کور / سياسي / درغل دولت ( امريکا په ملګرو ملتونو کي د نړۍ پر ضد ( دوهمه برخه)

درغل دولت ( امريکا په ملګرو ملتونو کي د نړۍ پر ضد ( دوهمه برخه)

لیکوال : ویلیم بلوم
ژباړن : نثار احمد صمد


یادونه : دا چی امریکا ځان د بشری حقوقو او انسان دوستۍ ټېکه دار بولی ، نو راځیً چی صرف په یوه برخه کی یې دا غولونکې ادعا مشاهده کړو تر څو هغو کسانو ته چی ځانونه د امریکا په پښو کی اچوی ، ثابته سی چی د امریکا دوستي تر دښمنۍ هم بدتره ده . ښه به دا وی چی د هغه کتاب صرف یو فصل ذکر کړو چی د واشنګټن اصلی څیره او ماهیت رسوا کوی . دا کتاب ما پخوا ژباړلی دی چی یوه یوه برخه یې د افغان رسالې په هره ګڼه کی خپریږی . ویلیم بلوم ډیره موده د امریکا په خارجه وزارت کی مامور و ، خو وروسته یې استعفأ وکړه او دا کتاب یې په ۲۰۰۵ کی تألیف کړ . نو دا یې تاسو او دا یې هم د « درغل دولت » د کتاب د شلم فصل دوهمه برخه چی د امریکا د انسان دوستۍ پر صرف یو اړخ رڼا اچوی ، ( ن . صمد ) .


۱۹۸۱ :


نېټه / لانجه …………………. د پریکړه لیک نمبر ……………….. مثبته ـ منفی رایه



ـ د اکتوبر ۲۸  ………………  ۳۶ / ۱۲  …………………………   ۱۴۵ ـ ۱ ( امریکا )
د تعصب سره ضدیت ؛ په جنوبی افریقا او نامیبیا کی د اپارتاید غندل .


ـ د اکتوبر ۲۸ ……………….  ۳۶ / ۱۳  ………………………..   ۱۲۴ ـ ۱ ( امریکا )
د جنوبی افریقا د حکومت سره د ځینو دولتونو او نړیوالو شرکتونو د ګډی مرستې غندل .


ـ د اکتوبر ۲۸  ……………..  ۳۶ / ۱۵  ………………………..   ۱۱۴ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
د اسراییلو څخه غواړي چی په ختیځ بیت المقدس کی د یو لړ کیندنو څخه لاس واخلي .


ـ د نوامبر ۹ ………………..  ۳۶ / ۱۸  ………………………   ۱۲۳ ـ ۱ ( امریکا )
په وروسته پاته هېوادو کی د کوپراتیفی ( ګډ مرستیزه ) خوځښتونو ( لکه زراعتی ، سپما او اعتبار پاڼو ، کور جوړولو ، د مشتریانو د ملاتړ ، ټولنیزو خدمتونو او نورو ) پر مخ بېول .


ـ د نوامبر ۹  ………………   ۳۶ / ۱۹  ………………………..   ۱۲۶ ـ ۱ ( امریکا )
هر هېواد حق لری چی خپل اقتصادی او اجتماعی سیسټم د خپلو خلکو د اردې سره سم وټاکی ، بېله دې چی بهرنۍ لاس وهنه په هره طریقه چی وی ، پکښی وسی .


ـ د نوامبر ۱۳  ……………..  ۳۶ / ۲۷  ………………………   ۱۰۹ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
اسراییل په دې غندي چی د عراق پر یوه اټومی بټۍ یې بم وري وکړه .


ـ د ډسمبر ۱  ……………….  ۳۶ / ۶۸  …………………….   ۱۳۳ ـ ۳ ( امریکا ، انګلستان ، ګواتیمالا )
په استعماری سیمو کی د بهرنیو اقتصادی ګټو فعالیتونه غندي .


ـ د ډسمبر ۴  ……………….  ۳۶ / ۷۳  ……………………..   ۱۰۹ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
د فلسطینی ولس د ژوندانه د حالاتو په هکله د اسراییلو تګلاره غندي .


ـ د ډسمبر ۹  ………………..  ۳۶ / ۸۴  ………………………   ۱۱۸ ـ ۲ ( امریکا ، انګلستان )
د ټولو اټومی امتحانی چاودنو بندول .
          
– د ډسمبر ۱۴ …………….   ۳۶ / ۱۳۳ ………………………  ۱۳۵ ـ ۱ ( امریکا )
دا اعلان چی تعلیم ، کار ، روغتیا پالنه ، سمه تغذیه ، ملی پرمختګ او نور بشری حقوق دي .


