کور / هراړخیز / دمعاصرې اسلامی وینا ستونزې

دمعاصرې اسلامی وینا ستونزې

ليكنه : راشد الغنوشي
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني


درنو لوستونکو! که څه هم پکار وه چې دا مقاله ما ستاسو حضور ته په دو برخو کې وړاندې کړې وی ، خو د موضوع د تسلسل لپاره زما په اندګټوره ده چې په یوه برخه کې وړاندې شي ، سره لدې چې دا مقاله لږ اوږده ده ، خو زه هیله من یم چې تر پایه به ئې ولولي ، تر څو د ځینیو خلکو دریځ چې  اصلاحی او دعوي اسلامی حرکتونو  په تشدد او تطرف باندې تورن کوي ، درته روښانه وي .


اسلامی وینا نن ترټولو نورو ویناګانو په پراخه کچه اوریدل کیږی ، پکار ده چې تر نورو وړاندې ئې مسلمانان د دې اصل په اساس چې ” د خپل ځان سره محاسبه وکړي ، تر دې وړاندې چې درسره محاسبه وشي” ئې ستونزې او د نوښت چارې وڅیړي  . که څه هم چې د غنمو تولید ، د اوبو پیدا کول ، د لویو آفتونو په وړاندې مقاومت ، د استبدادګرو چمتو کول دې ته چې د ملتونو ارادې ته غاړه کیږدي او د دښمانانو په شا تمبول . او دا راز نور منطم کارونه ،هغه زیار او لویو قربانیو ته اړتیا لري ، چې د تاریخ لوری بدلوي . خوسره لدې د دې اعتبار په اساس چې انسان ناطق مخلوق دی ، ریښتنې او صادقه وینا او خبره کومه چې د صالح عمل لپاره وي ، د تاریخ په حرکت کې ځانګړی رول لري . او د دې اعتبار په اساس چې اسلامي وینا نن تر ټولو معاصرو ویناګانو ډیره اوریدل کیږي ، نو مسلمانانو ته پکار ده چې د دې اصل په اساس  (( له ځانه سره محاسبه وکړي ، وړاندې لدې چې درسره محاسبه وشي )) د دغه وینا ستونزې او د نوښت چارې ئې وڅیړي .


کله چې د معاصرې اسلامی وینا د ستونزو په هکله خبرې کوو ، نو پکار ده چې دوه ټکي په پام کې و نیسو .


۱ـ دلته موږیوازې د معاصرې اسلامي وینا د ستونزو او خلل په اړخ خبرې کوو ، نه د هغه د لوړتیا او بریا په اړخونو چې دا وینا ئې د خلکو زړونو او ادراک ته نیږدې کړې ده ، او دګن شمیر ولسونوتر ټولو لویه هیله او غوښتنه دا ده ، چې عدل ، مساوات ، آزادی  ، یوالی ، خپلواکي اود له لاس تللی عزت او اعتبار راګرځول ،او همدا راز د فلسطین ، عراق او د داراسلام د خاورې د هر لویشتې آزادي  ممکنه اوبشپړه شي  .


۲ـ همدا راز موږ دلته د معاصرې اسلامی وینا په رنګونو اوډولونو خبرې نه کوو ، بلکې موږ دلته د معاصرې اسلامی وینا په یوه ډول او رنګ خبرې کوو ، چې په اسلامی حرکت کې د وسطیت او منځلارې غورځنګ دی ، او همدا په اسلامی حرکت کې بنسټیزغورځنګ دی ، نوپه اسلامی حرکت کې  د دې وسطیت او منځلاری غورځنګ په وینا کې د ستونزې او خلل اړخونه کوم دي ؟ .


۱ـ دا هغه وینا ده چې سیمه ایزې منازعې او ستونزې ورباندې برلاسې شوې دي . او هغه سیمه ایز حکومتونه چې اشغال زموږ په اسلامي امت کې کرلي دي بریالي شوی چې دا د منازعو او کشالو فرهنګ زموږ په ملتونو باندې د اور او اوسپنې په زور ومني وړاندې له دې چې په خپله کوم منل شوی فرهنګ وي . او دغه د سیمه ایزو منازعو فرهنګ زموږ په عقلونو ، زړونو او زموږ په ستراتیژیکو دریځونو کې دومره پراخه او ژور ځای موندلی ، چې کیدای شي د اسلامی کړۍ په داخل کې تکرار شي ، وروسته لدي چې په قومي او نژادي کړۍ کې د عراق او سوریه په منځ کې مطرح شو ، کوم مهال چې د بعث ګوند پرې حکومت وکړ : په عراق او سوریه کې دا د قومي دریځ خپلول د یوالي او اتحاد سبب نه شو ، بلکې د دواړو سیمه ایزو حکومتونو په منځ کې ئې داسې دښمني او لیروالي پیدا کړ، چې په عراق کې د بعث د ګوند تر ړنګیدو پوری ئې دوام درلود ، او د لومړي ځل لپاره د دواړو حکومتونو تر منځ د سفیرانو تبادله  په عراق کې د بعث د حکومت له ړنګیدو وروسته ممکنه شوه .


