کور / هراړخیز / سلطان محمد فاتح … اوومه برخه

سلطان محمد فاتح … اوومه برخه

«زما  په آند چې  په تا زمونږ دکور په لور دور تللو خبره  ښه  و نه لګیده. په دې خاطر  خاموشه  پاته شوې .»


مارسی د قاسم دخبرې  په اوریدو  سره  ټکان وخوړ  او سمدستي یی خپل سر راپورته کړ  او دخپلې  چپتیا په اړه یی څرګندونې پیل کړې  :


« نه ، نه ، داسې مه وایه ، اوس خو ستا نوم زما له پاره  ژوند ګرزیدلې  دې . تاته  به ډاګیزه شوي نه وي چې زه سکندر  څومره تنګه کړې یم . په حقیقت کې زه اوسکندر  یوځاې  را ستر شوي یو . زما مور دهغه د پلار وینځه وه . په دې خاطر هغه  ما دخپل پلار  جاګیر ګڼي ……. سکندر  هغه لورې د تللو دمخه  هڅه وکړه چې ما هم له ځایه سره یوسي خو ما ترې ځان په دې خاطر  شاته کړ  چې  هغه یومسلمان دې او زه یوه عیسايی ، زه نه غواړم  چې دیوه مسلمان سره واده وکړم . ما خو ترې په همدې  بهانه   ځان  په څنګ کړ . خو اوس هغه داسلام څخه بیرته  اوختې دې . اوعیسایی شوې دې . زه هره  لحظه  دخپل ځان  د خوندي پاته کیدو په  اړه اندیښمنه  یم . ځکه زما مور غواړې  زه د سکندر سره واده وکړم . سکندر چې هغه  لورې ته  ورته ، نو دایی ویلي و چې هغه به ډیر ژر  ما  هلته ور وغواړی ، نو په داسې حالاتو کې ستا وجود  زما له پاره  دپناه  اخستو  بهترین  ځاې دې .


دمارسي دخبرو څخه  دقاسم په جود کې د سکندر پر خلاف  د قهر او غضب  څپې را پیدا شوې. هغه ددې نه مخته د مارسي په  دغه قصه او غم  باندې  نه وخبر . هغه  ته دا ډاګیزه شوه  چې مارسي سهي  خبره کوي ، د سکندر په څیر د یوه حیوان صفته انسان  څخه   هر عمل  شونې دې . اوس نو قاسم   مارسي له خپله ځانه سره  نوره هم  نژدې  احساسوله  ، په یوه عزم  سره یی هغې ته وویل :


مارسي ! تا ډیره ښه  وکړه چې په وخت  دې  دسکندر  د عزایمو څخه  خبر کړم . اوس  به  زه  هڅه کوم ستا په اړه  هم  ځان  اګاه و ساتم . ته اندیښنه مه کوه ، زه نن شپه  ابوجعفر  نیسم  ، زه هیلمن  یم چې دلته په اورنه کې به  زه دهغه او  د سکندر  د ملګرو په  اړه  پوره  معلومات تر لاسه کړاې شم . او ډیر ژر  به ټولې مهرې  را بربنډې کړم او په دې توګه  به ستا داندیښنو لړۍ  هم پاې ته ورسیږي


قاسم  تر اوسه پورې خپله خبره نه وه  خلاصه کړې چې د بګۍ نه بیرون دپښو ترپار شو ، قاسم لکه دپړانګ په څیر  متحرک شو اوسمدستې  یی د بګۍ  شاتنۍ  پرده  پورته کړه ، اکبر په  بیړه دبګۍ په لور ور روان و  دقاسم په تندې  باندې  غونجې پیدا شوې وې . هغه  فکر کاوه چې  هرو  مرو کومه   خبره راپیدا شوې ده، پرته  له ځنډه د بګۍ  څخه را ووت . په دې وخت کې اکبر  هم را ورسید. اکبر دراتلو سره سم وویل :


« مایو آس سپور وکوت چې ددې یادګار په شاوخوا کې ګرزیده . او د دیوال  دچاودنو څخه دننه یی  دیادګار  د کتلو هڅه کوله .»


دې خبرې د قاسم په اعصابو باندې  بد اغیز  وکړ ، سمدستي یی خپله توره را وویسته  او اکبر ته یی وویل ،   ته په  بګۍ کې کینه ، زه به بیرون دحالاتو څارنه وکړم . اوس باید مونږ ددې ځآیه  و لاړ شو.»  قاسم ددې خبرې په کولوسره  دخپل  آس په لور ورغې ، ماسي هم داکبر خبرې اوریدلې وې ، دهغې زړه ددې  نوو حالاتو په را پیدا کیدو سره  درزیده . په دې خاطریی دخپل  پړونې  لاندې پټ  خنجر را وویست  اوپه لاس کې یی  ونیو ، قاسم په خپل  اس  سپور شو او د یادګار ددروازې  څخه بیرون ووت . هغه داس  په شا  هم   دهر ډول  حالاتو سره دمقابلې له پاره تیار و . په یوه لاس کې یی توره نیولې وه او په بل کې دآس  قیضه . هغه  خپل آس  په بیړه باندې و ځغلاوه او د یادګار  شاوخوا  یی ټوله سیمه و څارله . دهغې سترګې په پوره تیزۍ سره هرې  لورې ته  متوجه  وې او غوږونه  یی دهر ډول اواز داوریدو له پاه  خلاص  وو . هغه  څلورو خواوته  نظر و ځغلاوه  خو هیڅوک  یی تر سترګو نه شول ، بیرته راستون شو او اکبر ته یی  اشاره  وکړه تر څو بګۍ  راوکاږي . دې  په خپل اس  سپور و  او بګۍ  یی  تر څنګ  تیره شوه. مارسی دبګۍ  پرده پورته کړه او په استفهامیه توګه یی  قاسم ته وکتل  اودسترګو په اشارې سره یی د حالاتو په اړه معلومات  تر لاسه کړ . قاسم ورته  په ټیټ  اواز  سره وویل :


« داندیښنې خبره  نه شته . کیدې شي اکبر ته کومه غلط فهمي پیداشوي وي . په هر صورت تاسې ولاړشئ . په لاره کې هیڅ ډول  خطر نه شته. لږ وروسته لمر پریوځې اودماښام تیارې خپریږي . په دې خاطر د تیارو دمخه  تاسې خپل کور ته  ستانه شئ »


کله چې یادګار ته رانژدې شول  نو اکبر  د بګۍ  اس  ته  لښته ورکړه  ، اوبیا په څو  لمحو کې بګۍ دښار منځته  رسیدلې وه .


قاسم د ابوجعفر دنیولو له پاره   د شپې د نیمایی   وروسته خپل پلان  تر تیب کړې و ، ننۍ ورځ د قاسم  له پاره د ټولو مصروفترینه ورځ وه .  تر اوسه پورې  هغه د خپل پلان دپلې کولو له پاره  پوره  وخت  درلود، په دې خاطر یی دښاره کرایه کړې آس  بیرته  هغه ځاې ته ورساوه  اوپه خپله دخپل کور په لور روان شو .


