کور / تازه خبرونه / د ایلیټ جام پکتیا کرکټ لوبډلې وګاټه

د ایلیټ جام پکتیا کرکټ لوبډلې وګاټه

د دولایتي غوراوی سیالی چې دهمدې روانې مارچ میاشتې په ۲۰ نیټه د ننګرهار په بهسودو او مارکو لوبغالو کې پیل شوي وې، پای لوبې ته د میدان ورډګ او پکتیا کرکټ لوبډله ووته. دغو دواړو لوبډلو نن لوبه وکړه. ټاس (پچه) د پکتیا کرکټ لوبډلې وګاټه او میدان وردګ کرکټ لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه وکړه. دوی په ۳۱،۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۰ منډې هدف مقابلې لوبډلې ته وټاکه .

ورپسې چې د پکتیا ولایت کرکټ لوبډلې ټوپوهنه پیل کړه، دوی په ۲۹،۱ اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوي هدف ته ځانونه ورسول او د ایلیټ کپ جام یې وګاټه.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لخوا د لمړي مقام ګټونکي لوبډلې( پکتیا کرکټ لوبډلې) ته ۹۰۰۰۰ زره افغانی او د دوهم مقام ګټونکي لوبډلې ( میدان وردګ کرکټ لوبډلې) ته یې ۴۰۰۰۰ زره افغانی د انعام په توګه ورکړې.

پدې پای لوبه (فاینل) کې د لوبې غوره لوبغاړی (مین آف د میچ) رحمت شاه ونومول شو او د غوره لوبغاړي ټرافي هم ورکړل شوه.

پدې سیالی کې هغو لوبغاړو چې ښې کارکردګی کړیدي هغه هم په ماډالونو ونازول شول.

فضل ځاځي ته د غوره فیلډر ټرافي ورپه غاړه شوه. حمزه هوتک ته د تکړه توپ اچونکي (بالر) ټرافي ورکړل شوه. مراد علي ته د ښې ویکټکیپری له آمله ټرافي ورکړل شوه او حشمت الله د ښه بیټینګ (توپوهونکي) له امله د ټرافی څښتن شو.

په هغه مراسیمو کې چې پدې اړوند جوړ شوي ول، د کرکټ بورډ مرستیال شهزاده مسعود د لمړي مقام او دوهم مقام ګټونکو او همداشان نورو لوبډلو ته هم مبارکي وویله. مسعود هیله وښوده چې په راتلونکي کې به کرکټ نوره وده هم وکړي چې له امله به یې تکړه تکړه لوبغاړې وپیژندل شي. نومړي له نورو هغو لوبډلو نه چې پدې سیالی کې پاته راعلي د نورو تمرینونو غوښتنه هم وکړه ترڅو په راتلونکي کې د ښو بریاوو څښتانان شي. همداشان شهزاده مسعود دننګرهار له خلکو هم مننه وکړه چې پدې سیالیو کې له لوبغاړو سره د زړه له خلاصه همکاری کړي او د دوی لپاره یې د لوبو زمینه برابره کړي وه.

ورپسې د سپین غر زون کرکټ مسول قرار غزیزي په خبرو کې د افغانستان کرکټ بورډ له مرکزي ادارې ممنونکی شو چې په ننګرهار کې یې دا سیالی په لاره واچولې. نوموړی په راتلونکي کې هم د ورته نورو سیالیو غوښتنه وکړه.

د ایلیټ جام دا سیالی چې نن د پکتیا کرکټ لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده. موخه یې دا وه چې په افغانستان کې کرکټ ودوه وکړي، خلک د کرکټ لوبو ته وهڅول شي او دا د ترڅنګ د افغانستان ملي لوبډلې او نورو لوبډلو لپاره ښه لوبغاړي له وړاندې وپیژندل شوي وي ترڅو په آینده کې افغانستان د کرکټ لوبو لپاره ښه لوبغاړي ولري.