کور / سياسي / درغل دولت ( امریکا په ملګرو ملتو کی د نړۍ پر ضد )

درغل دولت ( امریکا په ملګرو ملتو کی د نړۍ پر ضد )

لیکوال : ویلیم بلوم
ژباړن : نثار احمد صمد



یادونه : دا چی امریکا ځان د بشری حقوقو او انسان دوستۍ ټېکه دار بولی ، نو راځیً چی صرف په یوه برخه کی یې دا غولونکې ادعا مشاهده کړو تر څو هغو کسانو ته چی ځانونه د امریکا په پښو کی اچوی ، ثابته سی چی د امریکا دوستي تر دښمنۍ هم بدتره ده . ښه به دا وی چی د هغه کتاب صرف یو فصل ذکر کړو چی د واشنګټن اصلی څیره او ماهیت رسوا کوی . دا کتاب ما پخوا ژباړلی دی چی یوه یوه برخه یې د افغان رسالې په هره ګڼه کی خپریږی . ویلیم بلوم ډیره موده د امریکا په خارجه وزارت کی مامور و خو وروسته یې استعفأ وکړه او دا کتاب یې په ۲۰۰۵ کی تألیف کړ . نو دا یې تاسو او دا یې هم د « درغل دولت » د کتاب شلم فصل چی د امریکا د انسان دوستۍ پر صرف یو اړخ رڼا اچوی ، ( ن . صمد ) .


  امریکا په ملګرو ملتو کی د نړۍ پر ضد 


موږ ټوله د څه باندی نیمی پیړۍ راهیسی دا فکر کوو چی امریکا د « آزادی نړۍ » مشره ده . که داسی وی نو ښه به دا وی چی وپوښتو : نو پله ور ( پیروان ) یې چیری دي ؟ آیا په دې هکله کوم شواهد سته چی وښیی چی د واشنګټن نړیوال قضاوت او بهرنۍ تګلاره نور حکومتونه  او مشران ، بېله دې چی د هغوی په وړاندی د یوې لس زره پاویزه لویی تورې بیزو رول لوبوی ، په بله کومه ښېګڼه سره اغېزمن کوی ؟ چیری دﺉ هغه صداقت او تحسین چی د تعقل یا اخلاقی مشرتیا پایله وی ؟ وګورﺉ امریکا په کوریا ، ویتنام ، یوګوسلاویا ، افغانستان ( دوه ځله ) ، او عراق ( دوه ځله ) کی د خپلو جګړو د ملاتړ لپاره تل رشوت ، تهدیدونو ، چم او چلبازیو ته مخه کړې ده . واشنګټن په ملګرو ملتو کی د یو مهم منتظم په رول کی داسی وی چی ځینی وخت یوازی او کله کله هم د یو یا دوو نورو هېوادو په شمول ، د عمومی اجلاس د هغو پریکړه لیکنو پر ضد دریځ غوره کوی چی هدف یې د بشری حقوقو ، سولی ، اټومی بې وسلې کولو ، سپماییزه نیاو ( یعنی اقتصادی عدالت ) تعمیم او د جنوبی افریقا د اپارتاید او اسراییلی بې قانونیو د مخنیوي او نورو مترقی قضیو پر مخ بېول وی .
لاندینیً جدول د دغسی کړنو ښه بېلګه ده چی لس کاله ، یعنی د ۱۹۷۸ څخه تر ۱۹۸۷ پوری موده ورڅخه را اخیستل سوې ده چی لاندینۍ برخی لری :
۱۹۷۸ ـ ۱۹۸۱ : په عمومی غونډه کی ټولی رایه ګیرۍ وپلټل سوې ؛ صرف هغه پریکړه لیکونه په دغه لیست کی را اخیستل سوي دي چی امریکا په یوازی توګه « منفی » رایه ورکړې او یا هم یو یا دوه نور هېوادونه ورسره درېدلي دي .
۱۹۸۲ ـ ۱۹۸۳ : د عمومی غونډې ټولی رایه ګیرۍ وسپړل سوې ؛ صرف هغه پریکړه لیکونه په لیست کی شامل کړه سوي چی امریکا په یوازی توګه « منفی » رایه ورکړې ده .
۱۹۸۴ ـ ۱۹۸۷ : د عمومی اجلاس د پریکړه لیکنو صرف یوه نمونه اصلأ د بېلابیل والي په غرض وړاندی کیږی .
په مجموعی توګه ۱۵۰ مثالونه وړاندي سوي دي . د ممتنع ( یعنی رایې نه ورکولو ) تعداد نه دﺉ ښودل سوی . په دغه موده کی ښه ډیر نور پریکړه لیکونه هم وو چی په هغو کی اسراییلو د یوازیني هېواد په توګه « منفی » رایه ورکړې او امریکا هم یوازینیً هېواد دی چی د رایی ورکولو څخه یې ډډه کړې ده .
د امنیت د شورا ، د اقتصادی شورا او ټولنیزی شورا پریکړه لیکونه په دغه لیست کی شامل نه دي ، خو هغه رایه ګیرۍ هم همدغسی حالت لری . د امنیت په شورا کی د امریکا یوازینۍ « منفی » رایه بېله شکه د اړونده اقدام د محوه کېدو معنا لری .
پر ګرینادا باندی د امریکا د ۱۹۸۳ کال یرغل د لاتینی امریکا د څه کم ټولو هېوادو لخوا وغندل سو ، خو صرف ځینو دیکتاتوریو لکه چیلی ، یوروګوای او ګواتیمالا یې ملاتړ وکړ . ملګرو ملتونو په بشپړ اکثریت سره هغه تقبیح کړ چی په ځواب کی یې ولسمشر ریګن داسی وویل : « په ملګرو ملتو کی سلو هېوادو زموږ سره د هغه څه په باره کی موافقه و نه کړه چی موږ پکښی دخیل یو ، خو دې کار زما د سهار نارﺉ لا هم راګډوډ نکړ . »
د کمونیسټی دولتونو یو شیطانی کار چی همیشه موږ ته ویل کېدﺉ ، دا و چی هغوی نړیوال نظر هیڅ په باک نه راوړي .
. . . د بشر د نظریو شریفانه درناوﺉ . . .
« د خپلواکۍ اعلامیه »



