواړي د یو ځواک او اغیز په توګه د راتلونکو زیاتو کلونو لپاره په سهیل او منځنۍ اسیا کې پاتې شي . داسې چلند به په ډراماټیک ډول د امریکا د متحده ایالاتو پوځې تلفات لږ کړي او د بیړنې وتلو په باب به د هغه هېواد کورنۍ سیاسي فشار راټیت کړي . د امریکا لګښتونه به په بنسټیز ډول ( چۍ اوس په میاشت کې نږدي ۷ بیېلیونه دي ) را کم شي . ددې امکان به زیات شي چې د ناټو ټلواله په افغانستان کې د اوږدي مودي لپاره خپل ماموریت وغزوي . د امریکا اردو او بحريه به د جګړي د دوه ډګرونو د څو کلنو جنګونو څخه په راوتو د ځان په بیا جوړونه لګیا شي . د افغانستان ګاونډیان به وهڅول شې چې د هېواد د منلو وړ ثبات ملاتړ وکړي . د اسلام اباد واک او صلاحیتونه به په سهیلې افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د ځمکنې رول په خپلولو سره را ټېټ شې اود اوباما اداره به فرصت ومومې چې په نورو زیاتو مهمو مسالو تمرکز وکړي .
د ښو انتخابونو نشتوالی
د افغانستان د ډیفکټو ویش منل زیاتې منفې خواوي لري د هغې خوښول یوازي هلته کیدلی شي چې موجود نور انتخابونه که تر دې هم وراسته وي په ګوته شي . هغه دادي :
د نمونې په توګه یو انتخاب دادی چې د بغاوت ضد تګلاره په افغانستان کې ادامه ومومې ، دا مهمه نه ده چې هغه څومره وخت نیسې او ان داچې ښایې د هغې په اړه اوسنۍ تړون وغزول شي . داسې تګلاره به کومه مانا ونه لري ځکه چې د امریکا د متحده ایالاتو ګټې په افغانستان کې دومره لوړي نه دي چې دا دومره پانګونه پر ځاي څرګنده کړي . د امریکا متحده ایالاتو اوس په افغانستان کې د ۱۰۰۰۰۰ تنو په شاوخوا کې پوځ اچولی ، CIA د رپوټ له مخې په سیمه کې اوس يوازي د ۵۰ نه تر ۱۰۰ پوري القاعده جنګیالي اوسیږي . که وکتل شې پرهر تروریست هرکال د ۱۰۰۰ نه تر ۲۰۰۰ سرتیری او بیلیونونه ډالر رسیږي …دا د امریکا د متحده ایالاتو له هغو پر ځاي لګښتونو او سرچینو څخه چې جایزي او انعامونه هم په کې شامل دي بر سیره دي . د امریکا پوځې موخه په افغانستان کې د طالبانو سره جګړه نه بلکه د القاعدي له مینحه وړل وه ، هغه موخه چې په عمومې توګه ترلاسه شوي ده .
بل انتخاب به د امریکا متحده ایالاتو په وړاندي داوي چې په یو یا دوه کلونو کې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسې . مګر دا لاره ښایې په ټول افغانستان کې د کورنۍ جګړي د نښتېدو او په احتمالي توګه د طالبانو په وسیله د ټول هېواد د نیول کېدو سبب شي . د افغانستان ګاونډي به هم د جګړي ډګر ته راټیل وهل شي ، سیمه به بې ثباته او د نوي ډیلي او اسلام اباد اړیکې به ډیري ترینګلي شي . دا ډول وضعه ښایې د پاکستان د اسلامې بنسټپالنې امتیاز غوښتنه را وپاروی چې په خپل وار به د پاکستان د اټومي وسله تون خوندیتوب او امنیت تر پوښتنې لاندي راولي . د امریکا او هندوستان نوی او تازه ستراتیژیکه ملګرتیا که ونه شلېدله کمزوري به شي ، د ناټو په راتلونکې به سیوری وښندل شي ، د جهادي ایدیالوژۍ لپاره به د نړیوال ملاتړ په موندلو پیل وشي او په پراخه توګه به د لیبرال ټولنو په وړاندي تروریسم ته لمنه ووهل شي . د زیاتې کمزوري شوي امریکا د نړیوالې لارښوونې د ناکامۍ او سیاسي ځپل کیدو ننداره به په نړۍ کې دوستان او رقیبان يو شانته وکړي او د زیاتو کلونو لپاره به ویجاړونکې ټکانونه موجود وي .
