کور / خبرتیا او پيغامونه / درنواوغيرتي هيوادوالونوی کال مو مبارک !

درنواوغيرتي هيوادوالونوی کال مو مبارک !

پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيــــــــــده دي
ويښـول ئې ډيرکـــــــــــلونه زحمت غواړي 
په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي
دا کم بخــــــــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي


بينوا


سويډن –  مالمو


د۲۰۱۱ ز کال دمارچ ۲۰مه 


وياړپه افغان ولس!


زموږ وطن داسي دغم په وينو لژند دی چي دسړی پر خوله دمبارکی او خوښی خبره نه راځي ،خودبلې خواداهم يوه ملي عنعنه ده چي بايد خپلو دوستانو اوهيوادوالوته دټولوغمونواوناخوالوسره دنوی کال مبارکی ووايو.


دبشريت په تاريخ کي دمځکي پرمخ  افغان غوندي  سرسخت اودغيرته  ډک انسان  ډيرکم ليدل سوی .


موږ ټول افغانان هر چيري چي يودوير پرکمبله ناست يو،دموراوخورترسترگومودغم اوښکي تويږي .


په دښارونوکي دکليواوکورونه يوازي ساندي اورېدل کيږي اودغم جنازې ددهريرې په لور رواني دي .


دلته اوس په خندا خوله نه خلاصېږي ،دټولوپه سترگوکي دهيلوپر ځاي ناهيلی ټوپونه وهی .دلته په هجرو اوگردابوکي دخوښيو خبره اوسندره نه اورېدل کيږي ،يوازي ويردی او وير!!!


څه وکړو؟ نه پوهېږو چي لوي څښتن موږ دکومې لويي گناه په خاطر نه بخښی اوداڅولسيزي ئې لورينه يوازي دغمونواوخواريو،وژنو او ورانيوزيری دی اوبس !


اوس داسي څرگندېږي چي خلک دخداي له دربانه هم نا اميده سوی ،په ډيرو زاريوئې خوله وچه سوې اوپه سترگوکي ئې داوښکو چينه .لاره اوگودرځيني ورک دی ،دوست اودښمن نه پيژنې . ټول دده په برخليک لوبي کوي اوټول دده له وينو دشرابوجامونه ډکوي .نه خپل زړه پرې سوځي اونه پردی بشردوست ښاغلی .


افغان نه پوهېږي چي ولي ټول ورته يوې خواته سوي دي ،ولې ټول دده پر زورېدو،کړاونواوچيغودموسيقی په دودخوند اخلي ؟


ددې اولس  نه اوس  نوی کال ،لوي اوکوچنی اختر ورک اوهيردي ، دټولونه ئې بدراځی . دسرپه سترگوئې ويني  چي په ټولوخوښيواواخترو نوکي دده په نصيب  يوازي ژړا،وير،لوږاوتنده ده . اخترونه اودخوښيو ورځې دنورولپاره دي دهغو لپاره چي دده په غمونوکي خوښی اوقدرت لټوي .


همدا دليل دی چي دمبارکی کليمه مو پر خوله نه راځي .مگرزموږ سره ماشومان هم اوسېږي ،هغوي زموږ اولاد دی ، هغوي لاتراوسه پدې ناخوالواودهغوي په غملړلوتاثيراتونه پوهېږي ،لويان ژاړي خودی په خاورو کي ځانته کوراوښارگوټۍ جوړوي .دهغوي دروحې دساتلوپه خاطر اوداچي دهيواد دښمنان موفکر ونه کړي چي موږ دژوندکړاونوسره لاس اوگريوان يودخپل ولس ديوې تاريخي ورځ موهيره سوې ده .دزړه له زوره يادژوند دمجبوريتونوله موخې پر دېوالوتورټوکران نه غوړو،په غمونواووينوکي لامبوخودخپل دښمن  په وړاندي خاندودخپلو فرهنگی وياړونويادتازگ کوو،ترڅونورهم زموږ په غمونوخوشحاله نسي  .پرزړه چي موهرڅه تېرېږي  بياهم دخوښيو اوتاريخي ورځو مبارکي يواوبل ته وايو  .


درنواوغيرتی هيوادوالو!


په افغاني مينه او احساس دنوی هجری شمسی کال دراسېدوپه مناسبت تاسو اوستاسو دوستانوته دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوم .رب العزت دي دانوی کال پرموږ نېکمرغه کړي  .


وطنداران شرافتمند!


بمناسبت فرارسيدن سال جديد  ۱۳۹۰هجری خورشيدي به شما ملت مسلمان افغانستان تبریک وتهنیت گفته از بارگاه رب العزت سال نوبراي ملت ستمديده وبلاکشيده ما يک سال پرسعادت وپرميمنت ، صلح ، صفا، عدالت اجتماعی ، حاکمیت قانون ، شگوفایی وترقی آرزومینمایم.