اوس به هماغه لیست ذکر کړو :
نېټه / لانجه ………………………… د پریکړه لیک نمبر ……………….. مثبته ـ منفی رایه


۱۹۷۸ :


ـ د ډسمبر ۱۵ ………………………  ۳۳ / ۷۵  …………………………  ۱۱۹ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
د امنیت پر شورا ، خصوصأ دهغې پر دایمی غړو ټینګار وسو چی د نړیوالی سولی او امنیت د ساتنی په هکله د ملګرو ملتو د فیصلو د تضمین لپاره ګامونه واخلي .


ـ د ډسمبر ۱۸ …………………….  ۳۳ /۱۱۰  ………………………  ۱۱۰ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
د عربو په نیول سوو هېوادو کی د فلسطینیانو د ژوندانه د حالاتو په هکله د یو راپور غوښتنه .


ـ د ډسمبر ۱۸  ……………………  ۳۳ / ۱۱۳ ( سي ) …………….  ۹۷ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، ګواتیمالا )
په نیول سوو سیمو کی د اسراییلو د بشری حقوقو د ثبت غندنه .


ـ د ډسمبر ۱۹ ……………………  ۳۳ / ۱۳۶  ……………………  ۱۱۹ ـ ۱ ( امریکا )
پر مترقی هېوادو ږغ کوی چی د وروسته پاته هېوادو د ترقۍ لپاره د خپل کومک مقدار او کیفیت لوړ کړي .


۱۹۷۹ :


ـ د جنوري ۲۴  ……………………  ۳۳ / ۱۸۳ ( ایم ) ………………  ۱۱۴ ـ ۳ ( امریکا ، فرانسه ، انګلستان )
د جنوبی افریقا د اپارتاید سره دې ټولی پوځی او اټومی ګډی مرستي پای ته ورسول سی .


ـ د جنوري ۲۹  ……………………  ۳۳ / ۱۹۶  ………………………   ۱۱۱ ـ ۱ ( امریکا )
د ودې په حال کی هېوادو د صادراتو ملاتړ او ساتنه دې وسی .


ـ د نوامبر ۲۳  …………………  ۳۴ / ۴۶  …………………………   ۱۳۶ ـ ۱ ( امریکا )
د ملګرو ملتو د سیسټم په دننه کی د بشری حقوقو او بنسټیزو آزادیو د ګټمن کېدو د سمون په خاطر متناوبه لاس رسي .


ـ د نوامبر ۲۳  …………………  ۳۴ / ۵۲ ( اي ) ………………..   ۱۲۱ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، اسټرالیا )
د هغو اوسېدونکو بیرته راستنېدل چی اسراییلو شړلي دي .


ـ د ډسمبر ۱۱  ………………..  ۳۴ / ۸۳ ( جې ) ……………….  ۱۲۰ ـ ۳ ( امریکا ، انګلستان ، فرانسه )
د بې وسلې کولو په هکله خبری اتری او د اټومی وسلو د سیالۍ بندول .


ـ د ډسمبر ۱۲ …………………  ۳۴ / ۹۰ ( اې ) ………………..   ۱۱۱ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
د اسراییلو څخه دا غوښتنه چی د یو لړ بشری حقوقو د تېریو څخه ډډه وکړي .


ـ د ډسمبر ۱۲ ………………..  ۳۴ / ۹۳ ( ډي ) …………………  ۱۳۲ ـ ۳ ( امریکا ، انګلستان ، فرانسه )
د جنوبی افریقا پر ضد د وسلو د بندیز ټینګول .


ـ د ډسمبر ۱۲ …………………  ۳۴ / ۹۳۱  ……………………..   ۱۳۴ ـ ۳ ( امریکا انګلستان ، فرانسه )
د جنوبی افریقا د مظلوم ولس او د هغوی د آزادي غوښتونکي تحریک سره مرسته .


