کور / تازه خبرونه / لويه څارنوالي: د ترانسپورټ پخوانى وزير ونيول سو

لويه څارنوالي: د ترانسپورټ پخوانى وزير ونيول سو

د افغانستان لويي څارنوالۍ اعلان کړى چي د ترانسپورټ پخوانى وزير عنايت الله قاسمي يې د اختلاس او درغليو په تور نيولى دئ.
پر نوموړي باندي تور لګېدلى دئ چي د اريانا شرکت ته د الوتکو د رانيولو په پروسه کي يې پيسې خوړلي دي.
د افغانستان پر نورو وزيرانو باندي هم د درغليو تورونه لګول سوي چي له هغې جملې څخه د حج او اوقافو وزير صديق چکري، د ترانسپورت يو بل وزير حميدالله قادري، د کانونو وزير محمدابراهيم عادل هم شامل دي.
همدا راز د کرزي په اوسنۍ کابينه کي د سرحدونو وزير اسدالله خالد د کندهار د برېښنا د جنراتورونو په پروسه کي په اووه ميليونه ډالره غلا تورن دئ.