کور / تازه خبرونه / لښکرګاه: په تجارتي مارکېټ کي چاودنه وسوه

لښکرګاه: په تجارتي مارکېټ کي چاودنه وسوه

د هلمند د مرکز لښکرګاه په يوه شخصي تجارتي مارکېټ کي چاودنه سوې ده چي د لومړنيو راپورونو له مخي درې ملکي کسان يې ټپيان کړي دي.
له هلمند څخه د آزادۍ راډيو خبريال وويل چي چاودنه د ننګرهار جادې په يوه تجارتي مارکېټ سوې چي تر اوسه يې چا مسئوليت پر غاړه نه دئ اخيستى او دا هم نه دي ويل سوي چي د چاودني هدف څوک وو.
د هلمند امنيتي چارواکو ويلي چي په درو ټپيانو کي د يوه تن دواړي پښې پرې سوي دي.