کور / تازه خبرونه / ولسمشر حامد کرزى اېران ته ځي

ولسمشر حامد کرزى اېران ته ځي

د جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي ولسمشر کرزى نن د يوه جګ پوړي پلاوي په مشري اېران ته ځي.
اېران ته دولسمشر کرزي د سفر موخه د اېراني سيال محمود احمدي نژاد له خوا په رسمي بلنه د نوي کال په باب په جوړېدونکو مراسمو کي ګډون کول په ګوته سوي دي.
اېران له څو کلونو راهيسي د افغانستان، تاجکستان او اېران ترمنځ د فارسي ژبي مثلث په نوم دغسي غونډي جوړوي.
خو زياتره افغان څېړونکي وايي افغانستان فارسي ژبي هيواد نه دئ، بلکي د هيواد تر ٦٠ % ډېر وګړي يې په پښتو خبري کوي او ملي ژبه يې هم پښتو ده.