******


۴


دقیصر  جاسوس


پخښه نیمه  شپه وه چې  بهرام خان او قاسم  دواړه  د روزل شوو  امنیتي  عسکرو سره یو ځاې د ابوجعفر کور  تر خپلې کلابندۍ لاندې  راوستې و .  غوښتل یی په څو لمحو کې  خپل  کاري  پلان  پلې  کړي . کله چې ټول  کسان  په خپلو خپلو ټاکلو شوو  ځایو باندې  و دریدل  نو  بهرام خان اوقاسم  خان دواړه ور  مخته  شول او  د ابوجعفر دکور دروازه یی ور  و ټکوله . دایو ستر  او عالي شانه  ماڼۍ وه .   په روازې د ټک ټک کولو اواز  د شپې  په  چپتیا کې تر ډیره ډیره  ځایه پورې   رسیده . دبهرام خان  رنګ  تک ژیړ تښتیدلې و . ځکه هغه ویریده  چې د غرب په خطیب  باندې به دلاس دپورته کولو څخه په ښار کې  فساد  اوبغاوت  را پورته شي .  بهرام  تر اوسه دې ته  تیار نه و چې دابوجعفر  دجاسوسۍ  خبره و مني . ځکه هغه د بهرام خان  د امنیي  د  دندې داخستو تر مخه   هم  همدلته  میشت  و . هغه حیران  و چې  دا سړې  څنګه یو ناڅآپه  جاسوس  وخوت . هغه  په دې فکر کې ډوب  و چې   د سراغ  رسان په څیر د قاسم په  ټاکلو کې سلطان   ډیره  غلطي کړې ده .  هغه ته  قاسم  یوبې تجربې  او احساساتي ځوان  ښکاریده  ،  هغه  په همدې  غمونو کې ډوب  و او دزړه  درزار  یی  وار په وار  زیاتیده . په همدې  وخت کې د کور  ددروازې د پرانستو  اواز  واوریدل شو ، بهرام  یو دم  د دروازې په لور ور وکتل ،  دروازه دابوجعفر غلام  څوکیدار  پرانستې وه . هغه هم ددروازې دپرانستو سره سم په ډیره  خرابه  لهجه   وپوښتل :


« څوک یاستئ ..؟ تاسې نه پوهیږئ  چې نیمه شپه ده ، د څه له پاره دلته راغلي  یاست ؟ »


ددوې سره مله  نور عسکر  شاوخوا  تیار ولاړ و . ددې څوکیدار  مخې ته  یواځې بهرام اوقاسم خان ولاړ وو . قاسم ورمخته شو او دڅوکیدار سره یی په خبرو پیل وکړ .


« مونږ  غواړو د غرب  دخطیب  سره  ووینو …… مونږ دهغه په نوم د قونیا څخه دسلطان  خاص  پیغام  له ځانه سره  راوړې دې. ابوجعفر ته ووایه چې سالار ریاض بیګ د قونیا څخه دسلطان خصوصي پیغام له ځانه سره  راوړې دې.


دقاسم دخبرو په اوریدو سره   څوکیدار  دخپلې  غصې څخه را ټیټ  شو  او شاته ولاړ  او په یوه منډه یی ځآن  د ابوجعفر خونې ته ورساوه . قاسم ددې  فرصت  نه ګټه پورته کړه  او عسکرو ته یی خپلې شاته د راتلو او کور ته د ورننوتو  حکم وکړ . اوس نو هغه خپله توره هم را ویستلې  او په لاس  کې نیولې وه .  او د توپان اوسیلۍ په څیر  دکور دننه   ورغې .  هغه څوکیدار کوت  چې په  کومه ولاړ  ، دهمغسې پسې  قاسم ، بهرام او نور  عسکر هم  همغه لورې  ته ورغلل اوپه دهلیز کې  و دریدل . قاسم   په اخري کونج کې  دبندې کمرې په لور ورغې ، دقاسم تر مخه  څوکیدار  هم همدې خونې ته ورننوتې و . کمرې ته  د ورننوتلو سره سم  قاسم  ودرید، خو هلته  هیڅ  اواز  نه  اوریدل کیده . دروازه  یی  لږ څه ور ټیل وهله ، ویی کتل چې  ددیوال تر څنګ  یو  مشال  روڼ  دې  خو هغه  کمره خالي وه . هغه په  پټو قدمونو  سره  دننه  ورغې  اوپه حیرانتیا سره یی  څلورو خواو  ته  کتل ،  دا دهغه ځاې  منځنۍ کمره  و ه.  او په ډاډ سره  چې دهغې تر شا د کور نورې  خونې هم  وې . ځکه چې ددې کمرې په دیوال کې  دروازه   هغه  لورې ته  پرانستل کیده …..دا دروازه  پرانستې وه ، دا سې  څرګندیده چې څوکیدار  همدا اوس اوس دهمدې دروازې  څخه دننه ورغلې و. کله ېې چې دهغه بله اړخه  اواز  واورید نو هملته تم  شو ، داسې معلومیده چې دهغې لورې کوم کس  دې لورې ته را روان دې  ، قاسم  سمدستي  شاته  ولاړ او تر شایی خپلو عسکرو ته هم حکم وکړ تر څو ددیوال سره ځانونه  تکیه  کړې .  لږه شیبه وروسته د راتلونکو قدمونو اواز  واوریدل شو  اوبیا چا دروازه دهغه لورې څخه  پرانسته  ، قاسم  خپله توره تیاره په لاسو کې نیولې وه، بهرام اودهغه ملګري ساه نیولي ولاړ و، دهغوې سره دې کمرې ته یواځې  څلور کسه عسکر راغلي وو . پاته نور عسکر بیرون په خپلو خپلو ځایو کې  ولاړ و . د دروازې  د پرانستلو سره سم  لمړۍ  ابوجعفر خونې ته راننوت . هغه د شپې کالې په ځان کړې و او سترګې یی دخوبه  ډکې وې.   په کمره کې د قدم د ایښودو  سره سم یی  دحیرانتیانه خوله خلاصه پاته شوه. په کمره کې  یی د شپږو  وسله والو کسانو په کتلو سره  سترګې  پرانستې پاته شوې،خو اخر هغه هم ابوجعفر و ، هغه دخپلې حوصلی په ځاې کولو  کې ځنډ ونه کړ ، سمدستي یی خپل  ځان  ډیر غضبناکه  ونیو،  او په ډیره قهرجنه توګه  یی  بهرام  ته وویل :


« بهرامه  !…. دا څه بدتمیزي ده …؟ تاسو زما کورته  ، زما د اجازی پرته څنګه  را ننوتي یاست ؟


