کور / تازه خبرونه / د سونامي خبرداری، نن 18:00 بجې | جاپان درنې زلزلې وځپئ

د سونامي خبرداری، نن 18:00 بجې | جاپان درنې زلزلې وځپئ

جاپان يو شديد سمندري طوفان او درنې زلزلې چي ساري يې په تيرو ۱۴۰ کلونو کښي نه وو ليدل سوئ، سخت ځپلئ دئ . ددې زلزلې شدت د ريختر په مقياس اته اعشارې نهه [8,9] ښودل سوئ . جاپاني مقامات د مرګژوبلي شمېر لوړ ښيي خو رسمي شمېره تراوسه ۴۴ تنو ته رسيږي .
سره مياشت وايي چي ددې سمندري طوفان (سونامې) د څپو جګوالی تر لسو مترو پوري رسيدلئ چي پدې سره ښايي د لوی اقيانوس د سمندر جزيري ټولي لاندي کړائ سي . د امريکا د هاواي د ايالت ترڅنګ د سونامې نور ښکېل هيوادونو د ساحلي سيمو او جزيرو څخه تراوسه په زرګونو کسان خوندي سيمو ته انتقال کړي چي دا چاره لا په چټکي سره دوام لري .
د هوا پوهني ادارې په راتلونکو څو ساعتونو کښي [ جمعه، د کابل پر وخت د ماځيګر ۶ بجې] د جاپان ترڅنګ په اندونيزيا، فيليپاين، نوي زيلاند،ټايوان، استراليا، روسيه، هاواي او د سيمي په نورو جزيرو کښي د ممکني سونامې د راتلو خبرداری ورکړئ دئ .

د جاپان د زلزلې وېډيوګاني :

په پورتنۍ وېډيو کښي واړه ، غټ موټران اوکښتۍ اوبو پر سر اخيستي ليدل کيږي .