نو دا حتمی نه ده چې د مغرب او الجزایر په منځ کې دې د صحرا کشاله حل شي که چېرې اسلامپالان ور باندې حکومت وکړي ، او نه هم د جلابیب اړوند کشاله . او دا هم لیري نه ده چې د هند د مسلمانانو دریځ دې د کشمیر د کشالې اړوند د پاکستان د مسلمانانو له دریځ څخه توپیر ولري .  او په اردن کې د فلسطنیانو او د ختیځوالو اردنیانو په دریځ کې روښانه توپیر وجود ونه لري . او هغه ژور درځ چې د الجزایر او مصر په منځ کې د فوټبال د یوې سیالي په سره را منځ ته شوی ، داسې نه ښکاري چې دا به د دو سیمه ایزو هیوادونو د مسلمانانو تر منځ د دښمني اور بل نه کړي . او داسې بیلګي ډیرې دي . هغه څه چې موجب ګرځي تر څو داسلامي حرکت مفکره او روشنفکره طبقه په اسلامي معاصر فرهنګ کې د تقسیم او تجزیې فرهنګ ننوتلو ته متوجه شي ، چې په ډیر قوت سره ئې پکې سرایت کړی دی . او دا دې تجزیې او تقسیم فرهنګ د اسلامی ارزښتونو په یوه لوی ارزښت ، د اسلامي امت د وحدت او یوالی ارزښت ، باندې تیری اوګواښ دی ، او دا ارزښت د توحید د عقیدې ټولنیزه او سیاسي ترجمه ده ، چې فرمایی :” وأن هذه أمتكم أمة واحدة وأنا ربكم فاعبدون”. الأنبياء/92. ژباړه : …


او همدا راز یاد شوی فرهنګ د اسلام  ستراتیژي مصلحت او امت ته په یوه داسې زمانه کې چې د ډلو جوړولو زمانه ده ، او په یوه داسې زمانه کې چې تنګې او وړې سیمه ایزې کړۍ  د خپل ځان د ملي او قومي امنیت د تینګولو څخه پکې عاجزې پاتې شوې ،  ګواښ دی . د دې لپاره هغه لوی هیوادونه ، چې دا قومي عاجز حکومتونه ئې موږ ته صادر کړي او بلکې په موږ ئې ټپلي دي ، دیوه مقدس نرمښت په اساس راوړاندې کیږی ، تر څو په یوه لوی بلاک کې ورسره د ګډون په صورت کې د حکومت له واکمنۍ څخه  ساتنه وکړي .


او په ځای د دې چې موږ د اقتصادي او دفاعي اتحادونو لپاره د عربي ټولنې  او اسلامی کنفرانس نظام نوی کړو ، شاته روان یوو ، نو ځکه څوک د عربي هیوادونو او اسلامي هیوادونو د اقتصاد او دفاع د وزیرانو د ګډ مجلسونواو کنفرانسونو څخه خبرې نه کوي ،  او ټولې هغه موسسې چې د وحدت او یوالی ضمانت وکړای شي له منځه تللې ، او یوازې د غیر مناسب القابو په چوکاټ کې پاتې دي ، لکه چې پشیي د زمری په وړاندې ځان وپړسوي ، نه په جنګ کې سره یو ځای کیږي او نه هم په سوله کې ، آن تر دې چې کله ئې د اسراییلی دښمن سره خبرې کولي ، نو ځان ځانته ئې خبری ورسره کولي ، او دا ذلیل تسلمیدل د همدغه سیمه ایزاو قومی حکومتونو  ثمر دی .


۲ـ دا هغه وینا ده ، چې پکې عقیدوی او تربیوی اړخ د خپلو ټولنیزو او سیاسي ارزښتونو څخه تش ډیر پړسول شوي ، او لدې ځایه چې د اسلام په بنا کې تربیتی او عقیدوی اړخ ډیر ارزښت لري ، نو باید اثر ئې نه یوازې د مسلمان  فردی کردار راونغاړي ، بلکې لدې حد څخه تجاوز وکړي او د هغه ټول ټولنیز او سیاسی دریځونه هم راونغاړي . که نه نو موږ به د اسلام په تشولو کې د هغه لوړو مقاصدو څخه چې عبارت له عدل ، یوالی ، شوری دي ، او اسلام  د همدې لپاره راغلی تر څو ئې د ځمکې پرمخ نافذ کړي ، د یو ډول علمانیت ، نفاق او دوګوني شخصیت  ښکار شو .