ـ د ډسمبر ۱۶ ………………  ۳۶ / ۱۴۶ ( اې ) ……………… ۱۴۱ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
اسراییل باید د غزې په تراډه کی د فلسطینیانو په کمپونو کی د شړنی او بیا میشتېدني څخه لاس واخلی او د هغوی پناه ځایونه وران نکړي .


ـ د ډسمبر ۱۶ ……………….  ۳۶ / ۱۴۶ ( بي ) ……………….  ۱۲۱ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، کاناډا )
د شړل سوو فلسطینیانو دا حقوق چی بیرته خپلو کورونو ته ستانه سی .


ـ د ډسمبر ۱۶ ……………….. ۳۶ / ۱۴۶ ( سي ) ………………  ۱۱۷ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
فلسطینی کډوالو ته باید د خپلو جایدادونو څخه د بې برخۍ عوض ورکړه سی .


ـ د ډسمبر ۱۶ …………….  ۳۶ / ۱۴۶ ( جي ) …………………  ۱۱۹ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
په بیت المقدس کی د فلسطینی کډوالو لپاره د پوهنتون جوړېدل .


ـ د ډسمبر ۱۶ ……………  ۳۶ / ۱۴۷ ( سي ) ………………….  ۱۱۱ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
په نیول سوو سیمو کی د بشری حقوقو څخه د اسراییلو سخت تیرﺉ غندی .


ـ د ډسمبر ۱۶ ……………  ۳۶ / ۱۴۷ ( ایف ) ……………….  ۱۱۴ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
په نیول سوو سیمو کی د اسراییلو لخوا د پوهنتونونو د تړلو غندل .


ـ د ډسمبر ۱۶ …………..  ۳۶ / ۱۴۹ ( بی ) ……………….  ۱۴۷ ـ ۲ (امریکا ، اسراییل )
د یو نوي او خورا منصفانه نړیوال اطلاعاتی او مخابراتی نظم د استقرار غوښتنه .


ـ د ډسمبر ۱۶ ………….  ۳۶ / ۱۵۰  ………………………  ۱۳۹ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
د اسراییلو د دې پریکړې سره مخالفت چی غواړی د مدیترانې او مړه سمندرګي تر منځ یو کانال جوړ کړی .


ـ د ډسمبر ۱۷ …………..  ۳۶ / ۱۷۲ ( سي ) ……………..  ۱۳۶ ـ ۱ ( امریکا )
د انګولا او نورو افریقایی هېوادونو پر ضد د جنوبی افریقا تیري غندی .


ـ د ډسمبر ۱۷ ………….  ۳۶ / ۱۷۲ ( ایچ ) ……………..  ۱۲۹ ـ ۲ ( امریکا ، انګلستان )
د جنوبی افریقا پر خلاف د بندیزونو لپاره د کارګری اتحادیو د یو نړیوال کنفرانس انتظام .


ـ د ډسمبر ۱۷ …………..  ۳۶ / ۱۷۲ ( ایل ) ……………..  ۱۲۶ ـ ۲ ( امریکا ، انګلستان )
د جنوبی افریقا پر خلاف د بېلابیلو نړیوالو ګام اخیستنو هڅونه .


ـ د ډسمبر ۱۷ ………….  ۳۶ / ۱۷۲ ( ان ) ………………  ۱۳۹ ـ ۱ ( امریکا )
د جنوبی افریقا پر خلاف د بندیزونو او نورو اقداماتو ملاتړ .


ـ د ډسمبر ۱۷ ………….  ۳۶ / ۱۷۲ ( او ) ………………  ۱۳۸ ـ ۱ ( امریکا )
جنوبی افریقا ته د نوری بهرنۍ پانګې اچونی او پورونو بندښت .


ـ د ډسمبر ۱۷ …………  ۳۶ / ۱۷۳ ………………………  ۱۱۵ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
په نیول سوو فلسطینی او نورو عربی سیمو کی د ملی منابعو تلپاته ملی حاکمیت .


ـ د ډسمبر ۱۷ ………….  ۳۶ / ۲۲۶ ( بي ) ……………..  ۱۲۱ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )
د ګولان پر لوړو برخو د اسراییلی قانون نه تطبیقېدل .


ـ د ډسمبر ۱۸ …………  ۳۶ / ۲۳۴ ( بي ) ………………  ۱۲۷ ـ ۱ ( امریکا )
د ۱۹۸۰ د جنوري لپاره د ملګرو ملتو د بانکی حسابونو بدلون .


۱۹۸۲ [ صرف د امریکا یوازینۍ رایه ] :


ـ د اکتوبر ۲۸ …………  ۳۷ / ۷ ………………………….  ۱۱۱ ـ ۱
د طبیعی محیط د ساتنی لپاره نړیوال منشور .