دابوجعفر  په خبرو  د بهرام  پښې په لړزیدو  شوي ، هغه غوښتل  په  معذرت  ډوله  توګه  څه ووایی ، خو قاسم ورمخته شو او  خپله لوڅه توره یی د ابوجعفر په سینه کیښوده  او مار په  څیر  د  پرشیدو سره یی ورته وویل :


« دشنو سترګو نقلي  عربه  او د قسطنطنیی دقیصر خطرناکه  جاسوسه ، ته په  مسلمانو  عسکرو باندې سترګې را باسې . لمړۍ خپل  ګریوان ته ووینه .»  دا د قاسم  له اړخه  یوه  رواني  حربه وه . چې دهمدې حربي  له مخې ورته زیاته بریا په برخه  شوه . ځکه  ابوجعفر یو ډیر ښه روزل شوې  جاسوس و، دهغه په سترګو کې دقاسم  خبره تر یوې لمحې پورې   ګرزیده  خو  وروسته یی بیرته خپله حوصله  په ځاې  کړه  او په ډیرې  غصې  سره یی وویل :


« ته  څه اپلتې  وایې ؟  دا څنګه دجادې  نه وتلې خبرې کوې . ته څه  ویل غواړی ؟ ..»


بهران  چې پخپله هم یو  ډیره پوه  سراغ  رسان ګڼل کیده  ، د ابوجعفر مخ ته  یی په ډیر غور  سره  کتل ، هغه په زړه کې وویل  …… قاسم   په  ابوجعفر باندې په لاس پورته  کولو  کې غلطي کړیده . دا هغه څوک  نه دې  چې  قاسم یی په  لټه کې دې …… قاسم هم د ابوجعفر د ځواب  څخه نا هیلې شوې و،خو هغه  د ابوجعفر د پرواه  کولو پرته خپلو سپاهیانو ته حکم وکړ  چې : «   لاس و پښې یی و تړۍ او  د پټې محکمې  ځمکنۍ برخې کې یی ور وغورزوئ ، » دقاسم دخبرو سره سم  دهغه عسکرو  پر ابوجعفر باندې لاسونه  وتړل  او  د تورو تر منځ  یی  را ښکیل کړ . ابوجعفر خپل  ځان  ډیر  ډاډه او مطمئن  ښوده  خوپه  حقیقت کې هغه  ټول  دننه وجود به لړزان  وو . عسکرو دهغه لاسونه د شالورې ته په  زنځیرونو تړلې و و. دبهرام مخ  د ویرې  څخه  ژیړ  ګرزیدلې و ، قاسم  د بهرام  حالت  ډیره ښه احساساوه ،  دهغه په اوږه  یی  لاس  کیښود  او ورته یی وویل :


« بهران خانه !  ته اندیښنه مه کوه ،  له ماسره راځه ، زه به ستا تر مخ  دهغه  څخه  دا  را ډاګیزه کړم  چې اصلی نوم یی څه دې .  ته دا فکر مه کوه چې هغه د شلو کالو  راهیسي دلته میشت دې . ایا تاته دقیصر  دسازشي  لوبې  او په دې اړه د اوږدو پلانونو په اړه  معلومات  نه شته .  له ماسره یو ځاې راځه …!


بهرام  خان چې دقاسم  پریکړه واوریده نو په لړزه  شو . ځکه  قاسم  غوښتل د ښار  یو مذهبي  لارښود  ته دهغه  په پټنځاې کې  اذیت او تکلیف ورکړي ، د بهرام له پاره دا خبره دزغم وړ  نه وه . هغه  فکر کاوه چې که چیرې  قاسم د غرب  خطیب  ته اذ یت ورکړې  نو په ښار کې به  اړو دوړ  را پيدا  شي . هغه  په  زره کې پریکړه  وکړه  چې قاسم به  د اذیت  ورکولو د فکر نه  تیر کړي  ، په همدې فکرونوکې هغه  د قاسم او ابوجعفر سره یو ځاې  بیرون  راووت . په همدې وخت کې دهغه په  ذهن کې یوه خبره  راغله  او  بیرون ته د ر ا وتلو سره سم یی خپلو سپاهیانو  ته   وویل  :


« تاسو اوس  ابوجعفر د ښار د کوټوال  په زندان کې  واچوئ ، دهغه  څخه به دپلټنې کار سبا سهار  وختی  پیلوو . په دې وخت کې   پټې محکمې  ته  دابوجعفر   وړل  اړین  نه دي .»


قاسم غوښتل څه ووایی خو  بهران  دلاس  په اشارې  څخه  هغه منه کړ او ورته یی  وویل :


« څه ویلو ته اړتیا نه شته ، زه  د سرکاري   لیکنو  پرته  دومره  مهمه  شخصیت په خپلو پټو پلټنځایو کې نه شم  ساتلې .  کله چې  هغه د کوټول په زندان  کې  ور پریوځې او نوم  یی هلته ثبت  شی  نو بیا یی مونږ خپل  پلټنځاېو ته  ور وړلې شو .»


داسې  بریښیده چې بهران   په سهي  وخت کې  غلط  قدم واخست . څرګنده وه چې د امنیت  عسکر د بهران خان  دحکم لاندې و ، قاسم ته  سمدستي داسې  ډاګیزه  شوه چې په لاس  راغلې ښکار  له لاسه  ووت .. سپاهیانو ابوجعفر  له ځانه سره  بلې لورې ته بوت ،دهغوې سره د دې پټې  محکمې  ټوله ډله  ملګري وول ، په همدې وخت کې بهرام   قاسم خان ته وویل :


« تا ډیره ستره  غلطی  وکړه ، اوس دعا کوه  چې په  ښار کې د ابوجعفر د نیولو دخبرونو څخه  کومه غوغا  اوفسا د  را پیدا نه شي ، ځکه  بله ورځ د جمعې مبارکه ورځ ده  او په دې ورځ  به په ټولو  غونډو کې دابوجعفر د نیولو په اړه  خبرې کیږي ، که داسې  پیښ  شول  نو مونږ دواړو ته به ډیره ستونزه  را ولاړه شي . دسلطان  زوې به  پرمونږ  باندې  لاس  پورته کړي .


دبهرام دخولې  څخه د سلطان دزوې    دکلیمې د  راوتلو سره سم ،  قاسم د سلطان محمد په اړه  په فکر کې شو ، هغه ته  دا رایاد  شول  چې  سلطان محمد ورسره د دوستۍ  لاس  ورکړې  ، هغه  هوډ وکړ  چې سباسهار وختي به د شهزاده  محمد سره د  ابوجعفر د نیولو  خبره  مطرح کوي ، همدغې  خبرې هغه ته یو ډول  ډاډ  ور په  برخه کړ او دخپل آس په لور ولاړ، په دې وخت کې بهرام هم په خپل آس سپور شوې و . دوې دواړه  تر ډیره  ځایه یو دبل سره یو ځاې روان و . بیا قاسم دبهرام  څخه  اجازه واخسته او دخپل کور په لور ولاړ .