قرانکریم د اوله تر پایه فرعونی حکم غندلی دی ، کوم چې په منحرفه عقیده ، سیاسي استبداد ، اقتصادي استغلال او د قارون سره په اتحاد ولاړ ؤ ، او د حکامو او دیني پیشوایانو په ذریعه ئې دخلکو د امولو او ثروتونوغصبول  او خوړل  غندلي ، او دا د هغه ایمان د بریا لپاره چې د آزادۍ او عدالت پر بنسټ ولاړ وي ، او دا مطلب د قرانکریم په لڼدو سورتونو کې په روښانه ډول څرګند شوی دی .


د مثال په توګه سورت الهمزه او سورت الماعون ولوله ! چې پکې د دین ټولنیزه پیژندنه شوی ده ، هغه څوک چې د دین نه سرغړونه کوی هغه نه یوازي  هغه څوک دی چې په  الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان نه راوړي ، څرنګه چې  د دین عقیدوی او کلامی  پیژندنه ده ، بلکې هغه څوک هم دی ، چې د یتیم سپکاوی کوی او د مسکین پروا نه کوی ، او د اړمن سره مرسته نه کوی .. څرنګه چې د دین ټولنیزه پیژندنه ده ، نو لدیه ځایه هغه لمونځ چې دی ئې پر ځای کوی کومه ګټه نه لري .


لنډه دا چې په قرانکریم کې د صالح عمل نه پرته دایمان پیژندنه نه ده شوې ، او همدا راز په سنت کې ، خو یو ډول فتنې د دې لامل شوې دي ، چې ایمان له خپل ټولنیزو ، اقتصادي او سیاسي ارزښتنو څخه تش کړي ، او په اوسنیو اسلامي ټولنو کې په ډیر ښه حالت کې هم صالح عمل یوازې په فردی او روحیي مناسکو کې خلاصه شوی دی ، حال دا چې د قرانکریم عمومي وینا ټولنې او ملت ته متوجه ده ، او اسلام  د ټولنې او حکومت د جوړښت نه پرته د ځمکې پرمخ خپل دنده نه شي پرځای کولای ، او د دې کبله د رسالت څیښتن حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خپل عمر تر پایه د اسلام پربنست دټولنیز و جوړښتنو توصیه کوله ، او د جاهلیت د ژوندانه څخه چې په فردی خوځښت باندې ولاړ ؤ ئې د ځان ساتلو توصیه کوله (“من مات وليس في عنقه بيعة مات ميتة جاهلية”.


او همدا د اسلام ټولنیز اړخ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحلت سره سم زیانمن شو ، ځکه چې د عربو په ګڼ شمیر قبایلو کې  ورنه سر غړونه پیل شوه ، او دا سرغړونه د دې لپاره نه وه چې بیرته د بتانو عبادت ته وروګرځي او یا هم د اسلام فردي او روحي مناسک لکه لمونځ ، روژه … پرځای نه کړي ، مګر دا سرغړونه  د اسلام د ټولنیز اړخ څخه چې د دولتدارۍ چاری او نظام دی ، لکه زکات .. څخه سرغړونه وه . او له همدغه کبله ډیر اصحاب د حیرت او اندیښنې ښکار شول او د ابوبکر الصدیق له دریځ څخه ئې مخالف دریځ خپل کړ ،کله چې ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنه ددغې جاهلی او علمانی کړنلارې په خلاف د نه ختمیدونکی جنګ اعلان وکړ ،. او اعلان ئې وکړ چې دی به د هر هغه چا سره جنګ وکړي ، چې د اسلام د تقسیمولو هڅه وکړي ، د اسلام په فردی او روحي اړخ ټینګ پاتې شي او ، سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز اړخ ئې و نه مني ، او دا د مسکینانو د حق څخه د دفاع لپاره د تاریخ  په اوږدوکې لومړی جنګ ؤ .


سره لدې چې هغو اوو ځواکونو چې د اسلام مدبر خلیفه ( ابوبکر الصدیق ) ورباندې  مرتدې  قبیلې وځپلې او  وسله وال مخالفت  ئې له منځه یوړ ، او اسلام ئې له وخت څخه وړاندې د مسیحیت له استراتیژۍ څخه وژغوره ، خو ډیر ځنډ و نه شو چې د تاریخ زورورو بادونو خپلې تورې خاورې د اسلام په تحرري غورځنګ باندې واچولې .  او د امویانو غورځنګ د شوری دولت را منځ ته کړ ، د مسکینانو دولت ، او د عقیدې او سیاست تر منځ  درز د پراخیدو په حال کې شو ، اود عقیدې او سیاست تر منځ  دغه بشپړ انفصال او بیلتون لس پیړۍ در بر ونیولې ، او په رسمي توګه تر هغه پورې دا بیلتون اعلان نه شو، تر څو چې اسلامي خلافت په ترکیه کې له منځ ولاړ . نوځکه داسلامی نړۍ په ګوټ ګوټ کې اسلامی حرکتونه تر دې شعار لاندې : دین او دولت ، دین او تمدن ، منځ ته راغلل تر څو له لاسه تللی اسلامي حکومت ( خلافت ) بیرته ژوندی کړي .


