کور / سياسي / سلطان محمد فاتح (پنځمه برخه)

سلطان محمد فاتح (پنځمه برخه)

شاهي څارګر


« یاره ، بس پریی  ږدئ ،  تاسو خو ډیر  ښه اورنګین محفل  جوړ کړې و . ما هسې په هسې ستاسې په رنګ  کې بنګ  ورګډ کړل ، راځئ دا خبره پریږدو  او دا راته ووایاست چې زما د راتلو تر مخه مو په کومه خبره  خنداګانې کولې ؟


قاسم نه غوښتل چې  اسلم  دخپل ځان په اړه حساس کړي . اوبیا دخپل شک  په  اساس  بل کوم کار  و نه شي کولې . دقاسم دخبرو د اوریدو سره  سم  اغا حسن  په خندا شو او ویی ویل :


« ستا د راتلو تر مخه دلته د مشاعرې  محفل  جوړ شوې و، او قومندان امیر خان  خپل فارسی  شعرونه اورول .


ددې خبرې د اوریدو سره قاسم  دامیر خان په لور وکتل  او په  خندا یی ترې  وپوښتل . « ډیر ښه ، ته  شاعری  هم کوې . لږ خو مونږ ته هم واوروه  ، چې تا څه  لیکلي دی ؟  امیر خان سمدستي ځواب ورکړ : « هو د شاعرۍ به څه  ووایم ،  مونږ ته خو په اندلس کې  شاعري په کار وه . مونږ به  هلته د « الحمرا » په دربار کې  شعر وایه . اودخاص دیوان  شهزادګیو به  د  برنډو څخه پر مونږ ګلان  را شیندل .


دامیرخان  په دې خبره یو ځل بیا  محفل دخندا  ډک  شو  او دخونې فضا  بلکل  بدله شوه . په همدې وخت کې قاسم خان  عبدالرحمن  ته  وویل :


« قاسم بن هشام .  ته خو عرب یی  ،  ایا فارسي شاعرې  باندې هم پوهیدې شې؟


ته د پوهیدو خبره کوې ، زه به درته په فارسی  کې اشعار واوروم .


په دې وخت کې ټول محفل  غوږ  په  اواز  شو . قاسم  د شونډو لاندې خندل  ، او د لږ څه ځنډ نه وروسته یی په  ډیر ښه اواز سره   داسلم خان په لور د کتلو په وخت کې دا  شعر ووایه .


ان نه  من باشم  که روز جنګ  بیني  پشت  من          آن  منم  که  درمیان  خاک وخون بیني سرې .


د قاسم دا شعر دومره  ښایسته و  چې د اغا حسن په کمره کې  د واه واه  اوازونه  پیل  شول.د شعر دویلو په وخت کې دقاسم سترګې په اسلم خان ورنښتې وې ، هماغه و  چې هغه په ډیره بده توګه  په خپل ځاې کې راغونډ  شوې و.


اغاحسن  او امیر خان د قاسم خان د شعر په اوریدو  سره په وجد کې راغلل  او د قاسم خان څخه یی وغوښتل چې  خپل شعر یو ځل بیا واوروی . قاسم مسکې شو او خپل  شعر یی  یو ځل بیا  ووایه . دا ځل  په ستاینه کولو کې اسلم  خان  هم  را یوځاې شو ،


د ینی چري د سالارانو دا غونډه  همداسې ګرمه وه چې کمرې ته یو پوخ  عمرې  شخص را ننوت ،  دهغې په مخ  باندې  د وقار  او دبدبې نښې وې ، قاسم دهغه په کتلوسره  دا  و انګیرله  چې  دا هم د یني چري د فوځ کوم  سالار  دې .  دا کس  پخپله  « محمد چلپې » و ، نوموړې دسلطان  مراخان   دخور میړه او د شهاب الدین  باشا  ددریزره  ایز پیدل  فوځ  سالار …… په خونه کې  شته   دیني چري ټول سالاران دهغه په درنښت و دریدل ،  محمد چلپی  خونې ته  مسکې را ننوت . اوبیا یی د ټولو سره  د ښه راغلاست وروسته داغا حسن  تر څنګ کیناست . اوبیا  هملته په فرش  باندې د کیناستو وروسته یی ټولو سالارانو او قومندانو ته وویل  « سپه سالار شهاب الدین  حکم کړې دې  چې دنوې میاشتې د سپوږمۍ  د کتلوسره سم  به د دوشنبی  په ورځ  زمونږ لښکر  د اروپا په لور کوچ کوي ، هیله ده چې تاسې ټول به تر هغه وخته پورې تیار اوسئ ، زمونږ د فوځ  دکوچ کولو له پاره یواځې  پنځه ورځې  پاته دي ، داځل  چې کوم جنګ  مونږ ته مخته دې هغه به دټولو جنګونو څخه  مختلف وي ، مونږ د هونیاډې  د فوځ پر خلاف  جنګ  ته  ورځو . تاسې ته به معلومه وی  چې څو  اونۍ دمخه د ټرانسلوانیا د  هربان سټاټ    په سیمه کې  هونیاډې  زمونږ  سالار  فرید پاشا ته  سخته  ماتې ورکړې  ده ، بیا دغه هونیاډی  ترکې  بندي فوځیان  په  بیلا  بیلو  میلمستیاو کې  دخلکو تر مخه  د تیغه تیر کړ ل   او په بې ګناه توګه یی د  جنګي بندیانو ویني توې کړې  مونږ  به دهونیاډی  څخه ددې  شهیدانو د وینو بدله اخلو .