نن   قاسم  ډیر ستومانه شوې و . ځکه هغه په یوه وخت کې  ذهني او جسماني  جنګ  را ښکیل شوې و  ، کله چې په  خپله بستره کې  څملاست نو متوجه شو چې بدن  یی ټول  مات مات  دې . کمبله یی په ځان را  واچوله او څو لمحې وروسته په خواږه  خوب  ویده شو .


هغه تر ډیره پورې  ویده و ، دهغه ورور  او ورندار  هم  دا فکر کاوه  چې هغه ستومانه  شوې دې نو په دې خاطر  یی د سهار چاېو  ته را پانه  څاوه . دهغه ورور او  وریرونه یی  خپلو خپلو مکتبونو  لورې ته تللې وو، او ورځ ښایسته ډیره راپورته شوې وه .


د ورځې  د یوې برخې  دتیریدو وروسته دهغه سترګې  د دروازې  په  ټکار  باندې  را پرانستل شوې . ځکه  چا د طاهر  هشام دکور  بیرونۍ  دروازه  په زوره  زوره  ووهله . هغه  خپلې  سترګې  مښلې  او په دې حیران  و  چې  ویی کتل  دومره  ورځ  یی  په خوب کې تیره  کړې ده . د بسترې نه راووت  او څپلۍ  یی په پښو کړې  او د بیرونۍ دروازې په لور  ور روان  شو ، ددروازې  دپرانستلو سره  سم  یی هغه  وخت  سترګې  پرانستې پاته شوې  چې ……


دهغه تر مخه ابوجعفر ولاړ و . دهغه په مخ  زهرجنه خندا  وه ، تر څنګ  یی  څلور کسه سپاهیان او څو نور  لاس  پوڅې  هم ولاړ  و .  دابوجعفر د کتلوسره سم د قاسم خان دخولې  نه  په نا څآپې  توګه  را ووتل : «ته ؟»


دهغه سترګې دحیرانتیا څخه  بوټې راوتلې وې . هغه  باور نه  شو کولې  چې  هغه ابوجعفر چې هغه څو ساعته مخته  په پوره  میړانې سره  نیولې  و او د کوټوال په زندان کې یی اچولې و ، هغه  اوس  په رڼا  ورځ   په پوره  ازادۍ  سره  دهغه  تر مخه   ولاړ دې . ابوجعفر  چې  قاسم دومره حیران  دریان و کوت  نو په خپله زهرجنه  خندا کې  یی وویل : «  قاسم بن هشامه !  زه دشلو کالو راهیسې  په اورنه  کې   په پوره  عزت اودرنښت سره  شپې  سبا کوم .  خو   دلته  ستا د راتلو  څخه  تر اوسه  څو  په شمار ورځې  تیریږي  ….. هغه څه  چې تا له  ماسره وکړل  دهغې  دحساب  ورځې  به ډیرې  ژر  راشي . خو اوس  زما سره  د غه  سرکاري  مامورین  غواړي تا دشهزاده  علاوالدین  دربار ته  وړاندې کړي .  دا باید  ډاګیزه وي چې زه دشهزاده علاوالدین  د ځانګړې  حکم په واسطه راپریښول شوې یم .


د ابوجعفر په خبرو  د قاسم  وجود ټول  دقهر اوغصې  څخه  په اور کې سوزیده ،  د ابوجعفر په سترګو کې یی  سترګې ور ننویستې  او ورته یی وویل :


« ابوجعفره ! ته زما د ولکې  څخه  خوندي نه شې پاته کیدې . زه ستا د ټولې  لوبې  څخه  خبریم . زه به دشهزاده  علاوالدین  تر مخه  ستا له مخه  دغه  نقاب  لرې کړم . او یاد  ساته  کله چې زه  تا یو ځل بیا   ونیسم  نوبیا به  هیڅوک  هم  تاته  زما دغضب  څخه  نجات در نه کړاې شي .


ابوجعفر د قاسم په خبرو  باندې  په زوره  زوره  وخندل ،دهغه په مخ  د شیطانت  نښې  د ورایه  ځلیدې ، ابوجعفر په زهرجنې خندا سره وویل : « ته  نور ما نه شي نیولې ، ځکه  له تاسره زما په خلاف  هیڅ داسې  ثبوت  نه شته چې  شاهې  دربار کې یی وړاندې کړاې شې . ما شهزاده  ته ستا په اړه ټولې  خبرې کړې دي . اوس به  ته د یني چري د یوه سرتیرې  قومندان  « اسلم  خان »  د وژلو په  اتهام  بندي خاې  ځې .


د ابوجعفر د مکر  نه  ډکې  خندا  ټوله  فضا  را نغاړلې وه . او قاسم ته دابوجعفر دخبرو  انداز  د زغم  نه وتلې و . خو هڅه یی کوله چې  خپل ماغزه  ساړه کړي ، نو ځکه یی یو سرکاري مامور ته  و کتل او ورته یی وویل :


« تاسو ووایاست ، چې تاسو د څه له پاره  دلته  راغلي یاست ؟  د قاسم په خبرو کې  نرې شانته  طنز  و  ، سرکاري مامور  چې یو ښایسته او ښکلې   ځوان  و  په لږ څه  سخته ژبه  وویل :


مونږ له ځانه سره  ستا  دبوولو  له پاره راغلي یو …..مونږ د شاهي ګارډ د  ساتونکو د ډلې  عسکر یو  ، او دلته د شهزاده  سلطان علاؤالدین  بن سلطان مرادخان ثاني  په حکم  راغلي یو …..


قاسم دهمدې حالاتو له پاره تیار  شوې و . هغه دځوان څخه کور ته  د وبیرته ور ننوتلو  اجازه واخسته،  کورته  دننه  ورغې ، دهغه مور  ،پلار او  ورندار  په دې نه و خبر چې ددروازې  نه بیرون  څه  روان دي . قاسم په  کور کې دڅه ویلو  پرته  د ضرور ي کارونو څخه ځان  فارغه  کړ  اوبیا یی خپلې ورندار ته وویل چې  د شاهي  دربار په لور  ورځي،  ددې خبرې سره سم بیرون راووت .


دا دشهزاده علاوالدین سره دقاسم خان  لمړنۍ  لیدنه کتنه  وه ،  هغه په  لږ څه بې پروایی سره د شهزاده  تر مخه و درید، شهزاده  ورته په ډیره غصه  وویل  :


اوریدلې مې دې چې ته  معظم  سلطان  شاهي سراغ  رسان  ټاکلې یی . داسې  معلومیږی  چې  دروند سلطان نور  زوړ شوې دې ،  دلته   په اورنه کې کوم قیامت  راتلونکې و  چې دشاهي سراغ  رسان دټاکلو پورې  یی خبره ورسیده . تا خو زمونږ د سلطنت په یو ډیر عزتمنده سلاکار  باندې  لاس  اچولې  اوهغه ته  دې سپکاوې کړې ، مونږ به دروند سلطان ته  ستا ددې کار او ددې  سپکاوي  په اړه  شکایت کوو . ترڅو چې معظم سلطان د قونیا  څخه را  ستنیږي  نو تر هغه  وخته  به ته دلته زمونږ  سر  بندي یی . ستا د بې باکۍ او بې عقلۍ سزا به په خپله سلطان  ټاکي .