سره لدې چې داسلامي حرکتونو دا ټولنیز او تحرری فرهنګ ورځ تر بلې پراخه کیږي ، خو د تقسیم او تجزیې دا کرغیړن فرهنګ په ډله ایز وجدان او ضمیر کې دومره ژور اثر لري ، چې تر اوسه  صالح عمل  او دینداري یوازې په فردی او روحیی مناسکو کې نغښتې بولي  ، بلکې ډیر مهاله خو ئې په ملنګي کې خلاصه کوي . که هر څومره اسلامی حرکتونه د دغه ټیټ او سپک فرهنګ څخه آزاد شي بیا هم د چاپیریال ته تاثیر لاندې خامخا واقع کیږي ، سره لدې که د هغه د مخالفت دعوی هم وکړي . ځکه چې په اسلامي ساحه کې د سیاسي ټولنیز فرهنګ سامان تر اوسه دومره کم دی ، چې نه شي کولای د اسلامی حرکتونو په وړاندې داسې محیط پرانیزي ، چې په ساحه کې د رواج شوي سیاست څخه بیل خپل مستقل سیاست ولري . او دا خبره د اسلام او ډیموکراسۍ په ضد په الجزایر کې د غورځنګ  د بریا نه وروسته سمدلاسه د هغه عسکري ځواک له لوری جوته شوه ، چې د ځینې داسو کړیو له خوا ئې مرسته کیده ، چې د اسلام سره خپله دښمني نه پټوي . نو ځکه ځینو اسلامي حرکتونو جهاد اعلان کړ ، او ځینو د عسکري ځواک سره اتحاد وکړ ، او ځینو نورو یوازي  په سیاسي مخالفت اکتفا وکړه . او هغه څه چې په عراق کې د اشغال په پایله کې پښ شول تر دې ډير خطرناک او ګواښمن وو ، ځکه چې ځینې اسلامي حرکتونه د دغه اشغال د ټانګونو په شا سیاسي ډګر ته راغلل ، او ځینو نورو د غنمیت په حاصلولو ټینګار وکړ ، او دریمې ډلې جهاد اعلان کړ .


د دې دلالت ښکاره او روښانه دی ، څرنګه چې ځینې اسلامي مفکرین لکه ( دکتور حاکم الطبري )  د مسلمانانوپه  فرهنګ کې د سیاسي عقیدې نشتوالی ئې ګڼي ، چې دا نشتوالی  په خپل وار سره د دې لامل کیږی تر څو د دوی سیاسي چارې هر ډول پردی سیاسی چلند ته چمتو وي ، د دلایلو او ذرایعو فرهنګ ، چې کیدای شي ورنه ډیر خطرناک او متناقض دریځونه راویستل شي ، او دا ډیر خطرناک او عیبناک کار دی . لکه دټولنیزو او سیاسي ارزښتونو او عمومي مقاصدو څخه پرته د عقیدوي اړخونو پړسول ، او د دې لپاره چې یو دولت اسلامي بڼه او صفت ولري ، دا کفایت کوی چې د دستورنو او نظام نوم ئې اسلامي وي ، او په مناسبتونو کې د پګړیو په شتون ټینګار وکړي ، لدې وروسته که هر څومره د امت او ملي امنیت په حق کې خیانت وکړي پروا نه کوي ، او که د امت دښمنان هر څومره مسلمانان وځوروي او یا ئې ثرتونه غارت کړي ، او یا ورباندي محاصرې ټینګې کړي ، او که  پیغلې  ئې د اشغالګر جنرال په استقبالولو کې وګډیږي ، پروا نه کوي او دا خیانتونه  دوی له خپل ملت څخه پردی کوي نه . 


۳ـ  دا هغه وینا ده چې پکې دسزا او عقاب  غلبه روښانه ده ، د اسلام تشول له خپلو ټولنیزو ،سیاسي او اقتصادي ارزښتونو څخه ( عدالت ، شوری ، یوالی ) د دې لامل کیږي ، چې اسلامي شریعت یوازې هغه  عقابي نظام  وي ، چې پکې  حدودو جاري شي ، چیرې چې دا حدود د اسلامي شریعت یو وړه برخه تشکیلوی ، چې په استثنایي حالاتو کې ورته مراجعه کیږي . وروسته لدې چې اسلامي شریعت ، تربیتي او فرهنګي پرګرامونو عام وګړي ته د ښه سوکاله ژونداو سالمې تربیې شرایط برابر کړي ،  او که لدې وروسته په طمع باندې آخته نفسونو د دښمنۍ او سرغړونې هڅه وکړه نو باید مخنیوی ئې وشي ، چې د دغو حدودو اساسي دنده د سرغړونې څخه مخنیوی دی ، ولكم في القصاص حياة يا أولي الألباب” (البقرة/179)، . نو د شریعت هدف  د دغو حدودو له جاري کول  څخه یوازې دا نه دي ، چې دا حدود دې تنفیذ شي ، بلکي هدف دا دی چې د جرم مخنیوی وشي ، او له دې لارې څخه د عدالت  شریعت ، د ښه ژوندانه  ، استقامت اوتقوی  ښه شرایطو د برابرولو هڅه کوي .


