کور / هراړخیز / اسلام دژوند پروګرام ( پرلپسۍ لړۍ (۴ )

اسلام دژوند پروګرام ( پرلپسۍ لړۍ (۴ )

لیکنه :  شهیدسید قطب
ژباړه : عبدالرحمن فرقانی
            
 هر يو دين د ژوند تيرولو لپاره يوپروګرام دی .
د ټولنيز نظام  او اعتقادي تصور تر منځ ژورارتباط شته ، بلکې سربیره پدې ژور ارتباط په حقیقت کې ټولنیز نظام له همدغه اعتقادي تصور څخه زیږدلی دی .. ټولنيز نظام د ټولو خاصيتونواو ښیګڼوسره سره د اعتقادي تصوريوه څانګه ده ؛ چې  د ژوند او فطرت سره مرحله په مرحله وده کوي ، او د هغه تفسيراوانځور سره مطابقت پيدا کوي کوم چې اعتقادي تصور يې د انساني وجود په هکله وړاندي کوي ، هغه چې  دانساني ژوند لپاره ورته اړتیا ده ، او کوم چې د دغه انساني ژوند مقاصد دي . 
دټولنيز نظام دا ډول زيږون او د اعتقادي تصور سره ئې مطابق  وده او لوئېدل هغه سم وضعیت دی چې بايد دا نظام ئې پراساس ولاړ وي ، بلکې دا هغه یوازنی سم وضعیت دی چې باید دا نظام پرې ولاړ وي ،  هيڅ يو ټولنيز نظام په فطري ډول او سم ټوګه نشي پيدا کيدلې او لوئيدلي تر څو چې د هغه هر اړخيزه تصور په بنيادونو نه وي ولاړ کوم چې د خلقت حقیقت ، دانسان مرکز او حيثيت پدي کون کې ، د انساني وجود مقصد پدي کون کې تفسيروي .. ځکه چې د ټولنيز نظام پايله بايد دا وي چې د انساني وجود مقصد پوره کړي ..  انسان ته په دې دنیا کې د ژوند تیرولو لپاره چې کوم  حقوق ورکړ شوی ، هغه ئې د ژوند تیرولو لیاره رسموي ، او هغه لارې چارې چې په کومو باندې  خپلو مقصدونو ته رسیدلی شي او یا د یوبل سره ارتباط ساتلی شي او د یوه نظام د جوړښت اراده لري .. او دا راز نور ټول ارزښتونه چې د ټولنيز نظام څخه خبرې کوي…
 هر هغه ټولنيز نظام چې پرته لدې بنيادونو په نوروبنیادونو ولاړ وي هغه به طبيعي ټولنیز نظام نوي . بلکې عارضي نظام به وي .  په فطري بنيادونو به نه وي ولاړ ، او ژوند به ئې ډیر لنډ وي ،د دغه نظام په چوکاټ کې دانسان او کون تر منځ  رغښت او دانساني فطرت اودهغې اړتياوې نشي تر لاسه کيدلاي ، کومې چې بايد د ټولنيز نظام په چوکاټ  کې تر لاسه شي . هر کله چې ټولنيزنظام خپل بنيادي خصوصيت له لاسه ورکړي نو هرو مرو به انسان پداسي نظام کې له مصيبتونو او کړاونو سره لاس ګريوان وي ، کيداي شي دا غير فطري نظام د يوې مودې لپاره د مادي ګټو او آسايشونواو مادي توليداتو لامل شي ، خو په آخر کې بيا هم  دا عارضي نظامونه د دې لپاره چې د انساني او کوني فطرت سره په ټکر کې دي به تباه او له منځه ولاړ شي ..
               ~                         ~                           ~
د اعتقادي تصور او ټولنيز نظام په منځ کې دا  ارتقا او هر اړخيز توب د ربط يوه ذريعه ده ، ممکنه ده چې په هغه کې نه يوازي ټولنيز نظام  وي ، بلکې د انساني ژوندانه ټول اړخونه اولارې چارې ، د وګړو احساسات ، اخلاق ، عبادت ، مذهبي ډوډونه او دستورونه او د ځمکې په مخ د انسان هر ډول مصروفيتونه  پکښي شامل وي .
د دي ټولې مسئلې بل تفسير دا دي .. چې هر دين کله چې د اعتقادي تصور زيږندوي وي هغه د ژوندانه کړنلاره په ګوته کوي .. او د دين مطلب هم دا دي چې هغه د ټولنيز نظام پروګرام په ګوته کوي ، او د انسان په ټول خوزښت  حاکم وي . او داعبارت هم پر خپل ځاي صحيح دي .. چې دژوند لپاره هره پروګرام (دين ) دی . ديوې ډلې دين هغه کړنلاره ده کومه چې د دې ډلې اړتياوي پر ځاي کوي .  خو که چيري د دې ډلې نظام د اعتقادي او رباني تصور په بنياد ولاړ وي نو بيا خو دا د الله تعالی نظام دي ، او دا ډله د الله تعالی په دين ده .. د دې پر خلاف که چيرې د دې ډلې نظام  دکوم پادشاه يا د قومې مشراو يا دخلکو د تصور په بنياد ولاړ وي – د بشري فلسفوې ،مذهب يا تصور نه يې سر چينه اخيستي وي ـ  نو بيا دا ډله د پادشاه په (دين )يا دقوم  د مشر په(دين )   يا دخلکو په  (دين  )  ده  .. د الله تعالی په دين نده ، ځکه چې د الله تعالی د تګلارې متابعت نکړي هغه تګلاره چې د الله تعالی له دين نه سرچينه اخلي نه د کوم بل دين څخه .  (۳) !.
