کور / تازه خبرونه / من موهن سنګ آصف زرداري ته بلنه ورکړه

من موهن سنګ آصف زرداري ته بلنه ورکړه

د هندوستان صدراعظم من موهن سنګ د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په هغه لوبه کي د ګډون بلنه ورکړې، چي د راتلونکي چارشنبې په ورځ د پنجاب په موهلي ښار کي ترسره کېږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي چي ولسمشر زرداري ته دغه بلنه رسېدلې ده، خو تر اوسه معلومه نه ده چي پاکستان به د هندوستان دغه بلنه ومني که يا.
بلي خوا ته د پاکستان د بشري حقونو د ادارې رئيسې آسما جهانګير ويلي چي ډېر ښه خبر دئ چي د دواړو ملتونو چارواکي د کرکيټ ډيپلوماسۍ ته مخه کوي.
ټاکل سوې ده چي د مارچ پر ٣٠- مه د کرکيټ د نړۍ والو سياليو په نيمه پايلوبه کي پاکستان او هندوستان له يو بل سره لوبه وکړي، چي له ډېره وخته دغه دواړه هيوادونه نه ول سره مخ سوي.
تر دې دمخه پاکستان څلور واره له هند سره د کرکيټ په نړۍ والو سياليو کي مخ سوئ دي، چي څلور سره هندوستان ګټلي دي.
تازه خبرونه وايي چي د پاکستان لوبډله پرون د جمعې په ورځ نوي ډيلي ته ورسېده او نن يې په موهلي ښار کي خپل تمرينونه پيل کړي دي.