او کوم مهال چې په نبوی او راشدي زمانه کې د اسلام ټولو وسایلو په یو ځای کار کاوه ، نه مو غوڅ شوي لاسونه او پښې ولیدل ، او نه مو د جلادانو په لاسونو کې تورې ولیدلې ، او نه مو د مدینې منورې په واټونو کې دارونه ولیدل ، بلکې د قضاوت دنده بلکل کمه شوه ، ځکه چې اړتیا ورته نه وه ، آن چې د حدودو هغه لږ پرځای کول هم د هغو خلکو د غوښتنې په اساس تر سره کیدل چې پرې حد واقع شوی و ، ځکه دوی د خپلو نفسونو پاکول غوښتل ، مثلا هغه څه چې د دو صحابیانوو ( ماعز او الغامدیه )  سره وشول  ، کوم چې نبی صلی الله علیه وسلم وستایل ، او وفرمایل : قد تابت توبة لو وزّعت على أهل المدينة لوسعتهم .


ژباړه : ( داسې توبه ئې ویستله چې که د مدینې منورې په اوسیدنکو وویشل شي ، ټولو ته به ورسیږي  . ) او دا د دې حقیقت د تاکید لپاره چې اسلامي پروسه وړاندې لدې چې سلطوي پروسه وي ، ټولنیزه او تربیتي پروسه ده ، داسې تربیتي پروسه چې دنفسونو او اړیکو اصلاح ته د قناعت ، الهی حضور او ښې قدوې له لارې مخه کوی ، او د خلکو اساسی اړتیاووې پوره کوي ، او داسې پاکیزه چاپیریال چمتو کوی ، چې پخپله د اصلاح په هکله مددګار وي .


نو مؤمن انسان او پیاوړي او سره نیښتې ټولنه د حکومت او واک د اولیت حق لري ، نه د نوښت دا پروسې چې په دولت او د هغه په دستګاوو باندې پرې د اصلاح اړوند اعتماد کیږي ، یعني په استبدادګر او سلطوی نظام باندې تکیه . او له کومه ځایه چې اسلامي پروسه د علمانیت د دولت کوم چې پر موږ باندې د اور او اوسپنې په زور تپل شوی دی ، د دیسیسو ښکار شوې وه او ده ، نو عجیبه نه ده چې دا علماني دولت زموږ په معاصر اسلامي فرهنګ کې ژور حضور ولري  ، آن تر دې چې د پردي فکري یرغل له کبله  د اسلام له منځه داسې ویناګانې را و وتې ، چې په اسلام کې د دولتدارۍ له اصل څخه منکرې دی ، او په دې ټینګار کوي ، چې اسلام هم  د نورو ادیانو په څیر یوازې یو روحي رسالت دی ، او رسول ئې یوازې د پروردګار مبلغ ؤ ، او دولتدارۍ د دغه رسالت له جوهر څخه نه وه ، بلکې دولتداري په اسلام کې یو نوی ضمیمه شوی  اصل دی . او دا یو بل لامل ؤ ، تر څو دمعاصرو اسلامي مفکرینو په وینا کې په اسلام کې د دولتدارۍ  اصل ډیر په قوت سره تبارز وکړي ، په تیره بیا د سید قطب او مودودي په فکر کې ، نو د دې ترکیز له امله اسلامي پروسه د شریعت په محور باندې راوڅرخیدله ، او شریعت یوازې په فقه حدود کې منحصر  شوی دی ، حال دا چې شریعت د اسلام له معناګانو څخه یوه بله معنی ده ، شریعت عبارت دی له عقایدو ، مناسکو ، نظمونو او اخلاقو څخه ، عبارت دی له تزکیې ، احکامو او عبادتونو څخه . او همدغه  د شریعت منحصریدل  یوازې د فقه حدود په چوکاټ کې د سوډان اسلامپالان چې په پروسه باندې ئې قانوني بڼه (شریعت ) ډیره برلاسی وه دې ته اړ کړل ، تر څو په پای کې د دې سخت انتخاب سره مخ شي ، چې یا به د دې معنی په اساس  شریعت  انتخابوی ،  او یا به د سوډان وحدت ، چیرې چې د جنوب سوډانیانو نه غوښتل په هغه دولت کې پاتې شي ، چې شریعت پرې حاکم وي ، او دا راز د شریعت نا رسا فهم دې ته لاره اواره کړه تر څو هغه هیواد چې  د اشغال او استقلال په مهال موحد پاتې شوی ؤ او اسلامپالو ته هم موحد په لاس ورغلی ؤ ، ټوټې او و ویشل شي ،  ترڅو د دوی په وړاندې د دغه نا څرګند او مشکوک شریعت له کبله ټوټې ټوټې شي ، چې د وحدت پرخلاف  دیو شمیرسزا ګانو څخه  عبارت دی ،  حال دا چې وحدت ئې تر ټولو لوی مقصد دی ، نه یوازې دومره بلکې وحدت ئې یوه اساسي برخه او یو اساسي اړخ دی .


