کور / تازه خبرونه / خيبرايجنسي: ١٤ پاکستاني پوځيان وژل سوي دي

خيبرايجنسي: ١٤ پاکستاني پوځيان وژل سوي دي

د پاکستان پوځي منابعو تائېد کړې چي برايي شپه يې په قبايلي سيمه خيبرايجنسي کي ١٤ پوځيان د يوې حملې په ترڅ کي له لاسه ورکړي دي.
سرچينې وايي په وژل سويو کي يو کپتان او يو کرنل هم شامل دي.
د راپورونو له مخي پېښه د باړې په جنوب ميراکاخېل سيمه کي هغه مهال رامنځته سوې، چي په لسګونو وسله والو پر پاکستاني پوځيانو حمله وکړه.