کور / هراړخیز / يو قطبه يون

يو قطبه يون

څرنګه چي په ټوله نړۍ کي ضدین سته یاني که ښه سته بدهم سته. که ځواکمن سته کمواکی هم سته، که ظالم سته مظلوم هم سته او دغسي نور ډېر. په طبعیت که وګورو هم که ساړه سته تاوده هم سته،که جګ سته ټیټ هم سته،که وچه سته لانده هم سته او نور ډېر. یوازي چي خدای (ج) ضدنه لري مطلق دی اوواحد دی،ثابت دی او بې سیاله دی نور ټوله دده مخلوق تر دغه قانون لاندي دی،چي دغه ضدین په خپله دالله جله علاشانه هو دوحدانیت یاني واجب الوجود ثابته وي.


دغه خبره هر یوه مسلمان ته څرګنده خبره ده. خوکه په طبعیت کي اویا د انسانانو ترمنځ دغه قانون وشلېږي سخت حالت رامنځ ته کېږي،چي وګړي یې دځمکي پرمخ نه سو زغملای. دځمکي قطبین دي یاني قطب شمال اوقطب جنوب دیوه مقناطیسي کش په تعادل کي دي. ځمکه او سپوږمۍ د یوه کش په تعادل کي خوځیږي.


دغسي چي طبعیت ګورو،چي په یوه منظم ضدین قوه کي خپل دجوړښت حالت ساتي دغسي هم زموږ وګړیزه نړۍ په دغه ضدین کي منظمه وي. که چيري دغه ضدین نه وي یایویې کمواکی سي نو دټول نړۍ حالات تر سوال لاندي راولي. داځکه چي دغه ډېر ضعیف انسان ډېر قوي دی. نودغه ضدین په دغسي یوجسم کي د ځان لپاره او دخپل هم نوعه لپاره ډېره خرابي رامنځ ته کوي.


که خپله ټولنه ۲۵ کاله ترمخ وګورو چي کمونستي نړۍ پرخپل قدرت ولاړه وه د کپيتالیسۍ سستم یو ضد وو هیڅکله خپل سري حملې په نړۍ کي نه وې. په هغه مهال کي یاني ترمخ تر ۲۵ کلو حمله کېدله هغه حمله دامانا لرله،چي په دغه قطبي قدرتوکي یو ضعیفه سي اودقدرت اندازه یې مقابل قطب ته څرګنده سي. لکه دامریکا حمله هغه مهال پر«ویتنام» باندي اووروسته بیا دشوري دوخت حمله پرافغانستان باندي او وروسته ترهغه دشوري له منځه تلل،چي کپېتالیستي نړۍ وخپل اصلي هدف ته ورسېده،چي دغه کار اصلا سم نه وو. داځکه چي لمړی قطب له منځه ولاړ دویم قطب یې پاته سو،چي دا غیري عادي شی منځ ته راغی.


دغه یوه قطبه نړۍ دظلم ډکه بې رحمه اوخپل په پلان مه پوږه هر عمل یې چي وکی، خپل اختیار یې دی. ټوله هېوادونه له دغه سي یوازني تازه قطب سره ستونزه لري. دغه خبره په څرګنده توګه په افغانستان کي ښه لیدل کيږي.


امریکاپرافغانستان یرغل کړی،خو ټوله نړۍ یې له ځانه سره کش کړې ده. ځیني وایي چي وزو،ځیني ووزي،خوبیا بیرته دامریکاله ډاره راځي. جګړه په افغانستان کي د یوقطبي په لاس کي ده. داهم کله یوڅه کله بل څه وایې خو اصلي موخه هیچاته نه ده څرګنده،خوبېګناه خلک مري. هیڅوک نسته،چي دغه ځني وپوښتي، چي ولي؟ خپل خلک یې هم مري او تر شمېر ډېري روپۍ مصرف سوې او لاهم مصرفيږي . او اوس بیا د شمالي افریقا هېوادوته وجوړېده، چي داهم خراب کړي.


درې حالته به دغه روان ناورین له منځه وړي: یابه ددغه یوه قطبه په وړاندي یو بل قوي قطب منځ ته راځي، یابه دغه قطب له خپله زوره داسي پرځمګه لګي لکه دوخت شوروی. شوروی،چي ولګېد نویوقطبه سستم منځ ته راغی او په نړۍ کي و ګډوډي ته د یو قطبه لار خلاسه سوه. اویا چي دغه ظالم یواړخه قدرتونه ضغیفه سي لکه په لومړي او دویمه جګړه کي. کله چي له خپله زوره ولوېده، نوبه ارام سي. وکتل سي،چي په دغه درې حالتو کي چي درې سره راروان دي کوم یو به لومړی سي.


ولي دنړۍ دحالت جوړښت دغسي نه دی لکه چي په دغه یوشتمه پړۍ کي روان دی. دغه اوسنی حالت نه کم زوری کېږي خولا زور پسې اخلي. ددغه حالت پیل دعراق نارښته جګړه ده ورپسې یې دافغانستان جګړه او اوس پرلیبیا حمله ده. دغه حمله نوري حملې هم له ځانه سره لري. داځګه دوی دامفته ګوله بولي،چي هر یو دلته زیار باسي،چي لومړی سي اوډېره برخه واخلي. خو دګډوډۍ پروسه روانه ده. وکتل سي،چي پیله به یې څنګه سي.