دا هغه وینا ده ،چې ظواهرو او جزئياتو ته لومړیتوب ورکوي ، او دغه نا رسا فهم چې شریعت یوازې سزاګانې او زجرونه ګڼي د دې لامل شو:


الف : تر څو په ټولنیزو او فردي آزادیو کړۍ تنګه کړي ، او د تنګولو لپاره ئې تر ډیره لیرې حده کار کوي ، تر دې حده چې ځینو اسلامي مفکرینو داسلامي شریعت اړوند د دغه مفهوم اسلامیت رد کړ ، د حزب تحریر په څیر ئې ناوړه شعار پورته کړ: (( په اسلام کې آزادي نشته ) بلکې د شریعت په ذریعه دا آزادي مقیده کیږي ).  او دا راز ئې د استبدادګرانو او باغیانو په خلاف د ملي غورځنګونو په دوران کې اسلام د آزادي نقیض او په خلاف معرفي کړ ، په داسې حال کې چې اسلام او مسلمانان تر ټولو وړاندې د استبداد او ظلم قرباني دی ، او له داسې آزادۍ څخه برخمن دی ، چې د خپلو اسلامي  وطنونو څخه تښتي  او په هغوغیر اسلامي هیوادونو کې سرپناه پلټي ، چې د علماني ډیموکراسۍ په دین دي ! . او د لویدیځ په چاپیریالونو کې د ډیموکراسۍ او لادینۍ تر منځ د تاریخي تړاو له کبله ، که څه هم چې دا تړاو حتمي او ضروري نه دی ،  د ډیموکراسۍ څخه انکار کوي ، او لدې څخه غافل دي ، چې اسلام د فرعونانو او استبدادګرانو په ضد د آزادی غورځنګ دی . او نبي کریم صلی الله علیه وسلم دهغه ښار ( مکه مکرمه ) څخه  چې په ده ډیرګران ؤ ، د هغه ښار د اوسیدونکو د استبداد له کبله هجرت ته اړ شو ، او د دې لپاره چې هغو ئې دعوت نه مانه .  اسلام په هر هغه ځای کې پرمختګ کوي او آبادیږي ، چیرته چې آزادي وي ، او د استبداد په سیوره کې ئې دعوت نه خپریږي ، نو لدې ځایه ئې آزادي نه یوازې د دعوت یو له لویو مطالبو څخه دی ، بلکې د شریعت له مقاصدو څخه ئې اساسي مقصد دی ، څرنګه چې د شریعت د مقاصدو په هکله علماوو بیان کړي دي ، لکه (ابن عاشور ) .


ب : د کلیاتواو مقاصدو په ځای په جزییاتو او ظواهروباندې ټینګار ، او لدې کبله د حجاب ، ږیره ، لباس ، شراب .. په مسایلو باندې جګړې  د اسلامي پروسې او ډیرو اسلامي حرکتونو په مبارزه کې لومړیتوب پیدا کړي دی ، نو څرنګه چې په کومه سیمه کې واک ترلاسه کړي ، ژر تر ژره خپله پروسه په دغو نمایشي کارونو کې تمثیلوي ، په ښځو باندې حجاب فرض کوي ، د شراب څښلو او ترفیهي مرکزونه بند کړي ، او کله نا کله ئې د تشدد کچه دومره لوړه شي ، چې سلیمانېګانې او سینماګانې هم بندې کړي ، او ښځي هم د کارونو څخه منعه کړي . او موږ په هغو ټولنو کې چې شریعت پدې زجري او سزایی معنی باندې پکې تطبیقیږي ، ګورو چې څرنګه ښځې ژر تر ژره لدغو قیداتو څخه ځان آزادوي ، کله چې الوتکه دوی دې اوروپا په لور پوته کړي ، او څرنګه د اخلاقي پولسو ( امر بالمعروف و نهي عن المنکر ) او هغو ټولنو تر منځ تصادم و ټکر ورځ تر بلې زیاتیږي کومې چې د دغو قیوداتو څخه بې زاره شوې دي ، هغه قیودات چې د اسلام د آزادي سره سمون نه لري او د بهر څخه په اسلامي ټولنو باندې د ستم ، ظلم او ویرې او ډار په ډول کې تحمیلیږي . او اسلام څرنګه ئې چې دښمنان داوه کوي ،چې د ژوندانه د سمون او د دولتدارۍ د چارو لپاره څه نه لري او نور مسکین شوی دی ، او واکمني ډیر مهال د اسلام له دښمانو سره  پاتې وي ، نو په ټوله نړۍ کې په اسلام باندې د خلکو دا راماتیدل څرنګه تفسیریدای شي ، سره لدې چې دښمنان ئې په نړۍ کې  د مخنیوی لپاره کلکه مبارزه کوي ؟، دا دشریعت جزییات او مظاهر لکه د لباسونو مساله او داسې نور مظاهر دا دشریعت یوه برخه ده ، خو منزلت او حیثیت ئې په شریعت کې د کور د دیکور په څیر دی ، نه پکښې د اساس ، رکن یا چت حیثیت لري .


