کور / شعر / دمار چ اتمه

دمار چ اتمه

ښځه انسانه ده ، حق دانسا ن لری
دنارینه ؤ پشان همداسی ځان لری
دا زموږ لوراو همدا خورده زموږ
داچه زانګو زنګوي سپیڅلې مورده زموږ
داد دمینې سمبول دمحبت آغاز دی
مقام یی ستردي ددې اوستریی نازدی
دامودخیال اوخوبو ښایسته تصویردی
دژوند دبافت دتارو نازک زنځیر دی
د نارینه سره ژوند،چه مسا وی وی د د ی
دحق پرسریی ولی، لویه خواری وی ددی؟
دادقومی بد یو ، لوقربا نی او بد له
دا په لفظی جګړوکی دبد ویلوطعنه
دا دغیرت پرنا مه سخته جزأ و ینی
داپه سنګسارمحکومه سخته سزاوینی
زړو دودوپه قرنو زندانی کړی ده دا
د روا جو زنځیرو ټینګه تړلې د ه دا
که څوک ددی په حق کی خپل ږغ اوچت کړی
با عز ته به ځا ن ، په لوی لاس بی پت کړی
ړا نده په عقل یی نا قص العقله بولي
هم د فساد منبع هم یی کم اصله بولی
دا د څلور د یوا لوعمری قیدی د ه پا ته
دلوی جانې په شانی په پوښکی ځی بازارته
په قربانۍ دخپل ژوندختمي جګړي کړی
ورک د قومی بد یو ورکي دعو ي کړی
صرف په نام دناموس له حقه پاته ده
داسارت دا بها نه اوس ددی خواته ده
نیمۍ بشر، نیمه نړۍ ، جوړه لدی څخه ده
د ټول جهان آ با دی ، نیمۍ له دی څخه ده
حقیره یی مه بولۍ دا ، ډیر عزت منه ده
په حوصله او زغم کی دا ، ډیرقدرمنه ده
د د ی ترپښولا ند ی چه جنت ځای لری
سکون ددی دغیږي نه بل کوم ځای لری
احترام یی خود کړی«هاوند»ډیرصفتونه لری
د نا رینه ؤ په شا ن د ا سی حقو نه لری