کور / هراړخیز / اقتباس او تقليد

اقتباس او تقليد

موږ دخپلو فکرونودروښانتيا لپاره له دريو ډولو پوهنو څخه کاراخلو چي :
يوډول پوهنيزاړخ يې په ايډيولوژيکي اړخونو ولاړدى ددي علومو د زده کړي په ترلاسه کولوسره کولاى سوچي دمعنوي جهان دماهيت په اړوند معلومات ترلاسه اودهغه په رڼا کښي وکولاى سو چي خپل عقيدتي او فکري هدف ته درسېدو لپاره يوه معقوله ،منطقي پياوړۍ اودبشري ژو ندانه په پرتله په اعتقادي اړخ کښي سمبال سواو دهغوى دعملي کولو په مرسته مو دنيوي او اخروي نيکمرغي په برخه سي چي داډول علوم دديني علوموپه نوم هم يادولاي سو.
چي دقرانکريم دنصوصو په رڼا کي يې وروستى دين ديوه ديوه مطرح اصل په توګه دانسان لپاره دنېکمرغۍ لاره پرانيزي همدا اسلام دى
دوهم ډول علوم فني دي دا علوم دطبعي علومو په نوم ياديږي ددي علومو په ترسره کيدوسره انسانان کولاى سي دخپل مادي ژوند په ښکلولواو انسانانوته دچوپړ په موخه زده کړي تر لاسه او نورو ته يې وښوي ددې علومو هغه برخه چي په بنستيز ډول سره اصولي فرمولونه ولري اودهغوي له رويه په منظم اوسيستماتيک ډول ټاکلي پايلي ولري دفني يا کسبي علومو په نوم ياديږي
چي ډيره برخه يې دزاړه او معاصر ساينسي جهان اړخ تشکيلوي.
دريم: هغه چي په هنري انداز کښي دانساني ژوند تګلوري ته ښکلا ورکوي دا ډول علوم پر دوو عمده برخو ويشل کيږي چي يويې زوړ مخکنى Classic سبک دوهم ښکلا روښنائي بخښونکي افسانوي Romantic اړخ دى چي په خپل اندازکښي په طبيعت کي تر خپلو اصلي حدود دښکلااورنګينۍ وراضافه توب دى دسنتي موضوع انحنا محراق ټاکي چي هم دهمدې دريم علم پرهغه موضوع را چورلي چي دکلام دښکلا اوشاعرانه سبکونو په بدعت پوري اړه لري چي دا ښاخ هم پخپله دبديع دمضمون په نوم ياديږي کوم شئ چي د بديع (نوي) په مفهوم کار ول کېږي او بدعت دهغه فاعلي حال دى چي نوى ښي له ځانه څر ګندول دي دا ډول فورم په ادب او هنر په علومو کي هم را تلاى سي چي يوه خاصه برخه يې دمقيد کلام پر شعري صنعتونو بحث کوي دلته که موږ دشعر پر صنعتي اړخ ږغيږو خپل اصلي مطلب کيداى سي لږ ليرې ولاړسو ځکه نو دصنعتونو دتشريح بدل دشعري په فورم کښي هغه اړخ ته راځو چي شاعران څه ډول کولاى دبديع اوبيان دعلومو په مرسته دخپل او پردي شعر تر منځ توپيرو کولاى سي ؟
څه ډول خپل شاعرانه سبک او يا پخپل شعر کښي دبل چا دشعردرنګيني په ملتوب خپل پيغام تر خلګو ورسوي ددې لپاره بايد موږدوه اساسات وپيژنوچي يواقتباس اوبل يې تقليد دى .
لومړى اقتباس:
اور په لاس کي نيول ،رڼا يې اخيستل ،له يوه چا څخه معلومات اخستنه هغه اصلاحات دي چي داقتباس دلغت دپاره کارول کيږي يادبل مفهوم يا چا نظريه ځايه ول په نظم کښي اودهغوي نومونه يادول اودهغوي دانتقال دکتاب نه معرفي کول اوياهم له زړې موضوع يا مطلبه څخه په استنباط پخپل نوي شعر کي نوى رنګ را منځته کول پخپله په شعري جهان کي داقتباس په نوم ياديږي. اقتباس دشعر په جهان کي هغه روا پديده هر شاعر ګواکي دهغه په استعمال دمخکنيو سبک لرونکو شاعرانو دشعر رنګ په څه مغايرت پخپل شعر کي داسي وځلوي چي شاعرانه پيغام يې خپل وي اوياداچي ديوه سبک لرونکي شاعر ديوه بل شاعر دقافيې رنګ پخپل شعر کښي وځلوي ولي دالفاظو او کلماتو اوډون يې خپل وي ، چي هدف، اوصنعت يې يوخوپه شعرونوکښي يې لفظي اومکتوبي توپيرموجودوي.
چي دساري په ډول دشاعرانه مشترک پيغام دلته لکه دپښتو ژبي دصوفي سبک بنسټګر رحمان بابا چي وايې.
که صورت دمحمد ص نه واى پيدا
پيدا کړي به خداى نه وه دادنيا
چي دنوموړي په اقتباس .
دشهزاده شامحمود ،شهزاده سليمان اوشهزاده کامران استادپيرمحمد کاکړ چي وايې:
اول نور که درسول نه واى پيدا
پيداکړې به خداى نه وه دادنيا
تاسي وګورى دجوړښت په اساس خو ددواړو شاعرانو په دوهمو نيمو کي بيتو چنداني تفاوت نه ترستر ګو کېږي ولي کله چي دلمړيو بيتونو موضوعات ګورو نو دمځکي او اسمان تفاوت يې له ورايه څرګندېږي عبدالرحمن بابا په عالم ناسوت کي دحضرت رسول الله (ص) پيدا يښت دانسانيت مظهر بولي ولي او دحضرت رسول الله (ص) دجسمي پيدايښت په اړوند خپل بيت ليکي اودا رښتوني ادعا کوي چي که دهغه(ص) صورت نه واى پيدا سوى نو دنيا به نه وه خو دپيرکاکړ موضوع بيا په هماغه لمړي نيم بيت کي بلکل اووښتې ده او دهغه ريښتوني ادعا بيا ترعبدالرحمن بابا لوړه څرګندېږي او دحضرت رسول الله (ص) دنورانيت موضوع په کښي کي را نغاړي کوم چي اړيکه يې دالهي ارشاد او قراني نص د((الست )) له موضوع سره تړاو پيدا کوي او دمځکي پرمخ دعالم ناسوت او نورو مخلوقاتو ترجسمي پيدا يښت مخکي دالله (ج) په امر او حکمت دجناب رسول الله (ص) پيدايښت ته اشاره کوي .
يوبل مثال : ديوکرايني مشهورشاعر دتاراس سوچيکو،دشعر ژباړه دروسي ژبي څخه پښتوته سليمان لايق داصطلاحاتو په تغير داسي راوړو .
کله چي مړ سوم يارانو ما،
ترتورو خاورو لاندي پرېباسى
په ډيره پراخه اوناپايه دنيا
،دخوږ يوکراين زړه ته
مي پريباسى
خو دسليمان څخه په استنباط يوبل کندهارى شاعر عبيدالله ځګرخون داغزل چي وايې :
چي زه مړسوم که زما جنازي ته راځى
اول وار به په ما خپل دلبر خبروى
ترپايه دساري په ډول يادولاى سو
داپورته ډول مثالونه په شاعرانه سبکونوکښي په دوه ډوله صورت نيسي چي يو ډول يې اګاهانه اوبل ډول يې توارد ىا غير اګاهانه دي
اګاهانه اړخ يې موږ په شعري صنعتونوکښي هغه برخه بولو چي يوله بله متاثر شاعران يې ياد سبک دپيروى، دفکرونو دتبديل او په في البديحه شاعرانه کړنه کي راوړي .
بل دول غير اګاهانه يا تواردي اقتباس بلل کيږي چي شاعران يودبل په تا ثير خبر نه وي . اودسبکونو لاري سره بېلي وي خو په يوه شعر کښي دالفاظو له تړونه پرته يې شعري پيغام اوشعري رنګ يو ساتنه وي
چي دلاندي دوو شاعرانو دوه بيل بيل مقطعي بيتونه دساري په ډول يادوو لکه :
دملا پيرمحمد پروانه دابيت:
وايه تاچي((پروانه)) وژلى نه دى ؟
دا په غېږ کي دي پرې کړى سر ګواه دى