دریم الترنتیو به دا وي چې د طالبانو سره د خبرو له لاري په افغانستان کې ثبات راوړل شي . ناټو به هڅه وکړي چې طالبان تطمیع کړي او جګړه پري ودروي او د کابل په ایتلافې اداره کې یې ور د ننه کړي . د CIA د مدیر Leon Panettaپه قول ، ترڅو چې طالبان په دې فکر وي چې دوي وړونکې دي دوي به سخت دریځه پاتې وي : « موږ داسې اسناد او شواهد نه لرو چې دوي دې د پخلاینې سره رښتونې مینه وښیې او خپلو وسلوسپارلو ته دې غاړه کښېږدې ، د القاعدي څخه دې راجلا شي او په واقعیت سره دې هڅه وکړي چې د ټولني برخه وګرځې . موږ ددې نخښې نښانې نه دې لیدلی او په ډانګ پېیلې توګه مې دا نظر دی چې طالبان ښایې هغه وخت خپل موقف د پخلاینې په هکله بدل کړي چې په دې باوري شي چې د امریکا متحده ایالات وړونکې دې او دوي ماتې خوري . دا به ډیره ګرانه وي چې د پخلاینې سره دې مخته ولاړ شو ځکه بې مانا غوندي ښکاري » . د ډرون د تاړاکونو د زیاتېدو ماسیوا د امریکا متحده ایالات نه شي کولاي طالبان په بې مانا پخلاکېدنه ووژنې . لکه چې په تیر اکتوبر کې ددفاع د څانګې لوړپوړي چارواکې واشنګټن پست ته وویل « څرګندیږي چې باغيان خپل څکېدل جاري ساتې » هغه زیاتوي که چیري هلته د حرکت د بدلېدو نخښې نښانې هم وې ، هغه نه دې لېدلي .
د ډیفکټو ویش د انتخاب د غټو مسالو سره به څه کیږي ؟ که افغان طالبان اجازه ومومې چې سهیل او خټیځ کنټرول کړي ، ایا دوي به القاعده جنګیالي بیرته هېواد ته را ونه بولي او د ۹ / ۱۱ حالت به تکرار نه شي ؟ په تیر اکتوبر کې د ملي امنیت پخوانې سلاکارJames Jones وویل ، د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت د لوړي کچې تخمین داوو چې القاعده په افغانستان کې زیات نه ریات ۱۰۰غړي لري هغوي « نه قرارګاوي لري » او « نه د امریکا په متحده ایالاتو اویا د هغوي په انډیوالانو د یرغل کولو وس لري » « افغان طالبان اوس ښایې ددې څخه د عبرت درس اخستی وي چې کله القاعده ازاده پریښول شوه بیا څه پیښ شول » .
که چیري هغوي د عبرت درس نه وي اخستی بیا امریکا کولی شي د افغانستان او پاکستان د پولو په دواړو غاړو کې د القاعده په هدفونو یرغل وکړي او په بیلا بیلو طریقو داسې مرګونی فشار واچوي چې د ۹ / ۱۱ څخه د مخه ورته لاسرسي نه وه . د پښتون افغانستان اسمان به په ډارونکو تاړاکونو وپوښل شي ، دا ډول کړنه به نه یوازي د تروریستې فعالیتونو په وړاندي بلکه د افغان طالبانو د نوي حکومت په ځواب کې په ټولو ابعادو کې کیږي . د طالبانو چارواکې لکه ( والیان ، ښاروالان ، د پولیسو مشران ، قاضیان او مالیه ټولونکې ) به سهار د راپاڅیدو نه وروسته په دې پوه نه شي چې د ورځې له خوا په ادارو ، یا د عادي ژوند په بهیر کې او یا د شپې له پلوه په کورونو کې ژوندي پاتې کیږي او که نه . ځکه د دندو د اجرا په جریان کې به هغوي ددې امکان ونه لري چې د غرونو په سمڅو کې پټ شي . دا سې حالت به یو ډول ویره او ډار را منځته کړي . ان داچې که چېري په پاکستان کې د القاعدي ټول جنګیالي چې شمیر یې د ۳۰۰ تنو په شاوخوا کې اټکل کېږي د شمال یانې د پولي په لور راوخوځېږي هغه په وضعه کې کوم بدلون نه شي راوستلی … له دې کبله د هغوي د مخنیوي په موخه اوږده ، غټه ځمکنۍ جګړه پرځاي عمل نه بلل کېږي .
که چېري افغان طالبان د ډیفکټو ویش نیمګړو پولو ته ژمن پاتې نه شې او د ټول هېواد د نېولو نیت وکړي څه به کېږي ؟ دوي ښایې دا هڅه وکړي ، لیکن د هغوي مخه به په دوامداره توګه د ایساف د پوځې ځواک او د افغان ملي اردو (چۍ قابلیت یې مخ په زیاتیدو دی) له خوا ونیول شي . ډیفکټو ویش به په کورنۍ جګړه وانه وړي ، ځکه د داسې شخړي مخنیوی باید لا د مخه شوی وي . دا چې د وضعې په ثبات کې به څه ډول ویش مرسته وکړي له دې پلوه څرګندیدلی شي چې کوم لوری باید په کومه سیمه واک ولري .