 څرنګه چې علامه قرضاوي وايي : دا ډیره اړینه ده چې د معاصر مسلمان په فرهنګ کې د اولویاتو فقه خپل ځای ولري ، ترڅو د شریعت مختلف وزنونه ترې ګډ او وډ نه شي ، او سپک په درانه  او د لږ اهمیت وړ په د ډیر اهمیت وړ او باطن په ظاهر باندې مقدم نه کړي . او قرانکریم په دغه هکله د تمیز لپاره په صراحت فرمایی :  أجعلتم سقاية الحاج وعمارة المسجد الحرام كمن آمن بالله واليوم الآخر وجاهد في سبيل الله، لا يستوون عند الله وأولئك هم الفائزون”. (التوبة/18 و19).


۵ ـ دا وینا یوه وعظي ، دفاعي او د ستاینې وینا ده ، د معاصر اسلامي فرهنګ اکثریت تولید د اسلام د منتقدینو په وړاندې د اسلام څخه د دفاغ کولواو د هغه دتاریخ د ستایلو  بڼه لري ، او که چیرې دا فرهنګ  په هغه مرحله کې چې غربي فکري او فرهنګي یرغل ډیر پراخه شوی ؤ اوډیرو ځوانو نسلونو او مفکرینو ته رسیدلی ؤ او د اسلامي حرکتونو خوځښت ئې د شلمې پیړې تر څلورمي برخې پورې محاصره کړی ؤ ،  د منلو وړ  ؤ ، خو دا فرهنګ اوس د اسلام د خوریدواو پرمختګ  سره او د غربي فکر د په شا پاتې کیدو سره د منلو وړ نه دی ، دا د منلو وړ نه دي ، چې یوازې د اسلام او دهغه دتاریخ د ستاینې په فرهنګ باندې بسنه وشي ، پرته لدې چې د لومړي اسلامي نسل  او له هغه نه د وروسته راغلی نسل تولید په ګوته نه شي . 


تنقیدی فکر ډیر لږ دی ، او داسلامي ټولنو د وضعیت په هکله میداني څیړنې ډیرې کمې دي ، د عقیده په اسلام کې، ښځه په اسلام کې ، اقتصادپه اسلام کې ، حکم په اسلام کې ، روزنه په اسلام کې ، چاپریال په اسلام کې ، څخه په تکراري خبرو باندې بسنه شوې ده ، خو د دغه هیواد او هغه هیواد د فرهنګي ، اقتصادي ، سیاسی ، ټولنیز ، روزنیز او نړوالې راکړې ورکړې د وضعیت دښوالی لپاره ډګریزې څیړنې نه کیږي او عملي لارې چارې نه کتل کیږي . او دا راز څیړنې ډیرې کمې دي . او کیدای شي د دې  یولامل هم دا وي ، چې علمي تخصصونو لکه ، طب ، انجینري ، اقتصاد .. د انسانی او ادبي تخصصونو په حساب د ټولنې مثقفه طبقه ځانته جذب کړې ده ، او د دې کبله معاصره اسلامي وینا د سطحیت، تکرار او نمایش دګواښ سره مخ شوې ده ، او همدا علت د دې باعث شوی ، چې اسلامي نسلونه د کره څیړنې او مطالعې سره علاقه ونه لري ، او یوازې په هغه څه بسنه وکړي ، چې د مطبوعاتو له لارې ورته وړاندې کیږي ، آن تر دې چې کتابخانې په کورونو کې یوازې د ښکلا او زینت په ډول استعمالیږي ، او همدا راز د دغه سطحیت او نمایشي وینا له کبله د ویښتابه پاڅون د جریانونو په منځ کې کشمکش پیدا شوی دی ، او همدا راز ئې تر منځ د خبرو اترو امکانات زیانمن شوی دي .


