کور / تازه خبرونه / امريکا: د شمالي وزيرستان پر ملکي ضايعاتو بخښنه غوښتې

امريکا: د شمالي وزيرستان پر ملکي ضايعاتو بخښنه غوښتې

افغانستان او پاکستان ته د امريکا استازي مارک ګروسمن له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کي ويلي چي هيواد يې په شمالي وزيرستان کي د ملکي وګړو پر مړينه خواشينى دئ.
مارک ګروسمن ويلي چي د ملکي کسانو مړينه د خواشينۍ وړ ده، خو د بې پيلوټه الوتکو بمبارۍ به د القاعده او طالبانو د ځپلو په خاطر دوام مومي.
امريکايي الوتکو تېره اونۍ په لسګونو بې ګناه ولسي وګړي په شمالي وزيرستان کي د طالبانو او القاعدې په پلمه ووژل، چي د پاکستان حکومت يې پهر ضذ جدي عکس العمل وښودئ.