ـ د ډسمبر ۱۴ ………………..  ۳۴ / ۱۰۰ ………………………..   ۱۰۴ ـ ۲ ( امریکا اسراییل )
د هېوادونو په داخلی او خارجی چارو کی د لاس وهنو د ننګې پر ضد .


ـ د ډسمبر ۱۴ ……………….  ۳۴ / ۱۱۳ ……………………..  ۱۲۰ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
په نیول سوو عربی هېوادو کی د فلسطینیانو د ژوندانه د شرایطو په هکله د راپور غوښتنه .


ـ د ډسمبر ۱۴  ………………  ۳۴ / ۱۳۳  …………………….  ۱۱۲ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، کاناډا )
د فلسطینی خلکو سره مرسته .


ـ د ډسمبر ۱۴  ………………  ۳۴ / ۱۳۶  ……………………   ۱۱۸ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
په نیول سوو عربی سیمو کی پر ملی منابعو باندی حاکمیت .


ـ د ډسمبر ۱۷  ……………….  ۳۴ / ۱۵۸ …………………..   ۱۲۱ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
د ښځو په هکله د ملګرو ملتو د کنفرانس لپاره چمتوینه او مخته وړنه .


ـ د ډسمبر ۱۷ ………………..  ۳۴ / ۱۶۰  ………………….   ۱۲۲ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
د ښځو په هکله د ملګرو ملتونو په غونډه کی د فلسطینی ښځو شاملول .


ـ د ډسمبر ۱۹  ………………..  ۳۴ / ۱۹۹  ………………….   ۱۱۲ ـ ۱ ( امریکا )
په نړیوالو سوداګریزو خبرو اترو کی د مخ پر انکشافو هېوادو د حقوقو دفاع .


۱۹۸۰ :


ـ د نوامبر ۳  ………………..  ۳۵ / ۱۳ ( اي ) ……………..   ۹۶ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، کاناډا )
د اسراییلو څخه د بې ځایه سوو خلکو د بیرته وربللو غوښتنه .


ـ د ډسمبر ۵ ………………..  ۳۵ / ۵۷  …………………….   ۱۳۴ ـ ۱ ( امریکا )
د یو نوي نړیوال اقتصادی نظم جوړول تر څو د وروسته پاته هېوادو او نړیوالی اقتصادی ګډی مرستی انکشاف ګړندی کړی .


ـ د ډسمبر ۵ …………………  ۳۵ / ۷۵ ……………………  ۱۱۸ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
د فلسطینیانو د ژوندانه د حالاتو په هکله د اسراییلو تګلاره غندي .


ـ د ډسمبر ۱۱ ……………..  ۳۵ / ۱۱۹ ……………………   ۱۳۴ ـ ۳ ( امریکا ، انګلستان ، فرانسه )
مستعمره هېوادو او د هغوی خلکو ته د خپلواکۍ د عطاینی د اعلامیې تطبیقول .


ـ د ډسمبر ۱۱ ……………..  ۳۵ / ۱۲۲ ( سي ) …………..   ۱۱۸ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
په نیول سوو سیمو کی د اسراییلو د بشری حقوقو کړني . [ په همدې ورځ کټ مټ بل پریکړه لیک : ۳۵ / ۱۲۲ ( اي ) : ۱۱۹ ـ ۲ ، او ۳۵ / ۱۲۲ ( ایف ) : ۱۱۷ ـ ۲ ]


ـ د ډسمبر ۱۱ …………….  ۳۵ / ۱۳۶ ……………………   ۱۳۲ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، کاناډا )
د ښځو لپاره د ملګرو ملتو د دوهمی لسیزی اړونده د عمل د پروګرام تاییدول .


ـ د ډسمبر ۱۲ …………….  ۳۵ / ۱۴۵ ( اې ) ………………..   ۱۱۱ ـ ۲ ( امریکا ، انګلستان )
د هر ډول اټومی امتحانی چاودنو بندښت .


ـ د ډسمبر ۱۲ …………….  ۳۵ / ۱۵۴ …………………..   ۱۱۰ ـ ۲ ( امریکا ، البانیا )
د غیر اټومی هېوادو پر ضد د اټومی وسلو د نه استعمال اعلامیه .


ـ د ډسمبر ۱۵ …………….  ۳۵ / ۱۶۹ ( سي ) …………….   ۱۲۰ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، اسټرالیا )
« د فلسطینی ولس د روا حقوقو » مخته وړل .


ـ د ډسمبر ۱۵ ……………..  ۳۵ / ۱۷۴ …………………..   ۱۲۰ ـ ۱ ( امریکا )
پر دې ټینګار چی د هېوادونو او افرادو پرمختګ بشری حقوق دي .


ـ د ډسمبر ۱۶  ……………..  ۳۵ / ۲۰۶ ( جې ) ………………   ۱۳۷ ـ ۳ ( امریکا ، انګلستان ، فرانسه )
د جنوبی افریقا د مظلومو خلکو او د هغوی د ملی خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ سره مرسته .


( نور بیا )