کور / هراړخیز / د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه

د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه

فرهنګي څانګه: بلخ ادبي خوځښت


بلخ ادبي خوځښت له تېرو څو كلونو په بلخ ولايت كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې تر سيوري لاندې د دغې جرګې د فرهنګي څانكې په توګه يو لړ ادبي او كلتورې كړنې تر سره كړې دي. چې تاسو يې لوستلو ته رابولو
پښتو ليكل ښوونيز وركشاپ:


په ۱۳۸۹ لمريزكال كې بلخ ادبي خوځښت پر دې وتوانېد، چې د ليكوالۍ په ډګر كې بلخي ځوانانو ته د يو ښونيز وركشاپ لړۍ پيل كړي.


د دغه وركشاب د چارو د ترسره كېدو مسوولين د خوځښت تكړه غړي بريالى جلالزى او غلام رسول ملكزى دي، چې تر دې دمه خپلې دندې په پوره اخلاص تر سره كړې دي.


دغه وركشاپ د شمال جرګې د فرهنګي مسوول ليكوال ذبيح الله احساس په هڅو او منډو او د ګويته انستيتيوت په ملاتړ رامنځته شو.


د دغه و ركشاپ پيل ته له كابل څخه د پښتو ادبياتو ماسټر سيد نظيم سيدي راغوښتل شوى او په لومړۍ اونۍ كې ښاغلي سيدي د ښونې برخه پر مخ ويوړه.


وروسته د زده  كړې چارې ذبيح الله احساس ته وسپارل شوې، چې لا يې هم پر مخ وړي.


پښتو ليكل ښونيز وركشاپ به ځلور مياشتې دوام كوي. په ياد وركشاپ كې څه پنځوس نجونې او ځوانان د ليكوالى په برخه كې په  زده كړه بوخت دي.


په پام كې ده د وركشاپ تر پايه به هر ګډونوال د زده كړو  تر څنګ نږدې شل پښتو نثري كتابونه ولولي.


اختريزه مشاعره:


د نورو كلونو په څېر په ۱۳۸۹ لمريز كال كې هم بلخ ادبي خوځښت ځوانانو ځينې كوچنۍ او سترې مشاعرې درلودې، چې يوه يې هم په لوى اختر كې د (اختر د ټولو مبارك شه )  تر عنوان لاندې اختريزه مشاعره وه.


دغه مشاعره د خوځښت د ټولو بهيرونو (مومند بابا ادبي بهير، ام البلاد ادبي بهير، چمتال ادبي بهير او د چاربولك ولسوالۍ د ادبي بهير) په هر اړخيزو ستړياو تر سره شوه، چې په سلګونو قومي مشرانو او فرهنګيانو پكې ونډه اخيستې وه.


د يادولو وړ ده، چې دغې مشاعرې د كابل ميشتو فرهنګيانو په مرسته د پښتو ژبې تكړه سندرغاړى سردار سيد هم رابلل شوى و،  چې د مشاعرې په پاى كې يې په زړه پورې سندرې وويلې.


اختريزه مشاعره د بلخ ادبي خوځښت د غړو لخوا د اختر د لمانځنې په موخه جوړه شوې وه، چې په ورته له كابل، كندهار، غزني او بغلان ولايتو نو څخه ليكوال او شاعران راغلي وه.
درې غوره شعرونه:


په ۱۳۸۸ لمريز كال كې د بلخ مېشتو پښتنو شاعرانو د هڅونې او په دغه ولايت كې د درې بهيرونو (مومند بابا ادبي بهير، ام البلاد ادبي بهير او چمتال ادبي) د همغږۍ په موخه د درې غوره شعرونو مياشتنى مشاعره رامنځته شوه.


د غې مشاعره د بلخ په كچه جوړېده او نورو شاعرانو په گډون پكې د مومند بابا ادبي بهير ام البلاد ادبي بهير او چمتال ادبي بهير ځوانانو ګډون كاوه او دشعر په سيالۍ كې يې برخه اخيستل كيده


په هره غونډه كې به يې درې غوره شعرونو ته ډالۍ او ستاينليكونه وركول كېدل


خو د ۱۳۸۹ لمريز كال په او ږدو كې د غه مشاعره د ځينو امنيتي ستونزو له امله ټكنۍ غوندې شوه او دليل يې هم دا و چې ياده مشاعره په نوبتي ډول په مومند بابا، ام البلاد او چمتال ادبي بهيرونو كې تر سره كېده نو په سيمه كې د ځينو ناامنيو له امله د درې غوره شعرونو مياشتنۍ مشاعره وځنډول شوه.


بلخ ادبي خوځښت په پام كې لري چې په روان كال كې د غه مشاعره په سلسله واره توګه بيا پيل كړي.
مېرمن ادبي بهير:


په بلخ كې د مېرمن ادبي بهير هم له څه مودې ټكنى شوى و، چې بلخ ادبي خوځښت وتوانېد په ۱۳۸۹ لمريز كال كې يو ځل بيا د غه بهير په پښو ودروي .