ارواښادمولوي عبدالغفاربريالى:
وايه تاچي بريالى وژلى نه دى
داپه غېږ کي دي پرېکړى سر دچا دى ؟


دارواښاد پر وانه دبيت له واړو نيم بيتو څخه دهغه وخپل معشوق ته خطابيه او ندايي موضوع څرګندوو که نثر ته دابيت واوړي نو پخپله دجملې مبتدا او خبر په لاس را ځي او دا سي يې فهموو (( که ته انکار کوې چي ما پروانه نه دى وژلى خو په غېږه کي دي داپروت سر دا ګواهي ور کوي چي (پروانه ) تا وژلى دى نو بيا دلته دپروانه له وژني څخه ستا انکار هيڅ معني نه لري چي دادى موږ يې پرې کړى سر ستا په غېږه کي وينو ))
خو دمولوي صاحب په بيت کي سره تر دې چي لمړى نيم بيت يې دموضوع مبتدا ده ولي په دوهم نيم بيت کي يې خپله دقافيوي استفهامي ضمير(چا) کلمه سوال پيدا کوي او له ورايه څرګندېږي دقاتل پر انکار پوښتنه را ولاړېږي چي که يې نثر ته واړوو نو په داسي شکل به را سي (( که ته وايي: ما بريالى نه دى وژلى نو دا په غيږه کي پروت پرېکړى سر دچا دى ؟)) چي دلته خبره دملا پير محمد پروانه دشعر په وړاندي يو توارد دى او دواړو دابيتونه هر يوه پخپله برخه کي دا سي ويلي دي چي يوه اوبل نه دي سره خبر ولي زموږ ځيني ځوان شاعران وروڼه چي لا تر اوسه دشعر په جهان کي دبيان او بديع له اساساتو ناخبره دي داسي ډول توارد ته تقليد وايي
تقليد:
دا يوه عربي کلمه ده چي په پښتو کي ورڅخه د((پېښې کولو )) مفهوم اخيستل کېږي ولي کله چي دشعر په فورم کي څوک ددې کلمې يا دونه کوي دلته بيادشاعرانه غلا په مفهوم راځي دساري په ډول يو څوک را وړي دبل چا شعرکټ مټ پرخپل نامه کوي خو په پاى کي دشعر داصلي مالک يا شاعر پر ځاى غلاکوونکى شاعر خپل نوم يا تخلص ور اچوي او دبل شاعر شعر په بشپړ ډول پر خپل نامه اړوي دا سي اووښتون بې دنامه يا تخلص پرته دموضوع ، محتوي ، پيغام، قافيې ،رديف او ….. يې نور ټول څه دځان ملکيت بللى وي
دديني او مذهبي کړنو څخه پرته په نورو ټولو هرڅه تقليد کول يو چټي کار دى ولي په ديني لحاظ له پيغمبر (ص)، صحابي او مجتهدينو پيروي په اسلام کي يو اساسي کړنه ده
په درنښت