کور / تازه خبرونه / فرهاد دريا د ١٣٨٩ کال غوره شخصيت ونومول سو

فرهاد دريا د ١٣٨٩ کال غوره شخصيت ونومول سو

افغان سندرغاړى فرهاد دريا د آزادۍ راډيو له خوا د ١٣٨٩ کال غوره شخصيت ونومول سو.
د آزادۍ راډيو هر کال يو داسي افغان د کال د غوره شخصيت په جايزه نازوي چي د ملي يووالي، بيا رغوني، سولي، ديموکراسۍ او پرمختګ په لاره کي يې ځان ستړى کړى وي.
آزادۍ راډيو تر دې دمخه د ننګرهار والي ګل آغا شيرزى، په ولسي جرګه کي د کابل استازى ډاکټر رمضان بشردوست او د بشري حقونو سازمان کارکوونکې انارکلي هنريار هم د کال په غوره شخصيتونو نومولي دي.
فرهاد له ازادۍ راډيو سره په خبرو کي وويل چي پر افغانستان د روسانو له يرغل راهيسي يې سندرو ته مخه کړې چي په سوونو پښتو، دري، ازبکي او هزارګي سندري يې ويلي دي.
نوموړى د خپل هنر او سوله ايز پيغام له امله د افغاني پرګنو له پراخ ملاتړ څخه برخمن دئ.
فرهاد دريا په شعوري توګه په افغانستان کي د سولي دپاره هلي ځلي پيل کړي او په خپلو سندرو ځوانان سولي ته رابولي او له جنګ څخه کرکه پکښي څرګندوي.
نوموړي تېر کال د ژوند ښکلى ترنوم لاندي د هيواد ولايتونو ته د سفرونو لړۍ پيل کړه چي هلته يې د زرونو ځوانانو په منځ کي کنسرټونه ورکړل او د ژوند ښکلى دئ پيغام يې ور ورساوه.
فرهاد دريا پروسږکال په مزارشريف، هرات او هلمند ولايتونو کي کنسرټونه ترسره کړل چي د هلمند ولايت کنسرت يې د نړۍ والو پام هم ځان ته واړاوه.
فرهاد دريا د آزادۍ راډيو ته وويل چي د هلمند د کنسرټ په برياليتوب کي نه يوازي د هلمند چارواکو، بلکي د دولت مخالفي ډلي هم ډېر لاس درلود او له ده سره د ژوند ښکلى دئ پيغام په رسولو کي مرسته وکړه.