دهونیاډې په دې برې  اوزمونږ د فوځونو پرلپسې ماتې  په ټوله اروپا کې  د اروپایانو تر منځ  د خوشحالۍ څپې راپیدا کړي دی  ، په همدې اساس یی  دترکانو د مکملو ویستلو له پاره په اروپا کې  یوه ستر یووالې را منځته کړې دې . « شاه لارډ سلاس » چې   په دې وختو کې د هنګري اوپولینډ  دواړو  هیوادونو  مشري په غاړه  لري  دې  غورزنګ  ته  نوې  روح ورکړې دې.  په دې اتحاد کې  هنګري ، پولینډ ، لاچیا ، اوبوسنیا حکومتونه په پوره ځواک  سره شریک  شوی دی. سربیا هم  چې  دلارډسټیفن په وخت کې د عثمانیانو دسلطنت ملاتړې وه د هغه د ځآې ناستي  « جارج برنیکوچ »  په مشرۍ  دهمدې اتحادي فوځونو په لیکوکې ورګډه شوی ده . فرانس او جرمني هم دخپلو جګړه مارو  ډیره شمیره  دې  لیکو ته ور لیږلې ده . ددې نه علاوه د اروپاېې  هیوادونو زیات  شمیر  عسکر په خپله خوښه دې لیکو ته راغلې او په کې راګډ شوې دې . تر ټولو مهمه  خبره داده چې صلیبیانو دې  جنګ ته دمقدس  جنګ نوم ورکړې  ، په دې اړه د روم  پوپ  ډیر په  جوش او جذبه کې  راغلې  اوخپل  نماینده  کارډینل « جولین سیزراینی  » یی  د یوه ستر  وسلوال  فوځ  سره هلته ور  استولې د ې. ددې نه علاوه د اروپا دهرې سیمې  څخه  ددې فوځ د بسپنې له پاره  مالې او خوراکې  تعاون  را  روان  دې . په حقیقت کې دا یو صلیبې  جنګ دې  اویاد ساتئ  چې دا جنګ  دعیسایت  مذهبی  جوش د اسلام  پر خلاف راپارولې دې.  د وینس  او جینوا دجمهوریتونو  بحري بیړۍ  هم  د عیسایی لښکرو د بسپنې له پاره  رارسیدلي دی…… په دا سې حال کې چې د بدقسمتۍ  څخه دعثماني سلطنت  بحري  ځواکونه د نشت سره برابر دي . په دې خاطر هونیاډ  فکر کوي  چې زمونږد سلطان فوځونه به د کوچنۍ اسیا څخه، چیرې  چې  هغوې  د قونیا د  امیرکرمانیا  په سیمه کې  په جنګ  کې  مصروف دي  اروپا ته  ولاړې  نه شي …… اتحادي  ځواکونه  په ښکاره توګه  دلارډ سالاس تر قومندې  لاندې دي  خوپه حقیقت کې دهغوې سردار دهنګري  د پخوانې  پادشاه « سجمنډ»  نا جایزه  زوې   « هونیاډې  » دې   چې په دې وختو کې دعیسایی نړۍ  تر ټولو ستر  اتل ګڼل کیږي .


د محمدچلبي په ژبه کې  دومره اغیز و  چې په کمرې  کې ټول  سالاران  خاموشه  او غلي  ناست و ، محمد چلپې  د هونیاډې  دفوځ  داسې  یو انځور وړاندې کړ  چې قاسم خان  یی هم په  عسکری  مهارت اوپوهه باندې  قایل شو . په دې وخت کې هغه ته   دا ډاګیزه شوه چې دجنګ  په اړه دا خبرې کونکې ، نړۍ کتونکې او عزتمنده  وګړې د سلطان  دخور  میړه  دې .


قاسم په ډیره  مؤدبه  توګه د محمد چلپې  څخه  وپوښتل :


« درونده سالاره  !  که د محاذ حالات  دومره  خراب وي  نو بیا  خو  معظم  سلطان ته  پخپله په   کارو چې داسلامي فوځ  قیادت وکړي  .»


محمدچلپې د قاسم  په لور مخ  ور  و ګرځاوه او په خندانه  توګه  یی ورته وویل :« داسې بریښې  چې ته به  قاسم بن هشام اوسې. ستا د میړانې  او بهادرۍ  قصې  هلته  سلطاني  محل ته  رارسیدلې دی. خیر په هر صورت .  ستا د پوښتنې ځواب دادې  چې : معظم  سلطان به په خپله دجنګ  قیادت کوي ، زمونږ دغه  اتیازره کسیز  لښکر خو یوازې  د لمړیو  دلګیو په څیر  مخته ورځی»


خو قاسم  د یوه  فکر  په اساس  یوه ځل بیا ترې وپوښتل :« دورنده  سالاره  ! که د محترم  سلطان دراستنیدو  دمخه  زمونږ  فوځ  د هونیاډی  د فوځ سره لاس و ګریوان شی نوایا  په هغه وخت کې به هم زمونږ ځواکونه د سلطان د رارسیدو انتظار کوي ؟


« نه !  که داسې وشول  نو  مونږ به  په کلکه مقابله کوو . او انشاء الله دمعظم سلطان د رارسیدو دمخه  به دښمن  ځپوو . » دمحمدچلپې  په  لهجې کې  عزم او هوډ وو .  هغه په  جګه  غاړه  ځواب ورکړ .


په دې وخت کې اغاحسن   ترې وپوښتل :« درونده  سالاره ! اوریدل کیږي چې دلته  په اورنه کې دقیصر خطرناکه  جاسوسان  شتون لري اوهغوې دمعظم  سلطان په مقابل کې  په سازشونو لګیا دی ؟


د اغا حسن دخبرې سره سم ټول  سالاران  غوږ په اواز شول ، محمدچلپې  ځواب ورکړ .«  دغه ډول  راپورونه ماته هم را رسیدلې دي  خو تر اوسه پورې په چا لاس  نه شی تر پورته کیدې . خو تر هغې  چې د قیصر پورې اړه  لري نو هغه  خو دهمغه  لمړۍ ورځې  راپدی خوا د  مږانو دجنګولو ، خنزیرانو ، سپېو او مړزانو د لوبولو  شوق  لري .  ډاګیزه ده  چې داسې  شخص به   نیغ په نیغه  د جنګ  میدان ته د راتلو په ځاې  په  همدې ډول  سازشونو  تکیه کوي …..مونږ په افواهاتو باندې  کنترول  پیدا کړې  او معظم  سلطان ددې خبرو  د چاڼولو له پاره  ډیر  پوه  او ماهره  وګړي  ټاکلي دي .


داسې  معلومیده چې  محمدچلپي د قاسم  د منصبي  دندې څخه  خبر و . خو په  عام  محفل کې یی دهغې د یادولو څخه ډه ډه کول مناسب و ګڼل .