۶ـ دا قهرجنه (تنده) او مخامخ وینا ده ، سره لدې چې د اسلام معجزه قرآنکریم تر هر څه وړاندې د بلاغت او فصاحت او ادبي بیان بې ساری نمونه ده ، چې قصوو پکې ځانګړی مقام خپل کړی دی ،او سره لدې چې د تفسیر کتابونو اجتهاد کړی تر څو د دغه  د بلاغي اوبیاني معجزې نښې په ګوته کړي ، خو سره لدې  د اسلامي فرهنګ لویه برخه تشریعي فقه تمثیلوي ، په داسې حال کې چې د څه د پاسه شپږ زرو آیاتونو څخه د تشریع آیاتونه تر شپږ سوه آیاتو څخه نه ډیریږي  .


دا سمه ده ، چې د فقهې علومو تر څنګ تاریخي ،کوني  او ادبي علومو او د شعر دیوانونو هم وده کړې ده ، ډیر لږ ئې د قرانکریم انځورونه او ارزښتنونه وړاندې کوي ،  نه د جاهلی شعر انځورنه او ارزښتونه ، خو سره لدې اسلامي وینا محض یوه وعظي او شکلي وینا پاتې شوې ده ، او دمسلمانانو تولید په ښایسته هنرونو کې  لکه ډرامه ، موسیقي ، انځور (سینما ) او شعر کې ډیرضعیف او کم  دي ، او کیدای شي چې مسلمانان د ځینو خنډونو له کبله د دغه تولید څخه وروسته پاتې شوی وي ، چې د علمانیت کرغیړن چاپیریال ئې پدې هکله وړاندې کوي ، او پکې د هنرونو ډګر ککړ شوی ، او لدې ځایه زاهدو مسلمانانوورڅخه نفرت کړي وي، او دمسلمانانو په مخ ئې د هنر د ډګر دروازې بندې کړې وي ، او داستعمال او تولید څخه ئې خلک منعه کړي وي ، او پدې کار سره ئې د اسلامي  پاڅون اودعوت پرمخ د خیر او ښیګڼې پراخه دروازې بندي کړې دي .


هیڅ منصف لدې څخه سترګې نه شي پټولی ، چې د رسالت فلم په اسلامي دعوت کې لوی رول درلود ، سره لدې چې په دې اړه اسلامي هنر یعني اسلامي سینما او اسلامي ډرامه نه باید د اسلامي تاریخ  په روایت باندې منحصره پاتې شي ، ځکه اسلامي هنر څرنګه چې استاذ محمد قطب په خپل کتاب ( منهج الفن الاسلامی ) کې وایی : دا نه دي چې یوازې د اسلام له رمزونو څخه خبرې پکې وشي ، بلکې اسلامي هنر دا دي چې د اسلام له ارزښتنو څخه لکه ایمان ، عدالت ، حق ، ښیګڼه ، دشر او فساد سره مبارزه ، د ظلم او ستم په وړاندې مقاومت … خبرې پکې وشي ، دا ارزښتونه پکې توضیح او تشریح شي .


سره لدې چې د اسلامي معاصرې فقهې فتوی ګانو لکه د قرضاوی فتوی ګانې د موسیقي ، تمثیل او د ښځې ګډون په هنر نمایې کې د حلال اصل او د هغه څه تر منځ چې کیدای شي د کرغیړنو منکراتو له کبله د حلال اصل څخه ووځی روښانه توپیر کړي دی ، خو لا تر اوسه هم  په اسلامي محیط کې د ښګلو هنرونو په هکله بې پروایی کیږی ، په داسې حال کې چې ورځ تر بلې دا قناعت زیاتیږي ، چې دښکلې هنرونو په هکله د اسلام د دریځ څخه دمخالف دریځ  په وړاندې باید اسلامي بدیل وړاندې شي .


د اسلامي تر انو وده ، او هغه چې پکې موسیقي آلات استعمالیږي ، او د ډرامې ډګر ته په جرات سره داخلیدل ، لکه چې په تیره مبارکه روژه کې د( القعقاع ) سریال وړاندې شو، او د ځینو نورو دا اراده چې د خلیفه عمرفاروق  رضی الله تعالی عنه په هکله سریال جوړ کړي ، او ځینې نور چې اراده لري د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هکله نړیوال فلم وړاندې کړي  ، د معاصرې اسلامي وینا په لاره کې ارزښتناک ګامونه دي ، تر څو په اسلامي فرهنګ کې دا خطرناکه خلا ډکه کړي . هغه څه چې د هر اړخیز پاڅون شروط برابروي ، او دالله تعالی او د هغه تعالی د رسول د وعدو په هکله چې بشریت ته دعدالت او رحمت تحقق دی ، ګټور دي . “والله متمّ نوره ولو كره الكافرون”.