ایا په سهیل او شمال کې د غیرپښتنو جزیري ، ددې ځایونو ښځې او د پښتنو قومونو هغه ځواکونه چې د طالبانو په وړاندي مقاومت کوي … ددې تګلاري له امله به په سپین ډګر یوازي پرینښودل شي ؟ په خواشینۍ سره ځواب یې په اړینه توګه هو دی . یانې دا به د سیمه ایزو واقعیتونو هغه غمجن عواقب وي چې ښایې بهرنیان ورته په مناسب زمانې چوکاټ کې د پرځای وینو تویولو اومالی لګښتونو کولو په صورت کې بدلون ورنه کړلی شي . د امریکا متحده ایالات او د هغې ټلواله افغانستان ته د داسې جګړي لپاره نه دې تللي چې د سیمه ایزوخلکو ټولي برخې به د منځنیو پیړیو له بیرحمیو ژغوري ، او یا به د لسهاوو کلونواوږدي دندي اجرا کولو ته زړه ښه کړي .
دا تګلاره به د یو تیار پښتونستان د را ټوکېدلو لپاره چې د پاکستان ثبات په ویره کې واچوي مرسته ونه کړي ؟ ډیفکټو ویش ته د پاکستان د تیارولومساله یو ډارونکۍ اقدام دی ، ځکه داسې تګلاره به د ډیورنډ لیکې په دواړو غاړو کې د پښتنو جلاغوښتنې ته لمن ووهې . لیکن پاکستانې پوځ د افغان طالبانو سره د پولي بلي غاړي ته دداسې ستونزو په هکله لا له وړاندي په مرسته لګیا دی ، له دې کبله په رښتونې توګه پاکستان د شکایت کولو ډیره لږه زمینه په لاس کې لري . هر شی ، لکه د افغانستان د ویش دګري کیدل چې پاکستانۍ پوځ یې په روښانه توګه غواړي ښایې یو ډول ټکان رامنځته کړي ، لیکن پریږدﺉ دهغه لوبې د خطرمزه پخپله هغوي وچښې چاچې دکلونو لپاره دې لوبي ته لمن وهلي .
دا تګلاره به په افغانستان کې د هند او پاکستان تر منځ د استازیتوب جګړه را ونه پاروي او سیمه به نوره هم بې ثباته نه کړي ؟ په اوسنې حالت کې برسیره پر دې چې واشنګټن هلته اوږده پالیسې مخته بیایې اما د هند او پاکستان تر منځ زوروره سیالې ممکنه ده . تر څو چې واشنګټن خپلو اوږدمهالو تړونونو ته په سیمه کې ادامه ورکوي ، هند به خپل پوځونه هلته پلې نه کړي ، په دې توګه د هند او پاکستان تر منځ د غټې مخامخ شخړي امکان لږیږي .
چین ، ایران ، روسېیه او د افغانستان د منځنۍ اسیا ګاونډیان په دې شرایطو کې ټول خپلې ځانګړي ګټې او لرلیدونه لري او هیڅ یو اوس ډیفکټو ویش نه منې . ددې په څنګ کې هغوي همدارنګه د طالبانو تر کنټرول لاندي راپورته کېدونکی افغانستان هم نه غواړي .څرنګه چې د امریکا اوسنۍ پالیسې بې ثباته را خیژي دوې ښايې نورو لارو چار ته مخه کړي خیر که له دې هم د وراسته حالت سناریوګانې وي . ددوي ځانګړي ګټې هغوي ته لوری ورکوي چې په داسې یو پلان کتنه وکړي لکه چې دلته یې وړانديز کیږي ( یانې په یو میز ددې ټولو راغونډول د امریکا د متحده ایالاتو سیمه ایزي ثبات لرونکې او ځیرکانه ډیپلوماسۍ ته اړتیا لري ، کومه چې اوس نه تر سترګو کیږي ).
په ناسمې پسې ځان وژل
د افغانستان په باب که د دوي نظرهر ډول وي ، اما ډیر مامورین او پوهان غواړی د پرتله کوونې په موخه سودا کولو ته ور ودانګې او خپله دعوا ځواکمنه کړي ، هغوي څار کوي ترڅو کوم یو څوک پیدا کړي چې دهغوي د موجودو پالیسیو تمایلاتو ته ځواک وبخښې . رښتیا داده چې د اوسنې حالت او دغو نورو دعواوو ترمنځ توپیرونه دومره زیات دي چې ټولي دا ډول پرتله کوونې مرستندوي نه واقع کیږي .