داغا حسن  په خونه کې  تر ډیره پورې په مختلفو  موضوعاتو باندې خبرې کیدې ، ان تر دې چې د ماسپښین د لمانځه واخت  راغې . دسلطان  دخور میړه  محمدچلپې  دنورو سالارانو څخه اجازه واخسته  او په کومې  لورې  ولاړ. تر څنګ یی د اغاحسن  په کمره کې ټول نور  سالاران  هم د ماسپښین دلمانځه د ادا کولو له پاره  را ووتل ، اوس نو په دې خونه کې  یواځې  اغا حسن او  قاسم    دواړه ځانته پاته شوي و. قاسم د نورو وسالارانو د وتلو وروسته  تر ډیره  ځنډه پورې  خاموش  ناست و  اوبیا پورته شو  اود خونې دروازه یی د  دننه څخه  کونډه کړه . اغاحسن  په ډیر تجسس  سره د قاسم خان  دې کار ته  کتل  او بیا یی ترې  په ډیره  راز داره  توګه  وپوښتل :


« قاسمه !  څه خبره ده  ، نن خو ډیر  په فکر کې ډوب  معلومیږي »


قاسم  اغا حسن ته دخپل  سره د رانژدې کیدو اشاره وکړه  اوبیا یی په ډیر ټیټ  اواز  سره  اغاحسن ته وویل : « آغا!….. تاوکتل  چې  قومندان  اسلم  زما د تنخوا  په خبره  باندې  څه  ډول  تبصره وکړه . ؟»


اغا حسن  ځواب ورکړ : « څه ډول  ؟  په ما خو دهغه خبرې  ښه و نه لګیدې . د یني چري ټول  سپاهیان د سلطان د زامنو په څیر دي ، مونږ ته د تنخوا  او مال و دولت  سره  کومه  دلچسپې نه شته . اسلم  خان ډیره  ناوړه خبره وکړه  او زما په  آند چې په ټولو ډیره بده ولګیده . خو تا ترې  څه  مقصد تر لاسه کړې دې ؟ »


اغا حسن  یو پاک  سپاهي و ، د سراغ رسانۍ  سره  یی  سر وکار نه درلود.  د اسلم خان خبره  پرې په  ښکاره  توګه بده لګیدلې وه ، خو قاسم ، داسلم خان په اړه  په شک کې  لویدلې و . ځکه هغه  په یني چري کې د غلطو  افواهاتو دخپرونکو  پلټنه کوله . سلطان مراد خان   ثاني  په ریښتیا چې یو  تجربه لرونکې  پادشاه و. دا چې هغه  د سراغ رسانۍ  د کار له پاره د قاسم بن هشام په څیر  ځوان   ټاکلې و  دهغه د بصیرت  نښه   ګڼل کیده . قاسم دهمغه لمړۍ ورځې څخه  هر چاته د شک په سترګو کتل . هغه د اغاحسن  خبرې  واوریدې او  اوپه تأدیبې  توګه یی وویل : « اغا! دعقل څخه کار واخله . دې ته  هم ووینه چې اسلم خان د لښکرو سره د تللو څخه  ځان  په څنګ کړې دې . په داسې حال کې چې د سلطان  پټه محکمه وایی  چې دسلطان سره غداران  به   د سلطان په نه موجودیت کې دسلطنت پر خلاف  بغاوت  جوړوي ، اودا هم  ویل شوې  چې دیني چري یو شمیر  سالاران  هم ددې غدارانو سره ملګري شوي دي .»


د قاسم په خبرو   اغا حسن   په فکر کولو مجبور شو . اغاحسن په پلټونکو سترګو  قاسم  ته وکتل او ورته یی وویل :


« دا خو ماته  ډاګیزه شوې ده چې زمونږ په  فوځ  کې  تور لیوان  شتون لري . خو  د اسلم خان په اړه ما ددې نه مخته  هیڅ دا ډول  فکر نه و کړ ې. ستا خبره مې زړه   ته  را غورزي . ځکه تر هغو چې  زما معلومات دې ،  دهغې په اساس د اسلم خان په کور  کې د کوچني دپیدا کیدو له پاره  لا تراوسه  ډیر وخت  شته . هغه زما دوست دې .  څو ورځې دمخه یی ماته ویلي و چې  خداې تعالې  به ورته د شوال په میاشت کې  لمړنې اولاد ورکړي . خو نن چې هغه  کوم عذر  وړاندې کړ نو زه  هم پرې حیران شانته  شوم ، اوبیا تر ټولو  ستره خبره داده چې   یو سپاهې دجنګ میدان ته د تللو په وخت کې هیڅکله هم عذر نه کوي ، ولو که هر څومره ستونزې  هم ولري .»


قاسم  ډاډمن شو . اوس ورته ډاګیزه شوه چې  په اسلم خان یی شک کول   سهي  وو . هغه دڅه ویلو  له پاره خوله پرانسته  چې یو ناڅاپه یی خبره و دروله.  دهغه  سترګې  د دروازې  په لور واوخښتې . دهغه شپږم  حس  رابیداره شوې و ، دقاسم د سترګو په  ځلیدا  اغا حسن  هم  په پلټنې پیل وکړ . قاسم  په خپلو شونډو باندې ګوته  کیښوده او اغا حسن ته یی  د چپ  پاته کیدو  اشاره وکړه . اوپخپله دخپله ځایه راپورته شو . اوس نو هغه  په  پټوپښو  د دروازې په لور ولاړ . دروازې ته نژدې ورسید او په یوه بې اوازه توګه یی د دروازې  کونډه پرانسته . اوبیا یی و ناڅاپه  ددروازې  دواړه پلې  په یوه  شړک  سره پرانستې ، د دروازو دپرانستو سره سم  یو درز  شو  او د یني چري یو فوځې دکوټې دننه  راپریوت . داسې  بریښیده چې هغه د دروازې دپلې سره  غوږ  ایښې و او د اغاحسن او قاسم خان  دخبرو د اوریدلو  هڅه یی کوله .


