کور / خبرتیا او پيغامونه / جرمني : کونړ سيند مشاعره جوړيږي

جرمني : کونړ سيند مشاعره جوړيږي

په جرمنی کی دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنى د روان ۲۰۱۱  د اپریل  د میاشتی په درویشتمه  (۲۳ مه) نیټه د «کونړ سیند»  تر سر لیک لاندی د ازادی مشاعری د جوړیدو تابیا کړی ده..
دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه د خپلو موخو او کړنو په لار کی چی دخپل ولس،ژبـی او کولتور د ساتنى او پرمختیا لپاره يی کوی، ویاړی چی لر او بر پښتانه شاعران، لیکوالان اود قلم خاوندان په یو ټغر راغونډ کړی.
پدی وسیله دهیواد د درنو شاعرانو او قلموالو څخه هیله کیږی چی پخپل ګډون سره دغه مشاعره لا درنه کړۍ،
 له جرمنی او اروپا څخه بهر میشی هیوادوال  دی خپل شعرونه مونږ ته په لاندی پته راولیږۍ


kunar.kulturetolana@hotmail.de


په درناوی
د کونړ د ځوانانود کولتوری ټولنى دکار ډله


ځای
Jugendhaus Lindenhof
Weiherstr. 49,
51373 Leverkusen
Germany