کور / هراړخیز / په لغمان کې دښځو نړيواله غم لړلى ورځ

په لغمان کې دښځو نړيواله غم لړلى ورځ

که څه هم زه به هر  کال دښځو دنړيوالې  ورځې له لمانځلو  حتما خبر وم اوکله ناکله خوبه  دتيرکال په څېردهمدې غونډوانانسري هم را په غاړه وه اودښځوله غږونوسره به موخپل غږبد رګه کاوه
خونه پوهيږم چې سږكال ولې مونږچاخبرنه كړواوله دغې غونډې بې برخې پاتې شوخوپه پرون راته سلام وطندارڅخه يعقوب صيب زنګ وهلى ووچې دوى هم دښځودنړيوالې ورځې په اړه له لسوبجوڅخه تردوه بجوخپرونې لري اوبايد له كاوون غږراډيوڅخه خپرې شي ماورته ښه وويل دمارچ اتمه نيټه وه او دښځو دنړيوالې ورځې دلمانځلومراسم دلغمان دښځو په بڼ کې ښه په درځ روان ووچې خپل پشه يي خبريال راته زنګ وواهه اوراته يې وويل ډيره بده پيښه شوې ده خوبيا يې وروسته درته وايم زمونږراډيو دهغه سرك په سر پرته ده چې په لسګونو ښځې دښځوبڼ كې جوړې شوې غونډې ته روانې وې دښارپه ښځوسم اختر جوړ وواوټولورنګارنګ جامې كړې وې او ځانونه يې سينګاركړى وو.
زمونږدووپخوانيوخبريالونجونوخوله ناويانوهم ځانونه ډيرښكلي كړي وو.  دښځوترخوازمونږځينې چارواكي هم له خوښيوپه جاموكې نه ځايدل هرچاهڅه كوله چې خپل ځان دښځوډيرخواخوږى وښيي اودښځودحق غوښتنې چيغې يې وهلې ښځه اوښځه دغونډې دلاسپيكرونوڅخه دښځودحقوقوچيغې دښځواونروله خولې پورته كېدې اودښځينه بڼ دبلاشميرښځودخوښيواوازونو رنګين كړى ودترانوټيمونوخوهغه بلاوې كړې وې چې له غونډې يې دښاپيريوواده جوړكړى وومحفل ډيررنګين وښکلاګانواوښځوايتلاف كړى وواوپه ګډه يې دخپلوحقونوترانې زمزمه كولې دغونډې له منځه راته يوې پيغلې زنګ وواهه انقلابي ورور ته چيرته ېې ماورته وويل راډيوكې يم هغې وويل اوهو!دغريب سړي دخيرات په ورځ غواوركه وي غونډې ته ولې نه يې راغلى ماورته وويل سل بللي ځاييږي اويونابللى نه ځاييږي خوهغې وويل په خيرات كې څوك ست نه كوي دخوښيورنګينواومزوڅخه ډك دې محفل كې ته غيرحاضريې په همدې خبروكې وم چې دخپل خبريال زنګ راته بيا راغى په جينې مې ټيلفون بند كړخبريال مې تيلفون اوكې كړ خبريال راته وويل انقلابي صاحب كه ځان رار سولاى شې نوراشه ديوې شهيدې پيغلې جنازه تياره ده همدومره يې وويل نور يې تيلفوان بند كړ له جنازې څخه وروسته  مې ورته زنګ وواهه هلكه څه كيسه وه دادچاجنازه وه اوبيا كومه كورنۍ په دښمني واوښته هغه راته وويل نه انقلابي صيب دښمني نه وه دفلانكي كاكا پيغله لوروه ډيره ښه نجلۍ وه خداى پاك ښه حسن اوښه اخلاق وركړي وودغره اوسيدونكې وه خوله ډيرومكتبي جينكو هوښياره وه هغه بيچاره څه وخت مخكې كوژدن شوې وه دهغې واده تيارو سبا بل سبا يې واده و خونن هغه وختي پاڅيدلې وه اودكلي له نورونجونوسره   دلرګيوراوړلو لپاره غره ته تلله موريې وايي : سهاريې راته وويل چې مورې بيګا مې ډوډۍ نه  ده خوړولې وږى يم يوه ډوډۍ راكړه چې غره كې به ېې له اوبوسره وخورم هغې يوه ډوډۍ اخيستې اوله نورو نجونوسره دلرګيوځاى ته ورسيده هغې خپلې ملګرې ته وويل ته خوپوهيږې چې زما سبا بل سبا واده دى څه وكړم زه بايديوڅوورځې په كوركې وزګاره ناسته واى ځكه ناوې توب هم اسان كار نه دى ملګرې يې ورپورې وخندل ورته ويې ويل دظالم لورې دښځوپه قسمت كې هم وزګاركيناسيدل شته چې زه اوته وزګار كينو؟ نو زړوميندواوسپين ږيروپلارانوته به لرګي څوک راوړي او خدمت  به يي څوك كوي ؟نجلۍ ورته وويل زه خوهمدې غم پسې اخستې يم كنه نن مې بيخي زړه نه و چې لرګيوپسې راشم ته ځه زه به همدې ونې ته و خيژم داښه لوړه ده لرګي به پكې زرپوره شي. ملګري يې وويل داډوډۍ خولاندې كيږده بيا وخيژه نجلۍ وويل نه ډوډۍ نه ږدم تبر مې راكړه ډوډۍ به ونه كې وخورم ډيره وږې يم ملګرې يې وايي تبرمې وركړ اودانجلۍ دڅيړۍ لوړې ونې ته وخته كله به يې تبرواهه اوكله به يې د وچې ډوډۍ نه  مړۍ وهله ماورته له مخامخ ونې كتل اوښه مې ورپورې وخندل چې په يولاس كې يې تبرنيولى تبروهي اوپه بل لاس له ډوډۍ نوالې وهي ملګرى يې وايي هغې راته غږكړآى ليونۍ څنګه راپورې خاندې وږې يم كوم دښارښځې يو چې په كور كې يې بيغمه وخورووڅكوواوپه ماړه نس وګرځوملګرې يې وايې ما لادويم منډ(خاښ )نه وو وهلى چې دهغې چيغه شوه چې ومې كتل نجلۍ دڅيړۍ له ونې لاندې كمره ته وغورځيده دهغې دلاس نيمه ډوډۍ اوتبرورپسې روان وواودواړه يې خواته وغورځيدل زه په مڼډه ښكته شوم چيغې مې كړې وه خدايه هله چې پلانۍ مړه شوه نورې ملګرې يې هم راغونډې شوې نجلۍ موپه بل مخ واړوله لږه ساه پكې وه يولاس يې مات واودابل لاس يې ماته راپورته كړ سترګې يې غټې غټې واړولې  له سترګويي اوښکې اوله  خولې يې وينه راغله سريې ماپه غيږكې كيښود ډيره هڅه يې وكړه چې ماته څه ووايي خبرې يې ترستونې پورې راتلې اوبيرته تللې ټول ارمانونه يې سلګۍ سلګۍ شول دوه درې سلګۍ يې ووهلې  څه به يي خدازده په زړه کې ووچې راته يي ووايي خو نور نو ژوند ورسره ياري ونه کړه اوخپل روح يې دكايناتوڅښتن ته وسپاره خبريال راته همداخبرې كولې چې دښځوغونډه پاى ته ورسيده.
اوپه سلګونو ښاري ښځې په ژړق اوبړق كې دغونډې له ځايه له پريمانه سوغاتونوسره دخپلو كوروپه لورروانې شوې زه ورته نيږدې ولاړوم عجيبه منظرې مې ليدې . دښځونړيواله ورځ راته دهغې شهيدې نجلۍ په وينو كې تكه سره ښكاره شوه اوغونډې ته دراغلوښاري پيغلواونجونوپه شوڼډوسره رنګونه راته دشهيدې اطرافي نجلۍ په وينوداغلي ښكاريدل خوښاري نجونې دومره مستې مستې روانې وې چې ديوه داسې وږي تږي درديدلى اوځوريدلى مظلومې اوغريبې پيغلې دبې وسۍ اوفقر بوى پرې هم نه لګيده اودهغې د شهادت غږيې دښځوپرنړيوالې ورځ دغوږونوسل مترۍ ته هم نه رسيده ماته داسې ښكاره شوه چې ښځې يوازې همدادښارمجللوښځوته ويل كيږي اوداطرفوله حسنه ډكوګردوهلوښځو ته ښځې  نه ويل كيږي ځكه خونړۍ اونړيوال هم دافغانستان ددولت په شمول ورته هيڅ راز فكراوپام نه كوي اويوازې دښارښځوته رنګينې غونډې جوړوي
يواځې داشهيده نجلۍ نه بلكې داطرافوټولې ښځې په همداسې سخت ژوندكې شپې ورځې سباكوي ګرانولوستونكوپورتنۍ كيسه يوه افسانه نده بلكې ټول حقيقت دى هغه نجلۍ چې شهيده شوه له يوداسې سيمه ده چې زه نه شم كولاى دهغوى دودونواورواياتونوله لحاظه يې كلى كوراونوم ذكركړم خودومره وايم چې هغه غره ايزه سيمه چې داپيښه پكې شويده اودښځونړيوالې ورځې ته يې خپله ځواني اوارمانونه دواړه ډالۍ كړل اونړۍ ته يې پيغام وركړچې ستاسوټولې دعوې دښځودحقونوپه هكله دروغ دي
دلغمان مركزمهترلام شمال ختيځ لور ته په لس كيلومترۍ كې پرته ده