قاسم اواغاحسن  دواړه   ژر تر ژره  خپلې تورې  د  نیام  څخه  را وویستې ، قاسم  خپله توره  په هوا کې و خوزوله  او مخته ولاړ  او ددروزاې  کنډه یی بیا  کلکه کړه . دا دیوه  سراغ رسان په څیر دهغه  لمړۍ  معرکه وه . د یني چري دغه سپاهې د اغاحسن  او قاسم د تورو په کتلو سره  وارخطا شو . دهغه په مخ  باندې  د مرګې  زیړې  راخپور شوې و . او په چغو او سورو  یی پیل وکړ . قاسم دخپلې تورې  څوکه دهغه په  ورمیږ   کیښوده  اوشاته یی  ټیل واهه او ددیوال سره  یی و نښلاوه . قاسم تر ې په ډیر  غضب اوقهر سره و پوښتل :« تاولې  زمونږ خبرې اوریدلې ……؟  ته څوک  یی ؟….. اود چاپه  وینا دلته د جاسوسۍ له پاره راغلې یی ؟»


ددې ځوان  ستونې  وچ  شوې و . هغه  توکاڼې تیرې  کړې  تر څو خپل  حلق  تازه کړي . په همدې وخت کې اغا حسن  چې دغه ځوان  ته یی په پوره غور  سره کتل وویل « دا د یني چري د دوویشتم دلګې  عسکر دې چې د اسلم خان د قومندانۍ لاندې  جنګیږي .»


د اغا حسن  په خبره قاسم خان  په ډیرو  معنې لرونکو سترګو  دهغه  په لور وکتل  اوبیا یی ددې ځوان  څخه وپوښتل : « نوم دې  څه دې ؟ »


«تت ….تر….ترکبا….ترکباز…» ځوان د ویرې  په تړتړۍ  ژبه  خپل نوم ووایه . «  زمونږ د خبرو د اوریدو له پاره ته دلته چا  را استولې یی ؟ » قاسم ترې یوځل بیا وپوښتل .


خو دا ځوان  خاموشه  پاته و .  قاسم د خپلې تورې  څوکې ته  لږ څه نور  زور هم ورکړ ، دترکباز  د سترګو اوښکې راغلې . دهغه د ستونې  څخه د حلالیدونکې وزې  د اواز  په څیر   اواز  را وت . قاسم ترې یو ځل بیا خپله همغه  پوښتنه تکرار کړه .« ووایه  چې تا دلته چا را لیږلې وې ؟ » که چیرې  را ته یی و نه وایی  نو یاد لره چې زه به ستا پښې اولاسونه پرې کړم او  په چوک  کې به یی  ګوذار کړم .»


دویرې  څخه د ترکباز  رنګ  د خزان د پاڼو په څیر ګرزیدلې و ، خوبیا یی هم څه ونه ویل . کیدې شې چې  هغه  نه غوشتل د چا نوم واخلي . کله چې  قاسم  وکتل چې  ترکباز په اسانۍ سره اقرار نه کوي  نواغا حسن ته یی د ترکباز دپښو اولاسونو د تړلو اشاره وکړه .


اغ حسن خپله  توره کیښوده  او دخپل  صندوق  څخه یی رسۍ را وویستله  او لکه شیبه وروسته ترکباز  لاس  و پښې تړلې  د زمکې په فرش  باندې  تړلې  پروت و . اوس نو اغاحسن او قاسم دهغه تر څنګ ناست و، قاسم ورته  وویل  :« ګوره ! مونږ ته ووایه چې ته دلته چا   را استولې یی. اوکه نه  ته پوهیږې چې مونږ به ستا  غوښې  ټوټې ټوټې کړو »  ددې خبرې سره سم  قاسم  په خپله توره دهغه   مټ  ورزخمې کړ ، دهغه کمیس  و شکید اود اوږې  څخه یی  وینې را روانې شوې . اوس  نو هغه  بلکل ویرې  اخستې و  هغه دخپلې مړینې له ویرې  په فریاد او ژړا کې وویل  چې :


« زه ….. زه ….اس…..اس …..ودي ….اس  ودي ….. اسودي رالیږلې وم ….. او زه ….»


په دې وخت کې  دکمرې  دکړکۍ  نه یو غشې راغې  او دترکباز په ستونې کې و نښت . ….. تر یوه وخته پورې خو قاسم او اغاحسن  هم  په دې و نه پوهیدل  چې  دا څه وشول . ترکباز په خپلو وینو کې   ککړ  پروت و .لاس و پښې  یی تړلې وې ، اوسترګې یی دخپلو ګاټوسره راوتلې وې . ….. هغه دمړینې په حال کې و .غشي دهغه د ستونې  سره یو ځاې  نښتې و   اودهغه ساه یی وربنده  کړې وه.


خو کله چې  قاسم  خپل  فکر  راسم کړ  نود برق په څیر یی ټوپ کړ  او دکمرې دروازه یی پرانسته او بیرون  ووت. اوس نو هغه  هلته د بیرکونو تر مخ   جوړې شوې  برنډې کې  منډې  وهلې . هغه د عمارت  اخري برخې ته  روان و .ځکه هلته   په چت باندې دختلو له پاره د خټوڅخه  زینې  جوړې شوې وې . قاسم  په ډیره بیړه په زینو باندې  ور وخوت . دهغه تر شا  اغا حسن  هم په  منډه کې و  خو دواړو  شاته نه کتل . هغوې  څو ثانیی وروسته دبام  سر ته ورختلي وو . خو دلته په راتلو سره هغه  نا هیلې  شول ، ځکه دترکباز  وژونکې  دبام هغه بلې لورې ته  ټوپ  وهلې و او تښتیدلې و . کله چې  قاسم اغا حسن  بام ته د راختلو په وخت کې وکوت نور  ورغږ یی کړ «  منډه کړه ….دلته نه شته ……هغه بلې لورې ته …… د بوټو په لور یی ووینه …. هغه د بام  څخه  ټوپ وهلې دې .»


قاسم  هم په خپله بیرته  شاته  منډه کړه  او د سیلۍ په څیر د عمارت  شمال لور ته  ورغې  خو دلته هم اغا حسن  او قاسم ناهیلې شول ، ځکه دښمن  د ولکې څخه وتلې  و  ، قاسم او اغا حسن د فوځ د یوه دلګې  سره یوځاې  ددې  معسکر  شاوخوا  ټوله  سیمه وکتله   خو د ترکباز  قاتل داسې  غیب  شوې و لکه دخره دسره نه  چې  ښکر  غیب وي .  دماښاام دلمانځه وروسته چې کله  بیرته کمرې ته راغې نو اغا حسن ته یی  وویل .


