کور / شعر / دسولې غږ شئ

دسولې غږ شئ

پښتون ارمان ته لرو بر پښتانه
لاسونه ور کړئ دخيبر پښتانه

دسولې غږته يوارمان پورته کړئ
اې داټک او دسپين غر پښتانه

دښمن نن تاسوکې لښکرجوړوي
خان غفارخان د هوډنظر پښتانه

دغيرت ناوې ته جانان پورته کړئ
دسولې غږ شئ ای زړورپښتانه

دازادي په نوم اواز پورته کړئ
يو زيرې راوړئ داختر پښتانه

مور په زانګو کې درته دا ويلو
پښتنې مينې ته زړه سرپښتانه

چې مونږ ژوندي يو تاريخونه لرو
دډهلې تخت نه سر لښکر پښتانه

هم ترايران اوا صفها نه پورې
سلطنت کړي په هنرپښتانه

ځکه حفيظ په پرون فخرکوي
دسولې غږ شئ لراوبرپښتانه