اوس مهال دغه بهير د څوارلس په شاوخوا كې ګډونكوونكې  لري چې هره اونۍ غونډې كوي د دغه بهير ګډونوالو ته هم هره اونۍ د ذبيح ا لله احساس لخوا په ادبي برخه كې زده كړه وركول كېږي.
پرخه مجله:


د تېر په څېر په ۱۳۸۹ لمريز كال كې د شمال لومړۍ پښتو خپرونه (پرخه ) په سلسله واره توګه چاپ شوې ، چې په تېر كال كې يې څلور گڼې د لوستونكو تر لاسونو رسېدلې دي


د پرخې مجلې د امتياز خاوند:


د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحي جرګه


مشر حاجي عبداالستار اسحاقزى دى


د شمال لومړۍ پښتو مجله د ذبيح الله احساس تر څارنې لاندې خپرېږي، چې مسول مدير يې مجيب الرحمان لحاظ او مرستيال يې ضمير سار  دى. د دغې مجلې په كتنپلاوي ډله كې بريالى جلالزى، ذبيح الله اريال او جاويد واك كار كوي، چې د وېش چارې يې توريالى جلالزى پر غاړه لري.


په ۱۳۸۹ لمريز كال كې تر ډېرهڅه شوې په پرخه مجله كې دشمال مېشتو ليكوالانو ليكنې خپرې شي چې په راتلونكې كې به هم دغه ټكي ته ډېره پاملرنه كېږي


د يادولو وړ ده، چې پرخه له نن څخه اووه كاله وړاندې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جركې د مشرتابه د غړي پوهندوى غلام فاروق خپلواك په هر اړخيزو هڅو رامنځ ته شوې وه او بلخ ادبي خوځښت تر دې دمه ژوندى وساتله.
پسرلى مجله:


پسرلى د هيواد په كچه د غوره سياسي مجلو په ډله كې راځي چې له شماله خپرېږي او له نېكه مرغه د دې مجلې د چاپ وياړ هم بلخ ادبي خوځښت لري.


د يادې مجلې مسسول مدير ذبيح الله احساس  مرستيال يې مجيب الرحمان لحاظ چې په كتنپلاوې ډله كې ورسره بريالى جلالزى كار كوي.


پسرلى مجله هم پرته له كوم ځنډ څخه په ۱۳۸۹ لمريز كال كې به سلسله واره توگه چاپ شوې ده.
 
نوي پلانونه
بلخ ادبي خوځښت په پام كې لري، چې په روان كال (۱۳۹۰) لمريز كال كې د پښتو ادب د بډاينې په موخه ځيني كارونه وكړي.


۱- بلخ ادبي خوځښت په پام کې لري د ۱۳۹۰ کال د وري په میاشت کې په بلخ ولایت کې د (راځئ چې سبق ووایو)  تر نامه لاندې یو ورڅنی سیمینار جوړ کړی


په یاد سیمینارکې به د زده کړو په ارزښت په اړه د هیواد د بیلابېلو استادانو لخوا مقالې ولوستل شي تر څو خلک په څانګړي توګه پښتانه و هڅول شي، چې په خپلو اولادونو تعلیم وکړي
۲- د پښتو ليكل ښونيز وركشاپ په پاى كې به د هر ګډونوال يو ژباړل شوى اثر چاپېږي چې نږدې څلويښت ژباړل شوي كتابونه به ولرو.


د دغې لړۍ كار تر پنځوس سلنه پورې پر مخ تللى او له يوې خپرندويې ټولنې سره خبرې شوي چې هغوى يې هم چاپ ته غاړه ايښې.


۳- بلخ ادبي خوځښت په پام كې لري په ۱۳۹۰ لمريز كال كې د يوه نوې مهالنى خپرونه هم پيل كړي ، چې دا به د ام البلاد ادبي بهير ځوانانو لخوا پرمخ وړل كېږي.


ام البلاد ادبي بهير د خوځښت يو له هغو بهيرونو څخه دى، چې غړو يې په نږدې موده كې د پښتو ژبې د ليكلو په برخه پوره زيار ويستى او داسې ډېر ځوانان يې موندلي، چې د خپلې ژبې د ليكلو په برخه كې ښه لاس لري.


تر ډېره هڅه كېږي، چې دغه مهالنى په په روان پسرلي كې پيل شي. د يادولو وړ ده، چې د دغې خپرونې د لومړي كال لګښت د پسرلى مجلې ادارې پر غاړه اخيستى ده.


۴- خوځښت په پام كې لري، چې د پښتو ليكل د ښوونيز وركشاب د پاى ته رسېدو سره سم په مزارشريف ښار كې د پښتو ژبې عامه كتابتون جوړ كړي. د دغه كنابتون د جوړېدو يو څه چارې ترسره شوي او انشاالله چې د همدې كال تر پايه به د زرګونو كتابونو په درلودلو پرانيستل شي.


۵- د بلخ ادبي خوځښت له ډېر مودې هڅې كوي، چې په دغه ولايت كې يو پښتو راديو ولري،


خو تر اوسه پورې نه دى توانېدلى، چې خپلې موخې ته ورسېږي.


په روان كال كې به هم تر ډېره هڅه وشي، چې  په دغه ولايت كې يوه پښتو راډيو ولرو.
په درنښت


دشمال د خلكو د عنعوي اصلاحي جرګه


فرهنګي څانګه- بلخ ادبي خوځښت