« دترکباز  لاش  سره دې څه وکړل ؟ »


« هغه خو د جاسوسۍ د  څانګې مشر بهرام خان  له ځانه سره  یوړ .  کوم وخت  چې مونوږ د قاتل  په لټه کې  و نو بهران  خان دلته راغلې و اوخپل  کار یی تکمیل کړې  و ، »  اغاحسن  ځواب  ورکړ او قاسم  یو اوږود …… اوووو   وکړ .


قاسم ترې  یو ځل بیا و پوښتل « ښه ، دا  راته  ووایه چې ستا په ذهن کې  ددی پیښې په اړه  څه  معلومات را پیدا شو ، اودا چې دا « اسودي » به څوک  وي ؟  ځکه ترکباز  د مړینې  نه مخته  د اسودي نوم  اخستې و.»


« نه ، ماته په دې اړه  کوم  خاص  معلومات   نه شته ،….. کله چې  هغه  ټک  ټک   کاوه …… او  آس  آس  یی وایه  نو مافکر کاوه  چې هغه به اسلم خان  ویل  غواړي .  خو هغه بیا د اسودي نوم واخست . ….. څرګنده نه ده چې دا  اسودي  څوک دې ؟   د اغا حسن په مخ  باندې  دژور   فکر کولواغیز  و . قاسم د کوم خیال  سره  اغا  حسن  ته  مخ کړ او ورته یی وویل :


«  اغا ،  ته داسلم دقومندې  لاندې بل کوم  سپاهې را وبوله .  کیدې  شې  چې داسلم  تر لاس  لاندې   وګړي هغه ته د اسودي په نوم  غږ وکړي . ځکه چې په عمومي توګه د فوځ  عسکر  خپلو سالارانو ته دخپلې خوښې نوم ورکوي . داسلم  مخ  اوڅیره  هم توره ده  ، کیدې شي  دهغه د لاس  لاندې  وګړي  د هغه د تور رنګ په خاطر  هغه ته اسودي  غږ  کوي .


د قاسم دخبرو سره اغا حسن  یو ټکان وخوړ  ، اوپه ستایونکو  سترګو یی  د قاسم په لور وکتل  او ویی ویل : « په خداې  چې ته ډیر  ذهین  انسان  یی . ته باید د همدی پټې  څانګې  مشر اویا  شاهی سراغ  رسان  واوسې .ته بلکل سهي خبره کوې  ،  داسلم  خان دغه نوم  دهغه  تر لاس  لاندې  خلکو نه دې  ایښې  ، بلکه په یوه  وخت کې پخپله سلطان هغه د اسودي په نوم یاد کړې و . په دې اساس  اسلم  خان  کله کله دخپل نوم سره   د اسودي لقب  هم استعمالوي . خو بدي  دا ده چې ماته داخبره  مخکې ولې  په یاد  را نغله . په حقیقت کې د قاتل  لټون  زما   دماغ  هغه  لورې ته متوجه کړې و .»  هغه  حسن  په ډیره  څرګنده  او ډاګیزه توګه دا خبرې کولې . قاسم خان هم په  ډیر عجیب حالت   کې  ناست و . ځکه یو ډیر مهم  سراغ  یی موندلې و . هغه  لږ  څه  په ژولې توګه    اغا حسن ته وویل  .


« اغا! …… فکر کوه چې  اسلم   ددې  پیښې  څخه خبر نه شي . زه غواړم  هغه په کومې ځآنګړې  توګه تر خپلې  ولکې لاندې راوړم .» د قاسم په  خبرو اغا حسن  ډیر زیات حیران شو  اوویی ویل «   غواړې  هغه  ونیسې !  مقصد دې  څه دې ؟  ته په کوم حیثیت  په هغه  باندې  لاس ږدې ؟»


اوس نو قاسم ته دا احساس  پیدا شو  چې هغه باید د اغاحسن  تر مخه په  قاسم باندې  د ولکې کولو  خبره نه وې کړې ،خو اوس  یی خبره د خولې څخه  وتلې وه . په دې خاطر  یی د درواغو  ویلو په ځاې هوډ وکړ چې   د اغاحسن  په  څیر  مجاهد شخصیت  دخپل ځان  ملګرې کړي .


« په حقیقت  کې  زه د سلطان  له اړخه  په وختي  ډول د سراغ  رسانۍ له پاره  ټاکل شوې یم .  ما ته په دې لړ کې ستا کومک  ته اړتیا ده . زه  د پخوا څخه  یو شمیر  خلک تر خپلې  څارنې  لاندې لرم . خو دکوم  څرګند  ثبوت  د نه لرلو په اساس  دهغوې پر خلاف  لاس  نه شم  پورته کولې. خو اوس د لمړي ځل  له پاره ماته ددې سازشي زنځیر یوه کړۍ تر لاسه شوې ده . په دې خاطر  زه غواړم  اسلم  خان اسودي په  ناڅاپې  توګه  و نیسم . »


دقاسم ددې  نوې دندې د اوریدو په اړه  اغا حسن  ته کومه حیرانتیا  پیدا نه شوه . بلکه  تر یوه حده پورې  خوشحاله شو .  بیایی په خندانه توګه  قاسم ته وویل . « اسلم خان اسودي ته خو به معلومات   ورپه برخه شوی وي  چې دهغه  رالیږل شوی عسکر  دمړینې په وخت کې د اسودي نوم اخست . »


د اغا حسن  خبره بلکل په ځاې وه . قاسم دیوې لمحې  له پاره  فکر وکړ اوبیایی  وویل . « زما په  آند ، تر هغو  چې اسلم خان ته  دا یقین  تر لاسه شوې  وی  چې زمونږ په لاسوکې  د هغه د نیولو  له پاره کوم څرګند ثبوت  نه شته ، نو  هغه   به د تیښتې هڅه  نه کوي ، او پخوا تر دې چې هغه  وتښتي   نو زه به  یی  څټ  ورمات کړم »


په همدې وخت کې قاسم د کوم  آند په اساس  یو ځل بیا وویل  :  « اغا!  ایا تاته د اسلم  خان اسودي د اوسیدو د ځاې په  اړه معلوما ت  شته .؟»


« مقصد  دې  څه دې ،  ایا نن شپه  خو به نه غواړې  هغه  ونیسي ؟ »  اغا حسن ورته په پلټونکو سترګو وویل . قاسم ورته  د هوکړې  په خاطر  سر و خوځاوه .« بې  شکه  چې زه د نیکۍ په کار کې دځنډ کولو قایل نه یم . زه به همدانن  ددې غدار په سر د تندر په څیر  راپریوځم  ، زه به د  هیواد ددې دښمن څخه د قیصر د ټولو  جاسوسانو نومونه را باسم . »


اغ حسن په پوره  دلچسپۍ سر ه د قاسم  خبرو ته غوږ  ایښې و . بیا یی سمدستي وویل :


« سهې ده  ، زه  هم له تاسره  یو ځاې ځم . »  « یواځې ته نه بلکه  قومندان  امیر خان  هم له ځانه سره یو ځاې وړو . کیدې  شی  چې اسلم  دفاع  وکړی اویا دهغه  څه نور ملګرې دهغه د ملاتړ  له پاره را  و ځغلي .»