د شهزاده دخبرو په اوریدو سره د قاسم  دپښو لاندې  زمکه  و خویده . ابوجعفر ریښتیا ویلي و،  لوبه  بلکل  بدله شوې وه  ، د شهزاده د خبرو څخه  ډاګیزه کیده  چې د قاسم دخبرو اوریدو ته تیار نه دې . خوبیا هم قاسم جرءت  وکړ  او  ویی ویل :


دورنده  شهزاده !   زما په  نظربند کولو کې  بیړه مه کوه …… لمړۍ …..


شهزاده قاسم خبرو ته  پرې  نه  ښود او دهغه   خبرې یی په منځ  منځ کې  غوڅې کړې :


چپ شه !  خبرو کولو ته دې  ضرورت نه شته . که چیرې  معظم  سلطان تاته   دومره  عزتمنده ځاې نه وې درکړې   نو مونږ به همدا اوس او په همدې شیبه    ستا  سر  له تنې  جدا کړې و.


اوس نو قاسم ته د ویلو  ځاې نه و پاته . ځکه د شهزاده  دروازه چیان  د بربنډو  تورو  سره  هملته   دحکم  منلو ته په لیکه  ولاړ و و .  قاسم په پوره ناهیلۍ سره د شهزاده په لور وکتل  او د بې وسۍ نه یی سر ښکته کړ ، هغه  په همدې  فکر کې و چې  د ابوجعفر  پلان  بریالې  شو  او قاسم  و نه توانید چې اورنه د قیصر د جاسوسانو څخه خوندي و ساتلاې  شی . د شهزاده د حکم سره سم   ساتونکو  قاسم خان په خپله  ولکه کې واخست . او هملته په شاهي  محل کې  یی په خصوصي  زندان  کې بندي کړ . دا زندان  د نورو په څیر  د اوسپنې  د سلاخو  څخه نه و جوړ شوې ، دا  یوه پراخه  کمره  وه  او څلورو  خواو  ته یی کړکۍ  وې ، خو هرې کړکۍ  ته  بیا   د اوسپنې  سلاخونه  لګیدلي و او بیرون ترې  وسله وال  ساتونکو پیره کوله .


اوس نو قاسم د اورنه دخوندي ساتلو له پاره  هیڅ نه شو کولاې . ان تر دې چې په دې شاهي  زندان کې یی  بل زندانې ملګرې هم نه وچې  خبرې  یی ورسره کړې  واې  ، هغه ټول وخت  په همدې فکر کې  ډوب  و چې څه ډول  به وتوانیږي چې  اورنه د بغاوت  اوفساد  څخه خوندي و ساتلاې شي .


خو دهغه دهمدې کار په واسطه   ابوجعفر په خپله  په یني چري کې د بغاوت  را پاڅولو پلان  شاته  غورزولې و . هغه ډیر زیات  چالاکه  او شاطر  انسان و . هغه   فکر کړې و چې په داسې حال کې  چې دهغه رقیب  اوس  دشهزاده  علاؤالدین  تر مخه  د بغاوت در اپیدا کیدو خبره کړې ده  ، ……نو په دې خاطر دا به  مناسبه نه وي  چې  دومره ژر  بغاوت  راپورته کړي ، که چیرې دا کار  وشي نوبیا  به دشهزاده باور  را باندې  له منځه ولاړ شي  ، په دې خاطر  هغه  سمدستې دخپل  سازش  ټولو کړیو ته  خبر ورکړ  چې  دبغاوت اوفساد  له پاره  جوړ کړل  شوي پلان  تر یوه وخته پورې   شاته و غورزوي …… هغه نه غوښتل  چې د بهران اوشهزاده  تر مخه دقاسم خان  خبرې  او اندیښنې  سهي  ډاګیزه شي . همغه  و چې هغه د قاسم  خان د درواغژن کیدو په خاطر  خپل  پلان  و ځنډاوه. د بله اړخه  قاسم  خان د وخت په تیریدو سره  ورځ په ورځ نا ارامه کیده .


څو ورځې تیرې شوې ،مارسي  هم ډیر ه اندیښمنه  او غمژنه   وه ، دقاسم د کورنۍ کسان  هم  وراخطا  او ویرې اخستې و.ځکه  قاسم  دهمغې ورځې  څخه چې تري تم شوې  و  ، تر اوسه پورې  یی درک نه و  لګیدلې . دهغه ورور  طاهر  د ښار  کونج  کونج  و لټاوه ، هغه د ښار د کوټوال  د سپاهیانو سره یو ځاې  د ښار ډیر ځایونه  تر سترګو تیر کړل  خو د قاسم په اړه یی کوم معلومات  تر لاسه نه کړاې  شو . اوڅنګه  به ورته معلومات  تر لاسه شوې واې  ځکه هغه  خو دسلطان په محل کې  زنداني پروت و .


مارسی به هره ورځ خپل  کوچوان  اکبر دقاسم  پسې  استوه . خو هغه به بیرته هر ماښام ناهیلې  را ستنیده . هغې اکبر  د لاله  شاهین  یادګار ته هم  څو څو ځله  استولې و . او دوه  درې ځلې  د طاهر کور ته  هم .


یوه ورځ  مارسی  فکر وکړ چې د ابوجعفر په اړه معلومات   تر لاسه کړي . ځکه  چې  قاسم  ورته په اخري کتنه کې  د ابوجعفر د نیولو په اړه  د خپل  پلان  خبره  کړې وه .


په داسې حال کې چې  اکبر مارسي  ته همدومره ویلی و چې  ابوجعفر  سهي سلامت   دې او په  ښار کې  موجود دې . مارسي داسې انګیرلې وه چې  ابوجعفر  تر اوسه  پورې بلکل  نیول  شوې  نه د ې. خو هغې  ته  د اندیښنې خبره دا  وه چې  هغه  ولې  ددومره وخت  دتیریدو سره سره بیا هم  دهغې دمور دکتلو  له پاره دهغوې  کورته   رانغې   مګر دهغې مور پخپله   دوه  درې  ځلې    دکوره  وتلې وه . مارسي  ډیره هڅه وکړه چې  دخپلې مور د سترګو  څخه  ځان  اخوا کړي ، خو مارتها ډیره  روزل شوې  جاسوسه وه  او دمارسي  په  دا م کې  و نه  نښته . مارسي  خپل کوچوان  اکبر د ابوجعفر په لور  ور  ولیږه ، تر څو  دهغه  د نوکرانو  څخه  دهغې  شپې په باره کې  تفصیلات  را ټول کړي په کومه  شپه چې  دهغه د نیولو له پاره  دهغه په کور   قاسم  د پولیسو سره  یو ځاې  یرغل ور وړې و …..خو اکبر  هم ونه توانید کوم  خاص خبر تر لاسه کړي .او د قاسم په اړه به هغه  څه ډول  خبر تر لاسه کړې و ،ځکه چې هغه  خو دهغه نا پوهه شهزاده  په څآرن  ځاې کې بندي پروت و .