د بشري نظرياتو ، مذاهبو ، او ټولنيزوفلسفو خاوندان لدې حقيقت څخه مخ نه اړوي چې دوي : خپل نظريات او فلسفوې  مذهبونو او ارزښتونو ته د عقيدې نوم ورکوي ؛ او غواړي چې خلک د دوي نظريات اوفلسفوي ټولنيز نظامونه د خپل ژوند په عملي ډګر کې  د عقایدو په څیر ومني ؛ او غواړي چې د دوي دا نظريات او پر قومي او ملي بنسټونو باندي ولاړ نظامونه د ديني عقيدې ځاي ونيسي ..
کمونستي (اشتراکي ) نظام يوازي ټولنيز نظام نه .. بلکه  پر يوه اعتقادي تصور باندي ولاړاعتقادي نظام هم دی .. چې  د دغه کون په مادیتوب باندي اعتقاد لري ، او پکې د تناقضاتو او تضادونو په شتون اعتقاد لري ، او دغه تناقضات او تحولات کوم چې په کون کې پیښیږي  د کون د ارتقاء او نوښت لامل ګرځي ، او دغه راز مادياتو ته فسادي ماديات ويل کيږي ،اودا راز تاریخ یوازې د اقتصادي اړخه تشریح کوي  ، او د بشري ژوندانه پرمختګ او ارتقا توليداتو او وسائلو ته منسوبوي ..او داسي نور . نو ځکه دا يوازي ټولنيز نظام نه ، بلکه پر اعتقادي تصور باندي ولاړ – څرنګه چې داوه کيږي چې په اعتقادي تصور باندي ولاړ ټولنيز نظام دي .. خوددغه نظام د اعتقادي تصور  او عملي  او تطبیقي اړخ  تر منځ  ښکاره بیلتون موجود دی چې  هیڅوک ترې سترګې نه شي پټوالای ! .
همدا راز د ژوند ټول پرګرامونه او د هغه نظامونه ، کومو ته چې د هغه جوړونکی عقاید وايي او وایي : دا زموږ (ټولنیزه عقیده ) زموږ ( وطني عقیده ) د هیواد پالنې عقیده او زموږ (قومي عقیده ) ده .. او په حقیقت کې دا ټول صادق او ریښتني تعبیرونه دي ، ځکه چې د ژوندانه  لپاره هر پروګرام او د ژوند لپاره هر نظام په خپل وار د دغه ژوند (دین) دی ، نو بیا کوم خلک چې د دغه پروګرام او هغه نظام تر سیورې لاندې ژوند تیروي ، د هغوی دین همدغه پروګرام یا همدغه نظام دی ، نو که چیرې د دوی د ژوند پروګرام  او نظام د خدای تعالی له لوری وي ، دوی به د الله تعالی په دین وي ، او که د دوی د ژوند تیرولو پروګرام او نظام د بل چا له لوری وي ، نو دوی به د هغه بل چا په دین وي ، او دا یو داسې څرګند حقیقت دی ، چې هر څوک پرې پوهیږي .
که دغه څرګند او روښانه حقیقت ته وکتل شي ، نو دا خبره د لمر په څیر روښانه او ځلانده ده ، چې د خدای تعالی دین یوازې یو وجداني عقیده نه ده ، چې د بشري ژوندانه له عملي ډګر څخه ګوښه شوې وي ، او نه هم د تعبدي مناسکو یوه مجموعه ده کوم چې مسلمانان ئې په فردي او ټولنیز ډول پرخای کوي ، او نه هم دا د شخصي او ذاتي چارو مجموعه ده ، چې  د دغه دین شریعت  پرې مسلط وي ، په داسې حال کې چې د ژوند په نورو ټولو چارو باندې کوم بل شریعت مسلط او حاکم وي ، چې د بل مصدر څخه اخیست شوی وي ، او د ژوند لپاره بل پروګرام او نظام ټاکي ، کوم چې د الله تعالی له دین څخه ئې سر چینه  نه وي اخیستې .
هیڅوک چې د (دین ) په مفهوم پوه وي ، دا تصور نشي کولای چې د خدای تعالی دین دی  د خلکو په وجدانونو کې ګوښه شوی وي ، او یا دې یوازې د دوی په تعبدی مناسکو او ذاتي او شخصي چارو کې تمثیل شي ، د دوی د ژوند ټول فعالیتونه  دې راوننغاړي ،  د دوی په ټول ژوند دی حاکم او برلاسی نه وي ،  د دوی د ژوند خوزښت دی په هر لور رهبري نه کړي ، او همدا راز دی د دوی تصورات ، افکار ، احساسات ، اخلاق ، کرادار ، فعالیتونه او اړیکې  دې په هر لور رهبري نه کړي .. نه ، دالله تعالی دین یوازې د آخرت ګټلو لپاره نه دی راغلی ، تر څو د دنیاوي ژوند ټولې چارې  راوننغاړي او هغه کوم بل دین ته پریږدي ! .
دا راز تصور او خیال د خدای تعالی په قدرت او عظمت پورې خندا کول دي ، هغه دا چې خدای تعالی د ژوند یو اړخ خو تنظیموي او څاري ئې او پکې تخصص لري ، او د ژوندانه نور ډیرو اړخونو  ته نور خدایان او (اربابان )  دی ، او هغوی دا چارې تنظیموي او پرمخ ئې بیایي . دا یو بې بنیاده او بې اساسه تصور او خیال دی ، څوک چې داسې تصور او خیال لري ، په حقیقت کې هغوی په ځان پورې خاندي ، که چیرې دوی ته حقیقت له دغه سم اړخ څخه څرګند شي ، د هدایت په رڼا کې ئې وویني  او پرې پوه شي . نوربیا