ددې خبرو  نه وروسته تر ډیره وخته پورې اغا حسن او قاسم  په خپل راتولنکې پلان   او په مختلفو امورو باندې خبرې  اترې  وکړې  ، ان تر دې  چې شپه پخه شوه ، قاسم  را پورته  شو او ویی ویل .


« مونږ  به  نیمه شپه  دخپل پلان دپلې کولو له پاره  حرکت  کوو .دا ډیره ښه شوه چې تاته داسلم خان  دکور  لاره  اوګودر  معلوم دې …… اوس نو ستا په غاړه دا کار  هم دې  چې امیر خان  هم په دغه  ټول  پلان  باندې خبر کړې  او په خپل وخت  یی  له  ځانه  سره د چوڼۍ  تر دروازې پورې  راوړې .»


قاسم خان  ، اغا حسن  ته خپله دنده  ور وښوله ، دقاسم  د هرې خبرې  سره  اغا حسن د اثبات  سر خوځاوه . د ټولو اموراتو د ترسره کولو وروسته ، قاسم د اغا حسن  څخه اجازه واخسته  او خپل کور ته رهي شو .


شپه تر نیمایی زیاته  تیره شوې وه .  د اورنه  په فوځې  چوڼۍ په سیمه کې   دافسرانو د اوسیدو دځاېو ته نزدې  درې  آس  سپاره  تر سترګو شول . دا دهغوې  افسرانو داوسیدو ځاې و  چې  کورنۍ یی درلودې . ددې   د اوسیدو د ځاېو  شاتنۍ  برخه کې  د شاه توتو  ګڼې ونې  ولاړې وې  ، دلته  به ټوله ورځ د افسرانو کوچنیانوخپلو ځانو ته شاتوت  را ټولول . دغه درې واړه آس سپاره د شاتوتو دې ونو  ته  راورسیدل  او همدلته  و دریدل . دلته د ونو سیوري  دتیارو په ډیرښت کې کومک کاوه . دا  درې واړه دخپلو  اسونو څخه را کیوتل  او خپل  اسونه  یی د شاتوت  په ونو پورې وتړل . اوس نو دغه درې واړه سیوری د عمارت  په لور روان شول .


د عمارتونو په دریم  کتار  کې  لمړنۍ کور  د اسلم خان   د اوسیدو ځاې و . دغه درې واړه  سیوري همغه لورې ته ورغلل . کله چې د اسلم خان  کور ته ورنژدې  شول نو و دریدل . دا دپښو خښتو څخه  جوړ  شوې یو کوچنې  داوسیدو ځاې و .ددې کور بیرونۍ  دروازه دکوڅي  په لور  څوارلس  فټه ستره  وه  ، شاته  یی د کور  داوسیدو د کوټو  دیوالونه  وو . دامیر خان سیوري د کور  شاته  برخې  په لور ولاړ . اغاحسن او قاسم  ددروازې  په لور ور غلل. دیني چري دغو درې واړو  افسرانو خپل مخونه  را نغاړلي وو . هغوې  د چیتا په څیر  په  پوره  چالاکۍ سره دکور دروازې ته راغلل او  دروازې ته   یی غوږ  ونیوه. هغوې غوښتل دکور دننه  کوم اواز  واوري ، تر ډیره وخته  پورې د دروازې  څنګ ته ولاړ و  تر څو دکور دننه د حرکت  څخه  ځانونه  خبر  کړي . وروسته بیا قاسم په دې ډاډه شو چې اسلم خان اودهغه کورنۍ د خرګوش په خوب  ویده دي ، په دې خاطر یی  سمدستي د دروازې په سر د ورختلو له پاره ورټوپ  کړ ، دهغه وجود  په تور رنګه  کالیو کې پټ و  او په خپله ملا یی دوه  عدده  خنجرونه تړلي وو. بلې لورې ته یی د تورې  خالې  نیام را ځوړند  و، ځکه توره  قاسم  خان په خپله  خوله کې نیولې وه. تر شا  یی د غشو  ستره  کڅوړه  وه  ، قاسم په ډیر احتیاط سره  هغه لورې ته ورکوز  شو  ، اغا حسن  هملته په کوڅه کې ولاړ  و  تر څو  د اسلم خان د کور  ددړې دپرانستو وروسته  ور ننوځي . قاسم خان په ډی احتیاط  سره  دروازه  پرانسته ، او اغا حسن یی دننه  راننویست .


په بل  اړخ کې امیرخان  هم خپل کمالونه ښوول  ،هغه د کور  د شا له مخې د ونو په کومک  د کربوڼې په څیر  خپلې  پنجې لګولې اود کور چت  ته را وښوت .  دچت په منځ کې دتللو په ځاې  یی  دبام  په یوې لورې دیوال  باندې  په پټو پښو  لکه دپیشو په څیر  تګ کاوه  ان تردې  چې  د کور دبام  تر زینو یی ځآن  راورساوه . هغه ددې ځآیه دکور  تیاره   انګړ  په ښه توګه کتلې شو . امیر خان  په  تر ټول پورته  پاټکې باندې  غلې  کیناست. هغه دهمدې ځایه  د اغا حسن او قاسم خان  د فعالیت  څارنه هم کوله .