او بیا یوه  ورځ  خبر را غې  چې  د شهاب الدین  پاشا په مشرۍ  د ترکانو  فوځ  د «نیش»  په سیمه کې  د  « هونیاډې  » د لښکروسره  د ټکر وروسته  ډیره سپکه ماتې خوړلې  .


پیښه  داسې منځته راغلې وه چې  سلطان مرادخان ثاني  د کوچنۍ  اسیا د قونیا په ښار کې  د « کرمانیا دامیر »  سره  په جګړه کې بوخت و ، خو دبله اړخه  عثماني  لښکر د  شهاب الدین پاشا او  محمد چلپې په مشرۍ  د « هونیاډې  »  دبې شمیره  لښکرو  د غشو د ګذار  لاندې و . عیسايی لښکر د « ډینوب  د دریاب »  څخه  تیر شوي و او د « نیش »  په سیمه کې د عثماني لښکرو  په مقابل کې یی خیمې وهلې وې . دهونیاډی د بیرغ لاندې  د ټولې  نړۍ  د عیسایانو  ډیره  نامتو  جګړماران  را ټول شوي و ، په داسې حال کې چې د شهاب الدین پاشا تر قومندې لاندې  یوا ځې  اتیا زره  تجربه لرونکې  فوځ  و . سهار وختي ددواړو  فوځونو  تر منځه  جنګ پیل شو ، د ۱۴۴۳ کال  د ماسپښین  په وخت کې  د « نیش» په سیمه کې ددې  دواړو  ځواکونو ترمنځ  سخته  زمکنۍ  جګړه و نښته . دمحمد چلپې  پیاده  عسکر  په ډیره میړانه و  جنګیدل .  محمدچلپي پخپله هم  په اس  سپور دخپلو عسکرو  لار ښوونه یی کوله .


دماسپښین  په  وخت کې  ، کله چې  د جنګ  میدان  د هرې  لورې  ګرم  و او هرې  لورې ته  د انسانانو  لاشونه  په خپلو وینوکې تړپیدل ، نو داسې ډاګیزه  شوه  چې دمسلمانانو   پله  درنه  شوې ده ،  په همدې وخت کې  قومندان  امیر خان  هم  خپله  پنځه زره  عسکر د غرونو  دپټنځایو څخه رابیرون کړل او د الله اکبر په نعرې سره یی  په  صلیبي ځواکونو باندې  یرغل راوست . هغه ددښمن په میسره باندې  یرغل  وکړ او  دهغوې لیکې  یی یو په بله پسې و څیرلې  اوان  ددښمن تر قلبه  پورې  ورسید. هغه د پخوا  څخه دا پلان درلود  چې ددښمن د فوځ  په  اعلی  قومندان  هونیاډي به  حمله کوي ، هغه په ډیره میړانه  خپل ځان د هونیاډی پورې  ور  ورساوه ، خو کله یی چې   شاوخوا وکتل  نو پوه شو  چې ددښمن د تورو  د ګذار  لاندې راغلې دې . خو امیر خان د ویریدو په ځاې   په خپلو مټوکې  نور  توان  هم را پیدا کړ  او د هونیاډې  ساتونکې  ډله یی  څیرې کړه  ، په دې وخت کې د هونیاډې اس دهغه  تر مخه  و . هغه تر ډیره وخته پورې  توره  چلوله  خو ناڅاپه  متوجه شو چې  بازو  یی  له کاره  وتلې دې ، هغه ته داسې ډاګیزه  شوه چې دشهادت وخت  یی را رسیدلې د ې. په همدې وخت کې یی په ذهن کې یو ډیر  عجیب  فکر  را ګرزید،  په ډیر  قوت  یی خپله توره  د نیزې په څیر  د هونیاډې  په لور ور و توغوله . تورې  هم  فضا  څیرې کوله اونیغه دهونیاډې  په شا کې ور ونښته . هونیاډې  دخپله اسه  لاندې راپریوت .  خو د بله اړخه امیر خان  بې وسلې  شوې  و ،  په دې اساس  ډیرې  تورې پرې په یوه وار  راپریوتې  او دهغه  وجود یی ټوټې ټوټې کړ ……  دبله اړخه هونیاډې  خو داسه  راپریوتې و  خوبیرته  سمدستي را پورته شو ، د تورې   د  ور  شغولو په وخت کې د  امیر خان په لاسو کې دومره  ځواک نه  وچې توره  یی دهونیاډې په وجود کې ور  ننوځي ،   په دې اساس  یواځې د توره  څوکه  دهونیاډی په وازده  کې  لږ څه ورننوتې وه، چې د هونیاډې  د راپریوتو سره سم ترې  بیرته  پخپله  را و غورزیده. که  څه هم  هونیاډې  زخمې شوې  و خو د پوره میړانې څخه یی کار واخست او بیرته په خپل آس  سپور شو .


په دې جنګ  کې اغاحسن او دیني چري  ګڼ  شمیر  سالارانو  ګډون  درلود. خو په دې  ټولو محمد چلپې  ډیر مصروف  و . هغه خپل لښکر ان ددښمن  تر  قلبه پورې  رهبري کړې  و ، دهغه  لښکریانو په ډیره میړانه   د دښمن  په لښکرو باندې  ګذارونه کول ، پخپله  چلپې هم  په  اس  سپور  ددښمن  په لیکو کې  د برق  په څیر ښي او  چپ  لور ې ته  ګذارونه کول .   په همدې وخت کې  محمدچلپې  ددښمن  دنیزې  د ګذار  لاندې راغې  اودهغه د آس  سینه یی څیره کړه او بلې لورې ته  ترې   ووتله .خو محمدچلپې د آس  د راپریوتو  دمخه دهغې  څخه  ټوپ کړ او لاندې  ودرید، اوس نو هغه هم  پیاده شوې  و ، توره یی  لکه  دبرق په  څیر هرې  لورې ته پړکیده ،  او په پرلپسې توګه یی  ددښمن  ګڼ  شمیر  سپاهیان  له منځه یوړل  ، خو هغه  هم به ناڅاپې  توګه د یوه  افت  لاندې  راغې ،  یوه  غښتلې  رسۍ  چې یو سر  یی  ګنډه شوې و  په هواکې  لامبو وهونکې  تر محمدچلپې پورې  را ورسیده  او پخوا ددې چې هغه  خپله دفاع وکړاې  شی ، رسۍ یی په څټ  کې ونښته  او د لږ مقاومت وروسته  هغه  په  یوه   جټکې سره  په زمکه راپریوت، ځکه  چې درسۍ  را غورزونکې  خپل آس   په  مخالف  لورې  و ځغلاوه او محمد چلپې یی هم له ځانه پسې کشاوه .


