کور / هراړخیز / دروسې ولسمشر دافغانستان لپاره خپل ځانگړی استازی وټاکه

دروسې ولسمشر دافغانستان لپاره خپل ځانگړی استازی وټاکه

 مسکو/ ريانوستي دمارچ ۲۲ مه  


 دولسمشر مطبوعاتي دفترخبرورکړچي دروسيې ولسمشر دیمیتری مدودف  لوادبرنيوچارودوزارت  اسياپه چارو کي ددوهم مدريت مديرښاغلي ضمیر کابلوف نبيويچ (( Кабулов Замир Набиеви)) په افغانستان کې د روسيې ولسمشر د ځانگړي استازي په توگه و ټاکل شو.


د روسيې ولسمشر دیمیتری مدودف  ددفترپه اعلاميه کي راغلي چي : د روسيې اوافغانستان ترمنځ د اړېکيو خوځنده ودې ،د نړيوال هڅوسره دمرستواو ديوسوله ييز ،خپلواک،د ترهګرۍ اونيشه يي توکو د قاچاق څخه فارغ افغانستان بيا ودانولو اوهمداډول د افغانستان په اداروکې دهمغږۍ د اهميت په نظرکي نيولوسره ولسمشرپرېکړه وکړه په افغانستان کي خپله ځانگړی استازي ولري .ددغه دندي لپاره ئي  دروسيې په بهرنيو چاروکي داسيا لپاره دوهم مدريت مدير ښاغلي ضمیر قبولوف  چي په ۱۹۵۴ کال کي زېږېدلی دخپل ځانگړي استازي په توگه وټاکه .


ښاغلی ضمیر قبولوف يوتجربه لرونکی اودمنځني ختيځ په چاروکي  ماهر دپلومات  دی . نوموړی له ۱۹۷۷ کال راپدې خوادروسيې په بهرنيو چاروکي  کارکوي اوله ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۹ پوري په افغانستان کي ددې هيواددسفيرپه توگه دنده پرغاړه درلوده .


ښاغلی کابلوف دکرزی سره له نږدې پېژني اودهغه لخوا دافغانستان په دولتي  نښانو((شجاعت شخصی))، ((سپاس)) او((دملتونوددوستی ))   وياړل سوی دي  .


دژباړونکي زياتونه :


نوموړي په ۱۹۷۷کال دشوروي اتحاددبهرنيوچارووزارت  دمسکودبين المللي  روابطود انستيتيوت  نه فارغ  په ۱۹۸۸ م کال ئې دشوروي اتحادبهرنيوچارودمسلکي پوهې داکاډمي په فاکولته کي ديوکال لپاره عالي اومسلکي تحصلات سرته ورسول . اوله ۱۹۸۹کال نه تر ۱۹۹۱ کال پوري دشوري اتحاد دبهرنيو چارووزارت  ددپلوماسی اکاډمي ولوستل  .ددې تر څنگ له ۱۹۷۷ کال راپدې خودشورواتحاددروسې دفدراتيف جمهوريت دبهرنيو چارو په زارت پ اوله هيوادنه بهر ئي مختلفې دندي سرته رسولي . له ۱۹۷۹ کال نه تر ۱۹۸۳ کال پوري ئي په دايران داسفهان په ښاراوتهران کښي روسيې دسفارت په جحنرسال قونسلی کښي دنده سرته رسولي  . له ۱۹۸۳ نه تر ۱۹۸۷ پوري په افغانستان کي دشروي اتحاد په سفارت کي دسفارت ددريم اودوهم سکرتر اوله  ۱۹۹۱نه تر ۱۹۹۲ پوري دسفارت لمړی سکرتر اوله  ۱۹۹۳نه تر ۱۹۹۶ پوري په پاکستان کي دسفارت دمشاور اوله  ۱۹۹۶نه تر۱۹۹۸ پوري  په افغانستان کي دملگروملتودسازمان دځانگړي ادارې دسياسي مشاور په توگه دنده سرته رسولې .


همداډوول ښاغلی کابلوف له د۲۰۰۱ داکتوبرله مياشتي بياد۲۰۰۴ کال دفبروری ترمياشتي پوري دبهرنيو چارودوزارت داسياددريم مدريت دمرستيال لی ددندي تر څنگ له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۳ پوري دافغانستان په اړه دځانگړې ادارې اوبهرنيو چارووزارت ترمنځ داړېکودسکرتر  په توگه دنده سرته رسولې ده. اولکه چي پورته ورته اشاره سوېده له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۹ پوري په افغانستان کي ددې هيواددلوي اوفوق العاده سفيرپه توگه دنده پرغاړه درلوده. په  ۲۰۰۹ کال  په افغانستان کي تردندې سرته رساولو وروسته مسکوته په رسېدوسره دنومبرپه مياشت کي دروسيې دبهرنيو چارووزارت داسيا په چاروکي ددوهم مدريت دمديرپه توگه مقررسو.


ښاغلی کابلوف  په فارسی اونگليسي رواني خبري کوي  اودافغانستان په چاروکي تر ډيرو بهرنيو دپلوماتانوبلد دی .


ديادولووده چي دروسيې ولسمشرترېدمه په افگانستان کي دځانگړي استازي په توگه کوم استازی نه درلود،ټولي چاری دروسيې سفارت  اودبهرنيو چارووزارت اړونده اداروسرته رسولې .


دځانگړي استازي دمقام لپاره ښاغلی قبولوف  پداسي وخت کي ټاکل کيږي چي له يوې خوددې کال  په نيمايي کښي دامريکايي عسکرودوتلولړۍ پيلېږي اودبلې خواپه لېبياکي کي حالات ډير ترينگلي چي پدې اړه  دروسيې دمشرتابه اندېښنې تر ډله ايزورسنيوپوري ورسېد.همدا ډول گوروچي دمنځني ختيځ  په هيوادوکښي يوپه بل پسې  ددغو هيوادو دمشرانو پر خلاف دولسي پاڅون په نامه حرکتونه پيل اوډير پخواني حاکمان يوپه بل پسې خپل واک لاريون کوونکوته پرېږدي .


اميدواريوچي دنړۍ دحالاتوترېنگلتيااوکړکېچن توب افغانستان د نړيوالي ټولنې له پامه ونه غورځوي اوپدې حساسو شېبوکي چي  ددوي په ويناله افغانستان څخه د تلوخبره مطرح ده په اقتصادي  برخه کي دافغانستان دبياجوړونې پروژو ته زياته پاملرنه هيره نه کړي  اود۱۹۹۲ کال ترخه تجربه تکرارنسي .