قاسم او اغا حسن  دبیروني دروازې  څخه  دننه راغلي و، هغوې  هم  دلته د کور  په انګړ  کې و ، په انګړ  کې د شاتوتو  یوه  ستره ونه  ولاړه وه .ددې ونې سیوري  لکه  د پیري  په څیر  په دیوالو باندې  پریوتې و .  دسپوږمۍ  شپه وه . خوسپوږمۍ  خپل  څو منزلونه  وهلي و  او نزدې و  چې د لمر په  تعقیب  کې  دهغې د شفق  څخه  ور ټوپ  کړي . قاسم او اغاحسن  مخته ور غلل او برنډې ته  ور ننوتل .دلته  ډیره تیاره وه او دکوټو دروازې دد ننه  څخه تړل  شوې وې . قاسم او اغا حسن  په بیلو بیلو دروازو  باندې غوږون کیښودل  تر څو د ددننه څخه  کوم اواز  و اوري . خو په کوټو کې پوره پوره  خاموشي  وه . قاسم ته دا کار  څه  غیر قدرتي  ښکاره  شو . خوهغه پرې و نه پوهیده . بلاخره یی په دروازې باندې  زور  وکړ  ، خو هغه وخت  ډیر حیران  شو  چې دروازه  کونډه شوې نه وه . هغه سمدستې دروازه پرانسته ، اواغا حسن ته یی هم دخپل ځان په لور د راتللو اشاره وکړه . په خپله همدې تیارې خونې ته  ور ننوت .


څو لمحې وروسته هغه  په خونه کې دننه ور ننوتې و  خو کوټې ته و ر ننوتلو سره سم  نزدې و چې په  هغه  یو افت  را پریوځې . په هغه  چا  د توري  داسې  دروند  ګذار وکړ  چې نژدې و  سر یی له تنه  جدا کړي  خو معلومه  نه ده چې هغه  کوم ځواک  و چې  قاسم یی  ټوپ وهلو ته اړ کړ . قاسم ټوپ کړ اویوې  لورې ته ودرید اوپه دې توګه په تیاره کې دپټ  دښمن دتورې  دغه  وژونکې  ګذار  هسې ولاړ.


اوس نو قاسم ځان  سنبال کړې و . هغه د خپل دښمن  دتورې بل  ګذار دهغه د تورې د  پړک  په واسطه  و کوت اودبیا یی هغه دخپلې تورې  په زور  تم کړ . اوسپنه د اوسپنې  سر  و جنګیده او  د ټنګ اواز ترې راپیدا شو ،داسې بریښیده چې دښمن یواځې نه دې  بلکه دهغه بل کوم  ملګرې  هم دلته شاوخوا کې پټ  شوی و . هغه ملګرې یی  په  اغا حسن باندې  یرغل وروستې و  ، ددې نه دا  را څرګنده شوه چې اسلم خان اودهغه ملګری  لا  دپخوا څخه په  سنګر کې ناست و .قاسم په همغو تیارو کې ددښمن  د تورې ګذار  تمباوه . بیا هغه یو ناڅاپه یوبل  داو  ولوبوو . هغه  خپله پښه   و غځوله او په زمکه پریوت . اوپه همدې ملاسته کې و خوید او ددښمن  پښو ته یی ځآن ورساوه .   مقابل  لورې  غوښتل  چې په قاسم د پاسه راپریوځې  خو په دې وخت کې  قاسم  دخپلې  تورې  څوکه  پورته   ونیوله ، په دې وخت کې مقابل لورې  په قاسم راپریوت  خو توره  یی په  ګیډه کې  ولاړه او ترشا یی ووتله .  دغه  تیاره خونه  یوې چغې ولړزوله  اودمقابل  لورې دګیډې  څخه د وینو  سیلاب  راسر شو . قاسم ددښمن  را پرځولو وروسته  بیرته پورته شو اوپه بیړه   بیرون ووت .  خو دلته  اغا حسن  خپل  مقابل لورې  دښمن  څو لمحې دمخه   ختم کړې و. اغاحسن اوقاسم ته  د  زینو په لور  د  یوه سیوري  دمنډې   اواز تر غوږو  شو ،اوبیا دلږ  ځنډ وروسته دتورو  د ټنګار  اواز راغې  ، داسې  معلومه شوه   چې امیرخان هم ددښمن سره  په  ټکر کې لویدلې دې. کله چې اغا حسن او  قاسم د زینو په لور ورمنډه کړه ، خو پخوا تر دې چې هغوې په زینو ور وخیژ ې  د  زینو څخه  د یوه دروند  شي  د  راپرزیدو اواز  یی واورید، خو  دا  کس  دقاسم په پښو کې  د لویدو سمدستې وروسته بیرته  و درید ، اغا حسن  هغه د سپوږمۍ په رڼا کې و پیژانده  چې   اسلم خان دې . دهغه څخه توره  لویدلې وه  اوپخپله د زینو څخه رالویدلې و  خو روغ   و  جوړ و . قاسم خپله توره  پورته کړه اوداسلم په  ورمیږ یی ور کيښوده . اسلم  جرءت وکړ  اوپه   لوړ اواز  یی وویل : « څو……څوک  یاستئ ؟ اوزما څخه  څه غواړئ ؟»


کله چې اسلم  اواز  راوویست  نو قاسم خپلې تورې ته نور  هم زور ورکړ  او د زمري په څیر  یی  په غړمبار پیل وکړ او ورته یی وویل :


« اسلم  خانه ! ته  مونږ ډیر ښه پیژنې  چې مونږد اسلام او وطن د غدارانو  له پاره مرګ  ثابتیږو . ته که  غواړې  څه مراعات  تر لاسه کړې نو  ستا خیر په دې کې دې  چې ته باید هر څه  چې درسره  وي  مونږ ته یی ډاګیزه کړې .»


«څه …….څه دروته  ډاګیزه  کړم ؟ ……ما ….ماته  خو څه  معلوم نه دې ،  که چیرې تاسو ماته  څه وویل نو تاسو به پخپله هم  خوندی پاته نه شئ . تاسې د یني چري  په یوه سالار لاس  پورته کړې دې »  په دې وخت کې اسلم خان  حوصله په ځای کیده …..