د محمدچلپې د نیولو خبر د عثماني لښکر تر منځ  لکه   د اور  په څیر  خپور شو ، ددې خبر  سره سم دعسکرو  حوصلې کمزورې  شوې  او په دې توګه دماښامه  نه مخته د جنګ پریکړه  وشوه . د ترکانو لښکر په ډیره  بده توګه ماتې خوړلې وه ، څلور زره  ترکې  عسکر ژوندی نیول شوي و  او ګڼ شمیر نور  بندیان  شوي و اوپه دې توګه د شهاب الدین  پاشا  زړه ور  لښکر  د هونیاډې  د ګڼ هیوادی  لښکر  په لاسو د عبرتناکې ماتې سره  مات شو.


د ترکانو لښکر ته د ماتې  د ورکولو  وروسته د هونیاډې  حوصله  نوره  هم  ځواکمنه شوه . هغه د ترکانو د فوځ تر شا  ان  تر «صوفیه » بورې  ولاړ اوهغه ځاې  یی هم دمسلمانانو څخه  ونیوه . څو ورځې  وروسته یی د بالقان دغرونو څخه  په تیریدو سره د «فلپوپولس»  په ښار  حمله وکړه ، دلته  ترکانو  یو ځل بیا دمقابلې کولو هڅه وکړه خو داځل یی هم ماتې وخوړه . اوس  نو دعیسایانو له پاره ډګر  خالي و، دهغوې  حوصلې  د پرلپسې فتوحاتو  په واسطه  ډیرې  قوې  شوې وې .


تر اوسه پورې  سلطان مراد خان د قونیا  څخه بیرته  نه و راستون شوې  ، خو دخپلو لښکرو دماتې  څخه  هملته  په کوچنۍ  اسیا کې  خبر شو. په دې خاطر   یی ژر  تر ژره  د بیرته راستنیدو  له پاره ځان تیار کړ . هونیاډې  د «روملیا» او  « د بالقان  د درې »  دتباه کولو وروسته د عثماني سلطنت دپاې تخت  اورنه  په لور  په اسانۍ  سره راتلاې شو ، ځکه سلطان په اورنه کې نه و او د هونیاډې  ځواکمن  فوځ ته  دسلطان  په  نشتوالې کې په اورنه باندې  ولکه کول  کوم ګران  کار نه و . خو هغه غوښتل  د خپلو دغو بریاو  په اړه د عیسايي دولتونو  څخه  داتلوالې  سند واخلي  ، همدا  علت و چې هغه په اورنه باندې د ولکې کولو په ځاې  د بیرته  ستنیدو  پریکړه وکړه  او د «بوډا » په سیمه کې  یی دټنګ  ټکور ،عیش  ونوش او مستۍ کولو  مجلسونو  جوړ کړل .


قاسم ددې ټولو حالاتو څخه  بې خبره پاته و . دمارسی اود قاسم د کورنۍ  حالت  ، دهغه  په ورکیدو باندې ،  نورهم  ډیر خراب  شوې و ، طاهر دخپل ورور  قاسم  په  ورکیدو دومره اندیښمن  و  چې بلاخره یوه ورځ د سلطاني قصر په لور ولاړ.غوښتل یی چې د شهزاده محمد سره  وویني  ،ځکه قاسم ورته د شهزاده  سره دخپلو اړیکو په اړه  خبر ورکړې و . نن هغه هوډ درلود  چې دشهزاده سره دلیدلو  په وخت کې به ورته دقاسم د ورکیدو  په اړه  خبر ورکوي . کیدې شي  شهزاده دهغه په راپیداکولو  کې ورسره  مرسته وکړي . ځکه چې شهزاده پخپله قاسم ته د دوستۍ کولو وړاندیز کړې و . طاهر  ډیر  زړه نازړه  د شهزاده د کتلو له پاره  ورغې ځکه هغه پوهیده  چې شهزاده  ایله  اوس د څوارلس کالو ځوان  دې  اودهغه  څخه  دکومې  ټیګې پریکړې  اخستل  دهیلو نه لري بریښي  . خوبیا هم طاهر  هغه  لورې ته ورغې . په دې وخت کې  ډوب  شوې  په ډکي هم تکیه کوي …… په همدې ډکي د تکیه کولو له پاره طاهر دشهزاده کتلو ته ورغې  ، کله چې محل ته ور ننوت  نو دمحل ناظم  هغه په خپله  خونه  کې کیناوه  ، اودهغه د راتلو په  اړه یی  شهزاده محمد ته  پیغام ورکړ . شهزاده محمد ته چې کله  څرګنده  شوه   چې دقاسم  بن   هشام  ورور  راغلې دې  نو هغه د دربار  دکوم  شخصیت د  ورلیګلو په ځاې په خپله  هلته ورغې، هغه  دطاهر  د کتلو له پاره د انتظار  خونی ته ورغې ، د محل  اعلې منتظم او نور  سرکاري  افسران دشهزاده  د درنښت له پاره   و دریدل .


شهزاده د طاهر سره  ور غاړیوت  او سمدستي یی ترې و پوښتل ..


قاسم  بن هشام  چیرې دې ؟…. هغه  خو له ماسره ژمنه کړې وه چې  کله کله به دلته  سلطانی  قصر  ته  راځې  او له ماسره به   ویني، خو دهغه وخته  چې  هغه تللې دې نو بیا یوځل هم دې لورې ته  نه دې راغلې . که  مونږ غوښتلې نو هغه مو  را بللې شو  خو فکر مو وکړ  چې کیدې شي په خپلو کارونوکې  مصروف  و اوسي .


هغه وخت چې شهزاده دا خبرې کولې نو دمحل  اعلي منتظم د شهزاده دخبرو په اوریدو  سره  ټکان وخوړ ،خو شهزاده  او طاهر دواړه په خپلومنځو کې  په خبرو و  او هیڅ  یوه  هم د منتظم په لور  توجه نه درلوده . کله  چې شهزاده  محمد  د قاسم  بن هشام د ورکیدو په  اړه واوریدل نو حیران  پاته شو. او دنور څه د ویلو  نه پرته یی  طاهر بن هشام  له ځانه سره خپلې کمرې ته یوړ. دهغه په ذهن  کې  ډیرې  زیاتې خبرې ګرزیدې  . په اورنه کې د قاسم په څیر  د یوه وګړي داسې ناڅاپه ورکیدل  ددې خبرې  نښه  وه چې  په اورنه کې کوم ژور  او خطرناکه  سازش  روان دې ،اوس نه هغه  هم  په  خپرو شوو افواهاتو باندې  باور  پیدا کړ ،  او دا  چې  په اورنه کې دقیصر  جاسوسان  موجود دی  ، خپلې د ناستې  خوني ته د  رسیدو سره سم  شهزاده د طاهر  څخه یو ځل بیا وپوښتل :


څومره  ورځې کیږي چې قاسم  غایب  شوې دې ؟ اودا  راته ووایه چې  په اخري  ځل هغه کومې لورې  دتلو  په خاطر دکوره  وتلې و .


