کور / سياسي / روسيه هم له چا کمه نه ده!

روسيه هم له چا کمه نه ده!

د هيواد په ليرې شمالي ګاونډ کې پرته روسيه چې په تيرو لسو کلونو کې يې د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه په افغانستان کې له نيږدې څارل، اوس د نوي دريځ د غوره کولو په حال کې ده. روسيه له لويديځو قوتونو سره  ظاهرا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ځان ملګري بولي خو په عين حال کې د دغو قوتونو د شتون او فعاليت په څرنګوالي هم انديښنه لري. خو واک ته تر رسيدو وروسته د امريکا جمهور ريس  باراک اوباما د پخواني ولسمشر جورج بوش پر خلاف هڅه وکړه څو د افغانانو دغه ګاونډى هيواد يوځل بيا د افغانستان په مساله کې بوخت کړي.


       د سياسي کارپوهانو په آند دا يوه ښه پاليسي ده چې ولسمشر اوباما يې په افغان ماموريت کې په پام کې لري. په دې کې شک نشته چې روسيه د افغانستان له مسالې سره چې يو جيوپوليټيک هيواد دى خورا  ليوالتيا لري او د افغانانو پر غوښتنو يا د چا خبره په طبيعت هم ښه پوهيږي. او افغانان هم خپله سياسي جغرافيه نه شي بدلولاي او اړتيا لري چې د نورو ګاونډيو په څير له روسيې سره هم نيږدې اړيکې وپالې. په ټولو کې مسکو او کابل د تير زيږديز کال په لړ کې د دوه اړخيزو اړيکو د پاللو لپاره لومړني جورجاړي کړي دي چې د سيمې په ځانګړي توګه د هيواد په ټيکاو کې خورا  اغيزمن اقدامات دي.


      په همدې لړ کې کرملين په يوه بې ساري اقدام کې د افغانستان لپاره خپل ځانګړى استازى وټاکه.د کریملین د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د روسیې ولسمشر دیمتري مېدودف د هغه هيواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د چارو دويم مرستیال ضمیرکابلوف د افغانستان لپاره ځانګړى استازی وټاکه. ضمیر کابلوف پخوا په کابل کې د روسیې سفیر و. د کریملین په خبرپاڼه کې ویل شوي د روسیې د فدرېشن ولسمشر پتیلې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي چوکۍ جوړه کړي او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیايې چارو دويم مرستیال ضمیرکابلوف په دې مقام د دې هدف لپاره وګوماري چې د افغانستان او روسیې اړیکې پیاوړې شي.


     ښه چې داسې ده نو مسکو دا ويل غواړې چې د افغانستان په مساله کې په رول لوبولو کې له چا کمه نه ده. اوس افغان دولت ته په کار ده چې روسيه په افغانسنان کې په بيلابيلو برخو کې رول لوبولو ته وهڅوي. له دغه هيواد وغواړي چې د لويديځو قوتونو په څير د افغان ځواکونو په روزنه او تجهيز کې خپلې مرستې ونه سپموي. روسيه کولاى شي په دې لار کې ګټور پريوځي خو له روسيې سره د دوه اړخيزو اړيکو  پراختيا بايد له لويديځو هيوادو سره د افغانستان په اړيکو اغيز پرينباسي. دولت ته په کار ده چې د روسيې دا انديښنې لري کړي چې د واشنګټن او کابل د اوږد مهاله اړيکو له اړخه را ولاړي شوي دي.