قاسم  په ناڅاپی توګه د اسلم خان د ورمیږ  څخه  خپله توره  را دیخوا کړه ، اسلم  په حیرانتیاسره  د قاسم  په لور وکتل ، خو  څو لمحې وروسته دهغه  دردناکه  چیغو  ټوله فضا و څیرله .  قاسم  خپل  توره په  پوره توګه دهغه د ښې  اړخ  په ورون کې ور ننویستې وه . د تکلیف اوزخم  ددرد  په خاطر دهغه  ستونې نور د چغو څخه  چاودیده . کیدې شي چې دهغه  چیغې  په شاوخو کورنو کې هم اوریدل  شوي وي ، اوس نو چې اغاحسن او قاسم  څه کول  غوښتل  باید سمدلاسه  یی  تر لاسه کړې وې . امیر خان هم تر دې وخته  پورې هملته په  چت  باندې ناست .و . هغه د یوه ښه  روزل  شوي عسکر  په څیر  خپله مورچه  پرې نه ښوده . قاسم د اسلم په ورون کې  خپله توره ننویستې وه  خو بیرته یی و نه ویستله .  اسلم دتکلیف  د زوره  چغې او سوری وهلې . خواغا حسن ورمخته شو اودهغه په خوله یی لاس کیښود اوخوله یی وربنده کړه . قاسم  د یوه وینه تویونکې انسان  په څیر د اسلم خان په سترګو کې ورکیوت  او ورته یی وویل :


«اسلم خانه !  د ژوند څخه  ډیر ارزښتناک  بل کوم  څیز نه شته . په ځانګړې توګه  ستا په څیرغدارانوته . اوس کې ته غواړې  ژوندې  پاته شې نوریښتیا  ریښتیا ووایه  چې ستا  رالیږل شوي کس  ولې  زمونږ خبرې اوریدلې .؟…… دا  راته  هم ووایه چې د ابوجعفر سره  دې  اړیکې تر کومه  ځایه  دي ؟  …. اوپه یني چري کې    ستا نه اخوا  نور څومره کسان  د  قیصر جاسوسان  دي . ؟ ….. اویاد ساته  ، چې نورې  چغې و نه وهي  ، او که نه زه به دې غوږونه در پرې کړم . »


د قاسم په خبرو کې  ډیره زیاته سفاکې  او  بې دردي  وه .  اسلم خو پریږده  چې اغا حسن  هم د قاسم په  خبرو باندې  لړزیده . اغاحسن  دقاسم په اشارې  سره د اسلم  دخولې نه لاس  لرې کړ، اسلم د قاسم د سفاکۍ  څخه دومره  ویریدلې و چې  دډیرو سختو دردونو سره سره یی بیا هم  ژبه   و دروله . دقاسم دبیا پوښتنې په اړه هغه د طوطی په څیر په خبرو پیل وکړ . هغه وویل چې  په حقیقت کې   ابوجعفر د قیصر جاسوس دې  اودعثماني سلطنت  د تباه کولو په خاطر دلته  د تیرو  شلو کالو  څخه  میشت  شوې د ې . هغه دا هم وویل چې ابوجعفر په یني چري کې هم  دخپلو جاسوسانو  جال  خپور کړې دې . خو هغه  په یني چري کې  دموجوده  جاسوسانو  نوم او ادرس  و نه ویلې . هغه  دیوه سالار نوم واخست چې  څټ  یی  ځوړند شو ، داسې  معلومیده چې هغه بې هوشه  شوې وي  ،په همدې  وخت کې  امیر خان د چت  څخه  په مرموزه توګه  دوې ته وویل چې « تر څنګ کور کې  څه حرکت  تر سترګو کیږي ،،تاسې په بیړه خپل کار تر سره کړئ »


قاسم په مایوسۍ  سره  د اسلم  په لور وکتل  او د لږ ځنډ وروسته یی خپله توره دهغه د ورانه  څخه را وویستله . اسلم د بې هوشۍ په حال کې  په زمکه تړپیده .خو سترګې یی پرانه  نستې ، قاسم  ، اسلم په همغه ځاې  کې پریښود . او اغا حسن ته یی د پورته ختلو او د امیرخان  سره  دخبرو له پاره ور ولیږه ، خو پخپله  هغه بلې بندې خونې ته ورغې . دقاسم  په آند چې دلته د اسلم  ښځه  بنده پاته وه . هغه دروازې ته ور  ورسید اودروازه یی  ور ټیل وهله . قاسم هملته  پرته  ډیوه  رڼا کړه  او دبرنډې په دیوال کې  یی  پروت  مشال هم روښانه کړ  ، اوس نو مشال په لاس  قاسم  بندې دروازې ته ودرید اود هغې د پرانستلو هڅه یی کوله . د لږڅه  هڅې وروسته  دروازه په یوه کړک  سره   پرانستل شوه  خو هغه ته  کمرې ته ور ننوتل په نصیب نه شول ،  معلومه نه ده چې د زینو سره پروت  بې هوشه  اسلم   کله په  هوش کې راغلې و  او په زمکه باندې په ښویدو ښویدو کله د قاسم تر شا را رسیدلې و  ،اوس نو دهغه په لاسو کې یو اوږود خنجر  د ورایه ځلیده . کله چې قاسم د دروازې  پټې ورماتې کړې  نو اسلم هغه نیمه دړه  را پورته کړه او په قاسم  یی د تورې  دروند ګذار وکړ ، قاسم بلکل  په همغه اخرې  لحمې کې د شا  له خوا  اواز  واورید  اوپه بیړه را وګرزید . خو اوس ډیر ناوخته شوې و  د اسلم خان  خنجر د قاسم په  ښې  اوږې  باندې  راپریوتې و  اودهغې  دغوښې  دپرې کولو  ورسته  بلې لورې ته وتلې و .  په دې توګه  اسلم خان د خپل  زخم  بدله واخستله . قاسم  په زوره  زګیروې  وکړ . خو په خپل  ځاې باندې  ثابت  قدمه  پاته شو، مشال  دهغه د لاسو څخه ولویدخو تر اوسه پورې  یی رڼا  خپروله . قاسم دخپل زخم   هیڅ پروا و نه کړه  او په پوره زور سره  یی  خپله توره  راخلاصه کړه او  داسلم  سر یی د تنې څخه  جدا  او دکوټې منځ کې ور  وغورځاوه . دمشال  رڼا تر ډیره پورې  دننه  کوټه  روښانه کړې وه . داسلم  پرې کړل شوې  سر د کمرې  په  صحن کې  رغړیده . اوبیا  په هغه بله خونه کې  ښځینه اواز تر غوږو  شو . دا د اسلم دښځې  چغې وې .


پرلپسې  لري…