کور / تازه خبرونه / کونړ: طالبانو پنځوس پوليس تښتولي دي

کونړ: طالبانو پنځوس پوليس تښتولي دي

د طالبانو وياند رسنيو ته ويلي چي په کونړ ولايت کي يې شاوخوا پنځوس تنه افغان پوليس تښتولي دي.
ذبيح الله مجاهد ويلي دغو پوليسو تازه د روزني دوره بشپړه کړې وه، غوښتل يې چي نورستان ته د دندو دپاره ولاړ سي، خو د دوى ملګرو ته په لاس ورغلل.
بلي خوا ته د کونړ امنيه قومندان هم پېښه تائېد کړې او وايي طالبانو د پوليسو څلور موټرونه په چپ دره ولسوالي کي درولي، خو د نيول سويو پوليسو له شمېر څخه يې ناخبري وښوده.