کور / هراړخیز / د معاصر اسلامي پاڅون د اتل امیر خطاب لنډه پیژندنه

د معاصر اسلامي پاڅون د اتل امیر خطاب لنډه پیژندنه


د شهید امیر خطاب د شهادت د نهم تلین په مناسبت


سامر صالح عبدالله السویلم  چې په امیر خطاب مشهور وو، د ۱۹۶۹ ز کال د اپریل په ۱۴مه په سعودي عربستان کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. شهید خطاب چې پلار یې عرب او موریې د روسې د قفقاز د سیمې وه د حبیب عبدالرحمن په نامه هم یادشوی. شهید خطاب په اسلامي نړۍ کې د ګوریلایي جګړو اتل او همدارنګه دې جګړو ته مالي مرستو ښه تنظیمونکی وو. شهید خطاب د هغې میړانې له امله چې درلوده یې د اسلام تورې ( سيف الاسلام ) په نامه هم مشهور شوی دی.


امیر خطاب په شپاړس کلنۍ کې خپل هیواد سعودی عربستان پریښود او افغانستان ته د روسانو په مقابل د جهاد لپاره ولاړ. شهید خطاب له ۱۹۸۹ ز بیا تر ۱۹۹۴ ز پورې په افغانستان کې پاته شو چې له اکثره مخکښو عرب مجاهدینو سره یې چې په افغانستان کې دروسان په مقابل کې جنګیدل ښې اړیکې درلودې. ده په افغانستان کې د چیچینیا د آزادۍ لپاره چیچینایي مجاهدین وروزل او د ۱۹۹۴ ز په مې میاشت کې د چیچنیایی مجاهدینو له یوه ګروپ سره چیچنیا ته د روسانو په مقابل کې د روا مبارزې لپاره ورغی . همدارنګه شهید خطاب له ۱۹۹۳ ز تر ۱۹۹۵ ز پورې د تاجکستان اسلامپاله مجاهدینو له ډلې سره هم د تاجک حکومت پرضد وجنګید. شهید خطاب په یوه مرکه کې چې د بی بی سی له خوا د ده له شهادت څخه وروسته په ۲۰۰۴ ز کې خپره شوه ویلي چې ده د بوزنیا او هرزګونیا په آزادۍ غوښتنکي جهاد کې هم برخه اخستې. شهید خطاب په چیچنیا کې د روسانو پر ضد ډیرې حملې تر سره کړې چې تر ټولو خونړی یې د ۱۹۹۶ ز په اپریل کې د چیچنیا د شاتوی په سیمه کې وه چې ۲۲۰ روسي عسکر په کې ووژل شول. خطاب په ۱۹۹۸ز کې د نړیوال اسلامي سوله ساتي پله په نامه یو ستر ګوند جوړ چې وروسته په ۱۹۹۹ز کې د دې ګوند په مشری  د روسيې په داغستان کي یې د روسانو په ضد حملې پیل کړې، له هغه څخه وروسته شهید خطاب د روسیې په غوښتنه د نړیوالو پولیسو یا انټرپول تر څارنې لاندې راغی چې څو ځله یې په بیلابیلو لارو د وژلو هڅه وشوه چې بلاخره شهید خطاب د ۲۰۰۲ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۹/۲۰ شپه د یوه پوسته رسونکې له لاسه چې دوه مخې جاسوس بلل کیدو د خط په پاکټ کې د کیمیاوي موادو په کاروولو سره شهید کړای شو. روح دې ښاد او یاد دې تل ژوندی وي .