ـ د نوامبر ۱۵ ………….  ۳۷ / ۱۱ ……………………….  ۱۳۶ ـ ۱
د دولتی ملکیت ، زیرمو او پورونو په هکله د دولتونو د بدلېدلو مربوط د ملګرو ملتو د یو کنفرانس جوړېدل .


ـ د ډسمبر ۳ ……………  ۳۷ / ۴۷ ………………………  ۱۲۴ ـ ۱
د اپارتاید د ځپلو او سزا ورکولو د کنوانسیون د منلو لپاره نړیواله غوښتنه .


ـ د ډسمبر ۹ ……………  ۳۷ / ۶۹ ( اي ) ………………  ۱۴۱ ـ ۱
د اپارتاید پر ضد د نړیوال خوځښت نور هم ډېرول .


ـ د ډسمبر ۹ …………..  ۳۷ / ۶۹ ( جي ) ………………  ۱۳۸ ـ ۱
د سپورټ په برخه کی د اپارتاید پر ضد د یو نړیوال کنوانسیون د مسودې جوړول .


ـ د ډسمبر ۹ ………….  ۳۷ / ۶۹ ( ایچ ) ……………..  ۱۳۴ ـ ۱
جنوبی افریقا ته د نوری بهرنۍ پانګې اچونی او پور بندښت .


ـ د ډسمبر ۹ ………….  ۳۷ / ۷۳ ………………………  ۱۱۱ ـ ۱
د اټومی ازموینی د بندښت لپاره د یو جامع تړون ضرورت .


ـ د ډسمبر ۹ …………  ۳۷ / ۷۸ ( اې ) ……………..  ۱۱۴ ـ ۱
د امریکا او شوروی څخه دا هیله چی د خپلو اټومی وسلو د خبرو اترو اړونده راپور تسلیم کړی [ شوروی رایه ورنکړه ] .


ـ د ډسمبر ۹ ………….  ۳۷ / ۸۳ …………………….  ۱۳۸ ـ ۱
په خارجی فضا کی د وسلوالي سیالۍ مخنیوﺉ .


ـ د ډسمیر ۱۰ …………  ۳۷ / ۹۴ ( بي ) …………….  ۱۳۱ ـ ۱
د یونسکو د دې هڅو ملاتړ چی وایی د اطلاعاتو او ارتباطاتو یو نوﺉ نړیوال نظم دې جوړ سی .


ـ د ډسمبر ۱۳ ………..  ۳۷ / ۹۸ ( اې ) …………….  ۹۵ ـ ۱
د کیمیاوی او بیالوجیکی وسلو د مخنیوي لپاره د یو کنوانسیون اړتیا .


ـ د ډسمبر ۱۶ …………  ۳۷ / ۱۰۳ ………………….  ۱۱۳ ـ ۱
د نوي سپماییز نظم په هکله د یو نړیوال قانون د اصولو او معیارونو وده .


ـ د ډسمبر ۱۷ …………  ۳۷ / ۱۳۱ ………………..  ۱۲۹ ـ ۱
د ملګرو ملتو د پرسونلو د تقاعدی بورډ او د هغه څخه د دې جوړښتون د ځینو کارمندانو د محرومیت د مخنیوي په شمول اړونده ګام اخیستنی .


ـ د ډسمبر ۱۷ ………..  ۳۷ / ۱۳۷ ………………….  ۱۴۶ ـ ۱
روغتیا او چاپېریال ته د مضرو تولیداتو څخه ساتنه .


ـ د ډسمبر ۱۸ ………..  ۳۷ / ۱۹۹ ………………..  ۱۳۱ ـ ۱
دا اعلانوی چی تعلیم ، کار ، روغتیا پالنه ، مناسبه تغذیه ، ملی انکشاف او نور بشری حقوق دي .


ـ د ډسمبر ۲۰ ………..  ۳۷ / ۲۰۴ ……………….  ۱۴۱ ـ ۱
د اقتصادی حقوقو او دولتونو د دندې د منشور د اجرا کولو لپاره خوځښت .


ـ د ډسمبر ۲۱ ………..  ۳۷ / ۲۳۷ / ۱۱ …………  ۱۳۲ ـ ۱
د افریقا لپاره په ادیس ابابا کی د اقتصادی کمیسیون د آسانولو په غرض د یو کنفرانس استطاعت .


ـ د ډسمبر ۲۱ …………  ۳۷ / ۲۵۱ ……………….  ۱۴۶ ـ ۱
د مخ پر انکشافو هېوادو د انرژي د منابعو وده او انکشاف .


( نور بیا )