کور / شعر / غزل

غزل

بيا دشين اسمان غيږ کې غبار وينم
لاندې تر اورونـــو کندهار وينم
چيغې فريادونه مې تر خولې خيږي
سوځي په لمبو کی خپل ګلزار وينم
زه ددا وحشیانو سره څـــــــــه وکړم
خپل کور کې افغان پر سر ددار وينم
موږ دچا درنځ دارو درمــــــــــل وکړو
هر وګړی دلتــــــــــــه نن بيمار وينم
اوس به مې دا زړه کوګل کې وچوي
وينو په رنګ سور مـخ چې ديار وينم
ځکه د خپل ژوند په سر ســودا کوم
خاوره دغيرت کې چې اغـــــيار وينم
ستا لور ته کتلی اوس زه نــه شمه
هرځل په کتلو کې پرهـــــــــار وينم
ژوند دغلامی نــــــــــــه په توبو يمه
مرګ دآزادی کې اوس قـــــرار وينم
موږ خو (ځلبلانده ) نــــــشه کيږو نه
پروت د می خانې ساقي خمار وينم