دا پرتله کوونې داسې عیارې شوي دي چې د افغانستان په باب اوسنۍ ستراتیژي پر حقه وښیې ، دنمونې په توګه په عراق کې د ۲۰۰۷ کال پوځې لغړیدنې یو ډول باور را پیدا کړو چې ګواکې پوره ثبات را منځته شوی چې له امله یې د امریکا متحده ایالات د خپلو پوځونو وتل پیل کړي او د ماتې څخه ځان وژغوري . لکه چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانې ځانګړي استازي James Dobbins ورته ګوته نېولې د عراق د پخوانیو باغیانو تر منځ چې کومې وفادارۍ لیدل کېدلې د هغو د کاپیو یو مخیزه رالیږدول په افغانستان کې ډیر ستونزمن ښکاري . تر ۲۰۰۷ کال پوري په عراق کې سنې عرب لږه کی د شعیه ډیره کې له خوا سخت و ځپل شو ، ددې ماتې څخه وروسته د خوندیتوب په ارزو سنې عربو د امریکایې ځواکونو لورته وروګرځېدل . لیکن د طالبانو باغیانو برعکس د افغانستان په لوي قومې ګروپ ( نه په واړه ګروپ ) کې ولۍ ځغلولي دي .
دا پښتانه باغیان همدارنګه په تیرو څو کلونو کې د خپلي کورنۍ جګړي فاتحین بلل کیږي او ډګر یې نه دی بایللی . په عراق کې تر ۲۰۰۷ کال پوري القاعدی د بې تمیزه سرغړونو اوناوړه سلوک په پایله کې د خپلي سنې عربي ټلوالي په منځ کې ځان ته د ښه راغلی ویلو ځاي پرینښود . لیکن په افغانستان کې القاعده په سختۍ وړاندي شوه او حضور یې وموند او په مقایسوي توګه یې د باغیانو د مشرتابه او یا د پښتنو د ژوند لاري او طریقي ته کوم ګواښ پېښ نه کړو . همدارنګه پښتانه مشران د امریکا د متحده ایالاتو سره د عراقي شیخانو په پرتله د نښلیدنې یا کوشیرکېدو لږ اغیز موندونکې یوه ټولګه ده . ځکه عراقي شیخانو د امریکا د متحده ایالاتو سره د نږدي کېدو تقریبا پوره ننداره وړاندی وکړه کله چې د هغوي لور ته وروګرځېدل . په لنډه توګه اوس ویلی شو چې د عراق په څیر پوځې لغړیدنه په افغانستان کې لږ پلي کېدونکې ده .
د لسګونو کلونو پرله پسې هڅو نه وروسته په پالیسۍ کې ډراماټیک بدلونونه راوستل ستونزمن کار دی . ولسمشر اوباما ته ښایې غټ سیاسي چلنجونه دا وي چې ولي د بغاوت ضد سټراتیېژۍ په منل شوي زمانې چوکاټ کې کار ورنه کړو او یا ددې تصدیقول چې ولي ډیر زړور نارینه او ښځې د هغو سیمو پر سر مړه شول چې اوس بیرته دوښمن ته سپارل کیږي . دا ډول شیان هومره دردونکې دي څومره چې ښایې بیا هم وي . غربي مشران به په ستراتیژیک او اخلاقي لحاظ نیمګړتيا ولري که چیري دوي هغه سټراتیژۍ ته ادامه ورکړي چې نه یې په تېر کې کار ورکړی او نه په راتلونکي کې کارنده ثابتیږي .
له اوس څخه لسګونه کلونه وروسته به هم تاریخ لیکونکې د فکر په ټال کې لاهو وي چې ولي ولسمشر اوباما د ژور روحې رنځ تر څنګ لکه چې ( د جګړي په باب د Woodward’sاوسنې کتاب ) کې بیان شوي ، و منله چې د ۹/ ۱۱څخه لږ تر لږه لس يا زیات کلونه وروسته هم په افغانستان کې ۱۰۰۰۰۰ پوځونه ولري ، او يا د پالیسۍ جوړونکو داسې اوازي انګازي چې ګویا د معاصري نړۍ سرنوشت د کندهار او مارجې په سوله ایز کېدو پوري تړلی وو . هنري کسنجر یادونه کړي چې « د نورو ملتونو لپاره خیالي جزیره یوه نیکمرغه ماضی وه او هیڅکله به را ستنه نه شي ، او د امریکایانو لپاره یوازي دا د اسمان د لمنې یا افق هغه بل پلوته ده » . په نارضایتۍ سره وایم د افغانستان د ډیفکټو ویش منل یوه سخته خیالي پایله ګڼل کیږي . اما د نورو ټولو چارو په نسبت ښه چاره ده .