هر روز تان نوروز     نوروز تان پیروز


گرانوهيوادوالو!


زموږ کړېدلی ولس  يوبل کال  هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی  . دوي يوڅه غواړي هغه سوله  اودانساني کرامت خوندی ساتل .


له بدمرغه په تيرکال کي زموږ  دولس هيلي  اوانتظار په ناهيليو بدل سو،زموږ خلکو سوله  غوښتل ،مگر هغه رانه غله ،په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دي ،په بهر کي دروزل شوولخوا زموږ په خاوره کي دځان وژنې پروسه  گړندی روانه ده .ددولت دمخالفينو پر خلاف هره ورځ زموږ دهيوادپه کليو اوبانډوکي دبهرنيانودپوځی عملياتوپه درشل کښي بې گناه انسانا ن  وژل کيږي . دادی  يوځل بيا پداسي حال کښي چي نږدې دوې اونۍ دنوی کال راسيدوته پاته په هلمند، کندهار، خوست ،روزگان ،ننگرهار،کنړ،کندز اونورولايتونوکي دايساف اوناټودپوځی ځواکونولخواددولت دمخالفينو اوهمدا ډول دبهرنه رالېږل سوو واسکټونو(ځانمرفی بريدونو) په پايله کښي تردرو سوو زياتي کورنۍدويراوغم پر لنڅی کښېنستې. دهغوي کورنۍ، دوستانو اوټولوهغو نه چي دانسان ژوند ورته ارزښت لري خوښی واخيستل اوزموږ په سلهاوبېگنا ه هيوادوا لو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ . ددې پر ځاي چې دوي دنوی کال په خوښيو کي  برخه اخيستې واي اوس ئې کورنۍ دوير پر کمبله ناست  دي .


داوير يوازي پدغو سيمو کښي نه دی راښکېل،له بدمرغه دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دخپلو بهرنيو بادرانو دشومو او افغان دښمنو ارزوگانو دپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونوپه لړکي بهرنيان دې ته هڅوی چې  پرکليو اوبانډو باندي هوايي برېدونه وکړي ترڅوزموږ بېگناوطنداران له منځه ولاړ سي .


موږ پدې پوهېږوچي په يوه هيواد کي دهر بيگانه پوځی ځواک  برلاسی  شتون دهغه هيواد سياسي استقلال  تر سيوري لاندي راولې اودخپلواکی رنگ ئې  پيکه وي ،داحالت زموږ گانډيانوپر موږ وتپی اوموږ ئې مجبورکړودتری وزغمو . افغانانود يو ضرورت  له مخې داومنل چي بهرني وسلوال ځواکونه افغانستان  ته راشی  ترڅو ددوي هيواد دسچت دريزه کړيواوالقاعدې عربی سازمان  له منگولوخلا ص کړي .اوس چي په افغانستان کي دبهرنيانو دشتون اوددوي سره دمالي مرستو لس کاله تېرېږي ،مگراميدونه په ناهيلو بدلېږي ،پدې خاطر داد افغانانودنده بولوچي خپل هيواد پخپله جوړ، قومي اوسياسي  بي اتفاقيو اوددولتي قدرت پر سر داخلي جنگ جگړو ته دپاي ټکۍ کښيږدي . دا به شرم نه وې چي زموږ وطن  پردي راجوړ ا وپردی مو امنيت  وساتي .  


ددې ټکی  په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني دې لاجمنې مسلې دحل لاره نده دنوی کال دمبارکي پدي پيغام کې يوځل بيا په تکرار دجگړې  دټولوغاړو نه هيله کوو چې دسولي اوتفاهم لاره غوره کړي . زموږ دهيواد داڅوزره کلن تاريخ  دا ثابته کړېده چې دجگړې او ټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نده حل شوې .


ددې لپاره چي دافغان وژنې اوهيوادورانونې مخه نيول شوې وي  راشی پخپلو کې سره جرگه شواودپر ديو له مداخلې نه پرته خپل غمځپلي  هيواد ته سوله اوثبات راولو،ټول په يوه اوز دافغانستان بيارغاوني ته ملاوتړواوددې راپېښي بلانه دابدلپاره خپل ملت خلاص کړو .


دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه  دښاغلي حامد کرزی  نه په کلکه غوښتنه کوو خپلو ملي دندوته جدي پاملرنه وکړی . په دولت کی ادادري فساد،زورزياتي ،رشوت اوپه محلاتو کي دبېگنا خلکو زورونې  اووژنې ته خاتمه ورکړي. دادشرم ځاي دی چي موږ ترسومالياوروسته دنړۍ  په کچه په فساد ککړدولتی اداره لرو،دادمنلو وړنده چي دبهر نيانودميلارډوډالرو مرستو په ترلاسه کېدوسره  لا تر اوسه زموږ هيواد دنړيوالودبې کفايته توکو دخرڅلاو بازار دي اودتل دې ناخلفه غانډيانوته احتياج يو.داموږته دردوونکې اونه منلو وړده چي نوردلته راځي کارکوي اوزموږ په زرهاوو ځوانان  په کارمندلوپسې تر سعودي اواستراليارسېږي اروپاخوپرې ډکه سول اودبيکارانو شمير ور ځ تر ورځي زياتيږي  .


په افغانستان کي د زراعت اومالدای ودي ته جدي پاملرنه اودکوکنارو دکرکيلي له مځه وړل دافغاني چارواکو ملي  اودولتي دنده بولو.


په راتلونکی کال کې دټولوافغانانو هيله داده چي دولتي چارواکي په افغاستان کي داداري فساد، دکوکنارو پرځاي دمعمولي بديل کښت رواجولو،روغتيايي خدمتونو،متوازن معارف  پراختيا افغان وژنې پاي ته رسېدو سولي اوثبات ټينگښت ته جدي اوعملي پامرنه وشي ،سوداگری موبايد رونق پيداکړي اوتوليدي چاري تنظيم سي . پدې هيله چي بهرني ځواکونه هم په افغانستان کي دننه اوگاونډيو هيوادوکي  دافغانستان دروښانه راتلونکي په اړوندپرخپلو ټولو کړنواوستراتيژي گانوله سره غوروکړي  ،پر افغان ولس زړه وخوږوي اودهغو وعدو دپوره کېدولپاره عملي اورښتيانی گامونه واخلي کوم چي دافغان ولس سره ئې دوعدې په بڼه يادوي . دوي هم بايد پدې پوه اوسي چي دجگړې له لاري دلته سوله اوثبات نسي راتلاي ،بايدپر پاکستان عملي زورواچوي چې له خپلو سپين سترگيواودافغان وژنې نه لاس واخلي .


که امريکا اوناټو دافغان ولس دښېرازی  اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله راسي نو ښه خبره داده چي دجگړې پرځاي دټولومخالفينو ډلو اوتنظيموسره بې له استثنا هرڅومره ژرچي کېږي ديوه علني اوافغانانوته دمنلو وړپلاترفورم پربنيادسولي اوگډحکومت دجوړېدوپر سره خبرې پيل شي اوهغوي هم که په رښتياسره دعمل خپلواکي لري بيله کوم مخکني شرط نه دسولي خبروته اماده گی اعلان کړي .


موږ باورلرو دافغانستان دروښانه راتلونکې په خاطر دټولو خوابدو خواوواوهغوي چي داوسني حاکميت پرخلاف ئې وسله نه ده اخيستي اوغروته ندي ختلي په گډون ديوه افغان شموله نړيوال کنفرانس جوړېدل به ددټولوخواترمنځ دملي تفاهم پدا کيدولپاره لارهواره کړي.


ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه د راتلونکی ۱۳۹۰ کال دنېمکرغه پيلپه خاطر پرټولوافغانانوږغ کوي چي دا تاسو ياست چي خپل برخليک ټاکلاي سۍ،اوداتاسو ياست چي راپېښوناخوالوڅخه دخلاصون لاره ولټوئ ،خداي تعلاعقل اوفکرددې لپاره انسان ته ورکړی چي دښواوبدترمنځ تميز وکړي اوخپل ژوندسمبال کړي ،خداي تعلاهيچاته ډوډۍ په خوله کي نه ورکوي .ددې لپاره چي راتلونکې موله ستونزو اوکړاونونه ډکه نه وي لازمه ده چي په افغاني شهامت بېله هرډول تبعيض نه په خپل هيوادکي دناخوالوله  منځه وړلوته ملاوتړو،که اړينه وي کېداي سي چي دمنځني ختيځ دورستيو پېښوله تجريبونه استفاده وسي ،ولي دادېرشکلنه غميزه اوناخوالي بايد يوطرفه اوله منځه ولاړي سي .


موږپدې پوهېروچي افغانان ترهرچازيات  زورېدلې اوکړېدلې دی،له همدې امله سولي او امنيت ته تر هرچا زيات اړتيا لري،بېله سولې ددې هيوادجوړونه ناشونې ده .پدې هيله چي دا کړېدلی اولس دښېرازه،بسيا اوارام ژوندڅښتن سي.


 


په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب


دروزگان  ملي مهالنۍخپروني مسؤل