طاهر هشام    حوسیلې وکړ  او لږ څه  په ټیټ اواز  یی وویل  :


اخري ځل  قاسم  خپلې ورندار  ته ویلي و  چې د سلطانې قصر په لور ورځي ، دهغه  د ورکیدو  نن  دریمه اونۍ  برابره شوه ، پخوا مونږ دا باور درلود چې هغه  به دخپلو کارونو په  لړ کې کورته  د راتلو وخت  نه شي پیدا کولې، اوبیا زمونږ کور ته یو اجنبي  شخص داپیغام راوست ، چې قاسم د سلطان سره دکتلو له پاره  قونیا ته تللې دې. خو دوه ورځې دمخه  ماته   څرګنده  شوه چې قاسم قونیاته نه دې ورغلې بلکه  بلکل د اورنه څخه وتلې نه د ې .ماته ډیره اندیښنه راپیدا شوې ده ، په همدې فکر کې مې  هوډ وکړ  چې  سلطاني  قصر ته  ورشم او  دشهزاده محمد څخه د کومک  غوښتنه وکړم .


ځوان  شهزاده   په ډیره  غور  سره  د طاهر خبرې اوریدې .  د  طاهر  دهرې خبرې  سره  د هغه  حیرانتیا په زیاتیدو وه .  په ځانګړې  توګه   کله چې هغه ته  دا ډاګیزه  شوه چې   قاسم د اخري  ځل  له پاره دسلطاني قصر په لور راغلې دې …… هغه  داسې وانګیرله چې قاسم  دهغه  د کتلو له پاره دلته راغلې و ،خو تر څنګ  یی په ذهن کې دا  فکر هم را ټوکیده ، چې په دې اړه باید د محل  د مؤظفینو څخه  پوښتنه وکړي . په دې خاطر  یی د  دروازې  د ساتونکې په کومک   دمحل  اعلې منتظم راوغوښت . اوس نو هغه د طاهر سره نورې  خبرې  ونه کړې  بلکه د اندیښنې په حال کې یی  د کمرې  فرش ته کتل  ، په همدې وخت کې  دمحل  منتظم  هم  کمرې ته را ننوت . دهغه په مخ کې  هم  د اندیښنې  نښې  تر سترګو کیدې . هغه کمرې  ته را ننوت اوپه  ډیره مؤدبه توګه  یوې لورې ته و درید. شهزاده محمد ورته وویل:


علې خانه ! ……د نن  نه درې اونۍ مخته  شاهي سراغ رسان  قاسم بن هشام  زمونږ سره دکتلو له پاره  دلته سلطاني محل ته راغلې و ،خو هغه  مونږ ته  نه دې رارسیدلې …. ته  په دې اړه ماته  څه  ویلې شې؟


دشهزاده دخبرو په اوریدو سره  د علې خان  په  مخ کې  د ویرې  سیورې  را ښکاره شول  اوپه لړزیدلې  اواز سره یی ځواب ورکړ  « درونده شهزاده !   هو !  درې  اونۍ مخته  قاسم  بن هشام دلته راغلې و  خو ستا سره دکتلو په ځاې  هغه د شهزاده  علاؤالدین  سره  دکتلو له پاره ورغلې و . او شهزاده علاؤالدین  ……


علې خان  څه ویل  چې ناڅاپه  تم شو …..دهغه ویناد شهزاده  تر څنګ  طاهر  هم  خپل ځانته متوجه کړې و . ضرور کومه داسې خبره شته چې علې خان یی د ویلو څخه  ویریده .  شهزاده  محمد ورته  په غصه شو  او ورته یی وویل:


علې خانه !  خبره دې ولې بنده کړه … ماته ووایه چې قاسم بن هشام  زما د ورور  سره  دکتلو وروسته بیا   چیرې  ولاړ ؟ مه  ویریږه ،  څه چې درته معلوم  دې  ټول  مونږ ته  ووایه .


اوس نو د طاهر  زړه  په سینه کې  په درزهار  و . خداې پوهیږې  چې  علې خان  به څه ویل  غوښتل . د شهزاده محمد اوطاهر سترګې دعلېخان په مخ  نښتې وې . په دې وخت کې ورته  علیخان  ډاګیزه کړه  چې  شهزاده علاؤالدین خو قاسم بن هشام  په اورنه کې د فسادونو د  پیداکولو او امن ته د زیان  رسولو  په  جرم  د معظم  سلطان دبیرته راستنیدو  پورې  په شاهي زندان کې بندې کړې دې . داخبر د شهزاده محمد  له پاره  غیر متوقع  و . هغه ته  دا څرګنده وه چې دهغه مشر ورور د سلطنت   ولیعهد دې  او دسلطان  په نه موجودیت کې احکام  جاري کولې شي  خو هغه ته دا څرګنده نه  وه چې دهغه مشر  ورور د قاسم  بن  هشام په څیر   میړنې ، مخلص  او دامن راوړنکې مجاهد  شخصیت  په بندیخانه کې  هم  اچولې شي ، ښکاره  ده چې شهزاده  علاؤالدین  د شهزاده محمد څخه ستر هم و او  دواک او اختیار  خاوند هم . دطاهر بن هشام حالت  هم  ډیر غمژن و  ، هغه ته بلکل دا ډاګیزه نه وه  چې  شهزاده علاؤالدین  دکوم  ډول  خطرې  د راپیداکیدو په اړه  دهغه ورور  بندې کړې دې . طاهر او شهزاده محمد  دواړه په همدې فکرونو کې ډوب  ناست و چې  اعلي منتظم  علي خان  دوې  ته یو بل  ټکان ورکونکې خبر هم واوراوه.


«درونده شهزاده !  په حقیقت کې  شاهي سراغ رسان  قاسم بن هشام   په ناڅاپې توګه د غرب  خطیب   ابوجعفر  نیولې و  او په هغه یی داشک  پیدا کړې وه چې هغه  د قیصر د جواسیوسو  د شبکې  مشر دې …. اوتاته معلومه  ده  چې شهزاده  علاؤالدین د   غرب دخطیب  ابوجعفر  ډیر درنښت کوي، شهزاده  علاؤ الدین   فکر کړې چې  قاسم  بن هشام  د ښار اوسلطنت په یوه ډیر  عزتمنده  انسان باندې لاس  ایښودې دې  اوپه دې توګه یی په اورنه کې  دامن  ثبات  ته  دزیان داړولو هڅه  کړې ده……همدا علت دې چې هغه قاسم  بن هشام  د خپله  ځانه سره  نظربند کړې دې.


پرلپسې لري …..